تفصیل | شهادت 

19th April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ریکتر ۵،۳ درجې زلزلې د هېواد ځینې برخې ولزولې

2018-01-14

د ریکتر ٥،٣ درجې زلزلې د افغانستان ځينې برخې ولړزولې، خو د اوښتو زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د امريکا متحده ايالتونو د ځمک پېژندنې اداره وايي، نن له غرمې وروسته يوه بجه او نهه څلوېښت دقيقې د ریکتر ٥،٣  درجې زلزلې د افغانستان شمال ختيځې سيمې ولړزولې.

سرچينه د يادې زلزلې مرکز د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې تر ځمکې  ٢٠٤،٢ کيلومتر لاندې ښودلى دی.

د دې زلزلې کمرزوي ټکانونه د پلازمېنې کابل په ګډون په څو نورو ولايتونو کې هم حس شوي، خو تر دې دمه يې د زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه راپورونه نه دي خپاره شوي.

دوه کاله وړاندې په افغانستان او پاکستان کې د شوې زلزلې له امله نږدې ۳۰۰ تنه مړه شوي وو.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th April, 2018