تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې پر ايران توندې نيوکې وشوې

2017-11-20

د عرب ليګ مشر، د سعودي او بحرين د بهرنيو چارو وزيرانو پر ايران توندې نيوکې کړي او په عربي هېوادونو کې د روان کړکېچ ټوله پړه يې پر ایران او د ایران پر پلويانو اچولې ده.

نن د مصر په پلازمېنې قاهره کې د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په بېړنۍ غونډه کې په منځني ختيځ کې روان کړکېچ او تاوتريخوالی د ایران د لاسوهنو له امله بللی دی.

د عرب ليګ سرمنشي احمد ابو الغیط د غونډې په پرانيستونکې وينا کې وويل، چې په سيمه کې د ایران لاسوهنې له ټولو حدونو اوښتي او د زغم وړ نه دي.

د عرب ليګ مشر زیاته کړه، چې د عربي هېواد پلازمېنه د بهرنيو مليشو له لوري په نښه کول په سيمه کې ستر ګواښ دی او د هغه اشاره د حوثي شيعه ملېشو له لوري د سعودي پلازمينې رياض ته وه، چې په باليستيکي توغندي يې وويشت.

ابو غیط وويل، کوم توغندی چې د ریاض پر هوايي ډګر لګلېدلی، په ایران کې جوړ شوی او د ایران له لوري د داسې پيغام لېږدول د منلو وړ نه دي، چې دغه هېواد په عربي نړۍ کې د ورانکارو ډلو ملاتړ کوي.

د عرب ليګ مشر دا هم وويل، چې د ایران د لاسوهنو او مداخلو په اړه نړيواله ټولنه هم پر ایران څرګند غږ نه کوي او زياته يې کړه، چې د ایران د دښمنۍ چلند له نړيوالو اصولو سره هم په ټکر کې دی.

په همدې غونډې کې د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر هم پر ایران توندې نيوکې وکړې او غوښتنه يې وکړه، چې عربي ټولنه بايد د ایران یرغليز سياست پر وړاندې جدي پرېکړه وکړي.

جبیر دا هم وويل، چې ایران په عربي هېوادونو کې د مداخلو له امله ټول نړيوال قوانين تر پښو لاندې کړي او په څرګنده د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د بحرین د بهرنيو چارو وزير خالد احمد آل خلیفه هم پر ایران او حزب الله ډلې توندې نيوکې وکړې او د دواړو هڅې يې د سيمې او عربي هېوادونو لپاره ګواښ وبللې.

د عرب ليګ په دې غونډه کې د مصر د بهرنيو چارو وزير سامح شکري، د سعودي عادل الجبیر، د بحرین شيخ خالد آل خلیفه، د اماراتو د بهرنيو چارو وزير انور قرقاش د عرب لیګ د سرمنشي احمد ابو الغیط په مشرۍ پر ایران توندې نيوکې وکړې او ایران يې په سيمه کې د روان کړکېچ او تاوتريخوالي بنسټيز لامل وباله.

په دې وروستيو کې يو ځل بيا د ایران او سعودي تر منځ پر يو بل لفظي بريدونه زيات شوي او تر ټولو ستره موضوع په يمن کې حوثي مليشو ته د ایران له لوري د نوو پرمختللو وسلو ورکول او په سعودي کې د لبنان د لومړي وزير سعد الحريري استعفا ده.

ایران او حزب الله پر سعودي تور پورې کوي، چې سعد الحریري يې د فشارونو پر مټ استعفا ته اړ کړی، خو سعودي او حریري دغه ډول تورونه ردوي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017