تفصیل | شهادت 

19th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

افغانستان د ۱۹ کلنو نړیوال جام لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه​

2018-01-13

 د افغانستان د کرکټ  ١٩ کلنې ملي لوبډلې د نړيوال جام د پيل په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه.

د ١٦ هېوادونو د ١٩ کلنو لوبډلو په ګډون د کرکټ نړيوال جام پنځوس اووريزې سيالۍ نن (د مرغومي ٢٣مه) په نيوزيلينډ کې پيل شوې.

ياد هېوادونه پر څلورو ګروپونو وېشل شوي، افغانستان په  (د) ګروپ کې له پاکستان، سريلانکا او ايرلينډ سره راغلى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ٢٣مه له نيوزيلينډه د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ١٩ کلنو ملي لوبډلې نن خپله لومړۍ لوبه له پاکستان سره ترسره کړه.

هغه زياته کړه چې پاکستان د دې لوبې پچه وګټله او لومړى يې په خپله توپوهنه وکړه، د پاکستان لوبډله په ٤٨ اورونو کې په ١٨٨ منډو وسوځېده  او افغانستان ته يې د ١٨٩ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان ١٩ کلنو له لوري عظمت الله عمرزي او قيس احمد درې، درې لوبغاړي، نوين الحق دوه، ظاهر خان او نثار وحدت يو يو لوبغاړي وسوځول.

د هېواد  ملي ١٩ کلنې لوبډلې ياد هدف په ٤٨تم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله. د دوى له لوري دروېش رسولي په زړه پورې لوبه وکړه او ٧٦ ناسوځېدلې منډې يې جوړې کړې.

دغه راز اکرام علي خېل ٤٦، رحمان الله ګربز ٣١ او نثار وحدت ١٩ د پام وړ منډې جوړې کړې.

دروېش رسولي د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې ده، افغانستان څو مياشتې مخکې په اسيايي سياليو کې هم پاکستان ته دوه ځلې پرله پسې ماتې ورکړې وه.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th July, 2018