تفصیل | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دلته خاطر د هغه چا کېږي چې ډار ترې کېږي

2017-10-16

دلته خاطر د هغه چا کېږي چې ډار ترې کېږي

باطن یې ډک وي له فساده ظاهر اعتبار پرې کېږي

دلته که ژوند غواړې دوه مخی، څلور مخی اوسه

بیا چې په کومه ځمکه بنګ کرې چنار پرې کېږي

څه به یې مزدور څه مزدوري وي د خولو او وینو

نه پرې ډوډۍ، نه پرې اینګولي، نه نسوار کېږي

زر دې زردارو ته نصیب شي مونږ نه غواړو خو

بس دومره غواړو چې تر کور کفنه کار پرې کېږي

د غره کمر نه چې د غره ونې په کاڼو لګي

خیر دی چې کوم بوټی مېوه نیسي، ګوزار پرې کېږي

د دې ولس د زورورو سره خدای پوه شه

چې زمونږه حق خوري، زمونږه به څه لار پرې کېږي

شاعر: مطیع الله تراب



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017