تفصیل | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ښاغلي رباني د سولې د عالي شورا د پخواني مشر او د خپل پلار د شپږم تلین په مراسمو کې ویې ویل

2017-10-16

 

 

رباني: د حکومت په جوړښت کې اصلاحات د ستونزو د حل یوازنۍ لار ده

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د جمیعت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني د حکومت په جوړښت کې د اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار وکړ او دا یې د ستونزو د حل مهمه لار وبلله.

ښاغلي رباني نن دوشنبه د سولې د عالي شورا د پخواني مشر او د خپل پلار د شپږم تلین په مراسمو کې خبرې کولې ویې ویل چې د هېواد خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دې ټولو ستونزو د حل یوازنۍ لار د ده په وینا، د هېواد په سیاسي جوړښت کې بدلونونو ته لومړیتوب ورکول دي.

رباني ټينګار وکړ چې په نظام کې انحصار باید پای ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان جمهوري ریاست په پرله پسې ډول وايي، د ټول هېواد په کچه له خلکو سره سلا مشورې کوي او د هغو نظریات یې په پام کې نیولي دي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017