تفصیل | شهادت 

15th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ننگرهار کي د کوچنیانو په ګډون لسګونه کسان په ایډز اخته شوي

2017-12-08

د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکي وایي دغه ولایت کې د ایډز۲۵۷ مشکوکې پېښې راپور شوي، چې ۱۴۹ یې د مرکزي وي-سي-ټي له لارې تائید شوي هم دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر شعیب سهاک یوې ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي: "تر دې مهال ۲۵۷ مشکوکې پیښې راپور شوي چې ۱۴۹ یې د مرکزي وي-سي-ټي له لوري تائید شوي دي. په دې شمیر کې ۶۸٪ نارینه ۲۲٪ ښځینه او ۱۰٪ له ۱۵ کلونو کم عمره کوچنیان شامل دي."

د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لورې د ایډز نړیواله ورځ، چې د ډسمبر لومړۍ او د لیندۍ د میاشتې لسمې نیټې سره برابره ده، د (روغتیا حق خپله وینه د ایچ-ای-وي لپاره معاینه کړئ) تر عنوان لاندې ونمانځل شوه، چې د بېلابېلو ادارو استازو په کې ګډون کړی و.

چارواکي وایي د دې ورځې له نمانځلو یې موخه د دې ناروغۍ د مخینوي لپاره خلکو او حکومت ژمنه، د اخته کسانو سره د کرکې او نفرت له منځه وړل، په راتلونکي کې د دې ناروغۍ له کبله د مړینو له منځه وړل او د دې ناروغۍ کچه صفري نقطې ته راټیټول دي.

شعیب سهاک ویلي دا ناروغۍ د انتقال څلور عمده لارې دي:

۱- د معتادینو له لوري د سورنجو ګډ استعمال

۲- غیر مسؤله جراحي پروسیجرونه

۳- نامشروع جنسي اړیکي

۴- مور څخه ماشوم د ایډز د ناروغي انتقالیږي

دا په داسې حال کې دي چې راپورونه وایي افغانستان کې د ایډز په ویروس د اخته کسانو شمیر زیاتوالی موندلی.

د عامې روغتیا وزارت وایي، اوسمهال نږدې درې زره هیوادوال په دغه ویروس اخته دي. د دغه وزارت د شمیرو له مخې، د تیر کال په پرتله سږکال په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر، پنځه ویشت مورده زیات دی.

دغه وزارت په ایچ آیي وي ویروس د اخته کسانو د شمیر زیاتوالی کډوالي، جګړې او نشه یي توکو سره په تړاو کې بولي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th December, 2017