تفصیل | شهادت 

22nd January, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د قرآن پلوشې_ ورور حکمتیار : ( آل عمران 01 - 99 )

2018-01-01

آل عمران

د سورې معرفي

د دې مباركي سورې مشهور نوم آل عمران دئ، دا د سورې عنوان نه بلكي نوم دئ، يعني هغه سوره چي د آل عمران الفاظ په كي راغلي، مدني سوره ده، د انفال له سورې نه وروسته او د احد له جگړي سره متصل زمانې كي نازله شوې، دوه سوه آيتونه لري. د (ا- ل-م) په دريو حروفو پيل شوې، درې برخي لري، لومړۍ برخه ئې له لومړي آيت نه تر 100 آيت پوري ده، دوهمه برخه ئې له 101آيت نه تر 119 آيت پوري او درېيمه برخه ئې له 120 آيت نه پيل كېږي او د سورې تر پايه دوام كوي. د سورې د ټولو اساسي موضوعاتو خلاصه په وروستي آيت كي راغلې او د دې معنى دا ده چي د سورې د لومړۍ برخي عنوان صبر او مصابره ده، د دوهمي برخي عنوان ئې ربط او مرابطه ده او د درېيمي برخي عنوان ئې تقوى ده او دا درې د فلاح او بريا ضامن. د بقرې د سورې په پاي كي د مؤمنانو دا دعاء راغلې وه چي: اې زموږ ربه! موږ ته په كافرانو بريا را! په دې سوره كي د دغي دعاء د تحقق لار او اسباب ښودل شوي: په (صبر)، (ربط) او (تقوى) سره پر دښمن بريا ترلاسه كولى شئ.

تر شلو كلونو نه زياته موده تېرېږي چي ما دا سوره حفظ كړې، د حفظ په دوران كي او وروسته مي ډېره زياته تلاوت كړې، زه معمولاً حفظ كړې سورې په مرتبه توگه د سحر په لمونځونو كي تلاوت كوم، نن چي كومه برخه تلاوت كړم بيا ئې تقريباً دوه مياشتي وروسته وار رارسي، خو د آل عمران سوره مي تر نورو نه زياته تلاوت كړې، ځيني آيتونه مي په نورو لمونځونو كي هم تلاوت كړي، عادتاً چي د تلاوت په دوران كي د كوم آيت په اړه كومه پوښتنه راته پيدا شوې نو د ځواب لپاره مي تفسيرونه لټولي، په هر ځل تلاوت كي د دې سورې نوي اړخونه او مزيد ابعاد او ابواب راته پرانيستل شوي او مزيد څه مي تر سترگو شوي، خو دا نن چي د آل عمران د مباركي سورې د ښكلا، د آيتونو تر منځ ئې د ښايسته او ژور ارتباط، د مطالبو د عمق او پراخوالي او د دې سورې د عظمت په اړه كوم احساس راته پيدا شوى، په تېري اوږدې مودې كي راسره نه وو، نه پوهېږم چي زما قلم به زما د دې احساس په انځورولو كي څومره زما مرسته وكولى شي.

كه لږ ځير شئ وبه گورئ چي د دې سورې په لومړۍ برخي كي دوه اساسي موضوعات څېړل شوي، له لومړي آيت نه تر ديرشم آيت پوري په كتاب د ايمان څرنگوالى او تقاضاء څېړل شوې او لاندي مطالب په كي راغلي:

  • الله تعالى قيوم (مدبر او منتظم) دئ، د خپل دغه صفت له مخي ئې د انسانانو د لارښووني لپاره د زمانې په مختلفو پړاوونو كي كتابونه رالېږلي، دا قرآن او له دې نه مخكي ئې تورات او انجيل رالېږلي، دا كتابونه نه يوازي د انسان لارښوونه كوي، بلكي د حق او باطل، ښه او بد، مفيد او مضر ترمنځ د تفكيك ذريعه ده، انسان (لارښود) او (فرقان) ته ضرورت درلود، په خپله او په خپل عقل سره، نه سمه لار موندلى شي او نه ښه او بد سره بېلولى شي. د همدې لپاره (قيوم) خداى د زمانې په هر پړاو كي (لارښود او فرقان) كتابونه رالېږلي.
  • د هغه چا عاقبت خطرناك ښودل شوى چي د الله له آيتونو انكار كوي، د ده د كفر او انكار قطعي او محتومه پايله د الله له شديد عذاب نه پرته بل څه نشي كېدى، دا ځكه چي دوى له هغه څه انكار كوي چي له هغه پرته نه سمه لار موندلى شي او نه ښه له بد او مفيد له مضر نه بېلولى شي. او دا ځكه چي څوك د دې عالم د قيوم واكمن له لارښوونو نه غاړه وغړوي، خود به د عزيز خداى له انتقام سره مخامخ كېږي.
  • دا كتاب د هغه ذات له لوري رالېږل شوى چي هم د انسان له فطرت او جوړښت نه خبر دئ او هم د ده په ماحول كي د زمكي او آسمان له هر څه نه او په دې سره ئې دا ستر حقيقت توضيح كړى چي انسان ته (لارښود) او (فرقان) يوازي هغه څوك په لاس وركولى شي چي هم د انسان د (نفس) له ټولو زواياوو خبر وي او هم د ده له (ماحول) نه او له ټولو هغو شيانو نه خبر وي چي انسان ئې احاطه كړى او دى ورسره په يوه او بله بڼه كي څه تعلق لري.
  • د الله كتاب دوه برخي او دوه ډوله آيتونه لري، ځيني ئې هغه دي چي د څرگندو او انسان ته د معلومو شيانو په اړه ئې بحث كړى او ځيني هغه چي د انسان له سترگو نه د پټو شيانو په اړه څرگندوني لري، لومړي ډول ته (محكم آيتونه) او دوهم ډول ته ئې (متشابهات) ويل شوي، محكم آيتونه هغه دي چي هم ئې د بحث موضوع څرگند شيان دي او هم ئې الفاظ هغه دي چي انسان ئې د همدغو شيانو لپاره كاروي او متشابه آيتونه ئې هغه دي چي د تشبيه له فن نه په كي استفاده شوې، د بحث موضوع ئې د انسان له سترگو نه پټ شيان دي او د دغو شيانو د معرفي لپاره داسي الفاظ كارول شوي چي په اصل كي د نورو څرگندو شيانو لپاره وضع شوي. بيا د متشابهاتو په ارتباط خلك په دوو ډلو وېشي: الراسخون في العلم: د پاخه او سوچه علم خاوندان، چي دوى د متشابه آيتونو په مطلب له شك او ترديد نه پرته ايمان راوړي او د الله له لوري ئې گڼي. او دوهمه ئې هغه چي په زړونو كي ئې كوږوالى دئ، چي دوى يا د فتنې په لټه كي له متشابهاتو نه د بحث موضوع جوړوي او يا غواړي په تأويل ئې پوه شي، حال دا چي په تأويل ئې له الله پرته هيڅوك نشي پوهېدى.
  • له الهي كتاب نه د انكار كوونكو پايله وخيمه ده، نه به ئې مال او دولت له عذاب نه وژغورلى شي او نه خپلوان او پلويان، د مصر د فرعون او تر ده نه مخكي د نورو فرعونانو بده پايله او شوم عاقبت د دې حقيقت د يوې بېلگي په توگه وړاندي كوي او د بدر جگړه ئې بله ژوندۍ بېلگه گڼي، چي د دښمن شمېر تر مسلمانانو لږ تر لږه دوه برابره زيات وو، خو سره له دې له ماتي سره مخامخ شو.
  • دا يوه عاميانه انگېرنه ده چي څوك د دنيا مال او متاع معيار وگڼي او د چا عزت او ذلت، ماته او بريا او سعادت او شقاوت ورباندي وتلي. دا نه د انسان لپاره هدف دئ او نه هم معيار، دا د ژوند متاع ده، تاسو ته به ډېر ژر معلومه شي چي دا انگېرنه مو غلطه وه، و به گورئ چي د الله په نزد كي د هغه چا مقام څومره اوچت وو چي تاسو د دې لپاره هغه ته په سپكه سترگه كتل چي له خپل ملك نه شړل شوى، له مال او دولت نه محروم دئ، نه بنگلې لري، نه لښكري او نه د سرو او سپينو زرو خزانې.
  • نه له الله پرته بل معبود شته او نه له اسلام نه پرته بل مقبول دين، څوك چي له الله انكار كوي او له دين سره د مخالفت ملاتړي، الله تعالى به ئې ټول عملونه حبط او د اسلام او مسلمانانو په خلاف به ئې ټولي هڅي شنډې كړي. 
  • د اهل كتابو علماء بې عمله علماء وو، د الله كتاب ئې شا ته غورځولى وو، عوامو ته به ئې ويل: الله تعالى يهودوانو ته له نورو سره د هر څه كولو اجازه وركړې، په هيڅ ناروا معامله به ئې نه نيسي، دې خبرو ته ئې مذهبي رنگ وركړى وو، ورته ويل ئې: دا خبره د الله په كتاب كي راغلې، دا په رواياتو كي راغلې، پيغمبر دا خبره كړې، په دغو افتراءاتو سره هم په خپله وغولېدل او هم ئې نور وغولول.
  • مسلمانانو ته ويل شوي: لكه څنگه چي شپه او ورځ د الله په اراده او د يوه ستر حكمت له مخي ځي راځي او په دې كار كي له الله پرته د عالم هيڅ ځواك، هيڅ ډول دخالت نشي كولى، همداراز د مرگ ژوند، عزت او ذلت پرېكړه او د واكمنۍ سپارل او بېرته اخيستل هم فقط د الله په اراده، د خاصو سننو مطابق او د خاص حكمت او مصلحت له مخي ترسره كېږي. يوازي له مؤمنانو سره به دوستي كوئ، د كافرانو له دوستۍ نه به ډډه كوئ، هر څوك چي له كافرانو سره دوستي وكړي نو خپلي ټولي اړيكي ئې له الله سره شلولې دي.

د كتاب له بحث نه وروسته، د پيغمبرانو په اړه بحث پيل كېږي، په دې مبحث كي دا واضح شوي چي پيغمبران څوك دي؟ مأموريت ئې څه دئ؟ مقام او منزلت ئې كوم دئ؟ په دې مبحث كي لاندي اساسي خبري څېړل شوې:

  • په الله د ايمان تقاضاء دا ده چي د ده د پيغمبرانو اطاعت به كوئ.
  • دوى د الله له لوري او د انسانانو د هدايت لپاره غوره شوي.
  • د نورو انسانانو په څېر دي، خو له ځينو خاصو ځانگړتياوو سره، د دوى دا ځانگړتياوي او مواصفات د مريم، زكريا، يحيى او عيسى عليهم السلام په قصو كي تشريح كوي.
  • د پيغمبرانو او د الله د صالحو بندگانو په اړه دا گمان كول چي هغوى په غيب پوهېږي، ستره غلطي ده. او د دوى په اړه دا انگېرنه چي الله تعالى په خپلي واكمنۍ كي له ځان سره شريك كړي، د ځينو چارو اختيارات ئې وركړي او د خلكو حاجتونه ترسره كولى شي، لويه اشتباه ده. او تاسو پوهېږئ چي همدا دوه غلط گمانونه د هر شركي مذهب بنسټ دئ، هم د بتانو لمانځنه له دې نه راولاړه شوې او هم د قبرونو.
  • د پيغمبرانو معجزې د دوى ذاتي كار نه دئ، دا د الله كار او د دوى د رسالت نښي دي.
  • د پيغمبرانو د دعوت خلاصه دا ده چي يوازي د يوه الله عبادت وشي، دوى يوازي دې ته مستقيمه لار وايې او همدې ته بلنه وركوي.
  • پيغمبران عليهم السلام يو د بل ملاتړ او تأييد كوي، موجود پيغمبر د مخكني تصديق كوي او د وروستني زېرى وركوي.
  • د پيغمبرانو يوه اساسي دنده دا ده چي د خلكو له اوږو نه اضافي پېټي راكوز كړي او د دوى په لاس پښو كي اچول شوي ځنځيرونه مات كړي، اضافى پېټي هغه څه دي چي ټگمارو مذهبي مشرانو له خپلي خوا په خلكو باندي لازم كړي او هغه ته ئې د دين او مذهب رنگ وركړى. او له ځنځيرونو نه مراد هغه اضافي او جعلي قيود او حدود دي چي دوى له خپلي خوا وضع كړي خو هغوى ته ئې مذهبي بڼه وركړې.

 بيا د عيسى عليه السلام د قصې دا برخه راوړي چي خپلو يارانو ته ئې وويل: زه د الله په لورې درومم، څوك مي په دې سفر كي ملگرتيا ته تيار دئ؟ په دې سره الله تعالى له يوې خوا دا حقيقت بيانوي چي عيسى عليه السلام د خپل دعوت په پاى كي د جهاد لپاره ملاتړلې، خپلو پلويانو ته ئې ويلي چي په دې جهاد كي څوك زما مرسته او ملگرتيا كوي؟ له بلي خوا موږ ته ښيي چي د عيسى عليه السلام په څېر پيغمبر له خپلو ټولو هغو بې ساري معجزو سره سره د انصاروو او ملاتړو په لټه كي دئ، له هغو خاصو كارونو نه پرته نور كارونه په معجزو نشي ترسره كولى، نور كارونه به د الله تعالى د عام او عادي سننو مطابق ترسره كوي، نه په خارق العاده توگه او له بلي خوا په پيغمبر باندي د ايمان راوړونكو مواصفات معرفي كوي، په پيغمبر واقعي او مخلص ايمان لرونكي داسي وي لكه د عيسى عليه السلام مخلص ملگري. د دوى څو خبري رااخلي: ستا ملگرتيا په حقيقت كي د الله ملگرتيا ده، موږ دې ملگرتيا ته چمتو يو، په كتاب ايمان لرو، د پيغمبر متابعت كوو، تمنا مو دا ده چي زموږ نومونه د شاهدانو په ډله كي وليكل شي.

ورپسې د اهل كتابو گڼ شمېر شنيع او قبيع اعمال بيانوي، مذهب ته قومي رنگ وركول، د تحريف شوي مذهب لپاره په جعلي رواياتو استناد او خپل غلط مذهب مخكنيو پيغمبرانو ته منسوبول، د خلكو د غولولو او بې لاري كولو هڅه، حق پټول، منافقت، په امانت كي خيانت، دين پلورنه، د ژمنو ماتونه، په درواغو قسمونه، د الله په كتاب كي تحريف، دروغجني فتواگاني، حلال حرامول او دا د تقوى نښه گڼل، شرك او دا ټول د مذهب او دين په نامه كول او پيغمبرانو ته ئې منسوبول!!  

هغوى ته ويل شوي: د الله محبوب بنده هغه دئ چي د ده په لار كي قربانۍ ته چمتو وي، د عادي او معمولي شيانو قرباني نه بلكي د هغو شيانو قرباني چي تاسي ورسره مينه لرئ. او په دې پسي متصل وايي: مذهبي انحراف په اصل كي له بدعت نه پيل كېږي، په دين كي له لاسوهني نه، نه له څه راكمولو نه بلكي له څه زياتولو نه، د حلال له حرامولو نه، د تقوى په نامه په دين كي له څه زياتولو نه، پر پيغمبر عليه السلام د بني اسرائيلو د ټگمارو مذهبي مشرانو اعتراض دا نه دئ چي ولي ئې حلال شيان حرام كړل، بلكي اعتراض ئې دا دئ چي ولي حرام شيان حلالوي؟! دا څنگه د يوه پيغمبر او مذهبي مشر په توگه ومنو چي تقوى ئې زموږ په اندازه نه ده، موږ تر ده نه زيات د حرامو خيال ساتو، دا دئ گورئ چي دى ډېر هغه شيان حلال گڼي چي موږ ئې حرام گڼو، دا تقوى موږ ته زموږ له جد ابراهيم عليه السلام او زموږ له پلار يعقوب عليه السلام نه راپاتې شوې!! الله تعالى د دوى دغه اعتراض او ورپسې د قبلې د بدلولو په اړه د دوى اعتراض ته ځواب وايي او د دې مبحث په پاى كي مؤمنانو ته فرمايي: د اهل كتابو ټولي ډلي او فرقې په يوه او بل څه كي لږ يا زيات، له حقيقي دين نه تېروتي، كه مو د دوى د كومي فرقې خبره ومنله او په كوم څه كي مو د دوى لار غوره كړه، د دوى په څېر به شئ، له ايمان نه وروسته به كافر شئ، د دوى ټوله هڅه دا ده چي تاسو له خپل ايمانه وگرځوي.

له 101 آيت نه د سورې دوهمه برخه پيل كېږي او تر 119 پوري دوام كوي، د دې برخي عنوان ربط او مرابطه ده، په دې كي څو اساسي لارښووني شوې دي: له الله سره خپل تعلق ټينگ وساتئ، وېره مو بايد له يوه الله وي، له هغه څه نه ځان لري وساتئ چي الله ناراضه كوي، له الله تعالى نه ستاسو وېره بايد داسي وي لكه له ده سره چي ښايي، تل او د ژوند ترپايه بايد د الله لارښوونو ته منقاد وئ، مرگ او ژوند مو بايد په اسلام او د مسلمانۍ په حالت كي وي، په دين باندي تمسك ولرئ، له اختلاف او تفرق نه ځان وساتئ، د خير په لوري بلنه وركوئ، په معروف امر كوئ او له منكر نه مخنيوى كوئ او هغه څوك ځان ته مه نږدې كوئ چي ايمان نه لري.

په 120 آيت سره د دې مباركي سورې درېيمه برخه شروع كېږي، په دې كي د تقوى څرنگوالى او اهميت ښودل شوى. شروع ئې له دې نه شوې چي كه په تاسو كي (صبر) او (تقوى) وي نو د دښمن هيڅ كېد او مكر او هيڅ تدبير او توطئه هيڅ تاوان او ضرر نشي دررسولى. ستاسو د (تقوى) په نتيجه كي به الله تعالى د دښمن ټولي هلي ځلي، دسيسې او توطئې شنډي كړي، دا ځكه چي الله تعالى د دوى په هر څه احاطه لري. دا ډېره ستره خبره او د الله له لوري ډېره لويه وعده او ډاډينه ده، نو ځكه له دې وروسته ټول بحث د دغي خبري د اثبات لپاره راغلى، خو په داسي حكيمانه اسلوب سره چي په ضمن كي ئې بې شمېره ارزښتناكي لارښووني هم د متقيانو مخي ته ږدي.

د احد او بدر پېښو ته اشاره كوي او په ضمن كي ئې د تقوى او عدم تقوى پايلي او نتائج په گوته كوي، كله چي تاسو تقوى كړې برى او د الله مرسته مو په برخه شوې او چي د تقوى خلاف عمل مو كړى د الله له مرستي نه محروم شوي يئ او ماته مو په برخه شوې. د بحث په ضمن كي تقوى او د متقينو مواصفات بيان شوي، مخصوصاً د ماتې، مصيبتونو او له ستونزو سره د مخامخ كېدو په حالت كي. د بحث په پاى كي گورئ چي د متقيانو نېك عاقبت بيان شوى او ورپسې د اهل كتابو يوه متقي ډله د (خاشعين لله) په نامه ياده شوې او ويل شوي چي اجر ئې د خپل رب په خوا كي خوندي دئ. د سورې ټول مضامين او مطالب په وروستي آيت كي راخلاصه شوي.

كه وغواړو د دې مباركي سورې ټول پراخ، ژور او با عظمته مضامين د دغه وروستي آيت په رڼا كي راخلاصه كړو نو نتيجه به ئې دا وي:

  • كه د الله د كتاب په حقيقت پوه شوئ، په هغه مو ايمان راوړ، د هغه په مقتضاء مو عمل وكړ، په لارښوونو ئې د عمل كولو په دوران كي مو هره شېبه او دوامداره صبر وكړ او د الله د پيغمبرانو په حقيقت پوه شوئ، په هغوى مو ايمان راوړ، د دوى په اړه مو له غلطو خيالاتو نه ځان وساتو، په عمل كي مو د دوى متابعت وكړ، د دوى په متابعت كي مو هره شېبه او دوامداره صبر وكر، كه مو له الله سره خپل تعلق مضبوط وساتو، تل او د ژوند په ټولو امورو كي مو د الله په دين منگولي ټينگي ونيولې، په خپلو كي مو وحدت او يووالى وساتو او وېره مو يوازي له الله څخه وه او له هغه څه نه مو ځان وساتو چي الله ترې منع كړي ياست، نو مطمئن اوسئ چي د دنيا بريا او د آخرت سعادت او فلاح به مو په برخه كېږي.

كه د سورې په مضامينو كي غور وكړئ وبه گورئ چي غالباً ټوله سوره د احد له جگړي نه وروسته او د مكې له فتحي نه ډېر د مخه نازله شوې، په هغي مرحلې كي چي لا قريشو ماته نه وه خوړلې، يهودان په مدينه كي وو او شرارتونه ئې كول او مسيحيان په خپلي سيمي كي او راتلونكيو پېښو ته منتظر. كه څه هم ځينو درنو مفسرينو ليكلي چي د دې سورې لومړي څه د پاسه ديرش، يا شپيته يا اتيا او نوي آيتونه د مكې له فتحي نه وروسته او د نجران د وفد د راتلو په وخت كي نازل شوي، خو د دې برخي 10- 19-20-21-22-28-69-72 آيتونه په ډېر صراحت سره ښيي چي دا د مكې له فتحي نه ډېر د مخه او هغه وخت نازل شوي چي اهل كتاب لا د مخالف قوت په توگه پاته وو، هم په مدينه كي او هم له مدينې نه بهر، په توطئو مصروف وو او شرارتونه ئې كول. حال دا چي د مكې له فتحي نه وروسته د دوى هيڅ يو د يوه ځواكمن مخالف قوت په څېر نه وو پاته.

 

بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ

الم ﴿١﴾ اللَّـهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ﴿٢﴾ نَزَّلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَأَنزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ ﴿٣﴾مِن قَبْلُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَأَنزَلَ الْفُرْقَانَ ۗ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّـهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ ۗ وَاللَّـهُ عَزِيزٌ ذُو انتِقَامٍ ﴿٤

[1]- ا ل م، [2]- الله هغه ذات دئ چي له ده پرته بل معبود نشته، همغه ژوندى او قيوم. [3]- په حقه ئې پرتا دا كتاب نازل كړى، تر ده د مخكنيو كتابونو مصدق. [4]- تورات او انجيل ئې مخكي نازل كړل، د خلكو لپاره لارښود او فرقان ئې نازل كړى، يقيناً هغه چي په الهي آيتونو كافران شوي، دوى لره شديد عذاب دئ او الله عزتمن غچ اخيستونكى دئ.

(1-4)- الله د دې عالم پالنه او نظم په خپل واك كي لري، قيوم دئ؛ هر څه اداره كوي، هرڅه تنظيموي، د هرڅه قوام د ده له لوري دئ. داسي نه ده چي دا عالم ئې له پيدايښت نه وروسته خپلي مخي ته پرېښى وي او اوس هرڅه په خپله ترسره كېږي، دغه قيوم ذات به څنگه تاسو مهمل پرېږدي او ستاسو د لارښووني او ستاسو د ژوند د تنظيم لپاره به انتظام نه كوي؟ قيوم خداى د خپل دغه صفت له مخي ستاسو د لارښووني لپاره كتاب رالېږلى، پر تا ئې قرآن رالېږلى او له دې نه مخكي ئې تورات او انجيل، دا كتابونه نه يوازي ستاسو لارښوونه كوي، بلكي د حق او باطل، ښه او بد، مفيد او مضر ترمنځ د تفكيك ذريعه ده، تاسو (لارښود) او (فرقان) ته ضرورت درلود، په خپله او په خپل عقل سره، نه سمه لار موندلى شئ او نه ښه او بد سره بېلولى شئ، د همدې لپاره (قيوم) خداى د زمانې په هر پړاو كي (لارښود او فرقان) كتابونه رالېږلي. دا ځكه چي د انسان عمر لنډ دئ او عقل ئې محدود، نه په دې لنډ عمر كي په تجربې سره كولى شي چي په دې پېچلي او پراخ عالم كي سمه لار تشخيص كړي او نه په خپل عقل سره كولى شي ټول مفيد او مضر شيان سره تفكيك كړي.

څوك چي د الله له آيتونو نه انكار وكړي، د ده د كفر او انكار قطعي او محتومه پايله د الله له شديد عذاب نه پرته بل څه نشي كېدى، دا ځكه چي دوى له هغه څه انكار كړى چي له هغه پرته نه سمه لار موندلى شي او نه ښه له بد او مفيد له مضر نه بېلولى شي. او دا ځكه چي څوك د دې عالم د قيوم واكمن له لارښوونو نه غاړه وغړوي، خود به د عزيز او ځواكمن خداى له انتقام سره مخامخ كېږي.

 إِنَّ اللَّـهَ لَا يَخْفَىٰ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ ﴿٥﴾ هُوَ الَّذِي يُصَوِّرُكُمْ فِي الْأَرْحَامِ كَيْفَ يَشَاءُ ۚ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ﴿٦

[5]- يقيناً چي په الله باندي هيڅ څه نشي پټېدى، نه په زمكي كي څه او نه په آسمان كي څه. [6]- دى خو همغه ذات دئ چي تاسو ته د (ميندو) په رحم كي هغسي صورت او شكل دركوي چي دى ئې غواړي، پرته له ده نه چي عزيز او حكيم دئ بل معبود نشته.

(5-6)- دلته د كتاب په اړه څو ډېري اساسي او بنيادي خبري شوې چي په مطلب ئې پوهېدل لږ غور او دقت غواړي:

  • هغه څوك كولى شي د انسان لپاره قانون وضع كړي چي هم د انسان د خلقت، جوړښت او فطرت له ټولو زواياوو نه او د ده له ټولو فطري اړتياوو نه خبر وي او هم د انسان د ماحول په ټولو هغو شيانو پوه وي چي دى ئې احاطه كړى او دى ورسره په يوه او بله بڼه كي څه تعلق لري. هم انسان پېژني او هم د انسان په مېشت ځاى كي هرڅه پېژني، په دې پوه وي چي انسان څه ته ضرورت لري، څه ورته گټور دي او څه تاواني. په قانون كي به انسان ته ويل كېږي چي څه كول ورته جائز دي او څه ناجائز، د كوم څه خوړل ورته روا دي او كوم څه ناروا، د روا، ناروا، جائز او ناجائز او مفيد او مضر پرېكړه هغه څوك كولى شي چي هم د انسان له طبيعت نه دقيقاً خبر وي او هم په زمكي كي د ټولو موجودو شيانو له ماهيت نه خبر وي او په دې پوه وي چي كوم څه انسان ته څه تاوان رسولى شي. قانون په حقيقت كي يو كشف دئ نه اختراع، قانون جوړوونكى قانون كشفوي، له خپله ځانه ئې نشي جوړولى، د انسان لپاره قانون وضع كول داسي دي لكه يو فزيك پوه، كيميا پوه او د ساينس عالم چي د يوه عنصر په اړه وايي: د دې عنصر فزيكي او كيمياوي خواص دا دي، د حرارت او برق د انتقال توان ئې دومره دئ، د حرارت په كومه درجه كي سوزي، له فلاني فلاني عنصر سره ئې تركيب ممكن دئ او له هر يوه سره ئې د تركيب فورمول دا دئ. د دې عنصر په اړه چي دوى څه ويلي دا ټول ئې د تحقيقاتو او تجاربو په ترڅ كي موندلي، دا هر څه كشف دي نه اختراع، دوى له خپله ځانه څه نه دي وضع كړي، بلكي شته او حاكم قوانين ئې كشف كړي او په خاصو الفاظو سره ئې بيان كړي. د ساينس ټول فورمولونه په حقيقت كي په طبيعت حاكم قوانين دي چي ساينس پوهانو كشف كړي، د انسان لپاره قوانين هم بايد همداسي كشف شي، د دې لپاره (انسان پوه) ته ضرورت دئ، نه يوازي انسان پوه ته بلكي (طبيعت پوه) ته هم، هغه چا ته چي هم د انسان په اړه دقيق علم ولري او هم د ده د ټول ماحول په اړه.
  • كه د يوه ساده عنصر په اړه د نړۍ هيڅ فزيك پوه او د ساينس هيڅ عالم دا جرأت نشي كولى چي له ځانه قانون وضع كړي او هره خبره ئې د كشف نتيجه وي، نو د انسان لپاره قانون جوړوونكي څنگه جرأت كوي چي په داسي حال كي د ده لپاره قانون جوړوي چي تر اوسه خو لا د انسان د جسمي جوړښت له ډېرو پېچلو برخو خبر نه دي، روحي جوړښت خو ئې پرېږده، روحي جوړښت خو ئې هومره پيچلى دئ چي دا برخه لا تراوسه اصلاً د ده تر بحث لاندي نه ده راغلې او په دې اړه څه ويل ورته ممكن نه دي، دا برخه په لابراتوار كي د ميكروسكوب لاندي هم نشي نيولى. الكسيس كارل د شلمي پېړۍ يو معروف غربي عالم په خپل كتاب (انسان يو ناپېژانده موجود) كي ليكې: زه له نن ورځي نه د خپل ژوند ترپايه د انسان په اړه هومره سؤالونه يو په بل پسي كولى شم چي علم ئې له ځواب ويلو نه عاجز دئ او ډېر سؤالونه داسي چي ساينس ئې هيڅكله ځواب نشي ويلى!
  • په دغو مباركو آيتونو كي دغه حقيقت ته اشاره شوې، كوم ذات چي تاسو ته كتاب رالېږلى هغه ته هم د زمكي او آسمانونو ټول پټ اسرار معلوم دي او هم ستاسو د وجود له ټولو اسرارو نه خبر دئ، تاسو خو هغه پيدا كړي يئ، دى ستاسو د صورت او جوړښت خالق دئ، ستاسو د روحي او جسمي جوړښت له ټولو زواياوو خبر دئ. په دې بحث پسي متصل بيا د كتاب په اړه فرمايي:

هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّـهُ ۗوَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿٧

[7]- الله هغه ذات دئ چي دا كتاب ئې پرتا باندي نازل كړ، چي ځيني آيتونه ئې مُحكم دي، چي دا د كتاب بنسټ دئ او نور ئې متشابه دي، نو هغه كسان چي په زړونو كي ئې كوږوالى دئ په متشابه پسي ئې درومي، د فتنې په لټه كي او د تأويل په لټه كي، په داسي حال كي چي په تأويل ئې له الله پرته هيڅوك نه پوهېږي او هغه چي د راسخ علم خاوندان دي وايي: موږ ايمان پرې راوړى، ټول زموږ د رب له لوري دي او پند نه اخلي مگر د عقل خاوندان.

(7)- دا مبارك آيت څو مهم مطالب زموږ مخي ته ږدي:

  • د الله كتاب دوه برخي او دوه ډوله آيتونه لري، ځيني ئې هغه دي چي د څرگندو او انسان ته د معلومو شيانو په اړه ئې بحث كړى او ځيني هغه چي د انسان له سترگو نه د پټو شيانو په اړه څرگندوني لري. لومړي ډول ته (محكم آيتونه) او دوهم ډول ته ئې (متشابهات) ويل شوي.
  • مُحكم آيتونه هغه دي چي هم ئې د بحث موضوع څرگند شيان دي او هم ئې الفاظ هغه دي چي انسان ئې د همدغو شيانو لپاره كاروي.
  • متشابه آيتونه ئې هغه دي چي د تشبيه له فن نه په كي استفاده شوې، د بحث موضوع ئې د انسان له سترگو نه پټ شيان دي او د دغو شيانو د معرفي لپاره داسي الفاظ كارول شوي چي په اصل كي د نورو څرگندو شيانو لپاره وضع شوي.
  • د كتاب اصلي او اساسي مطالب په هغو آيتونو كي راغلي چي مُحكم دي او تشبيه نه ده په كي كارول شوې.
  • متشابه آيتونه چي په مفهوم ئې پوهېدل غور او دقت غواړي بايد همدې محكمو آيتونو ته راجع شي او د همدې آيتونو په رڼا كي تفسير او توضيح شي، دا ځكه چي د كتاب (ام)، اصل او محور همدا محكم آيتونه دي.
  • هغه كسان چي په زړونو كي ئې خيرې او كوږوالى وي، د دې پر ځاى چي د متشابه آيتونو په مراد باندي ايمان كافي وگڼي، برعكس د دې آيتونو په تأويل د پوهېدو هڅه او لټه كوي او غواړي له هغه نه د بحث او تحقيق موضوع جوړه كړي.
  • هغه كسان چي غواړي دغه ډول آيتونه د مناقشې او بحث موضوع وگرځوي، هغوى په حقيقت كي يا د فتنو راولاړول غواړي، د دې هڅه كوي چي د خلكو په زړونو كي شكوك او شبهات راولاړ كړي او توجه ئې له محكمو آيتونو نه بل لور ته واړوي او يا دا چي غواړي د متشابهاتو په تأويل ځان پوه كړي. د تأويل لغوي معنى اول يا اصل ته اړول دي، تأويل يعني په متشابه آيت كي د تشبيه شوي څيز په كُنه او ماهيت باندي ځان پوهول، گويا دوى غواړي په دې پوه شي چي د دې متشابه اصلي او اولنى حالت او كيفيت څنگه دئ؟!
  • دا هلي ځلي او دا هڅه او هاند د هغه چا كار دئ چي زړه ئې كوږ او خيرن وي، پر زړه او دماغ ئې شكونو سيورى غوړولى وي.
  • د متشابهاتو د تأويل علم يوازي له الله تعالى سره دئ، بل هيڅوك نشي كولى په هغه باندي پوه شي، ځكه الله تعالى هغه غيبي او له سترگو نه پټ شيان چي انسان ئې نه پېژني او نه په خپل قاموس كي ورته نوم لري، د انسان د ښې پوهي لپاره له محسوسو او پېژندل شوو شيانو سره تشبيه كړي او په داسي الفاظو سره ئې معرفي كړي دي چي په حقيقت كي د ښكاره او څرگندو شيانو لپاره استعمالېږي. د دې لپاره چي هغه د انسان لپاره د فهم وړ وگرځوي او د هغه څيز د حقيقت په اړه نسبي فهم ورته حاصل شي، د دې مطلب دا شو چي د دغو شيانو د معرفي لپاره ترممكنه حده او تر هغه ځايه چي د انسان عقل ته مقدور ده اهتمام شوى او د متشابه آيتونو په ترڅ كي معرفي شوي، د انسان د عقل نيلۍ له دې نه آخوا وړاندي نشي تلى، دا د ده د الوت وروستى پړاو دئ، آخوا ته ئې لاس نه رسېږي، د ده له عقل او ادراك نه لوړ دي، الله تعالى د همدې ډول شيانو د معرفي كولو لپاره ښه لازمه څرگندونه كړې ده او د انسان د عقلي قوت مطابق وضاحت ئې كړى دئ، خو له دې نه آخوا د انسان عقل د مخكي تگ مجال نه لري، بايد همدلته ودرېږي او د متشابهاتو له تأويل نه ځان وساتي. د انسان د عقل او پوهي قصور، د حواسو او مشاعرو محدوديت ئې او د ژبي او قاموس عدم جامعيت ئې باعث شوي چي له مخكي تگ نه عاجز شي او د متشابهاتو په حقيقت تر دې زيات پوه نشي.
  • له دې آيت نه په مخكي دوو آيتونو كي وضاحت شوى وو چي د انسان لپاره (لارښود) او (فرقان) كتاب هغه الله رالېږلى چي د (آفاق) او (انفس) په ټولو اسرارو او خفاياوو خبر دئ، يعني په دې كتاب كي هم د زمكي او آسمان د ډېرو هغو شيانو په اړه بحث شوى چي د انسان له سترگو پټ دي او هم په خپله د انسان په اړه. انسان په خپل قاموس كي يوازي د هغو شيانو لپاره نومونه لري چي ده په خپلو سترگو ليدلى او پېژني ئې، هغه څه چي د ده له سترگو پټ دي د هغه لپاره نه نوم لري او نه ئې د معرفي كولو لپاره الفاظ، نو الله تعالى به هغه ته دا شيان څنگه او په كومو الفاظو معرفي كوي؟ د الله په كتاب كي به د دې غيبي شيانو د معرفي كولو لپاره كوم اسلوب كارول كېږي؟ دغه سؤال ته په دې مبارك آيت كي ځواب ويل شوى.

كه په قرآنكريم كي لږ غور او دقت وكړو نو دا به راته په ډاگه شي چي د قرآنكريم د بحث او څېړني دوه اساسي محورونه دي، يو شمېرئې په هغو قضاياوو پوري اړه لري چي د انسان لپاره مشهود، څرگند او ښكاره دي او په انساني قاموس كي ورته صريح او څرگند الفاظ شته، لكه لمر، سپوږمۍ، آسمان، زمكه، غر، انسان او نور، دوهمه برخه ئې له داسي شيانو سره تړاو لري چي له نظره پټ او غايب دي او انسان په خپل قاموس كي داسي كلمات نه لري چي د هغوى د معرفي كولو لپاره ئې وكاروي. د دې غيبي شيانو د پېژندلو او معرفي كولو لپاره لابد بايد هغه الفاظ وكارولى شي چي په اصل كي د ملموسو او ښكاره شيانو لپاره وضع شوي دي او ناچار بايد د تشبيه له فن نه كار واخيستل شي چي د دې غيبي څيز يو داسي انځور وړاندي كړى شي چي حقيقت ته نږدې وي، له همدې ځايه آيتونه په دوو برخو وېشل كېږي:

هغه آيتونه چي د ښكاره او مشهود عالم په اړه بحث كوي، په دې ډول آيتونو كي داسي الفاظ استعمال شوي دي چي هر يو د خپل ځانگړي مورد لپاره وضع شوى دئ، مفهوم او مدلول ئې څرگند دئ، د آيت مراد او په خپل مورد د لفظ تطبيق آسانه دئ، دا آيتونه مُحكم دي، خو هغه آيتونه چي له غيب او غيبي شيانو نه بحث كوي، په دې ډول آيتونو كي د غيبي شيانو د افادې او تعريف لپاره د تشبيه فن كارول شوى او داسي الفاظ په كي استعمال شوي دي چي په اصل كي د څرگندو او ټولو ته د ښكاره شيانو لپاره وضع شوي دي، دا آيتونه متشابه بلل كېږي. لكه په دې مبارك آيت كي:

إِنَّ رَبَّكُمْ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ *

                                                                                                              الاعراف:54

په دې مبارك آيت كي د يوم، استواء او عرش الفاظ گورو چي په اصل كي د ښكاره او څرگندو شيانو لپاره وضع شوي دي، خو په دې آيت كي د دې مطلب د افاده كولو لپاره راغلي چي دا زمكه او آسمان په شپږو مرحلو كښى پيدا شوي، الله تعالى د هر څه مالك او واكدار دئ او هر څه ئې تر واك او عرش لاندي دي.

څرنگه چي د قرآنكريم اصلي محور محكم آيتونه دي نو لازمه ده چي متشابه آيتونه همدې لورته راجع كړو او د محكمو آيتونو په رڼا كي ئې تفسير او توضيح كړو. نه ښايي متشابه آيتونه په مستقله توگه او محكم آيتونو ته له ارجاع نه پرته په ځانگړي ډول بيان او توضيح كړو. هغه كسان چي په متشابه آيتونو پسي ځي او هڅه كوي چي په ځانگړې توگه او محكمو آيتونو ته له ارجاع پرته ئې تفسير كړي، هغوى په غلطه روان دي، زړونه ئې رنځور دي، فكري انحراف ئې د دې سبب شوى چي دا غلطه لار غوره كړي، د هغوى مقصد يا فتنه وي او يا د دې آيتونو پر تأويل علم او پوهه حاصلول. هر چا چي د متشابه آيتونو په مراد اكتفاء ونكړه او د تأويل په لټه كي شو، هغه به يا د رنځور زړه خاوند وي چي فتنه لټوي او يا به ئې داسي كارته ملا تړلى وي چي له الله تعالى پرته ئې هيڅوك هم د كولو توان نه لري. هغه غواړي د متشابهاتو په تأويل پوه شي خو د متشابهاتو علم يوازي له الله تعالى سره دى؛ ځكه هغه څه چي د انسان له حواسو نه پټ دي او په عالم غيب كي قرار لري او انسان نشي كولى پخپلو محدودو حواسو ئې درك كړي، قرآنكريم د عالم غيب د دغو پټو شيانو د پېژندني او معرفي كولو لپاره له ټولو هغو الفاظو نه استفاده كړې چي د انسان په قاموس كي شته او كېدى شي د دغو شيانو د معرفي لپاره وكارولى شي او ټول هغه څه په كي مراعات شوي چي د غيبي شيانو مناسب او ممكن انځور وړاندي كړى شي او د كايناتو او عالم په معرفي كولو كي تر هغه ځايه مخكي تللى تر كومه پوري چي انساني عقل د تلو توان لري، له دې نه آخوا انساني عقل د مخكي تگ وس او توان نه لري، نور ئې وزرونه سوزي، بايد همدلته توقف وكړي، د هغه د ناقص عقل، قاصر تصور او محدود توان، تنگ نظر، ناقص استعداد او محدود قاموس غوښتنه دا ده چي همدلته په همدې كرښه ودرېږي او نور د مخكي تگ هڅه او هاند ونكړي، هغه نور د مخكي تگ توان نه لري او نشي كولى د غيبي شيانو په حقيقت او تأويل پوه شي.

ځيني كسان د دې مبارك آيت صريح حكم ته توجه نه كوي او د آيت د وروستۍ برخي په رابطه داسي څه وايي چي له لومړۍ برخي سره ئې تناقض لري، د آيت لومړنۍ برخه وايي: د رنځور زړه خاوند، فتنه لټوونكى، ماجرا غوښتونكى، شكاك او قناعت نه كوونكى د متشابه آيتونو په لټه كي وي، هڅه كوي پر تأويل ئې پوه شي او په همدې پسي وايي: له الله تعالى پرته هيڅوك د متشابهاتو په تأويل نه پوهېږي. په پاى كي فرمايي: د دې ماجرا غوښتونكو، فتنه گرو او بيمارو زړونو خاوندانو په مقابل كي عالمان او د پاخه علم خاوندان وايي: موږ ايمان ورباندي راوړى دئ، ټول د الله له لوري دي او له عاقلانو پرته بل څوك پند نه اخلي. د تعجب ځاى دئ چي هغوى په دې صراحت سترگي پټوي او ادعا كوي چي د آيت په وروستۍ برخه كي الله او د پاخه علم خاوندان مستثنى شوي دي او د ( الله ) او (الراسخون) ترمنځ "واو" د عطف واو دئ، دا غلط نظر نه يوازي د همدې آيت له لومړۍ برخي سره ټكر كوي بلكي د بلاغت خلاف هم دئ، كه د الله (تعالى) له لفظ نه وروسته توقف ونكړو او دا واو د عطف واو وشمېرو نو بايد وروستنۍ جمله ټوله پر ماقبل عطف كړو چي بيا ئې معنى داسي كېږي: د هغوى پر تأويل له الله او الراسخون في العلم نه پرته بل څوك نه پوهېږي او الله او د پاخه علم خاوندان وايي: موږ ايمان ورباندي راوړى، ټول د الله له لوري دي!! يعني بايد د يقولون په لفظ كي ضمير الله او الراسخون في العلم دواړو ته راجع وي!! او څرگنده ده چي دا نه معقوله ده او نه صحيح. د آيت اول او آخر په دې دلالت كوي چي بايد د الله له لفظ سره توقف وكړو او د متشابهاتو د تأويل علم يوازي تر الله تعالى پوري خاص وشمېرو.

ځيني نور بيا وايي چي كېداى شي يو آيت يو وخت متشابه وي او بل ځاى محكم، يعني كولى شو له يوه اړخه ئې متشابه وگڼو او له بله اړخه ئې محكم وشمېرو!! دا نظر نه يوازي د آيتونو د وېش په اړه د قرآنكريم له څرگندونو سره اړخ نه لگوي بلكي په دې سره د قرآنكريم د هر آيت په اړه دا گمان راولاړوي چي ښايي دا به هم متشابه وي!! دا نظر هغه كسان وړاندي كوي چي اصلاً د محكم او متشابه په اړه پوره او لازم علم نه لري، دوى د قرآنكريم د مخاطبينو فهم او پوهه معيار گرځوي، يعني هغه آيت چي مخاطب پرې پوه شو، شك او تردد ورته په كي پيدا نه شو، هغه محكم دئ او كه شك او تردد ئې په كي وكړ او له فهم نه ئې عاجز شو؛ نو بيا دا آيت متشابه دئ؛ خو حقيقت دا دئ چي د محكم او متشابه د وېش معيار د مخاطب فهم او علم نه دئ، آيتونه د مخاطبينو انگېرني او فهم ته له توجه او پاملرني پرته په محكم او متشابه وېشل شوي دي. د متشابه لفظ پخپله په دې دلالت كوي چي له دې نه هغه آيتونه مراد دي چي د تشبيه فن په كي كارول شوى دئ، د غيبى عالم شيان په داسي الفاظو سره په كي معرفي شوي دي چي په اصل او حقيقت كي د ښكاره او ظاهري څيزونو لپاره وضع او ايښودل شوي دي او د تشبيه په ذريعه همدا غيبي شيان انسان ته معرفي شوي دي.

د تأويل لغوي معنى اصل او اول ته اړول دي او دلته دا مطلب افاده كوي چي متشابه لفظ له فعلي حالت نه خپل اصلي او اولني حالت ته واړولى شي. يعني دا چي له تشبيه نه لاسته راغلى مفهوم كافي ونه شمېرو، بلكي د هغه څيز په حقيقت د پوهېدو هڅه وكړو چي د تشبيه له لاري موږ ته رامعرفي شوى دئ. د مثال په ډول: زموږ په عرف او قاموس كي عرش هغه تخت ته ويل كېږي چي پاچا ورباندي كښېني او دا ئې د قدرت او واك نښه وي. دا عرش يو جسم وي چي څلور پښې لري. ښه نو د الله تعالى د عرش معنى څه ده؟ كه موږ د دې لفظ د تأويل هڅه وكړو نو بايد په دې اكتفاء ونكړو چي د الله تعالى عرش د ده د قدرت او بى مثاله واكمنۍ مظهر او نښه ده، بلكي دا معنى كافي ونه شمېرو او هڅه وكړو چي د الله تعالى د عرش په ماهيت ځان پوه كړو، حال دا چي ممكنه نه ده د الله تعالى د عرش ماهيت درك كړو او په حقيقت ئې پوه شو، لازمه ده چي پخپل حد ودرېږو، له پولو نه د تجاوز او تېرېدو هڅه ونكړو. هرڅوك چي د عرش د ماهيت او كيفيت او د استواء د كيفيت په اړه بحث او مناقشې كوي دا ډول كسان به يا د رنځور زړه خاوندان وي او يا به د خلكو په منځ كي د فتنې راولاړول غواړي او يا به د بى ځايه غرور او لويي په مرض اخته وي او ځان به ورته لوى ښكاري، پخپل عقل به غره وي او داسي مړۍ يا گوله به خولې ته وړي چي ترستوني ئې نشي تېرولى او له خپل ټغر نه به پښې اوږدې غځوي.

په دې ټول پوهېږو چي قرآنكريم د انسانانو په ژبه نازل شوى او خپل پېغام ئې په داسي الفاظو سره بيان كړى دئ چي په عربي قاموس كي موجود دي او دا الفاط په اصل كي د مشهودو او ښكاره څيزونو لپاره وضع شوي، كله چي قرآنكريم انسان ته له ښكاره او څرگندو شيانو نه خبري او بحث كوي نو لفظ او مدلول ئې دواړه واضح او څرگند وي، انسان ئې په آسانۍ سره درك كولى او ورباندي پوهېدلى شي، مخاطب د دا ډول كلماتو د اورېدلو او ويلو په وخت كي له هيڅ مشكل، شك او اشكال سره نه مخ كېږي، خو كله چي د قرآنكريم د بحث موضوع بدلېږي، له غيبي او غيرمشهودو شيانو نه خبري كوي او د پټ عالم بحث شروع كېږي، نو په دې صورت كي د انساني قاموس په وړاندي سره كرښه كښل كېږي، دغه قاموس بيا د دې پټ او غيبي عالم د اجزاوو د تعريف او پېژندني لپاره مناسب او لا زم الفاظ نه لري، دا پټ عالم په انساني قاموس كي نشي ځايېدلى، دا قاموس د دې غيبي شيانو د معرفي كولو صلاحيت او ظرفيت نه لري، د ناچارۍ له مخي د دې غيبي امورو د معرفي كولو لپاره بايد همغه ناقص او تنگ الفاظ وكارول شي او همغه د مشهودو او ښكاره شيانو لپاره وضع شوي الفاظ استعمال شي او په همدې الفاظو سره د انسان د فهم او پوهي لپاره د غيبي شيانو يو تصوير او ترسيم وړاندي شي او د تشبيه د فن په مرسته انساني عقل ته د غيبي امورو نقشه انځور شي. د دا ډول آيتونو د الفاظو تأويل او د تشبيه له حالت نه اصلي او لومړني حالت ته اړول د انسان د وس خبره نه ده، په دې كيفيت له الله تعالى پرته بل څوك نه پوهېږي، ځكه تركومه حده چي ممكنه وه او انسان ئې توان درلودو، ترهغه حده همدې متشابه آيتونو په همدې الفاظو سره دا شيان معرفي كړي دي، له دې نه آخوا انساني عقل د مخكي تگ استعداد او توان نه لري، انسان بايد همدلته په همدې پوله توقف وكړي، نور بايد د وړاندي تگ هيله او هڅه ونكړي، همدا ئې د توان آخرينۍ او وروستۍ پوله ده، عقل او فهم ئې نور د مخكي تگ توان نه لري، نور نشي كولى دا شيان له دې نه زيات وپېژني.

ځيني وايي: له موږ سره داسي روايات شته چي ثابتوي زموږ ائمه "الراسخون فِي اَلعِلمِ" دي او په تأويل پوهېږي، په دې اړه څو ټكې يادول غواړو:

  • په دې كي شك نشته چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم اصحاب رضي الله عنهم له بل هرچا نه د قرآنكريم په ژبه ښه او زيات پوهېدل، هغوى له ټولو نه زيات د قرآنكريم په مفهوم او هدف پوه وو، مسلمانان ټول په دې اتفاق لري او ټول عقيده لري چي د قرآني مفاهيمو د زده كړي او پوهي لپاره بايد د اصحابو رضي الله عنهم رأيي ته مراجعه وشي، په دې رابطه هيڅ اختلا ف نشته، اختلاف په دې كي دئ چي د روايت راوي څوك دئ؟ آيا دا روايت له ثقه، مصئوني او ډاډمني لاري موږ ته رارسېدلى؟ او آيا د وخت تېرېدو او د راويانو تعدد خو پر روايت څه اثر نه دئ كړى او په الفاظو كي ئې د څه بدلون باعث نه دئ شوى؟ آيا د رواياتو د ثبتولو په اړه همغه اهتمام او دقت شوى چي د آيتونو په ارتباط شوى؟
  • نه ښايي هر روايت معيار وگرځوو او د قرآن آيتونه د هغه په گټه توجيه كړو، بلكي لازمه دا ده چي هر روايت قرآن ته راجع كړو، په قرآن ئې وتلو، كه له قرآنكريم سره موافق او برابر وو نو قبول ئې كړو او كه نه نو د قبول وړ ئې ونه گڼو. دين او د دين پيشوايان موږ ته همدا درس راكوي چي هره هغه خبره په دېوال ووهو چي له قرآن سره تعارض ولري.
  • هغه روايت چي له عقل سره ئې سمون نه درلود او داسي مطلب ئې افاده كاوو چي پر انساني عقل برابر نه راتلو او له عقلي معيار سره ئې ټكر كولو او هغه روايت چي يوه لوى شخصيت ته داسي قول په كي منسوب شوى وي چي د لويانو له اقوالو سره سمون ونلري او د اسلامي معيارونو له مخي كمزورى او ناوړه گڼل كېږي، لكه د ځان ستايل او نورو ته ښكنځلي او بد رد ويل، له قدرت سره مينه، ځان زړه ور، شجاع، غيرتي، په غيب پوه گڼل او داسي نوري ادعاگاني كول، نو د داسي رواياتو په اړه بايد محتاط وو، هم د دې روايت په اړه او هم ئې د راوي په اړه بايد شك ولرو او له ترويج او نشر نه ئې ډډه وكړو، ځكه دا امكان نه لري او له توقع نه بهر ده چي يو لوى شخصيت د ځان ستاينه وكړي، امكان نه لري په اسلام او قرآن پوه انسان د علم غيب ادعا وكړي، د صالحو او مؤمنو شخصيتونو دود نه دئ چي د ځان لپاره د مقام او قدرت غوښتنه وكړي، امكان نه لري چي يو عالم، د دېن په اساساتو پوه او په اسلامي اخلاقو متخلق انسان دا ادعا وكړي چي زه د راسخ فى العلم له ډلي څخه يم، د پاخه علم خاوند او د متشابهاتو په تأويل پوه، كه پوهېدلى نو دا كار به ئې كړى وو، د ادعا پر ځاى به ئې متشابهات توضيح كړي وو، موږ خو د دوى په اقوالو كي هيڅ داسي بېلگه نه گورو چي د كوم متشابه آيت په اړه ئې څه ويلي وي.

د آيت په پاى كي د عقلمنو علماوو په اړه ويل شوي: عالمان ټول آيتونه د الله تعالى له لوري شمېري، ايمان ورباندي راوړي او هوښياران پند ترې اخلي.

 رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِن لَّدُنكَ رَحْمَةً ۚ إِنَّكَ أَنتَ الْوَهَّابُ ﴿٨﴾ رَبَّنَا إِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِيَوْمٍ لَّا رَيْبَ فِيهِ ۚ إِنَّ اللَّـهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ ﴿٩

[8]- اې زموږ ربه! زموږ زړونه له هغه وروسته كاږه نه كړې چي هدايت دې كړو او خپله پېرزوينه دې زموږ په برخه كړه، بې شكه چي ته ډېر مهربان توبه منونكى يې. [9]- اې زموږ ربه! يقيناً چي ته هغي ورځي ته د خلكو راغونډوونكى يې چي شك په كي نشته، بې شكه چي الله له وعدې څخه نه په شا كېږي.

(8-9)- مخكي د داسي خلكو ذكر وشو چي په زړونو كي ئې كوږوالى دئ او د فتنو راولاړلو په لټه كي دي، دلته د پاخه علم د خاوندانو هغه وېره په گوته كوي چي له انحراف او كوږوالي نه او د آخرت له محاسبې نه ئې لري، د هغوى دا ايماني احساسات په دغو الفاظو كي بيان شوي چي وايي: اې زموږ ربه! په خپلي پېرزويني او رحمت سره موږ له هغو كسانو څخه نه كړې چي زړونه ئې كاږه شوي، د قيامت ورځ راتلونكې ده، ته خپله وعده ترسره كوې. دوى پوهېږي چي له هدايت نه وروسته هم د انحراف او كوږوالي احتمال شته، ډېر خلك داسي دي چي معمولي رڼا ئې ترسترگو شوې، څو گامه مخكي تللي، خو د لاري په اوږدو كي په داسي څه مصروف شوي چي نه يوازي د مزيد مخكي تلو نه پاتي شوي بلكي په كږو لارو سر شوي.

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا لَن تُغْنِيَ عَنْهُمْ أَمْوَالُهُمْ وَلَا أَوْلَادُهُم مِّنَ اللَّـهِ شَيْئًا ۖ وَأُولَـٰئِكَ هُمْ وَقُودُ النَّارِ ﴿١٠﴾ كَدَأْبِ آلِ فِرْعَوْنَ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۚ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَأَخَذَهُمُ اللَّـهُ بِذُنُوبِهِمْ ۗ وَاللَّـهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ ﴿١١﴾ 

[10]- يقيناً هغه چي كافران شوي، نه به ئې له الله د دوى مالونه څه ترې دفع كړى شي او نه ئې اولاد، او همدا دوى به د اور سوند وي. [11]- د فرعونيانو او د هغو په څېر به ئې حال وي چي له دوى نه مخكي وو، زما آيتونه ئې تكذيب كړل، نو الله په خپلو گناهونو ونيول او الله سخت عذاب وركوونكى دئ.

(10-11)- تاريخ ته رجوع وكړئ، وگورئ د هغو كسانو عاقبت څنگه وو چي د الله د كتاب آيتونه ئې تكذيب كړي، نه مال د الله له عذاب نه ژغورلي او نه د خپلو پلويانو لښكرو، فرعونيان او تر دوى نه مخكي كافران څنگه د الله له شديد عذاب او مؤاخذې سره مخامخ شول. هر څوك چي الهي آيتونه تكذيب كړي پاى ئې همدا دئ.

قُل لِّلَّذِينَ كَفَرُوا سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَىٰ جَهَنَّمَ ۚوَبِئْسَ الْمِهَادُ ﴿١٢

[12]- كافرانو ته ووايه: حتماً به مغلوب شئ او د جهنم په لوري به محشور او راغونډ كړى شئ، څومره بد هستوگنځى!

(12)- كه څه هم دلته خطاب عام دئ او ټولو كافرانو ته ويل شوي چي په دنيا كي ستاسو حتمي پايله ماته او مغلوبيت ده او په آخرت كي مو د جهنم بد هستوگنځى. خو له وروستي آيت نه معلومېږي چي دلته په خاص طور يهودو ته خطاب متوجه دئ.

له دې آيت نه په څرگنده معلومېږي چي د دې سورې دا برخه هم د مكې له فتحي نه ډېر د مخه نازله شوې ده، دا ځكه چي د قريشو له ماتي نه وروسته او په داسي حال كي چي يهودان لا د مكې له فتحي نه د مخه له مدينې نه شړل شوي وو او د نجران مسيحيان له فتحي نه وروسته راغلل، تسليم شوو او جزيه ئې ومنله، نو دا خطاب په دې مرحله كي چا ته متوجه كېدى شي چي ژر به مغلوب شئ؟ طبيعي ده چي دا خطاب د دې مرحلې نه دئ، برعكس په هغي مرحلې پوري تعلق لري چي نه قريش مات شوي وو، نه يهود او نه مسيحيان. دې ته ورته گڼ شمېر نور آيتونه هم په دې دلالت كوي چي د دې سورې هيڅ برخه د مكې له فتحي نه وروسته نه ده نازله شوې. كوم روايات چي وايي د دې سورې يوه برخه هغه وخت نازله شوه چي د نجران يو وفد مدينې ته راغى، څو ستونزي لري:

  • په دوى كي ډېر اختلاف او تعارض شته، ځيني ئې وايي چي اتيا يا نوي آيتونه په دې وخت كي نازل شوي، ځيني ئې شپېته آيتونه گڼي او ځيني ئې څه باندي دېرش. ځيني ئې وايې چي په وفد كي شپېته كسان وو خو ځيني ئې اتيا كسان گڼي.
  • د سورې له هيڅ آيت نه دا نه معلومېږي چي هغه به د مكې له فتحي نه وروسته نازله شوى وي.

قَدْ كَانَ لَكُمْ آيَةٌ فِي فِئَتَيْنِ الْتَقَتَا ۖ فِئَةٌ تُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّـهِ وَأُخْرَىٰ كَافِرَةٌ يَرَوْنَهُم مِّثْلَيْهِمْ رَأْيَ الْعَيْنِ ۚ وَاللَّـهُ يُؤَيِّدُ بِنَصْرِهِ مَن يَشَاءُ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبْرَةً لِّأُولِي الْأَبْصَارِ ﴿١٣

[13]- يقيناً تاسو ته په هغو دوو ډلو كي څرگنده نښه ده چي سره ونښتې، يوه د الله په لار كي جنگېده او بله ئې كافره وه چي د سترگو په ليد سره ئې هغوى د ځان دوه برابره ليدل او الله په خپلي مرستي سره د هغه چا ملاتړ كوي چي دى ئې وغواړي، يقيناً چي په دې كي سترگورو ته ښه عبرت دئ.

(13)- له دې مبارك آيت نه معلومېږي چي په مخكني آيت كي مخاطب قريش نه بلكي يهودان دي، دوى ته د بدر نښته د بېلگي په توگه وړاندي شوې او ورته ويل شوي چي ستاسو پايله به هم د هغوى په څېر وي. د بدر په جگړي كي د مسلمانانو بريا يهودان سخت پرېشان كړل، له دې نه مخكي دوى دا نه انگېرله چي څو مهاجر مسلمانان به د قريشو مخي ته تم شي او له خپلي مبارزې به څه ترلاسه كړي، خو د بدر تاريخي او نادري فتحي دوى هك پك كړل، د خطر احساس ئې وكړ، د دې ځوان تحريك قضيه ئې جدي ونيوله، غوښتل ئې د محتمل راتلونكي خطر مخه ونيسي، قريشو ته ئې هيئتونه ولېږل، د هغوى په ماتي او تلفاتو ئې خفگان څرگند كړ او اطمئنان ئې وركړ چي له دې وروسته به د مسلمانانو په ضد د قريشو مرسته كوي. په دې آيت كي د لسم او يولسم آيت مطلب مزيد تشريح شوى او يوه تاريخي بېلگه ورته وړاندي شوې، كافرانو ته د دوى مال او ځواك گټه نشي رسولى او د الله له عذاب نه ئې نشي ژغورلى، مگر ومو نه ليدل چي د بدر په نښتي كي له كوم برخليك سره مخامخ شول، په داسي حال كي چي شمېر ئې په سطحي نظر د مسلمانانو دوه برابره معلومېدو، په حقيقت كي تر دې هم زيات وو، خو له ماتي سره مخامخ شول او د شمېر او وسائلو زياتوالي دوى ته بريا ورپه برخه نه كړه او د دوى د ماتي مخه ئې ونه نيولى شوه.

د ماتي او بريا پرېكړه الله تعالى كوي، چي څوك د الله د مرستي او تأييد مستحق وي او په ځان كي دا وړتيا راپيدا كړي چي الله ئې مرسته وكړي، وروستۍ فتح به د هغه وي، كه څه هم شمېر ئې د دښمن د لښكرو په نسبت كم او وسائل ئې محدود وي. د بصيرت خاوندانو ته د بدر په نښتي او د مسلمانانو په بريا او د مغرورو قريشو په ماتي كي د پند او عبرت ژور درسونه پراته دي.

زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاءِ وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ۗذَٰلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَاللَّـهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ ﴿١٤﴾  قُلْ أَؤُنَبِّئُكُم بِخَيْرٍ مِّن ذَٰلِكُمْ ۚ لِلَّذِينَ اتَّقَوْا عِندَ رَبِّهِمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَرِضْوَانٌ مِّنَ اللَّـهِ ۗوَاللَّـهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ ﴿١٥

[14]- خلكو ته د مرغوبو شيانو، لكه ښځي، زامن، د سرو او سپينو زرو خزانې، نښانمن آسونه، څاروي او د كر كښت مينه ښايسته كړى شوي، خو دا ټول د دنيوى ژوند متاع ده او د الله خوا ته خو ډېر غوره د ټېكي ځاى دئ. [15]- ورته ووايه: آيا تر دې په غوره څه مو خبر كړم؟ متقيانو ته د دوى د رب خوا كي داسي جنتونه دي چي ترې لاندي ويالې بهېږي، تلپاتي په هغه كي او پاكيزه جوړې او د الله رضا مندي او الله خو د خپلو بندگانو ښه ليدونكى دئ.

(14-15)- خلك هغه څه معيار گڼي او د چا عزت او ذلت، ماته او بريا او سعادت او شقاوت ورباندي تلي چي نفس ته مرغوب دي او د انسان نفس ئې خوښوي، لكه ښځي، زامن، د سرو او سپينو زرو خزانې، نښاني شوي آسونه، د څارويو رمې او د كر كښت پراخي زمكي، خو دا نه هدف دئ او نه معيار، نه انسان د دې لپاره پيدا شوى او نه به د ده په اړه قضاوت د دې له مخي كېږي او نه به ئې مستقبل او راتلونكې د دې له مخي ټاكل كېږي، دا خو په حقيقت كي د ده لپاره پيدا شوي، د ده د ژوند متاع ده، نه هدف او نه هم معيار، د انسان لپاره معيار بل څه دئ، هغه چي الله تعالى ئې دلته په يوه لفظ كي راخلاصه كوي: تقوى: ځان ساتنه، له ظلم، ناروا، تېرى، گناه، عصيان او هر هغه څه نه چي د ده له انسانيت سره نه ښايي او له هر هغه څه نه چي ده ته تاوان رسوي. د ښه او بد او سزا او جزاء فيصله خو راتلونكې ده، الله تعالى به د قيامت په ورځ دا فيصله كوي، هلته به د متقيانو په مقام او منزلت پوه شئ، په دنيا كي خو تاسو هغه چا ته په سپكه سترگه كتل چي له خپل ملك نه شړل شوي، له مال او دولت نه محروم دي، نه بنگلې لري، نه لښكري او نه د سرو او سپينو زرو خزانې، خو په آخرت كي به وگورئ چي د الله په نزد كي ئې مقام څومره اوچت وو او په خپلي خوا كي ئې څنگه ځاى ورته غوره كړى. تلپاتى جنت، چي تربنگلو او ونو لاندي ئې ويالې بهېږي، پاكيزه جوړې او تر هر څه اوچت د الله رضامندي. الله د خپلو بندگانو كړه وړه ليدلي، د دوى له وړتياوو خبر دئ، دوى ته به د خپلو وړتياوو مناسبه بدله وركوي.

الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا إِنَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ﴿١٦﴾ الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ ﴿١٧

[16]- هغه چي وايي: اې زموږ ربه! يقيناً چي موږ ايمان راوړى، نو زموږ گناهونه راته وبخښه او د اور له عذابه مو وساته. [17]- همغه صابران، صادقان، غاړه ايښودونكي، انفاق كوونكي او د سحر په وخت كي مغفرت غوښتونكي بندگان.

(16-17)- دا مقام به د هغه چا په برخه وي چي ايمان راوړي، په آخرت ئې باور وي، په دوزخ كي له لوېدو وېره لري او له الله د خپلو گناهونو بخښنه غواړي، هغه چي له ايمان نه وروسته ئې لومړى او ترټولو اوچت صفت صبر وي، ضبط او حبس نفس، ځان سنبالول، په خپل حد كي ځان ساتل، د خپل انساني فطرت د غوښتنو په حصار كي او د الله له لوري په ټاكلو حدودو كي محدود پاته كېدل، هغه چي نه ئې نفسي غوښتني تېرايستى شي او نه د شيطان وسوسې، نه ئې د نعمتونو كثرت بې لاري كولى شي او نه محروميتونه، نه ئې د دښمن گواښونه وېرولى شي او نه ئې ستونزي او كړاوونه پښې لړزولى شي، په خپل حد او حق قانع وي او په خپل كار كي له ستړيا او ستومانتيا ښودلو پرته لگيا وي. د صبر تر څنگ ئې څلور نور صفتونه وي: صادق وي، هم په خپله وينا كي او هم په خپله معامله كي، د خپل رب هر حكم ته غاړه ږدي، خپل مال د الله په لار كي لگوي او د خپلو اشتباهاتو او گناهونو د جبران هڅه كوي او هر سحر، د شپې په پاى او د ورځي له پيل نه مخكي له خپل رب نه د خپلو گناهونو مغفرت غواړي.

شَهِدَ اللَّـهُ أَنَّهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ وَالْمَلَائِكَةُ وَأُولُو الْعِلْمِ قَائِمًا بِالْقِسْطِ ۚ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿١٨﴾ إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللَّـهِ الْإِسْلَامُ ۗ وَمَا اخْتَلَفَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ إِلَّا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْعِلْمُ بَغْيًا بَيْنَهُمْ ۗ وَمَن يَكْفُرْ بِآيَاتِ اللَّـهِ فَإِنَّ اللَّـهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴿١٩

[18]- الله په دې شهادت وركړى چي له ده پرته بل معبود نشته، ملائكو او په عدل ولاړو د علم خاوندانو هم، له عزيز حكيم خداى نه پرته بل معبود نشته. [19]- بې شكه چي د الله په نزد كي (مقبول) دين، اسلام دئ او د اهل كتابو اختلاف خو له هغه وروسته وو چي علم ئې پرې راغى، په خپلو كي د ضد او بغي له امله او څوك چي د الله په آيتونو كافر شي، نو يقيناً چي الله ډېر ژر محاسبه كوونكى دئ.

(18)- الله تعالى په خپل كتاب كي د دې خبري شهادت وركړى چي له ده پرته بل معبود نشته، ملائكي هم په دې خبري شهادت وركوي او هر باانصافه د علم خاوند هم دا شهادت وركوي، څوك چي له الله پرته بل د لمانځني وړ گڼي، په الوهيت او ربوبيت كي بل ته برخه وركوي، بل ته عبادت او دعاء جائز گڼي، د هغه خبره هم د الله د شهادت خلاف ده او هم د ملائكو او هم د با انصافه علماوو.

د دې آيت په ترجمه او تشريح كي د مفسرينو ترمنځ اختلاف شته، پورتنۍ ترجمه د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د رأيي مطابق ده او همدا غوره ده، قائماً بالقسط د اولوالعلم حال بيانوي، بحث د اهل كتابو له مذهبي مشرانو سره دئ، دوى ته دغه خبره مناسبه ده چي باانصافه علماء هم د الله په يووالي شهادت وركوي، د آيت د تركيب تقاضاء هم دغه ده چي ارتباط ئې له اولوالعلم سره دئ، په قرآن كي دقائماً بالقسط الفاظ د الله تعالى لپاره نه دي كارول شوي.

(19)- د الله په نزد كي مقبول دين دا دئ چي څوك الله او د هغه دين ته تسليم وي، دين يعني د الله حكم ته غاړه ايښودل، د مطيع او منقاد بنده په څېر ژوند كول. اهل كتابو هم له دې لحاظه د الله له مقبول دين سره اختلاف كړى چي له الله سره ئې جعلي معبودان شريك كړي، له الله پرته نور د عبادت او لمانځني وړ گڼي او هم له دې پلوه چي عملاً د الله احكامو ته تسليم نه دي، د الله دين د دوى په ژوند باندي حاكم نه دئ، اختلاف ئې د ناپوهۍ له امله نه دئ، بلكي عمداً او له پوهېدا وروسته اختلاف كوي، د اختلاف وجه ئې (خپلمنځي بغي) ده، له اصلي دين سره اختلاف او هغه په بدله بڼه كي وړاندي كول ئې د دې لپاره دي چي له هغه نه يو په بل د تېري كولو وسيله وگرځوي، علماء ئې عوام پرې وغولوي او د هغوى مال په ناحقه وخوري.

 فَإِنْ حَاجُّوكَ فَقُلْ أَسْلَمْتُ وَجْهِيَ لِلَّـهِ وَمَنِ اتَّبَعَنِ ۗ وَقُل لِّلَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ وَالْأُمِّيِّينَ أَأَسْلَمْتُمْ ۚفَإِنْ أَسْلَمُوا فَقَدِ اهْتَدَوا ۖ وَّإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّمَا عَلَيْكَ الْبَلَاغُ ۗ وَاللَّـهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ ﴿٢٠

[20]- نو كه ئې شخړه درسره كوله ورته ووايه: ما خپل ځان الله ته تسليم كړى او هغو هم چي زما متابعت كوي، او اهل كتابو او نالوستو ته ووايه: آيا تاسو هم تسليم شوي يئ؟ نو كه تسليم شول، لار ئې وموندله او كه ئې مخ واړاوو نو پر تا يوازي تبليغ دئ او الله د بندگانو ښه ليدونكى دئ.

(20)- د دوى د بې بنسټه اعتراضونو او احتجاج پروا مه كوه، په ځواب كي ئې دا ووايه چي زه او زما متابعت كوونكي خپل رب ته تسليم يو، كه د اهل كتابو علماوو او نالوستو يا دوى او مشركانو الله ته د تسليمېد لار غوره كړه، سمه لار به ئې موندلې وي او كه ئې ډډه وكړه نو د دوى پروا مه كوه، ستا دنده دا ده چي حق ته بلنه وركړې، د الله پېغام تر دوى ورسوې، پرېكړه هغه الله ته پرېږده چي د خپلو بندگانو ټول كړه وړه گوري.

 إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّـهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ حَقٍّ وَيَقْتُلُونَ الَّذِينَ يَأْمُرُونَ بِالْقِسْطِ مِنَ النَّاسِ فَبَشِّرْهُم بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿٢١

[21]- يقيناً هغه كسان چي د الله په آيتونو كافران كېږي او د الله پيغمبران په ناحقه وژني او له خلكو نه هغه كسان هم وژني چي د عدل كولو امر كوي، نو د دردناك عذاب زېرى وركړه.

(21)- هغه كافران چي د الله له آيتونو انكار كوي، د الله د پيغمبرانو په مخالفت كي هغه ځاى ته رسي چي د دوى د وژلو لپاره ملا تړي او آمرين بالقسط وژني، هر څوك چي د ظلم خلاف غږ اوچت كړي او عدالت ته بلنه وركړي، دوى ئې وژني، ځيني له دې انكار او د پيغمبرانو او آمرين بالقسط له وژلو دا طمع لري چي په دې سره به خپل مخالفين وځپي او د دوى اقتدار ته ورپېښ گواښونه به ختم كړي او د دوى د رياست او قيادت بقاء او دوام به تضمين شي او ځيني نور ئې دا كار په دې هيله او گمان كوي چي په دې سره له خپل (حق مذهب) دفاع كوي، الله به ترې راضي شي او جنت به ئې په برخه شي!! خو دوى ته د دوى د دې كاذب او غولوونكي انتظار او هيلي خلاف د دردناك عذاب زېرى وركړه، دوى دي مطمئن وي چي د خپلو هيلو د ترسره كېدو زېرى به هيڅكله وانه وري.

 أُولَـٰئِكَ الَّذِينَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿٢٢

[22]- دوى هغه دي چي عملونه ئې په دنيا او آخرت كي حبط او تباه شوي او هيڅ مرستندوى ورته نشته.

(22)- نه به په دنيا كي له دې عمل نه څه ترلاسه كړى شي او نه په آخرت كي او نه به داسي څوك ومومي چي په دنيا او آخرت كي ئې له خپل شوم عاقبت نه وژغوري، دوى هيڅ مرستندوى نه لري، هيڅوك ئې له زړه او په اخلاص سره مرسته نه كوي، كه نن ډېر د دوى د مرستي او حمايت تيږي په سينه وهي او د دوى لپاره لاس تړلي ولاړ دي، چي د رښتيا ورځ راشي، نو يو كس به هم د دوى مرستي ته راوړاندي نشي او مرسته به ئې گټه ورونه رسوي.  

له (حبطت اعمالهم في الدنيا و الآخرة) نه معلومېږي چي د دوى ځيني له دې مخالفتونو دنيوى اهداف لري او ځيني ئې اخروي طمعي او هيلي.

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ أُوتُوا نَصِيبًا مِّنَ الْكِتَابِ يُدْعَوْنَ إِلَىٰ كِتَابِ اللَّـهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٌ مِّنْهُمْ وَهُم مُّعْرِضُونَ ﴿٢٣

[23]- آيا هغو ته دي پام نه دئ چي د كتاب څه برخه وركړى شوې، د كتاب په لوري بلل كېږي چي د دوى ترمنځ پرېكړه وكړي، خو يوه ډله ئې ډډه كوي، په داسي حال كي چي (عمداً) اعراض كوونكي وي.

(23)- دلته د دوى د علماوو په اړه بحث شوى، هغه چي د كتاب په څه برخي پوه شوي، د كتاب څه محدود او لږ علم ئې په برخه شوى، خو كله چي د الله كتاب ته د خپلو شخړو او منازعاتو د حل و فصل لپاره بلنه وركړى شي او كله چي ورته وويل شي چي د الله په كتاب عمل وكړئ، له دې اعراض كوي او مخ اړوي.  

 ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ ۖ وَغَرَّهُمْ فِي دِينِهِم مَّا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿٢٤

[24]- دا له دې امله چي وايي: موږ ته به له څو شمېرلو ورځو پرته (د دوزخ) اور راونه رسېږي، خپلو افتراءاتو په خپل دين كي دوكه كړل.

(24)- دوى د دې لپاره د الله كتاب شا ته وغورځاوو او په هغه ئې عمل كول پرېښود چي گمان ئې كولو جنت د دوى لپاره پيدا شوى او دوى د جنت لپاره، دوزخ ته به نه ځي مگر څو محدودي ورځي، دا د دوى ټگمارو مذهبي مشرانو ورته ويلي وو، هغوى دې خبري ته مذهبي رنگ وركړى وو، هغوى ورته ويلي وو چي دا خبره د الله په كتاب كي راغلې، دا په رواياتو كي راغلې، پيغمبر دا خبره كړې، دغو افتراءاتو وغولول، په خپل دين له پوهېدو ئې عاجز كړل او په هغه له عمل كولو نه ئې بې پروا كړل. 

 فَكَيْفَ إِذَا جَمَعْنَاهُمْ لِيَوْمٍ لَّا رَيْبَ فِيهِ وَوُفِّيَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿٢٥

[25]- نو څنگه به وي كله چي ئې هغي ورځي ته راغونډ كړو چي شك په كي نشته او هر چا ته به هغه څه پوره وركړى شي چي كړي ئې وو او ظلم به نه پرې كېږي؟

(25)- دوى به د قيامت په ورځ وگوري چي هر چا ته خپل عملونه او لاسته راوړني پوره وركول كېږي، پرېكړه د عملونو له مخي كېږي، نه د بل څه له مخي، وبه گوري چي نه له پيغمبرانو سره د دوى قومي او نسلي نسبت گټه وررسولى شي او نه ئې د دوى د ټگمارو مذهبي مشرانو دروغجني فتواگاني ژغورلى شي.

 قُلِ اللَّـهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاءُ وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاءُ وَتُعِزُّ مَن تَشَاءُ وَتُذِلُّ مَن تَشَاءُ ۖ بِيَدِكَ الْخَيْرُ ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ﴿٢٦﴾ تُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَتُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ ۖ وَتُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَتُخْرِجُ الْمَيِّتَ مِنَ الْحَيِّ ۖ وَتَرْزُقُ مَن تَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ﴿٢٧

[26]- ووايه: اې بارئ ربه! د واكمنۍ واكداره! دا ته يې چي چا ته وغواړې واكمني وركوې او له چا نه چي وغواړې د واكمنۍ " جامه" بېرته باسې، چي چا ته وغواړې عزت وركوې او چي څوك وغواړې سپكوې يې، ښېگڼه ټوله ستا په لاس كي ده، بى شكه چي ته په هر څه قادر يې. [27]- شپه په ورځ كي ننباسې او ورځ په شپې كي داخلوې، ژوندى له مړي راباسې او مړى له ژوندي راباسې او چي چا ته وغواړې بې حسابه روزي وركوې.

(26-27)- د دې مباركو آيتونو لارښووني دا دي:

  • په هر حالت كي به ستا باور دا وي چي د واكمنۍ اصلي او يوازينى واكدار الله دئ.
  • دا پرېكړه د الله له لوري صادرېږي چي چا ته څومره او څنگه واكمني وركړي.
  • دا پرېكړه الله كوي چي د چا د واكمنۍ كرسۍ څنگه او كله نسكوره كړي.
  • د عزت وركړه د الله له لوري گڼه، پام چي له الله پرته له بل چا عزت ته د رسېدو طمع ونكړې. مبادا اقتدار ترلاسه كول د عزت نښه وگڼې، ډېر د اقتدار خاوندان سخت ذليل او سپك دي.
  • د چا د ذلت او سپكاوي پرېكړه هم الله كوي، په خپل عزت له الله پرته له بل چا مه وېرېږه. هغه څوك ذليل گڼه چي د الله په وړاندي ذليل وي، مبادا ناداري او ناتواني د ذلت نښه وگڼې، ډېر په خړو جامو كي د الله په وړاندي هومره عزت لري چي د پرېړو غاړو، جگو شملو او دنگو بنگلو خاوندان ئې د پښو له خاورو سره برابر نه دي.
  • د الله هره پرېكړه حكيمانه ده، په هري فيصلې كي ئې خير مضمر دئ، خير او ښېگڼه د الله په خوا كي او د ده په لار كي لټوه، نه د بل چا په لاس كي او نه په نورو لارو كي.
  • دا باور دي هيڅكله او په هيڅ حالت كي متزلزل نشي چي الله په هر څه قادر دئ، ناتوانه او ضعيفو كسانو ته د ټولني واكمني وركولى شي او د زر او زور د خاوندانو تخت او تاج نسكورولى شي، نه د چا زور او ځواك د ده فيصلې بدلولى شي او نه د چا ضعف او ناتواني د ده پرېكړي ځنډولى شي.
  • لكه څنگه چي شپه او ورځ د الله په اراده او د يوه ستر حكمت له مخي ځي راځي او په دې كار كي له الله پرته د عالم هيڅ ځواك هيڅ ډول دخالت نشي كولى، نه شپه رالنډولى شي او نه ورځ اوږدولى شي، همداراز د مرگ ژوند، عزت او ذلت پرېكړه او د واكمنۍ سپارل او بېرته اخيستل هم فقط د الله په اراده، د خاصو سننو مطابق او د خاصو مصلحتونو له مخي ترسره كېږي.

د رزق او روزي په اړه د الله سنت دا نه دئ چي چا ته د ده د وړتياوو او استحقاق له مخي رزق او روزي وركړي، بلكي په دې اړه ئې سنت دا دئ چي خپلو بندگانو ته كه كافر وي كه مسلمان، كه صالح وي كه طالح، له حسابه پرته روزي وركوي، كه ئې چا ته رزق د محاسبې له مخي او له هغه نه وروسته وركولى چي خپله وړتيا ثابته كړي، نو له كافر، عاصي او باغي بنده نه به ئې هر څه سپمولي وو، له عادي اوبو نه به ئې هم محروم كړى وو. مبادا د هغه چا په اړه چي د رزق او روزي ترلاسه كولو لپاره ئې حرامي لاري غوره كړې او د ظلم، تېري، خيانت او نورو حرامو لارو نه ئې ډېر څه ترلاسه كړي، دا گمان وكړې چي الله ته نازولى دئ او د خاصو وړتياوو په وجه ئې دا هر څه وركړي!! مبادا بډاى د عزت خاوند وگڼې او نېستمن سپك او ذليل، ډېر مالداران د الله او خلكو په نزد ډېر سپك او ذليل دي او ډېر نېستمن او نادار خلك د الله په وړاندي د ستر عزت خاوندان دي.

لَّا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ ۖوَمَن يَفْعَلْ ذَٰلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّـهِ فِي شَيْءٍ إِلَّا أَن تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً ۗوَيُحَذِّرُكُمُ اللَّـهُ نَفْسَهُ ۗ وَإِلَى اللَّـهِ الْمَصِيرُ ﴿٢٨

[28]- مؤمنان دي له مؤمنانو علاوه كافران په دوستۍ نه نيسي او څوك چي دا كار وكړي نو په هيڅ څه كي له الله سره نه دئ، مگر دا چي له دوى نه څه وېره ولرئ او الله خو تاسو له خپل ځانه په حذر كوي او ورگرځېدنه خو د الله په لوري ده.

(28)- مؤمنان به يوازي له مؤمنانو سره دوستي كوي، له دوى پرته به نور خلك دوستان نه گڼي، له كافرانو سره به دوستي نه كوي، هر څوك چي له كافرانو سره دوستي وكړي نو خپلي ټولي اړيكي ئې له الله سره شلولې دي، د الله له حزبه وتلى دئ، نه د الله د دين په حلقه كي دئ او نه ئې له الله سره كوم تعلق پاته دئ، مگر دا چي د كافرانو په لاس كي پرېوتى وي، له كوم سخت خطر سره مخامخ وي، هغوى ئې په مرگ تهديدوي، د دوى له وېري دې ته اړ شوى وي چي د دوستۍ الفاظ ورته ووايي، داسي څه ورته ووايي چي هغوى ئې خپل دوست وگڼي او په دې سره هغه خطر دفع كړي او د دوى له شر نه ځان وژغوري. په داسي سخت او اضطراري حالت كي تاسو ته د داسي الفاظو د ويلو اجازه او رخصت دركړى شوى، الله تعالى په داسي حالت كي حتى د كفر د كلمې په ويلو او له اسلام نه د انكار په كولو هم تاسو نه نيسي. خو په دې حالت كي هم څو خبري په پام كي ولرئ:

  • له دښمن نه د وېري پر ځاى له الله ووېرېږئ، كه په خپل دين د ټينگار په نتيجه كي وژل كېږئ، نو څه پروا لري، مرگ خو هسي هم راځي، هسي به هم خپل رب ته ورگرځئ، آيا دا غوره نه ده چي دا مرگ مو د شهادت مرگ وي؟
  • له دوى نه ستاسو وېره بايد هومره نه وي چي له الله نه ستاسو په وېري غالبه شي او په تاسو باندي هغه كار وكړي چي الله تعالى ئې اجازه نه ده دركړې، مبادا د كوم مسلمان د وژلو او يا اسلام او مسلمانانو ته تاوان رسولو په بيع دا كار وكړئ.

دا مبارك آيت كه له يوې خوا موږ ته لارښوونه كوي چي له كافرانو سره به له دوستۍ ډډه كوو او له دوى سره د دوستۍ په سبب زموږ ټولي اړيكي له الله سره قطع كېږي، له بلي خوا د وېري په حالت كي او هلته چي يو مسلمان د كافرانو په لاس كي پرېوتى وي او په مرگ ئې گواښي، هغه ته دا اجازه وركوي چي دښمن ته د دوستۍ او ملگرتيا خبره وكړي، خو په دې شرط چي په دې كار سره به اسلام او مسلمانانو ته تاوان نه رسوي، يوازي د ځان د ژغورلو لپاره به كومه چاره او حيله لټوي، دا رخصت د ده د ضعف، ناتوانۍ او مجبوريت له مخي وركړى شوى، د عزيمت او قوي ايمان تقاضا دا ده چي په دې حالت كي هم د ثبات او استقامت لار غوره كړي، په خپل ايمان ټينگ پاته شي او د دښمن پر ځاى يوازي له يوه الله وېره ولري او دا ئې په پام كي وي چي مرگ د ده د ژوندون پاى نه دئ بلكي د بل ژوندون مقدمه ده، په دې مرگ سره هغه د الله په لور درومي.

متأسفانه ځيني خلك منافقت، دوه مخيتوب او خدعې ته هم د "تقيه" نوم وركوي او له هرچا سره په هرحالت كي دا "تقيه" جائز گڼي، دا په داسي حال كي چي قرآن خدعه او دوه مخيتوب حرام گڼي او د اسلام له نظره حتى له دښمن سره خدعه ناجائزه ده، د پيغمبر عليه السلام په مخكي يوې ښځي خپل زوى ته وويل چي راشه څه دركوم، پيغمبر عليه السلام ترې پوښتنه وكړه: څه دي وركول غوښتل؟ هغې وويل: غوښتل مي خرما وركړم، پيغمبر عليه السلام ورته وفرمايل: كه څه دي نه وى وركړي نو دا به د دروغو په توگه درته ليكل كېده.

له دې مبارك آيت نه چي دا مذهبي فرقه كوم تعبير او تفسير وړاندي كوي ډېر بې بنسټه دئ، په دې تعبير سره هغوى خدعې او دوكې ته د تقيه نوم وركړى، څوك چي په داسي تقيه معتقد وي د هغه د هري خبري په باب خلك داسي گمان كوي چي ښايي هغه تقيه كوي او د زړه مقصدي خبره له ده نه پټه ساتي. هيڅوك نه پوهېږي چي د ده كومه خبره صادقانه او رښتينې ده او كومه ئې په تقيه ولاړه خبره.

له آيت نه دوه خبري په ډېر صراحت سره معلومېږي:

  • دا حكم له كافرانو سره د تعلقاتو په اړه دئ، نه له هر چا سره.
  • دا د اضطرار په حالت كي رخصت دئ، داسي لكه د سختي مخمصې په حالت كي د حرامي غوښي د خوړلو اجازه.

 قُلْ إِن تُخْفُوا مَا فِي صُدُورِكُمْ أَوْ تُبْدُوهُ يَعْلَمْهُ اللَّـهُ ۗ وَيَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ وَاللَّـهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿٢٩

[29]- ورته ووايه: كه د سينو خبره مو پټه كړئ او يا ئې څرگنده كړئ، الله پرې پوهېږي او په هغه څه هم پوهېږي چي په آسمانونو كي دي او په هغه څه هم چي په زمكي كي دي او الله په هر څه قادر دئ.

(29)- څه چي تاسو له كافرانو سره دوستۍ ته هڅوي، كه دا پټ كړئ يا ئې ښكاره كړئ، الله پرې پوهېږي. تاسو چي كومه خبره كافرانو ته كوئ، د ځان د ژغورني لپاره او څه چي مو په سينه كي پټ ساتئ كه دا د كفر په وينا رضايت وي او كه له هغې نه كركه او په خپلي عقيدې باور، الله پرې پوهېږي.

په دې پوه شئ چي الله په هر څه قادر دئ، كه وغواړي او دا ستاسو په خير وي نو په هغه حالت كي هم تاسو ژغورلى شي چي تاسو د خطر په دې سخت حالت كي په خپل ايمان ټينگار وكړئ او كافر ته له هغي وينا نه انكار وكړئ چي تاسو د دوى له غضب نه ژغوري.

يَوْمَ تَجِدُ كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ مِنْ خَيْرٍ مُّحْضَرًا وَمَا عَمِلَتْ مِن سُوءٍ تَوَدُّ لَوْ أَنَّ بَيْنَهَا وَبَيْنَهُ أَمَدًا بَعِيدًا ۗ وَيُحَذِّرُكُمُ اللَّـهُ نَفْسَهُ ۗ وَاللَّـهُ رَءُوفٌ بِالْعِبَادِ ﴿٣٠﴾ 

[30]- هغه ورځ چي هر څوك به د خير هر هغه څه حاضر ومومي چي كړي ئې وو او له بدو كارونو نه ئې چي څه كړي وي دا به خوښوي چي كاش د دغه (بد كار) او د ده ترمنځ لري او اوږد واټن وى، او الله تاسو له ځانه وېروي او الله په خپلو بندگانو رؤوف او مهربان دئ.

(30)- كه څه هم دلته د (خير او سوء) ذكر عام راغلى او په هر ښه او بد كار ئې اطلاق كېږي او دا مطلب افاده كوي چي د قيامت په ورځ به هر څوك خپل نېك عملونه په خپلي مخي كي حاضر ومومي، د خير عمل دي نه ضايع كېږي، د الله په خوا كي درته ساتل كېږي او د خپل بد عمل په اړه به وايي چي كاش له دې كار نه ډېر لري پاته شوى وى، هيڅكله مي لاس نه وي وررسېدلى، دا عام مطلب هم افاده كوي خو له مخكني آيت سره د ارتباط له مخي ئې معنى دا ده چي په هغه خطرناك حالت كي په خپل ايمان ټينگار به د قيامت په ورځ د الله په خوا كي ومومي او كومه غلطه خبره چي له خولې ئې وتلې وي هلته به پرې شرمنده وي او وايي به چي كاش دا خبره مي له خولې هيڅكله نه وى وتلې، كاش له دې غلطۍ نه ډېر ډېر لري پاته شوى وى. نو له الله ووېرېږئ، هغه مو يوازي نه پرېږدي، هغه په خپلو بندگانو ډېر زړه سوانده او مهربان دئ.

د كتاب له بحث نه وروسته، د پيغمبرانو په اړه بحث پيل كېږي، او پر دي بحث كوي چي دوى څوك دي، مأموريت ئې څه دئ، مقام او منزلت ئې څه دئ؟

د پيغمبرانو په اړه به معاندينو ويل: كه دوى د الله له لوري راغلي وي نو بايد په غيب پوه وي، هر كار ئې ترسره كولى شوى، چا ئې مخالفت نه شوى كولى، ملائكي ئې په څنگ كي وى، د سرو او سپينو زرو خزانې ئې په واك كي وى، خو چي پيغمبر ئې د ځان په څېر يو انسان او بشر ليدو، نه له غيب نه خبر او نه د امورو متصرف، نه ئې ملائكي په څنگ كي او نه ئې خزانې په واك كي، مخالفين ئې كله دى په خپله ځوروي او كله ئې ياران، خو دى نه له ځانه خارق العاده دفاع كولى شي او نه له خپلو يارانو، نو له ايمان راوړو ئې انكار كړى. قرآن د دوى حالت څنگه ښكلى انځور كړى:

وَ قَالُوا لَن نُّؤْمِنَ لَك حَتى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأَرْضِ يَنبُوعاً * أَوْ تَكُونَ لَك جَنَّةٌ مِّن نخِيلٍ وَ عِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الأَنْهَرَ خِلَلَهَا تَفْجِيراً * أَوْ تُسقِط السمَاءَ كَمَا زَعَمْت عَلَيْنَا كِسفاً أَوْ تَأْتىَ بِاللَّهِ وَ الْمَلَئكةِ قَبِيلاً * أَوْ يَكُونَ لَك بَيْتٌ مِّن زُخْرُفٍ أَوْ تَرْقى فى السمَاءِ وَ لَن نُّؤْمِنَ لِرُقِيِّك حَتى تُنزِّلَ عَلَيْنَا كِتَباً نَّقْرَؤُهُ قُلْ سبْحَانَ رَبى هَلْ كُنت إِلا بَشراً رَّسولاً * وَ مَا مَنَعَ النَّاس أَن يُؤْمِنُوا إِذْ جَاءَهُمُ الْهُدَى إِلا أَن قَالُوا أَ بَعَث اللَّهُ بَشراً رَّسولاً * قُل لَّوْ كانَ فى الأَرْضِ مَلَئكةٌ يَمْشونَ مُطمَئنِّينَ لَنزَّلْنَا عَلَيْهِم مِّنَ السمَاءِ مَلَكاً رَّسولاً *                                                                الاسراء: 90-95

او وئې ويل: تر هغه درباندي ايمان نه راوړو چي له زمكي نه كومه چينه راته ونه بهوې. او يا دي د خرما او انگورو داسي باغ نه وي چي په منځ كي ئې ويالې رواني كړې. او يا لكه څنگه چي گمان كوې دا آسمان پر موږ راپرې باسې او الله او ملائكي موږ ته مخامخ راحاضر كړې او يا دي د سرو سپينو زرو كور وي او يا آسمان ته وخيژې او ختل دي هم تر هغه نه منو چي كوم داسي ليكلى كتاب راته راوړې چي موږ ئې لوستى شو، ورته ووايه: سبحان الله! مگر زه له يوه لېږل شوي انسان نه پرته بل څه يم؟! او د هدايت له راتلو وروسته، خلك له دې پرته بل څه له ايمان راوړلو  منع نه كړل چي ويل ئې: آيا الله يو انسان د پيغمبر په توگه مبعوث كړى؟ ورته ووايه: كه په زمكي كي ملائكي اوسېدى او ډاډمنه گرځېدئ، نو الله به هرومرو يوه ملائكه د پيغمبر په توگه رالېږلې وه.

دا له پيغمبرانو نه د انكار كوونكو استدلال وو، خو د دوى په مقابل كي ځيني نور بيا داسي وو چي د خپلو پيغمبرانو په اړه به ئې همداسي گمانونه كول، ويل به ئې چي زموږ پيغمبر په غيب پوه وو، د امورو متصرف وو، الله ورته خاص خاص اختيارات وركړي وو، موږ هغه پيغمبر نه منو چي دغه ځانگړتياوي ونلري!!

د دغو دواړو ډلو د بې بنسټه اوهامو او غلطو انگېرنو د ترديد لپاره دلته د پيغمبرانو په اړه ډېر جامع او دقيق بحث شوى او د دوى حقيقت ئې بيان كړى. بحث په دې آيت پيل كېږي:

قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّـهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّـهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَاللَّـهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿٣١﴾ قُلْ أَطِيعُوا اللَّـهَ وَالرَّسُولَ ۖ فَإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّـهَ لَا يُحِبُّ الْكَافِرِينَ﴿٣٢﴾ 

[31]- ورته ووايه: كه په رښتيا له الله سره مينه لرئ نو زما متابعت وكړئ، تر څو الله له تاسو سره محبت وكړي او گناهونه مو درته وبخښي او الله ډېر مهربان بخښونكى دئ. [32]- ورته ووايه: د الله او د پيغمبر اطاعت وكړئ، كه ئې مخ واړاوو نو الله له دغو كافرانو سره محبت نه كوي.

(31-32)- له الله سره د محبت دعوى له هغه چا منل كېدى شي چي عملاً د الله د پيغمبر متابعت كوي، هغه څوك چي د پيغمبر متابعت نه كوي، نه الله له ده سره محبت كوي او نه دى له الله سره مينه لري، د الله ولي او دوست هغه دئ چي په عمل كي د الله د پيغمبر متابعت كوي. د الله او پيغمبر اطاعت د ايمان نښه ده او عدم اطاعت ئې د كفر نښه.

إِنَّ اللَّـهَ اصْطَفَىٰ آدَمَ وَنُوحًا وَآلَ إِبْرَاهِيمَ وَآلَ عِمْرَانَ عَلَى الْعَالَمِينَ ﴿٣٣﴾ ذُرِّيَّةً بَعْضُهَا مِن بَعْضٍ ۗ وَاللَّـهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ﴿٣٤

[33]- يقيناً چي الله تعالى آدم، نوح، د ابراهيم او عمران اولاد په عالميانو غوره كړي. [34]- يو د بل اولاد او الله ښه پوه اورېدونكى دئ.

(33-34)- الله تعالى د زمانې په اوږدو كي ډېر داسي شخصيتونه غوره كړي چي د نورو د لارښووني دنده ئې ورسپارلې وه، د دوى خاصي ځانگړتياوي وې، د دغو خصوصياتو په وجه الله تعالى دوى ته په نورو فضيلت وركړى وو، آدم عليه السلام، نوح عليه السلام، ابراهيم عليه السلام او اولاد ئې او د عمران اولاد له دې جملى وو، د دوى د فضيلت وجه دا نه وه چي گوا كي دوى د انسانانو كومه خاصه نوع وو، نه؛ همدا د نورو انسانانو په څېر يو له بل پيدا كېدونكي انسانان وو، د فضيلت وجه ئې بله وه، په دوى كي د هغه ستر مأموريت د سر ته رسولو وړتياوي وې چي د انسانانو د لارښووني او هدايت په اړه الله تعالى ورسپارلى وو، سميع او عليم خداى پوهېږي چي د دوى په اړه خلك څه عقيده لري او څه وايي. يهودان او نصاراء د خپلو پيغمبرانو په اړه څه څه خبري كوي او څه څه عقايد لري.

 إِذْ قَالَتِ امْرَأَتُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي ۖ إِنَّكَ أَنتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ﴿٣٥﴾ فَلَمَّا وَضَعَتْهَا قَالَتْ رَبِّ إِنِّي وَضَعْتُهَا أُنثَىٰ وَاللَّـهُ أَعْلَمُ بِمَا وَضَعَتْ وَلَيْسَ الذَّكَرُ كَالْأُنثَىٰ ۖ وَإِنِّي سَمَّيْتُهَا مَرْيَمَ وَإِنِّي أُعِيذُهَا بِكَ وَذُرِّيَّتَهَا مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ ﴿٣٦﴾ فَتَقَبَّلَهَا رَبُّهَا بِقَبُولٍ حَسَنٍ وَأَنبَتَهَا نَبَاتًا حَسَنًا وَكَفَّلَهَا زَكَرِيَّا ۖ كُلَّمَا دَخَلَ عَلَيْهَا زَكَرِيَّا الْمِحْرَابَ وَجَدَ عِندَهَا رِزْقًا ۖ قَالَ يَا مَرْيَمُ أَنَّىٰ لَكِ هَـٰذَا ۖ قَالَتْ هُوَ مِنْ عِندِ اللَّـهِ ۖإِنَّ اللَّـهَ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿٣٧

[35]- هغه وخت چي د عمران مېرمني وويل: اې زما ربه! زما په رحم كي چي څه دي هغه مي ستا لپاره نذر كړي، آزاد (له بل هر كار نه)، نو له ما نه ئې قبول كړه، بې شكه چي ته ښه پوه اورېدونكى يې. [36]- نو كله چي ئې وزېږاوو، وئې ويل: اې زما ربه! ما خو نجلۍ وزېږوله! او الله ښه پوهېږي چي څه ئې زېږولي، او نارينه خو د ښځي په څېر نه وي! او ما هغه مريم ونوموله او زه دا او اولاد ئې له رټل شوي شيطانه ستا په پناه كي دركوم. [37]- نو خپل رب ئې په ښه توگه قبوله كړه او د دې ښه روزنه ئې وكړه او زكريا ئې د دې روزونكى او كفيل وگرځاوو، كله چي به هم زكريا د دې عبادت ځي ته ورننووت نو د دې په خوا كي به ئې خاص خوراك وموندو، وبه ئې ويل: اې مريمې! دا له كومه درته راغلي؟ وبه ئې ويل: دا د الله له لوري دي، بې شكه چي الله هر چا ته چي وغواړي بې حسابه روزي وركوي.

(35-37)- د مريم مور، د عمران مېرمن حامله وه، له الله سره ئې وعده وكړه چي خپل بچى به د ده په لار كي وقف كوي، انتظار ئې دا وو چي الله تعالى به زوى وركړي او هغه به د الله د دين خدمت ته وړاندي كوي، خو الله تعالى ورته لور وركړه، وئې ويل: زما ربه! دا خو لور ده، ما خو د زوى طمع وه، نارينه خو د ښځي په څېر نه وي، هغه محدوديتونه ئې نه وي چي ښځه عادتاً ورسره مخامخ وي، ما ئې نوم مريم ( دالله بنده او خدائي خدمتگار) كېښود، زه ئې تا ته سپارم، دا او اولاد ئې له رټلي شيطانه په خپل حفظ او امان كي وساته، الله تعالى ښه پوهېدو چي څه ئې زېږولى، الله تعالى د دې همدا نذر قبول كړ، د مريمي د ښې روزني انتظام ئې وكړ، دا ئې د زكريا عليه السلام تر روزني او كفالت لاندي وركړه، كله چي به د روزني په دوران كي زكريا عليه السلام د دې هستوگنځي ته ورغى نو د مريمي خوا ته به ئې بې موسمه مېوې وليدې، له هغې نه ئې پوښتنه وكړه چي دا له كومه راځي، مريمي ځواب وركړ: دا د الله له لوري ده، الله چي چا ته وغواړي له حسابه پرته روزي وركوي، زه د داسي رزق مستحقه نه يم، دا د الله پېرزوينه ده، زما د كومي ځانگړتيا له مخي ئې نه راكوي، له محاسبې پرته ئې راكوي. دلته او د قرآن په ډېرو نورو آيتونو كي هم د (يرزق من يشاء بغير حساب) معنى همدا ده، د (بغير حساب) دقيقه او سمه ترجمه (له حسابه پرته) ده، نه (بې حسابه)، د مريم په ځواب كي خو هغه بې حسابه ترجمه كول ډېره نامناسبه ترجمه ده. زكريا عليه السلام اولاد نه درلود، دى او مېرمن ئې د عمر هغه حد ته رسېدلي وو چي څوك هغه وخت د اولاد طمع نشي كولى، خو چي وئې ليدل الله تعالى بې موسمه مېوه هم وركوي، دا طمع په كي راپيدا شوه چي ما ته به هم بې موسمه اولاد راكړي

šÏ9$uZèd $tãyŠ $­ƒÌŸ2y— ¼çm­/u‘ ( tA

هُنَالِكَ دَعَا زَكَرِيَّا رَبَّهُ ۖ قَالَ رَبِّ هَبْ لِي مِن لَّدُنكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً ۖ إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ ﴿٣٨[38]- دلته نو زكريا خپل رب ته دعاء وكړه، وئې ويل: اې زما ربه! له خپله لوري ما ته پاكيزه اولاد را، بې شكه چي ته د دعاگانو ښه اورېدونكى يې.

(38)- د مريم سپېڅلتوب په ده كي د سپېڅلي اولاد تلوسه راپيدا كړه او هغې ته بې موسمه روزي وركول امېدوار كړ چي ده ته به هم په دې زړښت كي اولاد وركړي.

 فَنَادَتْهُ الْمَلَائِكَةُ وَهُوَ قَائِمٌ يُصَلِّي فِي الْمِحْرَابِ أَنَّ اللَّـهَ يُبَشِّرُكَ بِيَحْيَىٰ مُصَدِّقًا بِكَلِمَةٍ مِّنَ اللَّـهِ وَسَيِّدًا وَحَصُورًا وَنَبِيًّا مِّنَ الصَّالِحِينَ ﴿٣٩

[39]- نو په داسي حال كي چي ولاړ وو، په محراب كي ئې لمونځ كاوو، ملائكو پرې غږ كړ چي الله تا ته د يحيى زېرى دركوي، د يوې الهي كلمې تصديقوونكى، سالار او ځان ساتونكى او د صالحينو له ډلي يو نبي.

(39)- د سپېڅلي اولاد په طمع كي يوه صالح پلار ته الله تعالى د ملائكو په لاس د داسي زوى زېرى وركوي چي د يوه الهي پيغمبر مؤيد به وي، له فكري او اخلاقي لحاظه به سالار او مخكښ وي، ځان ساتونكى، صالح او پيغمبر به وي. پيغمبران داسي وي او مواصفات دا.

قَالَ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَقَدْ بَلَغَنِيَ الْكِبَرُ وَامْرَأَتِي عَاقِرٌ ۖ قَالَ كَذَٰلِكَ اللَّـهُ يَفْعَلُ مَا يَشَاءُ ﴿٤٠﴾ قَالَ رَبِّ اجْعَل لِّي آيَةً ۖ قَالَ آيَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ إِلَّا رَمْزًا ۗ وَاذْكُر رَّبَّكَ كَثِيرًا وَسَبِّحْ بِالْعَشِيِّ وَالْإِبْكَارِ ﴿٤١

[40]- وئې ويل: اې زما ربه! څنگه به ما لره زوى وي، په داسي حال كي چي د زوړالي (وخت مي) رارسېدلى او ښځه مي شنډه ده؟! ورته وئې ويل: الله خو همداسي چي څه وغواړي كوي ئې. [41]- وئې ويل: اې زما ربه! څه نښه ئې راته وټاكه، وئې فرمايل: نښه دي دا ده چي درې ورځي به له اشارې پرته له خلكو سره خبري نه شې كولى او خپل رب زيات يادوه او سبا او ماښام تسبيح وايه.

(40-41)- دا د الله يو پيغمبر دئ، د بل پيغمبر پلار، د مريم استاد، له دې نه ئې د معنوي مقام اندازه معلومولئ شئ، خو هغه له دې نه خبر نه وو چي شاگرد ته ئې له غيبه روزي راځي، په دې نه پوهېدو چي الله بې موسمه مېوه او بې موسمه اولاد هم وركوي، په دې نه پوهېدو چي زوى به ئې كله پيدا كېږي په داسي حال كي چي دا زېرى د الله د ملائكو په واسطه وركړى شوى وو، له الله ئې وغوښتل چي د پيدا كېدو د ورځو نښه او علامه ئې وروښيي. په دې سره د نجران مسيحيانو او ټولو هغو خلكو ته ويل شوي چي د پيغمبرانو او د الله د صالحو بندگانو په اړه دا گمان كول چي هغوى په غيب پوهېږي، ستره غلطي ده. د دوى په اړه دا انگېرنه چي الله تعالى په خپلي واكمنۍ كي له ځان سره شريك كړي، د ځينو چارو اختيارات ئې وركړي، د خلكو حاجتونه ترسره كولى شي، لويه اشتباه ده. مگر نه گورئ چي د زكريا عليه السلام په څېر ستر او عظيم شخصيت تر كلونو كلونو د اولاد په طمع وو، خپل حاجت ئې نه شو ترسره كولى، كله چي د الله له لوري د زوى زېرى وركړى شو، تلوسه ئې وه چي الله به څنگه او څه وخت زوى وركوي، نښه او علامه ئې غوښته!! تاسو پوهېږئ چي همدا دوه غلط گمانونه د هر شركي مذهب بنسټ دئ، هم د بتانو لمانځنه له دې راولاړه شوې او هم د قبرونو.

وَإِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّـهَ اصْطَفَاكِ وَطَهَّرَكِ وَاصْطَفَاكِ عَلَىٰ نِسَاءِ الْعَالَمِينَ ﴿٤٢﴾ يَا مَرْيَمُ اقْنُتِي لِرَبِّكِ وَاسْجُدِي وَارْكَعِي مَعَ الرَّاكِعِينَ ﴿٤٣﴾ ذَٰلِكَ مِنْ أَنبَاءِ الْغَيْبِ نُوحِيهِ إِلَيْكَ ۚ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يُلْقُونَ أَقْلَامَهُمْ أَيُّهُمْ يَكْفُلُ مَرْيَمَ وَمَا كُنتَ لَدَيْهِمْ إِذْ يَخْتَصِمُونَ ﴿٤٤﴾ 

[42]- او كله چي ملائكو وويل: اې مريمې! بې شكه چي ته الله غوره كړې او پاكه كړې يې او د نړۍ پر ټولو ښځو ئې غوره گرځولې يې. [43]- اې مريمې! خپل رب لره تسليم اوسه، سجده كوه او له ركوع كوونكو سره ركوع كوه. [44]- دا د غيب ځيني خبري دي چي تا ته ئې وحي كوو اوته هغه وخت د دوى خوا ته نه وې چي دوى خپل قلمونه د دې لپاره اچول چي (معلومه كړي) څوك به د مريمي كفالت كوي او هغه وخت هم د دوى په خوا كي نه وې چي په خپلو كي ئې شخړه كوله.

(42-44)- دا خبري د غيب خبري دي، په دې باندي پيغمبر عليه السلام په خپله او په خپل علم سره نه دئ پوه شوى، بلكي په وحي سره پوه شوى، داسي نه ده چي په خپله يا په خپل علم سره هلته موجود وو او دا هرڅه ئې ليدلي او اوس ئې خلكو ته وايي، دى نه د دوى د شخړي په وخت كي هلته حاضر وو او نه هغه وخت چي د كليسا مجاورينو خپل قلمونه د دې لپاره په اوبو كي اچول چي د مريمي د روزني قرعه به د چا په نامه راووځي، پيغمبرانو ته چي د غيب په اړه د وحي له لاري څه ويل شوي او دوى ته په وركړ شوو كتابونو كي ذكر شوي، دا د دوى علم غيب نه دئ، په وحي سره په څه پوهېدل علم غيب مه گڼئ، ډېر خلك په دې مغالطه كي پرېوځي او دې ته علم غيب وايي. دې ته مو پام وي چي مشركين د خپلو پيرانو، شيخانو او جعلي خدايانو په اړه داسي وايي او داسي گمان كوي چي هغوى په هر ځاى كي حاضر وي او په ټولو پټو خبرو پوه وي. په دې آيتونو سره د دغي بې بنسټي عقيدې جرړي قطع شوې دي.

إِذْ قَالَتِ الْمَلَائِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللَّـهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ ﴿٤٥﴾وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿٤٦

[45]- هغه وخت چي ملائكو وويل: اې مريمې! بې شكه چي الله تا ته د يوې الهي كلمې زېرى دركوي، چي نوم به ئې مسيح عيسى د مريمي زوى وي، په دنيا او آخرت كي مخور او له مقربينو څخه. [46]- او خلكو ته به په ماشومتوب او زوړوالي كي وينا كوي او له صالحينو څخه به وي.

(45)- په مخكني آيت كي د پيغمبر دا صفت بيان شوى چي په خپله علم غيب نه لري خو الله تعالى ئې د وحي له لاري د غيب په ځينو خبرو خبروي او دلته د پيغمبر دا صفات ښودل شوي چي په دنيا او آخرت كي به مخور او منلى وي او الله ته مقرب او نږدې.   

(46)- ستا زوى به په ماشومتوب كي هم له خلكو سره همغسي خبري كولى شي چي په زړښت كي به ئې كوي، دا به د ده معجزه وي او دى به صالح بنده وي.

الله تعالى، عيسى عليه السلام په ځوانۍ كي خپلي خوا ته اوچت كړ، له قيامت نه مخكي به ئې بېرته رالېږي او خپل پاته عمر به پوره كوي او په زړښت كي به هم خلكو ته وينا وكړي، په دې آيت كي دغه مطلب ته اشاره شوې.

 قَالَتْ رَبِّ أَنَّىٰ يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ ۖ قَالَ كَذَٰلِكِ اللَّـهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ ۚ إِذَا قَضَىٰ أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ ﴿٤٧﴾ 

[47]- وئې ويل: اې زما ربه! څنگه به مي زوى وي حال دا چي د هيڅ بشر لاس نه دئ راباندي لگېدلى، وئې فرمايل: همداسي ده! الله چي څه وغواړي پيدا كوي ئې، كله چي د كوم كار پرېكړه وكړي ورته وايي: وشه نو هغه وشي.

(47)- مريم عليها السلام په دې نه پوهېږي چي الله تعالى به زوى وركوي او په دې هم نه پوهېږي چي څنگه به ئې وركوي، دا خو ئې په خيال كي هم نه گرځېده چي له پلار نه پرته هم اولاد پيدا كېدى شي، ورته وويل شو: الله چي څه وغواړي داسي ئې هم پيدا كولى شي، له پلار نه پرته هم، الله چي د كوم څه د كېدو پرېكړه وكړي نو يوازي امر ئې كافي دئ، د ده له امر سره سم او له ځنډ نه پرته هغه كار ترسره كېږي.

وَيُعَلِّمُهُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَالتَّوْرَاةَ وَالْإِنجِيلَ ﴿٤٨﴾ وَرَسُولًا إِلَىٰ بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنِّي قَدْ جِئْتُكُم بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ أَنِّي أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللَّـهِ ۖ وَأُبْرِئُ الْأَكْمَهَ وَالْأَبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَىٰ بِإِذْنِ اللَّـهِ ۖ وَأُنَبِّئُكُم بِمَا تَأْكُلُونَ وَمَا تَدَّخِرُونَ فِي بُيُوتِكُمْ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لَّكُمْ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ ﴿٤٩﴾ وَمُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيَّ مِنَ التَّوْرَاةِ وَلِأُحِلَّ لَكُم بَعْضَ الَّذِي حُرِّمَ عَلَيْكُمْ ۚ وَجِئْتُكُم بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكُمْ فَاتَّقُوا اللَّـهَ وَأَطِيعُونِ ﴿٥٠﴾ إِنَّ اللَّـهَ رَبِّي وَرَبُّكُمْ فَاعْبُدُوهُ ۗ هَـٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِيمٌ ﴿٥١﴾ 

[48]- او كتاب، حكمت، تورات او انجيل به ورزده كړي. [49]- او د بني اسرائيلو په لوري يو رسول، په دې چي ستاسو د رب له لوري مي څرگنده نښه درته راوړې ده، هغه دا چي زه ستاسي لپاره له خټي نه د مرغه څېره جوړوم، بيا په هغه كي پو كوم، نو هغه به د الله په اذن سره ژوندى مرغه شي او د الله په حكم به له موره ړوند پيدا شوى او برگى روغوم او مړي به ژوندي كوم او په هغه څه به مو خبروم چي په خپلو كورونو كي ئې خورئ يا ئې ذخيره كوئ، بې شكه چي په دې كي تاسو ته څرگنده نښه ده كه مؤمن يئ. [50]- او د هغه تورات تصديقوونكى چي له ما نه مخكي وو او چي ځيني هغه شيان درته حلال كړم چي پر تاسو حرام كړى شوي او ستاسو له ربه مي څرگنده نښه درته راوړې، نو له الله ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ. [51]- بې شكه چي زما او ستاسي رب الله دئ، نو عبادت ئې وكړئ، همدا نېغه لاره ده.

(48-51)- عيسى عليه السلام ته د تورات او انجيل علم وركړى شوى وو، د بني اسرائيلو په لوري پيغمبر لېږل شوى وو، څرگندي معجزې وركړى شوې وې، له خټي نه به ئې د مرغه شكل جوړ كړ او په هغه كي به ئې پو كړل او له هغه به ژوندى مرغه جوړ شو، له موره ړوند پيدا شوي او بره گى به د ده په دعاء روغ شو، مړى به د ده په دعاء راژوندى شو، له دې به ئې خلك خبرولى شو چي څه به خوري او څه به په كور كي ذخيره كوي، د نن او سبا له خوراك نه ئې خبرولى شو، خو ده به په خپله خلكو ته ويل: دا زما ذاتي كار نه دئ، د الله په إذن ئې ترسره كوم، دا زما د رسالت نښي دي، دا نښي شهادت وركوي چي زه د الله پيغمبر يم. زما وينا همغه ده چي د موسى عليه السلام وينا وه، زه د تورات مصدق يم، تاسو له توراته عدول كړى، ستاسو مذهبي مشرانو په خپل سر او د تورات د حكم خلاف ډېر شيان په تاسو حرام كړي، ډېر شيان ئې پرې زيات كړي، زه راغلى يم چي دا اضافي پېټي ستاسو له اوږو راكوز كړم، په دې ټولو خبرو مي ستاسو د رب له لوري څرگندي نښي درته راوړې، زما د پېغام خلاصه دا ده چي: له الله ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ، الله هم زما معبود دئ او هم ستاسو معبود، د هغه عبادت وكړئ، سمه او مستقيمه لار همدا ده چي له الله پرته د بل چا عبادت ونكړئ.

د دې مباركو آيتونو څو اساسي خبري او لارښووني د ځانگړې توجه وړ دي:

  • د پيغمبرانو معجزې د دوى ذاتي كار نه دئ، دا د الله كار او د دوى د رسالت نښي دي.
  • د پيغمبرانو د دعوت خلاصه دا ده چي يوازي د يوه الله عبادت وشي، دوى يوازي دې ته مستقيمه لار وايي او همدې ته بلنه وركوي. له دې نه معلومېږي چي د فاتحې په سوره كي د مستقيمي لاري معنى همغه ده چي د سورې په څلورم آيت كي ويل شوي: يوازي ستا عبادت كوو او يوازي له تا مرسته غواړو.
  • پيغمبران عليهم السلام يو د بل ملاتړ او تأييد كوي، موجود پيغمبر د مخكني تصديق كوي او د وروستني زېرى وركوي، د بې لاري سياسي مشرانو په څېر نه وي چي واكمن مشر هم مخكني مشران محكوموي او هم د هغو د ختمولو هڅه كوي چي د ځان سيالان ئې گڼي.
  • د پيغمبرانو يوه اساسي دنده دا ده چي د خلكو له اوږو نه اضافي پېټي راكوز كړي او د دوى په لاس پښو كي اچول شوي ځنځيرونه مات كړي، اضافى پېټي هغه څه دي چي ټگمارو مذهبي مشرانو له خپلي خوا په خلكو باندي لازم كړي او هغه ته ئې د دين او مذهب رنگ وركړى او له ځنځيرونو نه مراد هغه اضافي او جعلي قيود او حدود دي چي دوى له خپلي خوا وضع كړي خو هغوى ته ئې مذهبي بڼه وركړې. له دې نه معلومېږي چي په دين كي انحراف له همدې راولاړېږي چي په يوه او بل نامه د خلكو پېټي درانه كړى شي او د حلالو شيانو په حرامولو سره د دوى په لاس پښو كي ځنځيرونه واچول شي.

 فَلَمَّا أَحَسَّ عِيسَىٰ مِنْهُمُ الْكُفْرَ قَالَ مَنْ أَنصَارِي إِلَى اللَّـهِ ۖ قَالَ الْحَوَارِيُّونَ نَحْنُ أَنصَارُ اللَّـهِ آمَنَّا بِاللَّـهِ وَاشْهَدْ بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ﴿٥٢﴾رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ ﴿٥٣

[52]- نو كله چي عيسى د دوى كفر احساس كړ، وئې ويل: څوك مي د الله په لار كي ملگري دي؟ حواريونو وويل: موږ د الله ملگري يو، په الله مو ايمان راوړى او ته دي شاهد وې چي موږ مسلمانان يو. [53]- اې زموږ ربه! په هغه څه مو ايمان راوړى چي تا رالېږلى، د پيغمبر متابعت مو وكړ، نو موږ د شاهدانو په زمره كي وليكه.

(52-53)- عيسى عليه السلام احساس كړه چي بني اسرائيلو د كفر لار غوره كړې او د دغو ټولو معجزو له ليدو سره سره ايمان نه راوړي، نو وئې ويل: زه د الله په لوري درومم، څوك مي په دې سفر كي ملگرتيا ته تيار دئ؟ د جهاد ضرورت دئ څوك په دې جهاد كي زما مرسته كوي؟ د ده مخلصو يارانو ورته وويل: موږ د الله ملگرتيا ته چمتو يو، له تا سره د الله په لوري او د الله په لار كي سفر او جهاد ته تيار يو، دا په اصل كي جهاد ته د تيارېدو په معنى وه او په دې سره الله تعالى له يوې خوا دا حقيقت بيانوي چي د عيسى عليه السلام په څېر پيغمبر له خپلو ټولو هغو بې ساري معجزو سره سره د انصارو او ملاتړو په لټه كي دئ، له هغو خاصو كارونو نه پرته نور كارونه په معجزو نشي ترسره كولى، نور كارونه به د الله تعالى د عام او عادي سننو مطابق ترسره كوي، نه په خارق العاده توگه، له بلي خوا په پيغمبر باندي د ايمان راوړونكو مواصفات معرفي كوي، په پيغمبر واقعي او مخلص ايمان لرونكى داسي وي لكه د عيسى عليه السلام مخلص ملگري، د دوى څو خبري رااخلي:

  • ستا ملگرتيا په حقيقت كي د الله ملگرتيا ده، موږ دې ملگرتيا ته چمتو يو.
  • په كتاب ايمان لرو.
  • د پيغمبر متابعت كوو.
  • تمنا مو دا ده چي زموږ نومونه د شاهدانو په ډله كي وليكل شي، د هغو كسانو په ډله كي چي د هدايت ډيوې ئې په لاس كي وي، د دوى د كړو وړو له مخي خلك په دې پوهېږي چي حقيقت څه ته ويل كېږي، حقيقي دين كوم دئ، د الله په اړه مو عقيده څنگه وي او څنگه د ده عبادت وكړو او څنگه د يوه واقعي مخلص بنده په څېر ژوند وكړو، دوى، د دوى فكر او عقيده او د دوى عملي ژوند د نورو لپاره د شاهد حيثيت لري.

له بلي خوا ښيي چي عيسى عليه السلام د خپل دعوت په پاى كي د جهاد پرېكړه كړې وه او خپلو پلويانو ته ئې ويلي وو چي څوك په دې جهاد كي زما مرسته كوي؟ د قرآن بل آيت هم دغه مطلب افاده كوي او فرمايي:

يَأَيهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا كُونُوا أَنصارَ اللَّهِ كَمَا قَالَ عِيسى ابْنُ مَرْيمَ لِلْحَوَارِيِّينَ مَنْ أَنصارِى إِلى اللَّهِ قَالَ الحَْوَارِيُّونَ نحْنُ أَنصارُ اللَّهِ فَئَامَنَت طائفَةٌ مِّن بَنى إِسرءِيلَ وَ كَفَرَت طائفَةٌ فَأَيَّدْنَا الَّذِينَ ءَامَنُوا عَلى عَدُوِّهِمْ فَأَصبَحُوا ظهِرِينَ‏ *                 الصف: 14

اې مؤمنانو! د الله داسي انصار شئ لكه چي عيسى د مريمي زوى حواريونو ته وويل: څوك د الله لوري (سفر كي) زما انصار كېږي؟ حواريونو وويل: موږ د الله انصار يو، نو د بني اسرائيلو يوې ډلي ايمان راوړ او بله ډله كافره شوه، نو موږ مؤمنانو ته د دوى پر دښمنانو برى وركړ او دوى بريالي او برلاسي شول.

دا آيت د الصف په سورې كي راغلى چي په هغې كي د جهاد په اړه بحث شوى او دا ښيي چي عيسى عليه السلام له خپلو مخلصو ملگرو غوښتي وو چي په جهاد كي د ده ملگرتيا وكړي.

د بايبل له وينا هم معلومېږي چي عيسى عليه السلام ځنگله ته ولاړ، رومي واكمنو د ده لټون پيل كړ، د عيسى له ملگرو نه يوه منافق چي نوم ئې يهودا وو د ده پټ ځاى دښمن ته ښودلى وو، بايبل ليكي:

... په دې وخت كي يهودا له ډېرو نورو سره چي توري، دُرې او لرگي ئې په لاس كي وو راورسېدل، ... خائن شاگرد نورو ته ويلي وو: څوك چي مي ښكل كړ، همغه عيسى دئ وئې نيسئ، نو يهودا مخامخ عيسى ته ورغى او وئې ويل: استاده! سلام او هغه ئې ښكل كړ، يوه شاگرد توره راوايسته د ستر كاهن د غلام غوږ ئې په يوه گوزار ترې غوڅ كړ ... د بايبل دا وينا ښيي چي عيسى عليه السلام له خپلو مسلح ملگرو سره په يوه ځنگله كي پټ شوي وو!!

لكه چي گورئ په پورتنيو آيتونو كي د انصارالله الفاظ كارول شوي چي معنى ئې د الله مرستندويان ده، ځيني مفسرين د دې ترجمه داسي كوي: د الله د دين مرستندويان، د دين كلمه پرې علاوه كوي، او دا د دې لپاره چي وايي الله مرستي ته اړ نه دئ. خو نه ئې دا خبره صحيح ده او نه ئې دا اضافه كول او مقدر گڼل، الله تعالى د خپلي لاري مجاهدينو ته دغه نوم غوره كړى، دلته ئې هم په دغه نامه ياد كړي او په نورو ځايونو كي هم، موږ څه حق لرو چي په دې كي تغيير راولو او د انصار الله پر ځاى انصار دين الله ووايو، د احتياط تقاضاء هم دا ده چي د قرآن هر لفظ په خپل حال پرېږدو.

الله تعالى د خلكو د هدايت او لارښووني لپاره له خپل قدرت نه د كار اخيستو او د دوى د مجبورولو پر ځاى د پيغمبرانو په لاس د كتاب رالېږلو او دوى ته ئې د سمي لار ښوولو او وعظ او نصيحت طريقه غوره كړې، كه د ده له بندگانو نه څوك دا كار كوي هغه په حقيقت كي د الله ملگرتيا كوي نو ځكه الله تعالى ورته همدا نوم غوره گڼلى. الله تعالى چا ته د جندالله نوم وركړى، چا ته د حزب الله، په داسي حال كي چي هغه نه جند ته اړ دئ او نه حزب ته. همدا راز ئې د خپلي لاري مجاهدينو ته د انصار الله نوم غوره كړى، موږ مكلف يو او همدا د ادب تقاضاء ده چي په همدغو نومونو ئې ياد كړو.

وَمَكَرُوا وَمَكَرَ اللَّـهُ ۖ وَاللَّـهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ ﴿٥٤[54]- او دوى پټ تدبير ته لاس كړ او الله هم پټ تدبير وكړ او الله خو تر ټولو غوره تدبيركوونكى دئ.

(54)- يهودانو د عيسى عليه السلام ډېر ياران ورته ووژل، په صليب ئې وخېژول، په لاس پښو كي ئې مېخونه ټك وهل، په اور كي ئې وسوزول، بالآخره ئې پرېكړه وكړه چي عيسى عليه السلام په خپله ووژني او په صليب ئې وځړوي، الله تعالى په خاص تدبير سره هغه وژغورو، په ده او د ده په يارانو باندي دا بې رحمانه ظلمونه او د دوى صبر او زغم او پر خپل دين ټينگار د دې باعث شول چي خلك د دوى لار خپله كړي، د دوى دين حق دين وگڼي او له بې رحمو يهودانو نه ئې كركه او نفرت په زړونو كي راپيدا شي، د يهودانو ټگمارو مذهبي مشرانو چي د كوم مقصد لپاره په عيسى عليه السلام او د ده پر ملگرو كوم ظلمونه كول او دې ته ئې له مذهب نه د دفاع نوم وركاوو، دا ټول ظلمونه ئې د مذهب تر نامه لاندي كول، خو اصلي موخه ئې خپل سيادت ساتل او خپلي ناروا گټي وې، هغه گټي چي د مذهب په نامه ئې ترلاسه كولې، دين د دوى دكان وو، غوښتل ئې خلك د عيسى عليه السلام دين ونه مني او په دې سره د دوى دكانونه ونه تړل شي، د تجارت هغه بازار ئې له كساد سره مخامخ نشي چي دوى د مذهب سودا په كي كوله او دين ئې په دنيا خرڅولو، خو دوى له دې مكر او پټ تدبير نه برعكس نتيجه ترلاسه كړه، همدا د الله پټ تدبير وو د دوى د پټ تدبير په مقابل كي . وروستى آيت په څرگنده ښيي چي الهي تدبير همدا وو:

إِذْ قَالَ اللَّـهُ يَا عِيسَىٰ إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا وَجَاعِلُ الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ فَوْقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ۖ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿٥٥﴾ فَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَأُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿٥٦﴾ وَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَيُوَفِّيهِمْ أُجُورَهُمْ ۗ وَاللَّـهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ ﴿٥٧

[55]- كله چي الله وفرمايل: اې عيسى! زه ستا وفات كوونكى او خپل لوري ته پورته كوونكى يم او له كافرانو نه ستا پاكوونكى او تر قيامته پر كافرانو باندي د هغو كسانو لوړ گرځونكى يم چي ستا متابعت ئې كړى، بيا مو زما لوري ته بېرته گرځېدنه ده، نو ستاسو ترمنځ به په هغه څه كي پرېكړه كوم چي تاسو په كي اختلاف كاوو. [56]- نو هغه چي كافران شوي په دنيا او آخرت كي به ئې په شديد عذاب تعذيب كړم او هيڅ مرستندوى به ئې نه وي. [57]- خو هغه چي ايمان ئې راوړى او نېك عملونه ئې كړي، نو اجر به ئې پوره پوره وركړم او الله خو ظالمان نه خوښوي.

(55-57)- له (رافعك الي) نه معلومېږي چي الله تعالى عيسى عليه السلام ته ويلي چي تا ژوندى خپل لوري ته راپورته كوم، نو د (متوفيك) معنى څه ده؟ د (توفى) اصلي معنى پوره كول او ترسره كول دي، په مرگ باندي ئې اطلاق مجازي دئ. د قرآن په ډېرو ځايونو كي په خپله اصلي معنى راغلې. دلته ئې معنى دا ده چي ستا دنده تكميل شوې، كار دي بشپړ شوى، زه نور ستا مأموريت پاى ته رسوم، تا خپل لوري ته راپورته كوم.

الله تعالى خپل پټ تدبير وكړ، عيسى عليه السلام ته ئې وفرمايل چي نور نو ستا مأموريت پاى ته رسوم او خپلي خوا ته دي راپورته كوم او له دغو گنده او پليتو كافرانو دي لري كوم، د دوى گنده ټولنه نور ستا لپاره تنگه شوې، په دې كي نور ستا د تنقس مجال تنگ شوى، مطمئن اوسه چي ستا پلويان به ترقيامته پر دوى برلاسي وي او د قيامت په ورځ به زه ستاسو د اختلافاتو په اړه وروستۍ پرېكړه كوم، د كافرانو پايله په دنيا او آخرت كي د الله شديد عذاب دئ، نه به ئې په دنيا كي څوك له شديد الهي عذاب نه وژغورلى شي او نه په آخرت كي، د خلكو د مرستي ترلاسه كولو لپاره چي هغوى كوم تدبيرونه كوي او په دروغو وايي چي موږ د الله لپاره او له مذهب نه د دفاع لپاره د عيسى عليه السلام مخالفت كوو، د دوى دا ټولي هڅي به حبط كړو. او مؤمنان به د خپل ايمان او نېك عمل بدله او اجر هم په دنيا كي پوره او مكمل ترلاسه كړي او هم په آخرت كي او الله ظالمان نه خوښوي. دا وروستۍ فقره څو مطلبه افاده كوي:

  • الله ظالمان نه خوښوي، نو معلومه ده چي په خپل بنده ظلم نه كوي، د مؤمنانو او صالحو بندگانو اجر به په هيڅ صورت كي ضايع كېدو ته پرې نږدي.
  • گمان مه كوئ چي كافرانو ته موقع او مهلت وركول او كله كله مؤقتاً برلاسي او غلبه وركول د دې لپاره دي چي الله د دوى كوم عمل خوښ كړى او د همدې لپاره ئې دا بريا ورپه برخه كړې، داسي نه ده، په حقيقت كي د دوى ظاهري برياوي د دوى د دائمي تباهۍ مقدمه وي، لكه چي يهودانو ته د عيسى عليه السلام پر يارانو هغه مؤقته برلاسي د دوى د دائمي لعنت او ذلت باعث شوه.

ذَٰلِكَ نَتْلُوهُ عَلَيْكَ مِنَ الْآيَاتِ وَالذِّكْرِ الْحَكِيمِ ﴿٥٨

[58]- همدا د هغو آيتونو او حكيمانه پند او ذكر يوه برخه ده چي پر تا ئې لولو.

(58)- په دغي عبرتناكي قصې كي له حكمت نه ډكي لارښووني او نښي دي، تا ته هم اې پيغمبره او ستا امت ته هم، وگورئ چي له تاسو نه مخكي مؤمنانو سره څه شوي او الله تعالى څنگه د حق دښمنان له نامرادۍ او له تباهۍ سره مخامخ كړي؟ او څنگه ئې باطل زائل او حق غالب كړى؟

إِنَّ مَثَلَ عِيسَىٰ عِندَ اللَّـهِ كَمَثَلِ آدَمَ ۖ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ ﴿٥٩﴾ الْحَقُّ مِن رَّبِّكَ فَلَا تَكُن مِّنَ الْمُمْتَرِينَ ﴿٦٠

[59]- د عيسى مثال خو د الله په نزد يقيناً د آدم د مثال په څېر دئ، چي له خاوري ئې پيدا كړ بيا ئې ورته وويل: وشه، نو هغه وشو. [60]- دا حق دئ ستا د رب له لوري، نو له شك كوونكو څخه مه كېږه.

(59-60)- په دې آيتونو كي له يوې خوا مسيحيانو ته ويل شوي: كه تاسو د دې لپاره عيسى عليه السلام خداى يا د خداى زوى گڼئ چي پيدايښت ئې خارق العاده وو، او يوازي له مور نه د ده پيدايښت د دې نښه گڼئ چي ده ته بايد د انسان په سترگه ونه گورو او مافوق انسان ئې وگڼو، نو د آدم عليه السلام په اړه به څه وايئ؟ د آدم عليه السلام پيدايښت خو تر ده ډېر خارق العاده وو، دى خو مور لري او تاسو دا منئ چي هغه له مريمي رضي الله عنها پيدا شوى، خو هغه نه مور درلوده او نه پلار!! دا ولي هغه يو انسان گڼئ او دا خداى؟! هر د عقل خاوند خو به يوازي دا وايي او له دې پرته به بله خبره نه كوي چي عيسى عليه السلام په دې دليل يو انسان دئ چي له انسانه دنيا ته راغلى، له انسانه پيدا شوى، يو له بل پيدا شوي شيان په خپل ذات كي سره ورته وي، كه مريم رضي الله عنها انسان گڼې نو زوى ته ئې له انسانه پرته بل نوم نه شې وركولى!! كه ته عيسى او مريم عليهما السلام په خدايي كي شريكوې نو د مريمي ټول اجداد به خدايان گڼې!! آيا د عقل او شعور خاوند انسان دا خبره منلى شي چي له انسانه پيدا شوى داسي انسان چي د نورو انسانانو په څېر ئې خوراك او څښاك كاوو، لوږه او تنده ئې درلوده، يخني او گرمي ئې كېده، ويښه او خوب ئې درلود، ژړا او خندا ئې درلوده، ماشوم وو ورو ورو ستر شوى او ځوانۍ ته رسېدلى، لږو كسانو د ده دعوت قبول كړى، د ټولني اكثريت د ده مخالفت ته ملاتړلې، مخالفينو ځورولى، ياران ئې وروژلي، په صليب ئې ځړولي او په اور كي ئې اچولي او دى په دې نه دئ توانېدلى چي هغوى له دغو مصيبتونو وژغوري.... دا مافوق انسان هستي او حتى خداى وو؟!! له بلي خوا هغه چا ته ځواب ويل شوى چي له پلاره پرته او يوازي له موره د عيسى عليه السلام پيدايښت نه مني، هغه ته ويل شوي چي كه دا نه منې نو د آدم عليه السلام پيدايښت به څنگه توجيه كوې چي نه ئې پلار وو او نه مور؟! حال دا چي هيڅوك له دې انكار نشي كولى چي زموږ جد آدم عليه السلام له مور پلاره پرته پيدا شوى. كه څوك دا خبره نه مني نو هغه به د انسان د پيدايښت په اړه څه وايي؟ له دې پرته بله خبره كول ممكنه نه ده.

الله تعالى نه يوازي لومړى انسان او د انسانانو لومړى جد له خاوري پيدا كړى بلكي د ده اولاد هم هره ورځ له خاوري پيدا كوي، همدا خاوره ده چي په دانه او مېوه بدله شي او بيا دغه له خاورو جوړه شوې دانه او مېوه د انسان په وجود كي په نطفې بدله كړي او د مور پلار د نطفو له يو ځاى كېدو د انسان ماشوم جوړ كړي، څوك چي هره ورڅ له خاورو د انسان پيدا كېدل گوري څنگه له دې خبري انكار كوي چي آدم عليه السلام له خاوري پيدا شوى؟!

اما دا چي د عيسى او آدم عليهما السلام د خلقت ترمنځ څه مماثلت شته؟ آيا مماثلت ئې يوازي دا دئ چي دواړه له پلاره پرته پيدا شوي، كه له دې علاوه نور مماثلتونه ئې هم شته؟ د عيسى عليه السلام خلقت خو كاملاً واضح دئ، چي له پلاره پرته ئې نطفه د خپلي مور په رحم كي پيدا شوې او د ماشوم په څېر دنيا ته راغلى، ورو ورو ستر شوى او ځوانۍ ته رسېدلى. آيا د آدم عليه السلام پيدايښت هم له نطفې پيل شوى او ورو ورو ستر شوى او كه له سره د مكمل انسان په بڼه كي پيدا شوى؟ دا پوښتنه د نورو ژونديو مخلوقاتو په اړه هم مطرح ده. د هر يوه لومړى جد څنگه پيدا شوى؟ آيا الله تعالى ونه، بوټى، كب، مرغۍ، فيل اوښ او په مليونونو نور ژوي داسي پيدا كړي چي په سر كي ئې د دوى مكمله جوړه، د مور پلار په بڼه كي پيدا كړي او بيا ئې له دوى نه د دوى نسل پيدا كړى؟

دغو پوښتنو ته د ځواب لپاره لاندي ټكې په پام كي ولرئ:

  • الله تعالى يوازي د پيدايښت په سر كي ژوندي شيان نه دي پيدا كړي، بلكي دا هره ورځ او هره شېبه د ژوندي شيانو پيدايښت هم د الله له لوري دئ، دا هم د ده كار دئ نه په خپل سر او په اصطلاح د طبيعت كار.
  • د پيدايښت په اړه د الله تعالى خاص سنن دي، دا الهي سنن موږ هره شېبه د ژوو په پيدايښت كي گورو، په دې پوهېږو چي له ستر نه تر واړه حيوان، له فيل او اوښ نه تر ماشي او ويروس پوري، له ستري وني نه تر وړوكي بوټي پوري، ټول الله تعالى له يوې داسي وړې نطفې پيدا كوي چي په سترگو نه ليدل كېږي، دا نطفه ورو ورو ستره كړي او مكمل انسان، حيوان او نبات ترې جوړ كړي. كه څوك د انسان يا بل مخلوق د پيدايښت په اړه داسي رأيه وړاندي كړي چي د پيدايښت په اړه د الله تعالى له سننو سره اړخ نه لگوي، دا هسي رجماً بالغيب رأيه ده، هم د الله د مشهود كتاب خلاف او هم ئې د مقروء كتاب خلاف. د الله د مقروء كتاب، قرآن، د كوم آيت هغه تفسير او تعبير به منئ چي د الله د مشهود كتاب له آيتونو او په عالم كي د الله له څرگندو سننو سره مغايرت ونلري. د الله دا دواړه آيتونه يو د بل مؤيد او مصدق دي، نه مغاير او مخالف، كه دي كله د الله د مقروء كتاب د كوم آيت په اړه داسي تفسير واورېدو چي د الله له مشهود كتاب سره ئې مغايرت درلود، دا تفسير په دېوال ووهه او كه دي كله د مشهود كتاب د كوم توكي په اړه داسي څه ترغوږ شو چي د مقروء كتاب له كوم آيت سره ئې توپير درولود، نو لري ئې وغورځوه او ترپښو ئې لاندي كړه، دا دواړه آيتونه په هيڅ صورت كي يو د بل خلاف خبره نه كوي، ځكه رب ئې يو دئ. ناپوه كسان به د دې يا هغه په اړه داسي تفسير او تعبير وړاندي كوي چي يو له بله مغايرت ولري.

اما دا چي آدم عليه السلام څنگه له خاورو پيدا كړى شو؟ او قرآن په دې اړه څه وايي؟ د دې په ځواب كي لاندي خبري په پام كي وساتئ:

  • دا سؤال يوازي د لومړي انسان د پيدايښت په اړه نه دئ مطرح، د ټولو ژوو، حيواناتو او نباتاتو په اړه مطرح دئ. بايد د ټولو د لومړي جد د پيدايښت په اړه ځواب وركړى شي.
  • د انسان د پيدايښت په اړه يوه دا رأيه مخي ته راځي چي ډېره معروفه ده، هم په مسلمانانو كي او هم له مسلمانانو نه مخكي په اهل كتابو كي، مسلمانانو ته هم په اصل كي له اهل كتابو راغلې، په مسلمانانو كي چا چي د لومړي ځل لپاره دا خبره كړې، هغه په حقيقت كي د اهل كتابو رأيه بيان كړې خو نورو دا د ده رأيه گڼلې، معروفه رأيه دا ده: د آدم عليه السلام د كالبد خاوره له زمكي نه راغونډه كړى شوه اوبه پرې توى شوې، خټه ترې جوړه شوه، ډېره موده پرې تېره شوه، خټه ورسته، توره او بوى ناكه شوه، له دې نه ئې د ده څېره او مجسمه جوړه كړه، په اور ئې كېښوده، پخه شوه او بيا الله په هغه كي روح پو كړه او ژوندى شو او د ده له ژوندي كېدو وروسته، يا د ده له اضافي خټي او يا د ده له يوې پوښتۍ ئې د ده جوړه راپيدا كړه. 

خو د قرآن په هيڅ ځاى كي دا نه دي ويل شوي چي لومړى د آدم عليه السلام او د ده د زوجې هيئت او څېره جوړه شوې، بيا روح په كي پو شوې. او نه هم په هيڅ صحيح الاسناد حديث كي دا ويل شوي، كه خبره داسي وى نو هرومرو به په قرآن كي په همدې الفاظو ذكر شوې وه، نه يوازي د آدم عليه السلام په اړه بلكي د نورو ژوو په اړه به هم همداسي ويل شوي وو چي لومړى ئې د ټولو هيئتونه جوړ كړل، بيا ئې په كي پو كړل او راژوندي شول، لكه څنگه چي د عيسى عليه السلام له قوله فرمايي:

أَنِّي أَخْلُقُ لَكُمْ مِنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنْفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللَّهِ

زه ستاسي لپاره له خټي نه د مرغه څېره جوړوم، بيا په هغه كي پو كوم، نو هغه به د الله په اذن سره ژوندى مرغه شي.

  • قرآن د الله كتاب دئ، هر مطلب په ډېر دقت سره په كي بيان شوى، د شك مجال نه پرېږدي، يوازي د كږو زړونو خاوندان له هغه نه كوږ مطلب اخلي. څنگه ممكنه ده چي د آدم عليه السلام پيدايښت دي د هيئت په بڼه كي شوى وي او قرآن دي په هيڅ ځاى كي هغه ته اشاره نه وي كړې؟!!
  • قرآن كه د آدم عليه السلام خلقت له صلصاله گڼي او كه له خاوري او يا خټي؛ نو داسي الفاظ ئې كارولي چي خلقت ئې مخامخ له همدې شيانو گڼي.

راشئ وگورو چي قرآن په دې اړه څه وايي: په قرآن كي د آدم عليه السلام د پيدايښت په اړه لاندي آيتونه راغلي:

1ـ وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَآءِ كُلَّ شَيْءٍ حَي *                                                                            الانبياء: 30

هر ژوى مو له اوبو نه پيدا كړى.   

2ـ وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَكُمْ مِّن تُرَابٍ ثُمَّ إِذَآ أَنتُمْ بَشَرٌ تَنتَشِرُون *                                         الروم: 20

او دا د ده له آيتونو څخه دئ چي تاسو ئې له خاوري راپيدا كړئ، نو بيا تاسو خورېدونكي بشر شوئ.

3ـ هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِّن طِينٍ.                                                                                          الانعام: 2

الله همغه ذات دئ چي تاسو ئې له خټي راپيدا كړئ.

4ـ وَلَقَدْ خَلَقْنَا الإِنْسَانَ مِن سُلاَلَةٍ مِّن طِينٍ ثُمَّ جَعَلْنَاهُ نُطْفَةً فِي قَرَارٍ مَّكِينٍ * ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظَاماً فَكَسَوْنَا الْعِظَامَ لَحْماً ثُمَّ أَنشَأْنَاهُ خَلْقاً آخَرَ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ *                                                                                              المومنون: 12 ـ 14

او يقيناً چي انسان مو د خټي له خلاصې پيدا كړ، بيا مو هغه د ټېكي په مضبوط ځاى كي يوه نطفه وگرځاوو، بيا مو دا نطفه يو راځوړند توكى كړ او بيا مو دا علقه د غوښي يوه ژوولې ټوټه كړه، نو دا د غوښي ټوټه مو هډوكي كړل، نو هډوكي مو په غوښه پټ كړل، بيا مو په بل پيدايښت كي پيدا كړ، نو مبارك دئ تر ټولو غوره خالق.

5- الَّذِي أَحْسَنَ كُلَّ شَيْءٍ خَلَقَهُ وَبَدَأَ خَلْقَ الإِنْسَانِ مِن طِينٍ *                                       السجده: 7

هغه چي هرڅه ئې پيدا كړي نو ښه ئې پيدا كړي او د انسان پيدايښت ئې له خټي نه پيل كړ.

6- وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ مِنْ صَلْصَالٍ مِنْ حَمَإٍ مَسْنُونٍ * وَالْجَانَّ خَلَقْنَاهُ مِنْ قَبْلُ مِنْ نَارِ السَّمُومِ *     

                                                                                                                            الحجر: 26 ـ27

او يقيناً چي انسان مو له كړنگېدونكې وچي خټي، له بوى ناكي توري خټي پيدا كړ او جن مو تر ده د مخه له بې لوگي اوره.

7- إِنَّا خَلَقْنَاهُم مِّن طِينٍ لاَّزِبٍ *                                                                                الصافات: 11

يقيناً چي موږ دوى له سرښناكي خټي راپيدا كړل.

په دې مباركو آيتونو كي د انسان د پيدايښت لومړۍ ماده، "اوبه"، "خاوره"، "خټه"، "د خټي خلاصه"، "كړنگېدونكې خټه"، "د كودړي په څېر وچه خټه"، "سريښناكه خټه" او "توره بوى ناكه خټه" ښودل شوې. گورو چي قرآن اوبه د ټولو ژوو او ژونديو شيانو د پيدايښت اصلي ماده گڼلې، داسي ژوندى شي نشته چي د جوړښت اساسي ماده ئې اوبه نه وي، له دې معلومېږي چي الله تعالى لومړى اوبه پيدا كړې بيا ئې ژوي، يعني د زمكي پر سر د ژوندون پيل له اوبو شوى، او دا هغه ستر حقيقت دئ چي انسان له ډېرو تحقيقاتو او اوږده علمي سفر نه وروسته پرې پوه شو، اوس په دې پوه شوى چي د زمكي پر سر ژوندون د اوبو له پيدايښته وروسته پيل شوى. دا د قرآن يو بل علمي اعجاز دئ، كه تاسو نن د بيولوژي كوم باانصافه عالم ته ووايئ چي زموږ په يوه داسي كتاب كي چي څوارلس سوه كاله پرې تېر شوي، دا خبره راغلې چي ټول ژوي له اوبو پيدا شوي، لومړى اوبه پيدا شوې بيا ژوي، هغه به درته ووايي: دا ستره علمي خبره ده، دا هغه حقيقت دئ چي ساينس فقط په روانه پېړۍ كي پرې پوه شو.

 كه تاسو د انسان د خلقت مربوط آيتونو ته لږ ځير شئ وبه گورئ چي په ټولو كي (صلصال: كړنگېدونكې وچه خټه) له (حمإ مسنون: بوى ناكه خټه) نه مخكي ذكر شوى. او په يوه ځاى كي خو (صلصال) د انسان د پيدايښت داسي لومړۍ ماده گڼي لكه د اور لمبه چي د جن د پيدايښت لومړۍ ماده گڼي او فرمايي:

خَلَقَ الانسنَ مِن صلْصلٍ كالْفَخَّارِ* وَ خَلَقَ الْجَانَّ مِن مَّارِجٍ مِّن نَّارٍ * الرحمن: 14-15

انسان ئې د كودړي په څېر له كړنگېدونكې وچي خټي پيدا كړ او جن ئې له بې دوده لمبې.

دا آيت خو وايي چي انسان ئې له صلصال نه پيدا كړى، داسي لكه جن چي ئې له اور نه پيدا كړى، د ده د پيدايښت اصلي ماده صلصال ده، دغسي لكه د جن د وجود اصلي ماده چي اور دئ، يعني د انسان د وجود لومړنۍ ماده په سر كي صلصال وه، خاوره شوه، خټه شوه او الله تعالى ترې انسان جوړ كړ. داسي نه دي ويل شوي چي دى ئې صلصال كړى او بيا ئې روح په كي پو كړې.

كه د زمكي او آسمان د پيدايښت په څرنگوالي پوري مربوط آيتونو ته لږ ځير شو دا به په آسانۍ راته جوته شي چي لومړى صلصال، بيا خټه او بيا ورسته بوى ناكه خټه پيدا شوې.

قرآن فرمايي:

 أَوَ لَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السمَوَتِ وَ الأَرْض كانَتَا رَتْقاً فَفَتَقْنَهُمَا وَ جَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كلَّ شيءٍ حَىٍ أَ فَلا يُؤْمِنُونَ *                                                                                                       الانبياء: 30

آيا كافران په دې نه پوهېږي چي آسمانونه او زمكه سره نښتي وو، نو موږ سره بېل كړل او هر ژوى مو له (اوبو) پيدا كړى، نو آيا ايمان نه راوړي؟!

له دې آيت نه څو خبري په څرگنده معلومېږي:

  • په سر كي ټول كائنات، زمكه، لمر او د آسمان ټول اجرام يوه كتله وه او الله تعالى په يوې چاودنې سره دوى بېل بېل كړل او اوسنۍ بڼه ئې وركړه.
  • لابد به زموږ زمكه له نورو نه د رابېلېدو په وخت كي د لمر په څېر گرمه او سره وه، دا ځكه چي دواړه يو ځاى وو او په يوه وخت كي سره بېل شوي. لمر چي ستر دئ خپل حرارت ئې تر ننه حفظ كړى، خو زمكه چي تر لمر ډېره وړه ده، ورو ورو سړه شوې، سر ئې سوړ او زړه ئې لاتراوسه تود او سخت گرم، هومره تود چي هرڅه په كي ويلي، د قرآن په اصطلاح هر څه په كي نحاس دي.
  • په دې آيت كي او يو په بل پسي د زمكي او آسمان له پيدايښت سره متصل د اوبو او له اوبو نه د هر ژوي د پيدايښت ذكر دا مطلب په گوته كوي چي د زمكي پر سر تر ټولو د مخه اوبه پيدا شوې. او دا هغه حقايق دي چي قرآن څوارلس سوه كاله مخكي بيان كړي دي او ساينس اوس پرې پوهېدلى. نن چي ته له هر ساينس پوه نه د زمكي، آسمان او اوبو د پيدايښت په اړه پوښتنه وكړې، نو ځواب به ئې همدا وي چي قرآن ويلي.
  • د زمكي پر سر د ژوو د پيدايښت په اړه محققين وايي: زمكه له خپل پيدايښت نه وروسته سخته توده او سره وه، د زمكي قشر او پوستكى ورو ورو سوړ شو، خو د سختي تيږي په څېر وو، لومړى اوبه راپيدا شوې، د زمكي ټولي اوبه د پرېړو ورېځو په بڼه كي تر زمكي راتاو وې، د بارانونو ورېدل پيل شو، د باران او گڼ شمېر نورو عواملو په وجه د زمكي د سر تيږه په خاوره بدله شوه، سيلابونو دا خاوره له ځان سره د زمكي آوارو او ژورو برخو ته انتقال كړه، د زمكي تودوخه لا هومره وه چي اوبه ئې د ځان د پاسه نه پرېښودې، د اوبو د تبخير په نتيجه كي سېلاب راوړې خټه په كړنگېدونكې وچي خټي او كودړي بدله شوه، خو د زمكي د مزيد سړېدو او مزيد بارانونو په نتيجه كي داسي حالت راپيدا شو چي له يوې خوا د پرېړو ورېځو پرده څېري شي او د لمر وړانگې زمكي ته ورسي او له بلي خوا د زمكي د سر خاوره په لومړي سر كي نمجنه خټه او وروسته توره بوى ناكه خټه شي، د زمكي پر سر د ژوو پيدايښت په دغه مرحله كي پيل شو.

كه د محققينو دا وينا د قرآن د وينا په څنگ كي كېږدو نو وبه گورو چي دوى په هغه څه ډېر وروسته پوه شوي چي قرآن څوارلس سوه كاله د مخه ويلي.

په الله قسم چي د قرآن دا هره خبره يوه ستره معجزه ده، تاسو چي د كوم باانصافه عالم په وړاندي د انسان د پيدايښت په اړه د قرآن دغه آيتونه كېږدئ محال ده چي هغه به دې ته سر ټيټ نه كړي او دا به يوه معجزه ونه گڼي، متأسفانه ناپوه كسان او د اسرائيلي رواياتو تر اغېز لاندي راغلي كسان د دغو مباركو آيتونو داسي غلط تعبير وړاندي كوي چي د قرآن له دغو معجزاتو نه په قرآن د اعتراض خبره جوړوي!! د قرآن كريم د دغو آيتونو په اهميت هغه څوك پوهېږي چي د زمكي د پيدايښت په اړه دقيق معلومات ولري، تاسو دا خبري يوه ساينس پوه ته وكړئ او وگورئ چي هغه به په هره خبره څومره حيرت كوي!!

ما د غرب د يوه معروف ساينس پوه كتاب لوستو، دې ځاى ته ورسېدم چي ليكلى ئې وو: د ژوو پيدايښت له black soup يعني توري شوروا نه شوى، بې اختياره مي اوښكي توى شوې او له ځان سره مي وويل: آيا د قرآن دغه معجزه كافي نه ده، دا ساينس پوه د كلونو كلونو تحقيقاتو نه وروسته هغه خبره كوي چي قرآن لاډېر د مخه كړې، دى ورته black soup وايي او قرآن ورته توره خټه!!

د قرآن لاندي دوو آيتونو ته لږ په دقت سره ځير شئ:

وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجاً وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَى وَلاَ تَضَعُ إِلاَّ بِعِلْمِهِ وَمَا يُعَمَّرُ مِن مُّعَمَّرٍ وَلاَ يُنقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلاَّ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِير*                      فاطر: 11

او الله تاسو له خاوري راپيدا كړئ، بيا له نطفې، بيا ئې جوړه جوړه كړئ، نه كومه ښځينه څه حمل كوي او نه ئې زېږوي، مگر د ده په علم سره او نه د كوم عمر خاوند عمر ورزياتېږي او نه ئې عمر كمېږي مگر دا چي په كتاب كي (ثبت) دي او دا كار الله ته آسان دئ.

خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِالْحَقِّ تَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُون خَلَقَ الإِنْسَانَ مِن نُّطْفَةٍ فَإِذَا هُوَ خَصِيمٌ مُّبِينٌ *

                                                                                           النحل: 3 ـ 4

آسمانونه او زمكه ئې په حقه پيدا كړل، لوړ دئ له هغه څه نه چي ورسره شريكوي ئې، انسان ئې له نطفې پيدا كړ او هغه څرگند جگړمار شو.

له دغو آيتونو نه څو خبري په ډېر صراحت او وضاحت سره معلومېږي:

  • د انسان د پيدايښت لومړۍ ماده خاوره ده.
  • له خاوري نه د ده نطفه جوړه شوې.
  • بيا ئې له دې نطفې نه جوړه پيدا شوې.
  • د آسمانونو او زمكي له خلقت نه وروسته او ورپسې دا خبره كول چي انسان ئې له نطفې پيدا كړ، دا مطلب په گوته كوي چي دلته د انسان لومړني پيدايښت ته اشاره شوې، نه وروستي پيدايښت ته. ابتدائې پيدايښت ئې هم د نطفې په بڼه كي پيل شوى، ډيره عجيبه ده چي څوك د دې صريح آيتونو خلاف خبره كوي.
  • الله تعالى يوازي آدم عليه السلام له خاوري نه دئ پيدا كړى بلكي د ده اولاد هم هره ورځ له خاوري راپيدا كوي، دا ځكه چي د هر يوه نطفه له هغو موادو جوړېږي چي له زمكي راټوكېږي، دا خاوره ده چي په دانې او مېوې بدله شي او د انسان په وجود كي د ده نطفه ترې جوړه شي او بيا د دغو نطفو له تلفيق نه انسان جوړ شي. قرآن په دې اړه فرمايي:

يأَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ وَنُقِرُّ فِي الأَرْحَامِ مَا نَشَآءُ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلاً ثُمَّ لِتَبْلُغُواْ أَشُدَّكُمْ وَمِنكُمْ مَّن يُتَوَفَّى وَمِنكُمْ مَّن يُرَدُّ إِلَى أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلاَ يَعْلَمَ مِن بَعْدِ عِلْمٍ شَيْئاً وَتَرَى الأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَآ أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍ بَهِيجٍ *        

                                              الحج: 5

اې خلكو! كه د بيا ژوندون په اړه په شك كي يئ، نو موږ خو له خاوري راپيدا كړئ، بيا له نطفې، بيا له علقې، بيا له ژوول شوې يوې ټوټې غوښي چي انځور شوې او نه انځور شوې وي، ترڅو تاسو ته وښيو او څه چي وغواړو تر يوې نېټې ئې په رحم كي ځاى پر ځاى كوو، بيا مو د ماشوم په څېر راباسو، بيا (همداسي ستاسو پالنه كوو) تر څو خپل قوت ته ورسېږئ او له تاسو نه ځيني ومري او ځيني مو تر ټولو لوېدلي عمر ته ورسېږي، هومره چي له پوهېدو وروسته په څه نه پوهېږي او زمكه گورې چي وچه كلكه ده، خو كله چي اوبه پرې نازل كړو، وخوځېږي، وده وكړي او هر راز سمسور بوټي راوټوكوي.

دلته د ټولو انسانانو د عادي او ورځني خلقت مختلفو پړاوونو ته اشاره شوې، چي له خاوري پيل او په مرگ ئې پاى ته رسي، په بل ځاى كي د خاوري او خټي نچوړ او خلاصه د انسان د تركيب ماده گڼي او دا د قرآن يوه بله معجزه ده چي وايي انسان د زمكي له خلاصې راپيدا شوى، يعني د ده په وجود كي د ټولو هغو شيانو بېلگه شته چي په زمكه كي شته، انسان اوس په دې پوه شوى چي په رښتيا د انسان په وجود كي ټول هغه عناصر شته چي په زمكي كي شته، د ده د جسم په تركيب كي د اوسپني په څېر مواد هم شته، له نن نه سل كاله مخكي كه چا دا خبره كړې وى چي د انسان په جسم كي د اوسپني په څېر د زمكي نور مواد هم شته، خداى خبر چي د ده په خبري به ئې څومره خندلي وو، خو علم نن په دې حقيقت پوه شوى او د انسان د جسم د تركيب په اړه د قرآن همدا خبره كوي. 

متأسفانه ځيني كسان د آدم عليه السلام د پيدايښت، په ده كي د روح پو كول، په جنت كي ځاى پر ځاى كېدل، ده ته د شيطان وسوسه او له جنت نه د ده د وتلو په اړه داسي څه وايي لكه چي يا هغه زموږ جد نه وي او يا موږ د ده اولاد نه وو، د ده پيدايښت، ژوند او مرگ بايد همغسي وي لكه د ده د اولاد، يوازي په دومره توپير سره چي هغه له مور او پلار پرته پيدا شوى، په ده كي د روح پو كول به همغسي وو لكه د ده اولاد ته چي په خاص وخت كي روح وركوي، ده ته د شيطان وسوسه بايد همغسي وي لكه نن چي شيطان د ده اولاد وسوسه كوي، الله تعالى خو موږ ته د آدم عليه السلام د پيدايښت په قصه كي زموږ د پيدايښت څرنگوالى راښيي، موږ ته د انسان او د هغه ځانگړتياوي او خصوصيات رامعرفي كوي، د ده د عروج او زوال عوامل راښيي، شيطان او د هغه وسوسې را په گوته كوي، دا زموږ د جد قصه ده، د دې قصې په هينداره كي بايد خپل مخ وگورو او خپل ځان وپېژنو. په دې اړه تفصيلي بحث به د النساء او الاعراف په سورتونو كي وگورئ.

 فَمَنْ حَاجَّكَ فِيهِ مِن بَعْدِ مَا جَاءَكَ مِنَ الْعِلْمِ فَقُلْ تَعَالَوْا نَدْعُ أَبْنَاءَنَا وَأَبْنَاءَكُمْ وَنِسَاءَنَا وَنِسَاءَكُمْ وَأَنفُسَنَا وَأَنفُسَكُمْ ثُمَّ نَبْتَهِلْ فَنَجْعَل لَّعْنَتَ اللَّـهِ عَلَى الْكَاذِبِينَ ﴿٦١﴾إِنَّ هَـٰذَا لَهُوَ الْقَصَصُ الْحَقُّ ۚ وَمَا مِنْ إِلَـٰهٍ إِلَّا اللَّـهُ ۚ وَإِنَّ اللَّـهَ لَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ ﴿٦٢﴾ فَإِن تَوَلَّوْا فَإِنَّ اللَّـهَ عَلِيمٌ بِالْمُفْسِدِينَ﴿٦٣

[61] نو چا چي په دې كي درسره شخړه كوله، وروسته له هغه چي تا ته ئې څه علم دركړى شو، ورته ووايه: راشئ زموږ زامن، ستاسو زامن، زموږ مېرمني، ستاسو مېرمني، موږ په خپله او تاسو په خپله، راوغواړو، بيا (الله ته) زاري وكړو او په دروغجنو لعنت ووايو. [62] بې شكه چي دا رښتنيني قصې دي او له الله پرته بل معبود نشته او بې شكه چي الله باحكمته عزتمن دئ. [63] نو كه ئې ډډه وكړه نو الله په دې مفسدينو ښه پوه دئ.

(61-63)- د نصاراوو ټگمارو مذهبي مشرانو دوى ته ويلي وو چي عيسى عليه السلام د خداى زوى دئ، يو له دريو خدايانو څخه دئ او حتى دا چي خداى په خپله د ده په بڼه كي زمكي ته راكوز شوى!! په مخكنيو آيتونو كي د عيسى عليه السلام حقيقت او د ده د خارق العاده پيدايښت په اړه تفصيلي بحث وشو، په دې دلائلو كي دا حقيقت ثابت شو چي له الله پرته بل معبود نشته اوس پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي د دلائلو له وړاندي كولو وروسته دوى ته ووايه: كه په رښتيا تاسو د خپلي عقيدې په حقانيت باور لرئ او دا عقيده مو په دروغو له ځانه نه وي جوړه كړې نو راشئ مباهله وكړو، موږ به هم له خپلو زامنو او مېرمنو سره حاضر شو او تاسو هم له خپلو زامنو او مېرمنو سره حاضر شئ، الله ته به زارۍ او دعاء وكړو چي په دروغجنو لعنت نازل كړه. كه ئې د حقيقت له منلو او له دې مباهلې نه ډډه وكړه، نو دا مفسدين دي او الله د دوى د عقيدې له فساد او د دوى له فاسدو عملونو ښه خبر دئ.

د نجران د مسيحيانو هغه دروند وفد چي د دوى ډېر مذهبي او قومي مشران په كي وو، مدينې ته راغلي وو، له پيغمبر عليه السلام سره ئې وليدل، هغه مبارك د قرآن دا آيتونه دوى ته واورول او په پاى كي ئې د مباهلې بلنه وركړه، خو هغوى د مباهلې او مخالفت پر ځاى روغه جوړه وكړه، جزيه ئې ومنله او رخصت شول.

د مباهلې په اړه ځيني داسي روايات راغلي چي يوه مذهبي فرقه پرې استناد كوي او د دې خبري د ثابتولو هڅه كوي چي د پيغمبر له اهل بيت نه يوازي فاطمه، حسن، حسين او علي رضي الله عنهم مراد دي ځكه چي پيغمبر عليه السلام د مباهلې لپاره يوازي دوى له ځان سره حاضر كړي وو!!

په دې اړه څو خبري ضروري گڼو:

  • هغه روايت د منلو دئ چي له قرآن سره تعارض ونه لري، دا روايت د قرآن معارض دئ، دا ځكه چي په قرآن كي (ابنائنا، نسائنا او انفسنا) ويل شوي، كه پيغمبر عليه السلام مباهلې ته حاضر شوى وى نو حتماً به ئې خپلي مېرمني هم حاضري كړې وې. حتماً به ئې خپلي نوري لوڼي رقيه او ام كلثوم هم حاضري كړې وې، علي رضي الله عنه به ئې د كومي ډلي په زمره كي حاضرولو؟ نه خو هغه د زامنو په ضمن كي راځي او نه په آيت كي راغلي چي د تره زامن يا زومان هم حاضر كړئ.
  • د نارينه وو يوې جرگې ته به پيغمبر عليه السلام څنگه او د څه لپاره خپل لمسي او لور حاضروله. دا كار خو به ئې هغه وخت كاوو چي مقابل طرف مباهله منلې وى، زامن او ښځي ئې په مدينه كي موجود وى، له نجران نه يوازي نه وى راغلي. خو نه هغوى مباهله منلې او نه ئې ماشومان او مېرمني حاضر ول.
  • چېري چي په قرآن كريم كي د اهل بيت لفظ استعمال شوى نو هلته ترې مراد يوازي مېرمني دي كه دا د پيغمبر عليه السلام په ارتباط استعمال شوى او كه د ابراهيم عليه السلام په ارتباط. په ټولو مواردو كي يوازي مېرمني مراد دي، نه ئې ابناء په كي شامل دي او نه اقرباء. د اهل بيت لفظ په سوره احزاب كي راغلى او هلته ئې مراد يوازي د پيغمبر عليه السلام مېرمني دي.

اِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِب عَنكمُ الرِّجْس أَهْلَ الْبَيْتِ وَ يُطهِّرَكمْ تَطهِيراً *  الاحزاب: 33

خبره دا ده چي الله له تاسو اې اهل بيتو ناپاكي لري ساتل او ستاسو ښه پاكول غواړي.

او د هود په سوره كي دا لفظ د ابراهيم عليه السلام د بې بې لپاره راغلى:

قالُوا أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ رَحْمَت اللَّهِ وَ بَرَكَتُهُ عَلَيْكمْ أَهْلَ الْبَيْتِ إِنَّهُ حَمِيدٌ مجِيدٌ *   هود: 73

آيا د الله په كار كي تعجب كوئ، د الله رحمتونه او بركتونه دي پر تاسو وي اې اهل البيتو، بې شكه چي هغه ستايلى د مجد خاوند دئ.

قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَىٰ كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّـهَ وَلَا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلَا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللَّـهِ ۚ فَإِن تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ ﴿٦٤﴾ [64]- ووايه: اې اهل كتابو! هغه خبري ته راشئ چي زموږ او ستاسو تر منځ يو شانته ده او هغه دا چي: له الله پرته به (د بل چا) عبادت نه كوو او هيڅ څه به ورسره نه شريكوو او زموږ ځيني به ځيني نور له الله پرته ارباب نه نيسي، نو كه ئې ډډه وكړه ورته نو ووايئ: شاهد اوسئ چي موږ منقاد او مسلمان يو.

(64)- اهل كتابو ته بلنه وركړه چي راشئ هغي خبري ته چي ستاسو اصلي دين ئې هم غوښتنه كوي او زموږ دين هم او هغه دا چي:

  • يوازي د يوه الله عبادت به كوو، له ده پرته به نه د بل چا عبادت كوو او نه به بل ته دعاء.
  • هيڅ څه به له الله سره نه شريكوو.
  • ځيني به د ځينو نورو لپاره (رب) نه وي، دا غلطي به نه كوو چي د ځان په څېر يوه انسان ته د رب مقام او منزلت وركړو، دا ظلم به نه كوو چي ځيني د ځينو نورو لپاره له ځان نه رب جوړ كړي.  

له دې آيت نه څو بنيادي خبري معلومېږي:

  • د دين اصلي او بنيادي خبري همدا درې خبري دي. ټول الهي دينونه همدا خبري كوي. په كوم مذهب او دين كي چي د دغو دريو خبرو خلاف څه وموندل شي هغه محرف مذهب او دين دئ.
  • كله انسان هومره جاهل او ذليل شي چي د ځان په څېر انسان ته د رب مقام وركړي!! د هغه بنده شي، هغه ورته حلال او حرام ټاكي او دى ئې مني!! هغه له الله سره په الوهيت او ربوبيت كي شريك كړي، هغه ته دعاء كوي او له هغه غيبي مرسته غواړي.

يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تُحَاجُّونَ فِي إِبْرَاهِيمَ وَمَا أُنزِلَتِ التَّوْرَاةُ وَالْإِنجِيلُ إِلَّا مِن بَعْدِهِ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿٦٥﴾ هَا أَنتُمْ هَـٰؤُلَاءِ حَاجَجْتُمْ فِيمَا لَكُم بِهِ عِلْمٌ فَلِمَ تُحَاجُّونَ فِيمَا لَيْسَ لَكُم بِهِ عِلْمٌ ۚ وَاللَّـهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿٦٦﴾ مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلَا نَصْرَانِيًّا وَلَـٰكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿٦٧

[65]- اې اهل كتابو! ولي د ابراهيم په اړه شخړه كوئ!! حال دا چي تورات او انجيل خو نه دي نازل شوي مگر له ده نه وروسته!! آيا تعقل نه كوئ؟ [66]- تاسو خو همغه يئ چي شخړه مو وكړه په هغه څه كي چي څه ناڅه پرې پوهېدئ، خو ولي د هغه څه په اړه شخړه كوئ چي هيڅ علم پرې نه لرئ، حال دا چي الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ. [67]- ابراهيم نه يهودي وو او نه نصراني، هغه خو يو مخى منقاد وو او له مشركينو څخه نه وو.

(65-67)- دا تاسو ولي خپل مذهب ابراهيم عليه السلام ته منسوبوئ، ولي دا خبره كوئ چي ابراهيم هم يا يهودي وو يا نصراني، حال دا چي هغه نه يهودي وو او نه نصراني او نه هم مشرك، هغه تل حق ته مايل وو، تورات او انجيل خو له ده نه ډېر وروسته نازل شوي، دا خو د عقل خلاف خبره ده.

إِنَّ أَوْلَى النَّاسِ بِإِبْرَاهِيمَ لَلَّذِينَ اتَّبَعُوهُ وَهَـٰذَا النَّبِيُّ وَالَّذِينَ آمَنُوا ۗوَاللَّـهُ وَلِيُّ الْمُؤْمِنِينَ ﴿٦٨

[68]- بې شكه چي ابراهيم عليه السلام ته تر ټولو نږدې خلك هغه كسان دي چي د ده متابعت ئې كړى او دا پيغمبر او هغه چي ايمان ئې راوړى او الله د مؤمنانو ولي دئ.

(68)-اى يهودانو او نصرانيانو! نه تاسو ابراهيم عليه السلام ته نږدې يئ او نه ستاسو مذهب د ده مذهب ته ورته دئ، ده ته نږدې خلك يا همغه وو چي د ده متابعت ئې كاوو، يا محمد عليه السلام او د ده با ايمانه ملگري. او الله د دغو مؤمنانو مولا دئ.

وَدَّت طَّائِفَةٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يُضِلُّونَكُمْ وَمَا يُضِلُّونَ إِلَّا أَنفُسَهُمْ وَمَا يَشْعُرُونَ ﴿٦٩

[69]- د اهل كتابو يوه ډله دا خوښوي چي تاسو بې لاري كړي، خو له ځانه پرته بل څوك نشي بې لاري كولى او نه پوهېږي.

(69)- د دوى هڅه دا ده چي تاسو د دوى په څېر بې لاري شئ، د دوى اعتراضونه د همدې لپاره دي، ابراهيم عليه السلام ته خپل مذهب منسوبول ئې د همدې لپاره دئ.

يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّـهِ وَأَنتُمْ تَشْهَدُونَ ﴿٧٠﴾يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَلْبِسُونَ الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿٧١﴾ 

[70]- اې اهل كتابو! ولي د الله په آيتونو كافران كېږئ په داسي حال كي چي په خپله شاهد يئ!! [71]- اې اهل كتابو! ولي حق له باطل سره خلطوئ، ( باطل ته د حق جامه وراغوندئ) او حق پټوئ، په داسي حال كي چي پوهېږئ.

(70-71)- دوى هم د خپل مؤمن به كتاب په آيتونو كافران كېدل او هم د قرآن په آيتونو، په داسي حال كي چي هم به د دې آيتونو د حقانيت شاهد وو او هم د قرآن او د دوى د كتاب د مضامينو او آيتونو د يووالي شاهد، دوى به كله په خپلو غلطو توجيهاتو سره حق ته د باطل جامه وراغوندي او كله به باطل ته د حق او كه په خپلو غلطو او دروغجنو توجيهاتو په دې موفق نه شول چي باطل حق ثابت كړي او حق باطل، نو حق به پټوي، دا كار په داسي حال كي كوي چي پوهېږي حق كوم دئ او باطل كوم، په ناپوهۍ سره دا كار نه كوي، د غرض او مرض په وجه ئې كوي، اخيستل شوي او استخدام شوي، د خپل مزد او اجورې په مقابل كي دا كار كوي.

وَقَالَت طَّائِفَةٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ آمِنُوا بِالَّذِي أُنزِلَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُوا وَجْهَ النَّهَارِ وَاكْفُرُوا آخِرَهُ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ ﴿٧٢﴾وَلَا تُؤْمِنُوا إِلَّا لِمَن تَبِعَ دِينَكُمْ قُلْ إِنَّ الْهُدَىٰ هُدَى اللَّـهِ أَن يُؤْتَىٰ أَحَدٌ مِّثْلَ مَا أُوتِيتُمْ أَوْ يُحَاجُّوكُمْ عِندَ رَبِّكُمْ ۗ قُلْ إِنَّ الْفَضْلَ بِيَدِ اللَّـهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّـهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿٧٣﴾ يَخْتَصُّ بِرَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ ۗ وَاللَّـهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ ﴿٧٤﴾ 

[72]- او د اهل كتابو يوې ډلي وويل: د ورځي په سر كي په هغه څه ايمان راوړئ چي پر مسلمانانو نازل شوى او په پاى كي ئې كافر شئ، چي راوگرځي. [73]- او له هغه چا پرته د بل په خبري باور مه كوئ چي ستاسو د دين متابعت كوي، ورته ووايه: يوازي الهي هدايت، هدايت دئ او دا چي چا ته دي هغه څه وركړى شي چي تاسو ته د وركړ شوي شي په څېر وي او يا دي له تاسو سره ستاسو د رب په وړاندي احتجاج وكړى شي، ورته ووايه: فضل د الله په لاس كي دئ، چا ته چي ئې خوښه وي هغه ته ئې وركوي او الله ښه پوه د وسعت خاوند دئ. [74]- چي څوك وغواړي هغه د خپلو پېرزوينو لپاره ځانگړى كوي او الله د ستر فضل خاوند دئ.

(72-74)- د دوى ټگمارو مذهبي مشرانو ځينو خلكو ته دا وظيفه وركوله چي سحر د مسلمانانو په خوا كي اعلان وكړئ چي موږ هم ايمان راوړى او مسلمانان شوو، خو د ورځي په پاى كي بېرته له اسلام نه خپل برائت اعلان كړئ او ووايئ چي موږ اسلام له نږدې وليد، پوه شوو چي دا دين د منلو نه دئ، تر دې زموږ خپل دين غوره دئ، په دې سره به په عامو مسلمانانو كي د اسلام په اړه شكوك او شبهات راپيدا شي او له اسلام به لاس واخلي. خو كله چي د مسلمانانو خوا ته ورغلئ څو خبرو ته به پام كوئ:

  • مبادا د مسلمانانو د دين او د دوى د خبرو تر اغېز لاندي راشئ، يوازي د هغه چا خبره به منئ چي ستاسو د خپل دين متابعت كوي او خبره ئې ستاسو د مذهب مطابق وي.
  • هيڅكله به دا گمان نه كوئ چي له يهودانو نه پرته بل چا ته به د الله له لوري وحي وشي او په بل چا به داسي څه نازل شي چي پر يهودانو نازل شوي.
  • دا تشويش به نه كوئ چي څوك به د قيامت په ورځ د الله په وړاندي ستاسو په خلاف كوم دليل وړاندي كړى شي او تاسو به ملزم كړى شي.

په پورتنيو آيتونو كي يوه لنډه فقره داسي راغلې چي د قل په لفظ پيل شوې (قل ان هدى الله هو الهدى) دا معترضه جمله ده، د يهودانو د مذهبي مشرانو د وينا په منځ منځ كي او د دوى د دې قول د ترديد لپاره چي ويل ئې: ولا تؤمنوا الا لمن تبع دينكم، د دوى مقصد دا وو چي دا جاسوسان په خپل مذهب ټينگ كړي، ورته وايي چي زموږ له مذهب نه پرته بل حق مذهب نشته، په بل مذهب به باور نه كوئ، الله تعالى د دوى په ځواب كي فرمايي: سمه لار د الله لار ده، حق مذهب همغه دئ چي د الله د لارښوونو مطابق وي، نه ستاسو محرف مذهب چي د الله د لارښوونو خلاف دئ. له معترضه جملې نه وروسته بېرته د دوى پاتې وينا رااخلي او په ځواب كي ئې الله تعالى خپل پيغمبر ته لارښوونه كوي چي ورته ووايي: فضل د الله په لاس كي دئ، تاسو ته د الله د فضل د وېشلو حق چا دركړى، الله په خپله دا فيصله كوي چي چا ته ئې وركړي او الله ښه پوه دئ، د خپل فضل مستحق كسان پېژني، الله ستاسو په څېر نه دئ، فضل ئې پراخ او وسيع دئ، چي چا ته ئې خوښه وي له خپلو پېرزوينو نه ئې برخمن كوي.

 وَمِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مَنْ إِن تَأْمَنْهُ بِقِنطَارٍ يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ وَمِنْهُم مَّنْ إِن تَأْمَنْهُ بِدِينَارٍ لَّا يُؤَدِّهِ إِلَيْكَ إِلَّا مَا دُمْتَ عَلَيْهِ قَائِمًا ۗ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لَيْسَ عَلَيْنَا فِي الْأُمِّيِّينَ سَبِيلٌ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّـهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿٧٥[75]- او له اهل كتابو ځيني داسي دي چي كه د كومي خزانې امين ئې كړې، بېرته به ئې دركړي او ځيني ئې داسي دي چي كه په يوه دينار ئې امين كړې نو بېرته به ئې درنكړي مگر دا چي تل ورباندي (ټينگار كوونكى) ولاړ وي. دا د دې لپاره چي دوى وايي: پر موږ د نالوستو په اړه څه الزام نشته او د الله په نسبت دروغ وايي په داسي حال كي چي پوهېږي.

(75)- اهل كتابو ته خپلو مذهبي مشرانو ويلي وو چي له غير اهل كتابو سره چي تاسو هره معامله وكړئ الله مو په دې نه نيسې، كه له دوى سره خدعه كوئ يا خيانت، كه دروغ ورته وايئ يا ئې مال خورئ پروا ئې نشته، د دې فتوى به ئې وركوله، ورته ويل به ئې چي دا كارونه الله درته روا كړي، د الله د كتاب د فلان فلان آيت معنى همدا ده، په دروغو به ئې دا فتوى وركوله، په الله او د الله په كتاب پسي ئې افتراء كوله، قصداً او عمداً به ئې دا كار كاوو، پوهېدل چي د دوى فتوى د الله د كتاب خلاف ده، د همدې لپاره كه به كوم غير يهودي يو دينار هم په امانت وركړ بېرته ئې نه وركاوو، خو په دوى كي مخلص او صادق اهل كتاب هم وو، په الله او آخرت ئې له زړه نه باور وو، امين وو، كه به هر چا كوم څه په امانت وركړل له خيانت نه پرته به ئې مسترد كول، كه څه هم دا به زيات مال او قيمتي شى وو، د يوې خزانې په اندازه. د اسلام له نظره ايمان او خيانت سره نه يو ځاى كېږي، څوك چي امين نه وي هغه ايمان نه لري، لا ايمان لمن لا امانة له.

بَلَىٰ مَنْ أَوْفَىٰ بِعَهْدِهِ وَاتَّقَىٰ فَإِنَّ اللَّـهَ يُحِبُّ الْمُتَّقِينَ ﴿٧٦

[76]- داسي نه ده بلكي چا چي په خپل عهد وفا وكړه او ځان ئې وساتو نو بې شكه چي الله له داسي متقيانو سره محبت كوي.

(76)- تاسو ځان د الله غوره بندگان او د ده اولياء او دوستان او د جنت يوازيني وارثان گڼئ، له خپل مذهب نه بهر خلك امي، ناپوه او دوزخيان گڼئ، له دوى سره هره معامله جائز شمېرئ، خو د الله د دوستانو دوه اساسي نښي دي:

  • په خپلو ژمنو وفا،
  • تقوى او ځان ساتنه.

الله يوازي له هغه چا سره محبت كوي چي په خپلو ژمنو، هم له الله سره او هم د ده له بندگانو سره، وفا كوي او له هغه څه نه ځان ساتي چي خپل رب ترې منع كړي او د ده له انساني فطرت سره نه ښايي.

إِنَّ الَّذِينَ يَشْتَرُونَ بِعَهْدِ اللَّـهِ وَأَيْمَانِهِمْ ثَمَنًا قَلِيلًا أُولَـٰئِكَ لَا خَلَاقَ لَهُمْ فِي الْآخِرَةِ وَلَا يُكَلِّمُهُمُ اللَّـهُ وَلَا يَنظُرُ إِلَيْهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَا يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿٧٧﴾وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُم بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِندِ اللَّـهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِندِ اللَّـهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّـهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿٧٨

[77]- يقيناً هغه چي د الله په عهد او په خپلو قسمونو لږ بيع پېري، دوى ته به په آخرت كي هيڅ برخه نه وي او د قيامت په ورځ به نه الله ورسره تكلم كوي او نه به ورته نظر كوي او نه به ئې پاكوي او دوى ته به دردناك عذاب وي. [78]- او د دوى يوه ډله داسي ده چي په خپلي ليكني او كتاب خپلي ژبي داسي اړوي چي ته هغه د الله د كتاب يوه برخه وبولې، په داسي حال كي چي هغه د الله د كتاب برخه نه ده، دوى وايي: دا خبري ټولي د الله له لوري دي په داسي حال كي چي د الله له خوا ندي، په الله پوري دروغ تړي سره له دې چي ښه پوهېږي.

(77-78)- گورئ چي دا مكاره او ټگماره ډله خپلي ليكني او خپلي خبري د الله تعالى كتاب ته منسوبوي، خپل غلط او مغرضانه تفسير او تعبير ته الهي تعبير وايي، دوى دا غلطي قصداً او په لوى لاس كوي، ښه پوهېږي چي دا خبري نه د الله تعالى په كتاب كي شته او نه د الهي كتاب معنى هغه ده چي دوى ئې وايي. په دې آيت پسي له ذكر شوو نورو آيتونو دا په ډاگه معلومېږي چي په دې رنځ اخته كسان يا هغه خلك دي چي له دين ناوړه گټه پورته كول ورته په ميراث رسېدلي او يا هغه واكمنان دي چي له دين د خپل زعامت او واكمنۍ د اثبات لپاره وسيله جوړوي او دين د خلكو د غلامۍ آله گرځوي او يا هغه كسان دي چي غواړي پيغمبرانو عليهم السلام او ديني مشرانو ته د انتساب له لاري امتيازات لاسته راوړي، همدا كسان دي چي ځيني شخصيتونه د الوهيت تر مقامه پورته كوي، د الله شريكان ئې جوړوي، د علم غيب خاوند او د عالم په امورو كي د تصرف حق ورته ثابتوي، له دوى مرسته غوښتل او پردوى توسل لازمي گڼي او ادعا كوي چي يوازي د دوى له لاري د الله تعالى دربار ته لار موندل ممكن دي!! دوى دا ادعاگاني له دغو درنو شخصيتونو سره د محبت او هغوى ته د درناوي له امله نه كوي، بلكي له دې ئې هدف خپلي گټي وي، غواړي په همدې سره خپل مقام اوچت كړي، ځكه دوى ځان د دغو شخصيتونو د مادي او معنوي مقام وارث گڼي، هر كرامت چي د هغوى لپاره ثابت كړي گټه ئې دوى ته راگرځي، له همدې د امتيازاتو د لاسته راوړلو وسيله جوړوي، قرآنكريم په دې اړه فرمايي:

 مَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُؤْتِيَهُ اللَّـهُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ثُمَّ يَقُولَ لِلنَّاسِ كُونُوا عِبَادًا لِّي مِن دُونِ اللَّـهِ وَلَـٰكِن كُونُوا رَبَّانِيِّينَ بِمَا كُنتُمْ تُعَلِّمُونَ الْكِتَابَ وَبِمَا كُنتُمْ تَدْرُسُونَ ﴿٧٩﴾ وَلَا يَأْمُرَكُمْ أَن تَتَّخِذُوا الْمَلَائِكَةَ وَالنَّبِيِّينَ أَرْبَابًا ۗ أَيَأْمُرُكُم بِالْكُفْرِ بَعْدَ إِذْ أَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴿٨٠

[79]- هيڅ انسان ته نه ښايي چي الله تعالى ورته كتاب، حكم او نبوت وركړي او بيا هغه (له دې الهي پېرزويني وروسته) خلكو ته ووايي: له الله تعالى پرته زما بندگان شئ! بلكي (د دې برعكس هغه ته دا ښايي چي) ووايي: د دې لپاره بايد خداى پالونكي شئ چي تاسو خو نورو ته دا كتاب ورزده كوئ او په خپله ئې لولئ. [80]- او هغه تاسو ته دا امر نه كوي چي ملائكي او پيغمبران خپل اربابان ونيسئ، آيا تاسي ته به د كفر امر وكړي وروسته له هغې چي د دوى په دعوت سره په اسلام مشرف شوي ياست؟!

(79-80)- تاسو ډېري خبري پيغمبر ته منسوبوئ، د خپل شرك، فساد، گناه او خيانت د توجيه لپاره داسي روايات راپيدا كوئ چي پيغمبر ته مو منسوب كړي، خو د الله يو پيغمبر به څنگه خلكو ته وايي چي الله پرېږدئ زما عبادت وكړئ، ما په خدايۍ ونيسئ، ما ته دعاء وكړئ، له ما د خپلو حاجتونو د ترسره كېدو طمع وكړئ، ما د ضرر او گټي رسولو واكمن وگڼئ، د پيغمبر خبره خو له دې پرته بل څه نشي كېدى چي خداى پالونكي شئ. تاسو اې د اهل كتابو مذهبي مشرانو! څنگه په دې خبره نه پوهېږئ چي د الله پيغمبران هيڅكله داسي خبري نه كوي، تاسو خو د الله دكتاب د تعليم او تدريس دعوى كوئ او د الله د كتاب بنيادي او اساسي خبره خو دا ده چي يوازي د يوه خداى عبادت وكړئ. څنگه به ستاسو دا خبره د منلو وي چي د الله كوم پيغمبر خلكو ته ويلي چي ملائكي او يا پيغمبران په ربوبيت كي شريك كړئ، تاسو خو د پيغمبر په لاس هدايت شوئ، څنگه به هغه تاسو ته د كافر كېدو بلنه دركړې وي، تاسو چي خپل پيغمبر ته څه منسوبوئ دا خو د كفر طرف ته بلنه ده.

له دې او ډېرو نورو آيتونو معلومېږي چي پيغمبرانو ته منسوب جعلي روايات د الله له كتاب د مخالفت ستره وجه ده، ټگمار مذهبي مشران په دې نه توانېدل چي مخامخ د الله كتاب تحريف كړي، په جعلي رواياتو د استناد او استدلال له لاري توانېدلي چي د الله كتاب تحريف كړي. كه تاسو دا اوس اوس په اسلامي امت كي د اختلاف او انحراف عوامل ولټوئ نو جعلي، موضوعي او ضعيف روايات به د ستر او اساسي عامل په څېر مخي ته درشي.

 وَإِذْ أَخَذَ اللَّـهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّينَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ ۚ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَىٰ ذَٰلِكُمْ إِصْرِي ۖ قَالُوا أَقْرَرْنَا ۚ قَالَ فَاشْهَدُوا وَأَنَا مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ ﴿٨١﴾ 

[81]- او كله چي الله د پيغمبرانو ژمنه واخيسته چي دا دئ تاسو ته مي كتاب او حكمت دركړ، نو كه بيا تاسو ته داسي كوم پيغمبر راغى چي تاسو ته د دركړى شوي كتاب تصديقوونكى وي نو حتماً به ايمان پرې راوړئ او مرسته به ئې كوئ، وئې فرمايل: آيا په دې اقرار كوئ او پر دې باندي زما دا پېټى (پر اوږو) اخلئ؟ وئې ويل: اقرار كوو، وئې فرمايل: نو شاهد اوسئ چي زه هم له شاهدانو څخه يم.

(81)- له پيغمبرانو نه الله تعالى دا ژمنه اخيستې ده چي يو به د بل ملاتړ او مرسته كوي، په دې ژمني كي د دوى امتيان هم شامل دي، دوى به هم د خپلو پيغمبرانو پر پله گام ږدي او د هر مؤمن او د كتاب تصديقوونكي ملگرتيا او ملاتړ به كوي. څوك چي دا كار ونكړي په حقيقت كي ئې له الله سره كړې ژمنه ماته كړې او د پيغمبرانو له لاري منحرف شوى. 

فَمَن تَوَلَّىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿٨٢ [82]- نو څوك چي له دې وروسته په شا شي نو همدا دوى فاسقان دي.

(82)- له دې آيت نه معلومېږي چي په مخكنۍ ژمني كي د پيغمبرانو امتيان هم شامل دي.

أَفَغَيْرَ دِينِ اللَّـهِ يَبْغُونَ وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ﴿٨٣

[83]- آيا د الله له دين نه پرته (بل دين) لټوي، حال دا چي د آسمانونو او زمكي هرڅه، طوعاً اوكرهاً، ( په خوښه او ناخوښه) ده ته غاړه ايښې او د ده لوري ته ورگرځول كېږي.

(83)- د زمكي او آسمان هر څه الله ته تسليم دي، د ټولو دين اسلام دئ، هغه څه كوي چي الله پرې گمارلي، په همغه لار درومي چي الله ورته ټاكلې، لمر، سپوږمۍ، ستوري په خپل خپل مدار كي خوځي، په خپل خپل وخت او له خپل خپل ځايه راخېژي او پرېوځي، وني، بوټي او حيوانات د خپل فطرت مطابق په خپل كار لگيا دي، په ټولو مخلوقاتو كي يوازي كافر او عاصي انسان داسي دئ چي د الله له دين نه پرته د بل څه په لټه كي شي، هم د الله د دين په نسبت كافر شي او هم د خپل فطرت په نسبت، دى ستر باغي دئ، له هغه دين نه ئې بغاوت كړى چي د زمكي او د آسمان د هر څه دين دئ.

قُلْ آمَنَّا بِاللَّـهِ وَمَا أُنزِلَ عَلَيْنَا وَمَا أُنزِلَ عَلَىٰ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ وَالْأَسْبَاطِ وَمَا أُوتِيَ مُوسَىٰ وَعِيسَىٰ وَالنَّبِيُّونَ مِن رَّبِّهِمْ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِّنْهُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُسْلِمُونَ ﴿٨٤﴾ 

[84]- ووايه: موږ هم پر الله ايمان راوړى او هم په هغه څه چي پر موږ نازل شوى او پر ابراهيم، اسمعيل، اسحاق، يعقوب او د دوى پر اولاد نازل شوي او پر هغه څه چي موسى، عيسى او نورو پيغمبرانو ته د دوى د رب له لوري وركړى شوي، د دوى په هيڅ يوه كي توپير نه كوو او موږ ورته غاړه ايښودونكي يو.

(84)- پر الله او د ده پر پيغمبرانو باندي د ايمان غوښتنه دا ده چي د الله په هركتاب او هر پيغمبر ايمان ولرئ او د دوى تر منځ هيڅ توپير ونكړئ او عملاً د الله حكم ته منقاد او تسليم وئ.

 وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴿٨٥

[85]- او څوك چي له اسلام نه پرته د بل دين په لټه كي شي هيڅكله به ترې ونه منل شي او په آخرت كي به له زيانكارانو څخه وي.

(85)- له اسلام پرته بل دين نه منل كېږي، اسلام هم د ټول كائنات دين دئ او هم د انسان، د كائنات لپاره تكويني دين او د انسان لپاره هم فطري دين او هم تشريعي، اسلام يعني د الله له لوري وضع شوو سننو او اوامرو ته غاړه اېښودل، څوك چي ځانته متدين وايي، دا ئې گمان او يا ئې دعوى وي چي دين او مذهب ئې الهي دين دئ، خو په عمل كي د الله حكم ته تابع او منقاد نه وي، د ده دعوى دروغجنه ده او دا دين ئې الله تعالى نه قبلوي، ټول عملونه ئې حبط دي.

كَيْفَ يَهْدِي اللَّـهُ قَوْمًا كَفَرُوا بَعْدَ إِيمَانِهِمْ وَشَهِدُوا أَنَّ الرَّسُولَ حَقٌّ وَجَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ ۚ وَاللَّـهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴿٨٦﴾ أُولَـٰئِكَ جَزَاؤُهُمْ أَنَّ عَلَيْهِمْ لَعْنَةَ اللَّـهِ وَالْمَلَائِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ ﴿٨٧﴾ خَالِدِينَ فِيهَا لَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنظَرُونَ ﴿٨٨﴾ إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّـهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿٨٩﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا بَعْدَ إِيمَانِهِمْ ثُمَّ ازْدَادُوا كُفْرًا لَّن تُقْبَلَ تَوْبَتُهُمْ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الضَّالُّونَ ﴿٩٠﴾ إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَمَاتُوا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَن يُقْبَلَ مِنْ أَحَدِهِم مِّلْءُ الْأَرْضِ ذَهَبًا وَلَوِ افْتَدَىٰ بِهِ ۗ أُولَـٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ وَمَا لَهُم مِّن نَّاصِرِينَ ﴿٩١

[86]- څنگه به الله هغه قوم هدايت كړي چي له خپل ايمان وروسته كافران شول، په داسي حال كي چي د پيغمبر د حقانيت شاهد ول او څرگندي نښي ورته راغلې وې او الله داسي ظالم قوم نه هدايت كوي. [87]- د دوى جزاء دا ده چي د الله، ملائكو او ټولو خلكو لعنت به پرې ورېږي. [88]- په هغه كي تلپاتي، نه به عذاب ترې سپك كړى شي او نه به مهلت وركړى شي. [89]- مگر هغه چي له دې وروسته ئې توبه وكړه او سمونه ئې وكړه، نو الله مهربان بخښونكى دئ. [90]- يقيناً هغه چي له خپل ايمان وروسته كافر شول، بيا ئې په كفر كي زياتوالى وكړ، هيڅكله به ئې توبه قبوله نشي او همدا دوى لاروركي دي. [91]- يقيناً هغه چي كافران شول او په داسي حال كي ومړل چي كافران ول، نو هيڅكله به د دوى له كوم يوه نه د زمكي د ډكوالي په اندازه سره زر قبول نشي كه څه هم په فديه كي ئې وركړي، دې ډلي ته دردناك عذاب دئ او هيڅ مرستندوى ئې نشته.

(86-91)- له ايمان وروسته او په داسي حال كي كفر ته بېرته گرځېدل چي هم د پيغمبر حقانيت ورته ثابت شوى او هم ئې څرگندي نښي مخي ته پرتې وي، دا هومره ستر جرم او لوى ظلم دئ چي د الله، ملائكو او هر لعنت ويونكي د لعنت وړ دئ، دا ظالمان له هدايته محروم دي، توبه به ئې په هغه صورت كي منل كېږي چي هم خپله عقيده او عمل اصلاح كړي او هم هغه فساد بېرته سم كړي چي له ايمانه د بېرته گرځېدو په سبب ئې رامنځ ته كړى.

لَن تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّىٰ تُنفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ ۚ وَمَا تُنفِقُوا مِن شَيْءٍ فَإِنَّ اللَّـهَ بِهِ عَلِيمٌ ﴿٩٢﴾ 

[92]- هيڅكله به ښېگڼي ته ونه رسئ چي له خپلو محبوبو شيانو نه څه انفاق نه كړئ او څه چي انفاق كوئ نو الله ورباندي ښه پوه دئ.

(92)- د ابرارو مقام ته هغه وخت رسېدى شئ چي قربانۍ ته چمتو شئ، د عادي او معمولي شيانو قرباني نه بلكي د هغو شيانو قرباني چي تاسي ورسره مينه لرئ. او چي څه هم د الله په لار كي قرباني كړئ، ښه يا بد، لږ يا زيات، ستاسو د خوښي غوره شي يا هغه چي نه مو خوښېږي، الله پرې پوهېږي.

 كُلُّ الطَّعَامِ كَانَ حِلًّا لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ إِلَّا مَا حَرَّمَ إِسْرَائِيلُ عَلَىٰ نَفْسِهِ مِن قَبْلِ أَن تُنَزَّلَ التَّوْرَاةُ ۗ قُلْ فَأْتُوا بِالتَّوْرَاةِ فَاتْلُوهَا إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ ﴿٩٣﴾ 

[93]- ټول خوراكي شيان بني اسرائيلو ته حلال وو، مگر هغه چي د تورات له نازلېدو د مخه اسرائيل (يعقوب عليه السلام) په خپله په ځان حرام كړي وو، ورته ووايه: تورات راوړئ او وئې لولئ كه رښتيني ياست.

(93)- دلته بيا دا خبره شوې چي مذهبي انحراف په اصل كي له بدعت نه پيل كېږي، په دين كي له لاسوهني، نه له څه راكمولو بلكي له څه زياتولو، د حلال له حرامولو، د تقوى په نامه په دين كي له څه زياتولو. پر پيغمبر عليه السلام د بني اسرائيلو د ټگمارو مذهبي مشرانو اعتراض دا نه دئ چي ولي ئې حلال شيان حرام كړل، بلكي اعتراض ئې دا دئ چي ولي حرام شيان حلالوي؟! دا څنگه د يوه پيغمبر او مذهبي مشر په توگه ومنو چي تقوى ئې زموږ په اندازه نه ده، موږ تر ده زيات د حرامو خيال ساتو، دا دئ گورئ چي دى ډېر هغه شيان حلال گڼي چي موږ ئې حرام گڼو، دا تقوى موږ ته زموږ له جد ابراهيم عليه السلام او زموږ له پلار يعقوب عليه السلام راپاتې شوې!! الله تعالى د دوى په ځواب كي فرمايي: د الله په دين كي ټول دغه خوراكي شيان حلال وو، حرامول ئې ستاسو كار دئ نه د الله د كتاب كار، يعقوب عليه السلام چي د كوم څه له خوړلو ډډه كوله، دا اجتناب له يوې خوا د ده شخصي كار وو او له بلي خوا د تورات له راتلو د مخه وو. په دې باندي استناد كول او حلال شيان حرام گڼل غلط او بې بنسټه استدلال او توجيه ده.

فَمَنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّـهِ الْكَذِبَ مِن بَعْدِ ذَٰلِكَ فَأُولَـٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿٩٤

[94]- نو چا چي له دې وروسته پر الله باندي په دروغو افتراء وكړه، نو همدا دوى ظالمان دي.

(94)- ظالم هغه دئ چي خپل دروغ الله ته منسوب كړي، خپلي دروغجني خبري د الله له لوري وگڼي، تر دې د ستر ظلم تصور نشي كېدى. د دوى مذهبي مشرانو دغه كار كاوو او هر ټگمار مذهبي مشر همداسي كوي.

 قُلْ صَدَقَ اللَّـهُ ۗ فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿٩٥

[95]- ورته ووايه: الله رښتيا ويلي، نو د ابراهيم د ملت متابعت وكړئ، هغه چي حنيف وو او له مشركانو څخه نه وو.

(95)- الله تعالى چي د حلال او حرام په اړه، يا د ابراهيم او يعقوب عليهما السلام په اړه څه ويلي، رښتينې خبره همدا ده، نو د ابراهيم عليه السلام ملت او مذهب خپل كړئ، چي هغه تل د حق تابع وو او له شرك نه برئ او بې زاره.

إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِّلْعَالَمِينَ﴿٩٦﴾ فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَّقَامُ إِبْرَاهِيمَ ۖ وَمَن دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا ۗ وَلِلَّـهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا ۚ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّـهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ ﴿٩٧

[96]- يقينا لومړى كور چي د خلكو لپاره وضع شوى همغه دئ چي په مكه كي دئ، مبارك او د نړۍ والو لارښود. [97]- په هغه كي څرگندي نښي دي؛ د ابراهيم د ودرېدو ځاى او څوك چي ورننوځي خوندي وي او د خلكو پر هغه چا ئې د الله لپاره حج كول لازم شوي چي د لاري په موندو وتوانېږي او چا چي كفر وكړ نو الله له نړۍ والو بې نياز دئ.

(96-97)- دا مبارك آيتونه څو لارښووني زموږ مخي ته ږدي:

  • د مكې مكرمې دا كور، بيت الله، دا د ابراهيم او اسمعيل عليهما السلام په لاسونو جوړ شوى مبارك كور، لومړى كور دئ چي د خلكو لپاره غوره شوى، د عبادت لپاره او د قبلې په توگه.
  • د دې خبري د اثبات لپاره چي دا د الله له لوري وضع شوى لومړى كور دئ څو دلائل دي: هلته د ابراهيم عليه السلام د اقامت ځاى دئ، دلته د ابراهيم عليه السلام او د اسمعيل عليه السلام اولاد مېشت شوى، دلته د بنو اسمعيل شتون د دې څرگنده نښه ده چي دا كور د ابراهيم او اسمعيل عليهما السلام په لاسونو جوړ شوى، ټول عرب په دې متفق دي چي دا كور د دوى په لاس جوړ شوى او دلته د ده د پښو نښه او د ودرېدو ځاى دئ. او تاسو پوهېږئ چي ابراهيم عليه السلام تر موسى او عيسى عليهما السلام ډېر د مخه تېر شوى. د دوى دواړو قبله تر كعبې ډېره وروسته جوړه شوې.
  • ټول عرب د دې كور احترام كوي، هومره چي كله څوك د دې كور په حريم كي داخل شي نو هغه له هر راز نيوني او مؤاخذې مصئون شي، كه څوك د خپل پلار قاتل هم هلته ومومي د دې كور د درناوي لپاره هلته انتقام نه اخلي.
  • گورئ چي له پېړيو پېړيو رادېخوا خلك د الله لپاره د دې كور په خوا كي د حج مناسك ترسره كوي.
  • ډېر خلك د دې كور په نسبت كافران شوي او د هغه د هتك حرمت او اعتبار ختمولو او حتى ورانولو لپاره ئې هڅي كړې دي، خو الله تعالى په خپله د دې كور حفاظت كړى او له دې كور نه په دفاع او حفاظت كي ئې خپله استغنا له ټولو عالميانو نه په وار وار ثابته كړي.

دا ټولي خبري د دې نښي دي چي دا د الله له لوري غوره شوى مبارك كور دئ.

قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّـهِ وَاللَّـهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا تَعْمَلُونَ ﴿٩٨﴾ قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّـهِ مَنْ آمَنَ تَبْغُونَهَا عِوَجًا وَأَنتُمْ شُهَدَاءُ ۗ وَمَا اللَّـهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿٩٩﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تُطِيعُوا فَرِيقًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ ﴿١٠٠

[98]- ووايه: اې اهل كتابو! ولي د الله د آيتونو په نسبت كافران كېږئ، په داسي حال كي چي الله پر هغه څه شاهد دئ چي تاسو ئې كوئ. [99]- ووايه: اې اهل كتابو! ولي د الله له لاري هغه څوك منع كوئ چي ايمان ئې راوړى، كوږوالى ورته لټوئ، په داسي حال كي چي په خپله شاهد ياست او الله له هغه څه نه غافل نه دئ چي تاسو ئې كوئ.

(98-99)- د اهل كتابو څو كارونه د ډېر حيرت وړ دي:

  • پر الله د ايمان دعوى كوي او الله د خپلو كړو وړو شاهد او ناظر گڼي خو سره له دې د ده په وړاندي د ده له آيتونو انكار كوي!!
  • ځان ته مؤمن وايي خو د مؤمنانو په وړاندي خنډ كېږي!!
  • د الله په دين كي كوږوالى لټوي، په سمه لار د تلو پر ځاى دا هڅه كوي چي د خپلو كږو لارو د توجيه لپاره په دين كي كاږه تأويلونه او تعبيرونه وكړي، دا كار په داسي حال كي كوي چي د خپل كوږ تأويل او تحريف په ماهيت هم ښه پوه وي او په دې هم د باور دعوى كوي چي الله د دوى له كړو وړو غافل نه دى!!

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تُطِيعُوا فَرِيقًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ ﴿١٠٠﴾ 

 

386



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd January, 2018