تفصیل | شهادت 

23rd January, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ای دجرګو ای دشملو ولسه : نن دخوست ښارراته شایسته ښکاریږی

2017-12-10

ای دجرګو ای دشملو ولسه

درهبرتودموهرکلی وکاوه
تاسوله وخته یاست درانه قومونه
چی مودمشردرناوی وکاوه
لویه پکتیالوی تاریخونه لری
داقدرمندغټ غټ قومونه لری
هرانقلاب کی یاست کامیاب بریالی
دحق باطل موسپیناوی وکاوه
نن دخوست ښارراته شایسته ښکاریږی
داهروګړی یی تازه ښکاریږی
تاسو شانداره مراسیموباندی
دګران محبوب قدردانی وکاوه
داده تاریخ ورځی به هیری نشی
تش به له سترګوڅخه تیری نشی

هم به سمون هم به بدلون راولی
تاسو ولس باندی زړسوی وکاوه
محب مودی همت غیرت نه قربان
ستاسوددی پاک صداقت نه قربان
یاست میلمه پال درانه خلګ تاسو
یولوی سترکارمو میړنی وکاوه

{محب الله محب}



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd January, 2018