تفصیل | شهادت 

16th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اتمر: د دولت د وسله والو مخالفو ډلو شمېر

2017-10-12

 د ملي امنيت شورا سلاکار په هېواد کې سياسي بې اتفاقي او اداري فساد سترې ننګونې بولي او وايي چې د دولت د وسله والو مخالفينو له هرو څلورو يو بهرنى دى.

د ملي امنيت شورا سلاکار محمدحنيف اتمر نن په کابل کې د کورنيو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د سيمه ييزو زونونو او سرحدي لواګانو قوماندانانو د درې ورځني سيمينار په وروستۍ ورځ وويل چې اوه کاله وړاندې۳۸۰زره افغان ځواکونو د ۱۴۰زره بهرنيو ځواکونو په ملاتړ د څو ترهګرو ډلو پر وړاندې مقابله کوله.

د ده په وينا، په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو په وتلو وروسته، د دولت د وسله والو مخالفو ډلو شمېر درې چنده لوړ شوى، خو افغان ځواکونو يې مقابله کړې ده.

ده د دولت د وسله والو مخالفو ډلو شمېر په ګوته نه کړ، خو ځيني چارواکي وايي چې دا مهال ٢١ د دولت وسله والې مخالفې ډلې په افغانستان کې فعاليت لري.

اتمر وايي: "په افغانستان کې له هرو هغو څلورو ترهګرو سره چې افغان ځواکونه ورسره جنګېږي، يو يې بهرنی دی."

دى زياتوي، د وسله والو مخالفو ډلو پر وړاندې د افغان ځواکونو شهامت د دې لامل شوی چې د نړيوالې ټولنې باور خپل کړي او له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

اتمر په پوځي ادارو کې فساد ستره ننګونه وبلله او ويې ويل: "هېڅ شى موږ له پښو نه شي غورځولای خو سياسي بي اتفاقي او فساد موږ له پښو غورځوي."

اتمر د کورنيو چارو وزارت له چارواکو وغوښتل چې خپل استخباراتي او کشفي ځواک پياوړی کړي تر څو د سرتېرو په مرګ ژوبله کې کموالى رامنځته شي.

هغه همداراز وويل، د دې تر څنګ بايد په ټول هېواد کې د شخړو ضد قطعات هم پياوړي شي څو د هغو ځوانانو پر وړاندې چې لاريونونه کوي له قانوني لارو کار واخلي، نه دا چې د وسلې په مټ يې د مخنيوي هڅه وکړي.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ستر جنرال مراد علي مراد وويل چې په ياد سمينار کې د ملي پوليسو له لوري د هغوى پر بهرنيو همکارانو او همدا ډول د پوليسو له لوري پر خپلو همکارنو د بريدونو، د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې، له دندې څخه د تېښتې او د ځواک نا انډولۍ په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې او حل لارې يې ولټول شوې. ده د حل لارو په اړه جزئيات ورنه کړل.

هغه زياته کړه، په تېرو درېيو ورځو کې د روان کال د تېرو شپږو مياشتو پر لاسته راوړنو او کمروزتياوو هم بحث وشو ترڅو په راتلونکو پلانونو کې ګټه ورنه واخستل شي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2017