تفصیل | شهادت 

16th October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د پلچرخي په زندان کي د بندیانو خپل منځي سیاسي تاوتریخوالي په نتیجه کي زموږ مجاهدین وړونه ځکه زخمیان شوی چي :

2017-10-11

نن د چهارشنبي په ورځ د پلچرخي په زندان دریم(۳) بلاک کي  د بندیانو خپل منځي سیاسي تاوتریخوالي په نتیجه کي زموږ مجاهدین وړونه ځکه زخمیان شوی چي دمحبس محافظینو او مسولینو د مقابل طرف ملاتړ کړی.
دمعلوماتو پر اساس د محبس محافظینو یو طرف ته چیړې او نور د جنګ مواد تهیه کړی وه نو په همدې اساس زموږ ځني اسیر مجاهدین زخمیان شوی دي.
دا لومړی ځل ندی چي په محبسونو کي د اسیرانو ترمنځ لفظي شخړي نه کیږي بلکه اکثره وخت د سیاسي بحثونو په ترڅ کي تاوتریخوالي رامنځ ته کیږي خو افسوس پر ملي حکومت او محبس محافظینو کوو چي یک طرفه قضاوت کوي او د یوه طرف ملاتړ کوی ، کاش د خلاصیدو کوشش یی کړي وای خو برعکس د ځینو تعصوباتو په وجه د یوه ګروپ ملاتړ او تایدکوي او د بل ګروپ  په خلاف یی جنګوي.
موږ یو ځل بیا پر ټولو حکومتي او غیر حکومتي چارواکو ږغ کوو چي موږ سوله غواړو او د سولي له بهیر سره د غرو راکښته شوي یو،هغو تعصوبګرانو ته واضح وایو چي د تعصوباتو لاس پر سر شي ورنه ستاسو انجام به د هغو په څیر وي چي قرآن یی د غرق کیدو مثالونه راوړي ،زموږ ولس او اسیران مه زوروي،بي پلاره بچي مو مه ژړوی، بي خاونده میرمند مو مه بدخواب کوی،سپین ژري پلار ئې جنګ ته مه مجبوره کوی او نه د هغه ورور..... 
پر هغه چا ظلم مه کوی چي هغه د خپل کارونو د اجراتو صلاحیت نلري او د هر څه واک يې د بل په لاس او اختیار کي وي،هغه ستاسو ترحم ته ضرورت لري. هیله مند یو په خپل ولس باندي رحم وکړی.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th October, 2017