تفصیل | شهادت 

21st October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

۷۰ سلنه روږدي کسان تر درملنې وروسته بېرته نشې ته مخه کوي ؟

2018-01-14

د عامې روغتیا وزارت وایي چې په سلو کې اویا معتادینو تر درملنې وروسته بېرته نشې ته مخه کوي.

دا مهال د معتادينو د درملنې تر ۱۷۰ ډېر دولتي او خصوصي مرکزونه فعالیت لري چې د لسګونو معتادينو درملنه په‎کې کېږي، خو ځينې معتادين تر درملنې وروسته بېرته نشو ته مخه کوي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه‎يي موادو د غوښتنې کمولو ریاست تخنیکي مرستیال ډاکټر عبدالشکور حیدري  وویل، نشه‎يي موادو ته اسانه لاس‎رسی، د کاري فرصتونو نشتوالی او قانون نه پلي کېدل د دې لامل شوی چې تداوي شوي معتادين بېرته د پرچون خرڅوونکو له‎خوا په نشو اخته شي.

دی وايي:

"په سلو کې له ۷۰ څخه تر ۸۰ کسانو پورې معتادین چې تر درملنې وروسته د اجتماعي ستونزو له امله بېرته معتادېږي، یو علت یې هم مخدره موادو ته اسانه لاس‎رسی دی، دا معتادين بېرته نشو ته مخه کوي، دوی د نشه‎يي موادو د پرچون څرونکو په واک کې دي."

د ملي او نړيوالو ادارو د څېړنو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون په افغانستان کې تر درې ميليونو ډېر افغانان په نشو اخته دي.

د دې معتادینو ډېری برخه هغه کسان دي چې ایران او پاکستان ته له اوږده مهاجرت وروسته بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.

ښاغلی حیدري وايي، د هغو معتادينو شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی چې په خپله خوښه درملنې ته مراجعه کوي، په دوی کې اکثره يې هغه معتادين دي چې يو ځل يې علاج شوی او بېرته په نشو اخته شوي دي.

په روغتیايي مرکزونو کې بستري معتادين وايي چې نشه‎يي موادو ته اسانه لاس‎رسی او د نشه‎يي موادو د پرچون پلورونکو له‎خوا د دوی هڅول، په نشو باندې د بيا اخته کېدو عمده لاملونه دي.

دوی ټينګار کوي چې بايد د تداوي شويو معتادينو د بيا معتادېدو مخه ونيول شي.

دوی زياتوي چې بايد پرچون خرڅوونکي ونیول شي او د خرڅلاو مرکزونه یې وتړل شي.

څو تنو یې وویل:

"په احمدشاه بابا مېنه کې تر لسو زیات د نشه‎يي موادو ساقي خانې شته، دوی حوزو ته ونډه ورکوي. دوی له همدې چرسیانو او پوډریانو څخه عوايد په لاس راوړي. په تېره بيا پوډر خرڅوونکي ځوانان نشو ته هڅوي، مثلاً زه د سلو روپو چرس اخلم، دوی ماته زیات راکوي چې زه يې مشتري شم.

-کله چې یې خرڅلاو بند شي، معتادين مجبور دي چې ویې نه څکوي، موږ د ۱۶مې حوزې په قلعه زمان خان سیمه کې ژوند کوو، هلته ۷- ۸ ساقیان شته، ایا د حوزې امر هغه نه ویني؟

-ساقيان دلته راځي او پوډر خرڅوي. لږ هم نه‎دي، بلکې د تېلو غوندې خرڅېږي، ځکه دولت ورته فرصت ورکړی دی. که دولت ورته فرصت ور نه کړي او څو پولیس راشي، ټول نیولای شي، دا ټول د دولت غفلت دی."

د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د پرچون خرڅوونکو نیول، د قانون تنفیذ او په ښارونو کې د امنیت راوستل له خپلو کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال وياند نصرت الله رحیمي دا مني چې یو شمېر پولیس د نشه‎يي موادو د خرڅوونکو په اړه بې تفاوته دي او یا هم له دوی سره مرسته کوي.

نوموړی وايي:

"د نشه‎يي موادو د پرچون خرڅولو مخنیوی سخت کار دی او خرڅلاو یې زیات شوی دی. همدا راز د نشه يي موادو غوښتنه هم زیاته شوې ده، پولیس به د قانون د اجراء کوونکي په صفت کار وکړي. په پولیسو کې ستونزه شته، ښايي ځینې پولیس له پرچون خرڅوونکو سره لاس ولري. زه دا نه ردوم، خو د افغانستان له خلکو سره زموږ تعهد دا دی چې په دې برخه کې به جدي اقدامات وشي."

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې وزارت تر درملنې وروسته د بيا معتادېدو مخنیوی د کورنیو او هغو دولتي ادارو مسئولیت ګڼي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په کمېټه کې شاملې دي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ رئیس عثمان فروتن وايي، د ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، د کار او ټولنیزو چارو، حج او اوقافو وزارتونه او نورې ادارې مسئولیت لري چې د تبلیغاتو او کاري فرصتونو د ایجاد له لارې د اعتیاد د پراختیا مخه ونیسي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st October, 2018