تفصیل | شهادت 

22nd April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مشرانو جرګه: د امریکايي ځواکونو راتګ؛ د سولې هيلې له منځه وړي

2018-01-14

 د مشرانو جرګې د امنیتي کمیسیون غړي وايي، د نويو امریکايي ځواکونو راتګ په هېواد کې د جګړې د اوږدېدو مانا لري او د سولې هیلې له منځه وړي.

د امریکايي چارواکو له لوري د نويو امریکايي ځواکونو د رالېږلو له اعلان وروسته دفاع وزارت د تېر په څېر د امریکا د دې ګام ستاینه هم کړې او دعوه يې کړې چې د دوی په راتګ به د افغان ځواکونو تلفات کم شي.

امريکايي چارواکي وايي د افغان ځواکونو، د روزلو، تمویلولو او مشورې لپاره ۷۰۰ ځانګړي ځواکونه افغانستان ته لېږي.

د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي کمیسیون مشر محمد هاشم الکوزی وايي د نورو امریکايي ځواکونو راتګ د جګړې د اوږدولو مانا لري.

الکوزي له ازادۍ راډيو سره خبرو کې وویل، د نورو ځواکونو رالېږل د جګړې مانا لري، په داسې حال کې چې موږ د سولې د پروسې د پیلولو هڅې کوو، چې باید د سولې لپاره خبرې اترې وشي.

الکوزی وايي، د دې پر ځای چې دلته امریکايي ځواکونه ډېر شي، ښه به دا وي چې امریکا د افغان ځواکونو د تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړي.

هغه ته دلته د افغان ځواکونو د روزلو پلمه هم مناسبه نه ښکاري، په وینا يې که امریکا دلته د روزنکو د را لېږلو پر ځای امریکا کې افغان عسکرو ته روزنه ورکړي لا به اغېزمنه ثابته شي.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd April, 2018