تفصیل | شهادت 

19th April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

امریکا خپل اتباع پاکستان ته له سفر کولو منعه کړي

2018-01-12

د امریکا متحده ايالتونو خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې تر خپل توانه پاکستان ته له سفر کولو ډډه وکړي او که ډېر اړين کار يې وي، نو بايد خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمير ته سفر ونه کړي؛ ځکه چې هلته د دوی لپاره ګواښونه پېښېدای شي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت پر خپلې ويبپاڼې په خپره کړې اعلاميې کې خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی، چې پاکستان کې دوی له امنيتي ګواښونو سره مخ کېدای شي او له همدې امله يې په ټينګار سره غوښتنه ترې کړې، چې دغه هېواد ته له سفر کولو ډډه وکړي.

په خپرې شوې اعلاميې کې راغلي، چې يوازې په تېرو شپږو مياشتو کې په پاکستان کې لږ تر لږه څلوېښت چاودنې او بريدونه شوي، چې له امله يې ۲۲۵ کسان وژل شوي او نږدې پنځه سوه نور ټپيان شوي دي. ډېری دغه بريدونه په خیبر پښتونخوا، قبايلي سيمو او بلوچستان کې شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت په پاکستان کې له خپلو ډيپلوماټانو هم غوښتي، چې له اړتياوو پرته له خپلو دفترونو د باندې سفرونه وکړي او له دفتره د باندې فعاليتونه تر ډېره کم کړي.

امریکا خپلو اتباعو ته دا خبرداری په داسې حال کې ورکړی، چې د روان ۲۰۱۸ کال له لومړۍ ورځې د امریکا او پاکستان اړيکې ترينګلې دي او دواړه لوري د یو بل پر ضد توندې څرګندونې کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او نورو چارواکو پاکستان د «ترهګرۍ» په ملاتړ تورن کړی او زياتوي، چې پاکستان د هغو ډلو ملاتړ کوي، چې په افغانستان کې پر بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي، خو پاکستان په مسلسله توګه د امریکا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه اصف او نور چارواکي د امریکا تورونه بې بنسټه بولي او وايي، چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان اچول غواړي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th April, 2018