تفصیل | شهادت 

16th October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

محمد وزیر په زندان کی ووژل شو: د پل چرخي زندان د مظلومو زندانیانو له پاره لنډغرو په قتلځای بدل کړی

2017-10-12

د پل چرخي زندان د مظلومو زندانیانو له پاره لنډغرو په قتلځای بدل کړی:

نن یو ځل بیا د حزب اسلامی یو متعهد بندی چی نوم یی هم د سیاسی بندنو په لیست کی وو د ټلوالی د لنډغرو په لاسو په شهادت ورسید ۰

شهید محمد وزیرد عبدالغفور زوی دتیزنی د کلی  دنوزاد د ولسولۍ  د هلمند  د ولایت  اوسیدونکی  د پلچرخی د زندان په دریم بلاک کی د قاتلانو  هریو عبدالرحیم او دهغه د زوی په لاسو په چاقو ګانو ووهل شو او بیا یی د جمهوریت په شفاخانه کی ساه ورکړه۰

ویل کیږي چی  ددریم بلاک قومندان ذاکر چی د شمال د ټلوالی غړی او سخت متعصب انسان دی ددی قاتلانو تر شا ولاړ دی۰

ددی نه مخته هم څو ځلی داسی حادثات را منځته شوي اوهغه بندیان چی د اعدام په سزا محکوم شوي او د خپل تریخ  ژوند اخري شپي شماری هم دهمدی ټلوالی د لنډغرو له لوری شکنجه او وهل شوی ۰ تر ډزو لاندی  راغلی او شفاخانو ته منتقل شوي 

دولت او په ځانګړی توګه د امنیت څانګه باید په دی اړه جدي ګامونه واخلي او دغه  مغرض، متعصب اوباشان ددی بلاکونو او زندان څخه تبدیل   کړي تر څو دغه مظلوم سیاسی زندانیان د خپل زندان دا پاته ترخی شپی لږ څه په ارام تیری کړي



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th October, 2017