تفصیل | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په مصر کې د وسله والو حمله کې ۵۴ مصري سرتېري وژل شوي

2017-10-22

 امنیتي چارواکي وايي، پرون شنبه د افراطي وسله والو پر یوه پناه ځای په حمله کې ۵۴ پولیس وژل شوي دي.

په وژل شویو کې لږترلږه شل افسران او ۳۴ضابطان دي.

د چارواکو په وینا، لږترلږه شپږ پولیس زخمیان دي او داسې وېره ده چې د مړو شمېر ښايي لوړ شي.

حمله د قاهرې د جنوب په ۱۳۵کېلومترۍ کې په پراته جیزه ولایت کې دالواحات البحریه سیمه کې شوې ده.

د مصر د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې له مطبوعاتو سره یې د خبرو اجازه نه درلوده، د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط رسنیو ته ویلي، د داعش پر پناه ځای د پولیسو حمله د جمعې په ماښام پېل شوې وه.

د مصر د کورنیو چارو وزارت په دې حمله کې د تلفاتو شمېر ډېر کم ښوودلی او ویلي یې دي چې یوازې شپاړس پولیس وژل شوي او ادعا یې کړې چې د داعش ۱۵وسله وال هم وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې څرګنده کړه چې د پولیسو لوري ته د زیاتو تلفاتو دلیل ښايي د استخباراتي معلوماتو نه رسېدل، د هماهنګۍ نشتوالی یا د پولیسو کمه تیاري وي.

په بیان کې ویل شوي چې د پېښې په اړه به څېړنې وشي.

د مصر امنیتي سرچینو ویلي چې د پولیسو ډلګۍ په هغه څرک پسې روانه وه چې په مصر کې د افراطي ډلې حرکه سواعد مصر "حسم"د پناه ځای په اړه په لاس ورغلی و او په لاره کې، وسله والو حمله ورباندې وکړه.

ویل کېږي چې پولیسو ته کمین نیول شوی و او وسله والو راکټ، لاسي بمونه او نور چاودېدونکي مواد درلودل.

د حسم ډلې د حملې مسئولیت منلی دی.

د مصر حکومت حسم د اخوان المسلمین ډلې وسله واله څانګه ګڼي.

په مصر کې د اخوان المسلمین ډلې پر فعالیت له ۲۰۱۳مېلادي کال راهیسې بندیز دی خو اخوان المسلمین د مصر د حکومت خبره او له حسم سره ارتباط ردوي.

د حسم وسله والو له تېرکال راهیسې په قاهره کې پر پولیسو، عسکرو او قاضیانو د زیاتو حملو مسئولیت اخیستی دی.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017