تفصیل | شهادت 

16th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

کونړ: د بهرنیانو په بمبار شاوخوا ۲۰ تنه وژل شوي دي

2017-10-13

انا لله و انا الیه راجعون

د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې د بهرنیانو د بې پلوټه الوتکې په واسطه بمبار شوی چې له امله یې دوه کورونه ویجاړ شوي او نیژدې شل کسان وژل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم رسنیو ته ویلي چې پېښه تېره ورځ پنجشنبه ماځیګر پر درې نیمې بجې را منځته شوه.

خود سیمي د خلکو  ویلي چې وژل شوي کسان ټول ملکیان دي. او زیاته کړې یې ده، چې هغوی یوه بل کلي ته په واده کې د ګډون لپاره روان وو.

د سیمي خلګ وايي چې وژل شوي کسانو سره که څه هم وسلې ورسره وي، خو هغوی ټول ملکیان وه، د یوه کلي څخه بل کلي ته پر لاره یې د خوښي ډزي کړي وې او بیا یې په یوه کور کې دمه کول چې بمبار باندي وشو.

د راپورونو سره سم په دغه بمبار کې دوه کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوی او اورونه پر بل شوي دي چې له امله یې د یو شمېر مړو پيژندنه هم سخته ده، خو بیا هم د ۱۴ کسانو جسدونه د بمبار شویو کورونو څخه را ایستل شوی دي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نوي ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې هوايي بریدونه زیات شوي چې په همدې لړ کې یوازي تېره میاشت سپتمبر پر افغانستان ۷۵۱ بمونه غورځول شوي دي.

امریکايي او افغان چارواکي تل په دغه بمباریو کې د داعش او طالبانو د وژل کېدو خبرونه ورکوي خو د حقوق بشر ادارو او ازادو بنسټونو په وینا په دې وروستیو کې د بمباریو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

یاده ستراتیژې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله په شمول د اکثرو جګپوړو چارواکوله خوا تایید شوې او د افغانستان په ګټه بلل شوې ده، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وینا دغه ستراتیژې د افغانستان جګړه لا اوږدوي او د لا زیاتو ملکي تلفاتو سبب ګرځي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

16th December, 2017