تفصیل | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د سولې څلور اړخیزه غونډه د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو په حضور کې نن دوشنبه د عمان په پلازمېنه مسقط کې جوړه شوه.

2017-10-16

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سولې په څلور اړخیزه ناسته کې د بحثونو تمرکز د ترورېستي ډلو پر وړاندې د پاکستان په صادقانه او عملي مبارزه دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان د پخوانیو ژمنو د عملي کېدو څرنګوالی او د افغانستان او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره د تګلارې پلې کېدل، په عمان کې د سولې د څلور اړخیزې ناستې مهمه اجنډا جوړوي.

د سولې څلور اړخیزه ناسته دا ځل په داسې حال کې ترسره کېږي چې پاکستان ته د امریکا له‎خوا دمخه فشارونه متوجې دي او د افغانستان د سولې د عالي شورا په وینا، دا غونډه کېدای شي متفاوته ثابته شي.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف ویلي چې د طالبانو استازي هم په دغه ناسته کې ګډون کوي، خو افغان حکومت او طالبانو په دغه ناسته کې د طالب استازو حضور رد کړی دی.

په دغه یوه ورځنۍ ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین له یوه پلاوي سره چې د سولې د عالي شورا استارزی هم په کې شامل دی، ګډون کړی دی.

د سولې دغه شپږمه څلور اړخیزه ناسته له نېږدې دوه کاله ځنډ وروسته بیا جوړه شوې ده.

له وسله ‎والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې په باب د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین لومړۍ څلور اړخیزه غونډه د ۲۰۱۶ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په اسلام‌اباد کې وشوه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې ادارې پلاوی وايي، په عمان کې د سولې څلور اړخیزه ناسته په هغو هېوادونو د فشار یوه وسېله ده چې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

اخوا بیا د پګواش نړیواله مؤسسه چې ډېر کله د وسله‎ والو طالبانو تر منځ د غیر رسمي خبرو کوربه وه، وايي چې د سولې دا غونډه هغه مهال نتیجه ورکوي چې طالب استازي هم پکې ګډون ولري.

 حکومت باید هڅه وکړي چې وسله وال طالبان هم دغه پروسه کې شامل کړي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017