تفصیل | شهادت 

19th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دفاع وزارت په امریکا کې د پاکستان د سفیر وروستۍ څرګندونې رد کړې

2017-12-10

د افغانستان دفاع وزارت د دغه هېواد د امنیت په اړه په امریکا کې د پاکستان د سفیر اعزاز احمد چوهدري وروستۍ څرګندونې په جدیت سره ردوي او وايي، نوموړی دې خپل حکومت ته مشوره ورکړي چې د تروېستانو له ملاتړه لاس واخلي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په هر ځای ښارونو، کلیو او غرونو کې چې دوسله والو مخالفینو فعالیتونه حس کړي، له توپیر او ځنډ پرته یې له منځه وړي دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۹ مه د افغانستان د امنیت په اړه په متحده ایالاتو کې د پاکستان د سفیر اعزاز احمد چوهدري وروستۍ څرګندونې په جدیت سره رد کړې.

نوموړی وايي، ښاغلی چوهدري دې د دغو څرګندونو پر ځای خپل حکومت ته مشوره ورکړي چې د ترورېستانو له ملاتړه لاس په سر شي.

ښاغلي وزیري وویل:

"د پاکستان سفیر د امریکا په متحده ایالاتو کې ناست دی، د افغانستان، پاکستان او په ټوله کې د سیمې له وضعیت او حالاتو خبر نه دی، هغه له خپل ځان او فکر خبرې کوي، موږ هر چېرې چې د ترورېستانو مرکز او فعالیت ګورو، هغه که په ښارونو، کلیو او یا غرونو کې وي، له منځه یې وړو، محترم سفیر صاحب دې خپل حکومت ته مشوره ورکړي چې د تروېستانو له ملاتړه لاس واخلي. "

د امریکا په متحده ایالاتو کې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري د جمعې په ورځ له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې ویلي، د افغان حکومت په لوموړیتوبونو کې بدلون چې غواړي د ښارونو خوندیتوب ته زیات پام وکړي، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته د ملک په نورو سیمو کې د ازادانه ګرځېدو لاره هواره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا سرمفتشې ادارې یا سیکار په خپل کلني راپور کې چې د اګست په میاشت کې خپور شوی و، ویلي چې افغان حکومت یوازې د هېواد په ۴۰۷ ولسوالیو یعنې په ۶۰ فیصده ځمکه واک لري.

خو د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې د افغان حکومت د حاکمیت ساحه پراخه ده او یوازې ۹ ولسوالۍ له وسله والو مخالفینو سره دي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د ترورېستانو پټنځایونه د پاکستان په کراچۍ، میرانشا، پېښور او یو شمېر نورو سیمو کې دي.

د نوموړي په خبره، تراوسه چې د وسله والو طالبانو ټول لوی مشران وژل شوي، په پاکستان کې وژل شوي چې دا د افغان حکومت د څرګندونو ښکاره ثبوتونه دي.

بل خوا د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمېسیون یو شمېر غړي وايي، د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې د ترورېزم پروړاندې په جګړه کې له همکاریو او مسؤلیته د هغه هېواد د تېښتې په معنی ده.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th July, 2018