تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

پاکستان په مشروط ډول د طالبانو د پناهځایونو بندولو ته تیار شوی

2017-12-06

 پاکستان په مشروط ډول په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د پناهځایونو له بندولو او له خاورې څخه یې افغانستان ته د افغان طالبانو د اوښتو له مخنیوي سره موافقه کړې ده.

پاکستاني چارواکو د دغه هیواد رسنیو ته ویلي چې د پاکستان مشرانو په اسلام اباد کې د امریکا له دفاع وزیر سره په وروستۍ کتنه کې ویلي چې که امریکا د افغانستان- پاکستان ترمنځ پر دیورند کرښه کټارې نصب کړي او همداراز ټول افغان کډوال افغانستان ته وروګرځوي، پاکستان به هیڅ افغان ته اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې د پاکستان له خاورې حملې وکړي.

پاکستان ټوډې ورځپاڼه وايي، یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي، چې د امریکا د دفاع وزیر جېمز ماتیس او پاکستاني چارواکو د خبرو له جزییاتو خبر و، وویل«د امریکا دا پالیسي چې په هره مسله کې پاکستان دخیل بولي، باید پای ته ورسېږي. موږ حاضر نه یوو چې نور په افغانستان کې د ناکامیو په خاطر ملامت وګڼل شو.»

ده په عین حال کې وویل چې پاکستاني چارواکو امریکا ته ویلي چې پر ډیورند کرښه کټارې ولګوي او افغان مهاجر وروغواړي څو په مقابل کې یې پاکستان د افغان طالبانو د اوښتو مخه ونیسي.

امریکا وايي چې په افغانستان کې جګړې د دې لپاره دوام کړی چې پاکستان په خپله خاوره کې افغان طالبانو ته پناهځایونه ورکړي دي.

واشنګټن په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د حقاني شبکې د ځپلو غوښتنه کوي.

د افغان او امریکايي چارواکو په وینا د حقاني شبکې او طالبانو مشران په پاکستان کې اوسي او له هماغه ځایه په خلاص لاس په افغانستان کې د حملو پلانونه جوړوي، جګړه تمویلوي او جګړه مار جلب و جذبوي.

د امریکا دفاع وزارت وايي دفاع وزیر جېمز ماتیس د تروریزم پر ضد د پاکستان قربانۍ تایید کړې او په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې پاکستان له امریکا او نورو سره په ګډو هڅو په افغانستان کې د سولې د امکاناتو په برابرولو کې حیاتي رول لوبولی شي.

د امریکا دفاع وزیر په دغو کتنو کې یو وار بیا په کلکه وویل چې پاکستان «باید» له هغو تروریستانو او سختدریځو سره د مبارزې لپاره خپلې هلې ځلې دوه برابره زیاتې کړي چې د پاکستان له خاورې عملیات کوي.تاند



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017