تفصیل | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د اندونيزيا سفير د همکارۍ ژمنه :

2018-01-13

د اندونيزيا سفير جلال اباد ته د سفر پر مهال د ننګرهار چارواکو سره  په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو ژمنه وکړه .

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ٢٢مه،وويل  چې د اندونيزيا سفير عارف رحمن نن جلال اباد ته سفر کړى و.

هغه زياته کړه چې نوموړي د ننګرهار ولايت د مستوفي عبدالله رقيبي په مشرۍ د بېلابېلو ادارو له مسوولينو او د علماوو له استازو سره ناسته وکړه .

د ننګرهار ولايت سرپرست مرستيال او مستوفي عبدالله رقيبي په دې ليدنه کې وويل، په دولتي ادارو کې د ځوانانو ګومارنې سره په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي دي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني د علماوو په استازيتوب خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د ننګرهار خلک د اندونيزيا له خلکو سره د اسلامي ورورولۍ له مخې نږدې اړيکې لري او هيله يې وښوده،چې د ياد هېواد د ديني عالمانو سره د ليدنې لپاره سفرونه ترسره کړي.

ددې ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال بيا د اندونيزيا له سفير څخه روغتيا پالو ته په بېلابېلو برخو او په ځانګړي ډول د سترګو د درملنې په برخه کې د روزنې ورکولو غوښتنه وکړه.

دغه راز نوموړي وويل، چې د اندونيزيا ديني عالمان د ګوزڼ واکسين د پلي کولو په برخه کې له افغان عالمانو سره بايد خپلې تجربې شريکې کړي.

په افغانستان کې د اندونيزيا سفير عارف رحمن ژمنه وکړه،چې په بېلابېلو برخو کې به يې هېواد له ننګرهار سره نږدې اړيکې وساتي .

هغه زياته کړه، چې د ننګرهار او د افغانستان د نورو ولايتونو ديني عالمانو ته به اندونيزيا هېواد ته د سفرونو لړۍ پيل کړي، ترڅو په دې کار سره په اسلامي نړۍ کې يووالی رامنخته او شته ستونزې هوارې شي.

د اندونيزيا سفير دغه راز د عامې روغتيا رييس ته هم په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ترسره کولو ډاډ ورکړ.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018