تفصیل | شهادت 

22nd January, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په ترکيه کې د افغان سولې په اړه غونډه پيل شوه

2018-01-13

سرچينې وايي، د ترکيې په استانبول ښار کې د افغان سولې په اړه څلور اړخيزه غونډه، نن پيل شوه.

د يادې غونډې يوه ګډونوال د مرغومي په ٢٣مه، وويل، چې دا غونډه نن پيل  تر درېيو ورځو (دوشنبې) پورې به دوام ولري. او دا ناسته د ترکيې د حکومت په همکارۍ جوړه شوې ده.

د يادې غونډې دغه ګډونوال وايي، په دې ناسته کې د طالبانو د قطر  دفتر، د ملا محمد رسول ډلې، د افغان حکومت او د حزب اسلامي استازو برخه اخيستې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د طالبانو له خوا رحمت الله وردګ، د ملا رسول ډلې له خوا ملا رووف او عبدالحليم، له حزب اسلامي افغانستان څخه حاجي دواجان احمدزی او همايون جرير او د سولې شورا د رئيس کريم خليلي استازي ډاکټر بصير په دې ناسته کې برخه لري.

د استانبول د ناستې دغه ګډونوال وويل، تر دې مخکې هم دا ډول دوه ناستې په تېر ميلادي کال کې په ترکيې شوې وې، خو په اړه يې معلومات نه وو خپاره شوي.

دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د راپورونو له مخې، د ترکيې دولت طالبانو ته د سياسي دفتر د خلاصولو وړانديز هم کړى دى.

د حزب اسلامي يوه وياند محمد نادر افغان پژواک اژانس ته ياده ناسته تاييد کړه، خو ويې ويل چې همايون جرير او دواجان احمدزي د حزب اسلامي په استازيتوب ګډون نه دى کړى.

هغه زياته کړه، جرير د ولسمشر سلاکار هم دى او کېداى شي دواړو کسانو ته په شخصي توګه بلنه ورکړل شوي وي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا يوې سرچينې هم پژواک اژانس ته ومنله، چې په ترکيه کې دا ډول يوه ناسته نن پيل شوې ده،خو نور جزئيات يې ورنه کړل.

خو طالبانو ته يوې نږدې سرچينې په ترکيه کې د سولې خبرې تاييد کړې، خو ويې ويل چې په دې ناسته کې د طالبانو د اصلي ډلې ملا هيبت الله استازو ګډون نه دى کړى.

ده زياته کړه، په دې غونډه کې د رحمت الله وردګ په نوم يوه طالب برخه اخيستې ده. وردګ د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان ملي بانک او بيا د استخباراتو کارمند و او له تېرو څو کلونو راهيسې په دوبۍ کې د شاتو کاروبار کوي

د هغه په وينا، په ترکيه کې دا درېيمه غونډه ده چې ترسره کېږي او اوسنۍ غونډه ترکيې ته د اسلامي حزب د مشر ګلبدين حکمتيار د سفر په نتيجه کې جوړه شوې ده.

پژواک



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd January, 2018