تفصیل | شهادت 

23rd January, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اسرائیلي طیارو پر غزې هوايي بمبارۍ کړي دي

2017-12-10

پس له هغې چې د اسرائیلو تر کنټرول لاندې سیمې په راکټونو وویشتل شوې، د اسرائیلو جنګي طیارو په غزې کې د حماس ډلې ځېنې پوځي اهداف په نښه کړل. د شنبې ورځې [ډیسمبر ۹] په بمباریو کې د حماس دوه غړي وژل شوي دي.

د امریکا لخوا د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پيژندل د ډیرو خلکو او هېوادونو اعتراض او نارضایتي راپارولې ده.

اعتراض په بیت المقدس، رام الله، او غزې ښارونو کې روان دی. د اسرائیلو حکومت د تشدد د مخنیوي په خاطر په سیمې کې پوځیان ځاي پرځاي کړي دي.

د فلسطین د خپلواکې ادارې رئیس، محمود عباس، د فتح تحریک او نورو ډلو د پراخو اعتراضونو غوښتنه کړې خو حماس ټینګار کوي چې د اسرائیلو پر ضد له تشدد ډک پاڅون اعلان شي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd January, 2018