تفصیل | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ویس برمک : پر کانټيننټال هوټل بريد د حقاني شبکې له خوا پلان شوى و بریدګرو سره دننه کسانو مرسته کړې

2018-01-21

د کانټیننټال پر هوټل په ډله‌ییزه حمله کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کابل پر کانټيننټال هوټل وسله وال بريد چې له ۱۴ساعته جګړې وروسته د بريدګرو په وژلو سره پای ته ورسېد، د حقاني شبکې له خوا چې له افغانستان څخه د باندې په خوندي پټنځايونو کې ژوند کوي، طرحه او پلان شوى دى.

تېره شپه شاوخوا نهه بجې د کابل ښار په مرکزي برخه کې پر انټر کانټيننټال هوټل وسله وال ډله ييز بريد وشو، برید کوونکو له امنيتي ځواکونو سره نښته پيل کړه چې نن له غرمې مخکې تر یوولس بجو یې دوام درلود.

د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ويلي چې پر ياد هوټل د څلورو کسانو له خوا تر بريد وروسته، د ملي پوليسو د ځانګړې قطعې ځواکونه پر وخت سيمې ته ورسېدل او چاڼيز عمليات او تلاشي يې پيل کړه او بريدګر يې ووژل.

سرچينه وايي، د ملي پوليسو د ځانګړې قطعې ځواکونه توانېدلي چې په هوټل کې د شته ۴۱ بهرنيو وګړو په ګډون ۱۶۰کسان وژغوري.

خو د کورنيو چارو وزارت دغه راز وايي چې په ياد بريد کې ۴ ملکي او يو بهرنی وګړی وژل شوي او د څلور پوليسو په ګډون ۶ کسان ټپيان شوي دي.

د سرچينې په وينا، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ چې ياد بريد د حقاني شبکې له خوا چې د افغانستان له خاورې بهر په خوندي پټنځايونو کې ژوند کوي، طرحه او پلان شوى دى.

د ياد بريدمسووليت وسله والو طالبانو منلى او ويلي يې دي چې بريدګر پنځه تنه وو او تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې يې پر کانټيننټال هوټل بريد کړی دی.

ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويلي چې په ياد بريد کې يې ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو ځواکونو او بهرنيو اتباعو ته مرګ ژوبله اړولې او تر ۱۴ ساعتونو مقاومت وروسته د ورځې په ۱۱ بجو بريد پای ته ورسېد.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک بي بي سي سره مرکه کې ویلي، پر انټرکانټیننټل هوټل بریدګرو سره "هرو مرو" دننه خوا څخه مرسته شوې. ده همدارنګه یوه شخصي شرکت ته د کابل انټرکانټیننټل هوټل امنیتي چارې سپارل، "یوه اشتباه وبلله."

تېره شپه شپږو بریدګرو پر انټرکانټیننټل هوټل وسله وال برید ترسره کړ چې د یوې بهرنۍ په ګډون پنځه کسان پکې ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

له دوو اونیو راهیسې د انټرکانټیننټل هوټل د امنیت چارې یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې وې. انټر کانټیننټل دولتي هوټل دی نو ځکه د ښاغلي برمک په وینا دا یوه تېروتنه وه.

د کورنیو چارو وزیر وايي، تر هغه چې د افغان پولیسو ځواکونو د امنیت واګې په لاس کې درلودې "له لومړۍ امنیتي پوستې هاخوا یې هیچا ته د وسلې د لېږد اجازه نه ورکوله."

دی وايي "کله چې د هوټل امنیت د افغان پولیسو په لاس کې و هم، ښايي تر دې لږ لګښت پرې راته" چې اوس یې امنیتي شرکت ته سپارلی دی.

ښاغلی برمک وايي: "له بریدګرو سره حتماً دننه خوا نه" مرسته شوې او دوی خپل "نفوذي کسان درلودل" چې دننه یې پرې ایښي دي او داسې "سازمان ورکړل شوی برید"یې ترسره کړ.

د تېرې شپې برید کې وسله والو بریدګرو لاسي بمونه هم اچولي چې د ودانۍ برخې یې زیانمنې کړې دي.

عیني شاهدان وايي په هوټل کې ایسارو خلکو د ځان ژغورنې هڅه کوله. په یوې خپره شوې ویډیو کې یو کس لیدل کېږي چې غواړي د یوه ټوکر په مرسته د هوټل له برنډې لاندې کښته شي، خو له هماغه ځایه لاندې لوېږي.

د کورنیو چارو وزیر ویس برمک وايي "ستونزه په استخباراتي معلوماتو" کې وه. د ښاغلي برمک په وینا که څه هم دوی "د احتمالي بریدونو"له ترسره کېدو خبر ول او "بشپړ چمتووالی یې نیولی و" خو د انټرکانټیننټل هوټل د دوی په استخباراتو کې نه و.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي ول چې بریدګر د پخلنځي له لارې هوټل ته ننوتي ول.

تر دې برید څو ورځې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت د ناامنۍ خبرتیا کې د پلازمېنې پر هوټلونو د احتمالي برید خبرداری ورکړی و.

په هغې خبرپاڼه کې چې د امریکا سفارت پر پنجشنبه خپره کړې وه راغلي ول چې د اطلاعاتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د دې احتمال شته چې په راتلونکو څو روځو کې بنسټپال د کابل پر هوټلونو برید وکړي.

ښاغلی برمک دا برید له ډېر وړاندې پلان شوی او ځکه پکې "دننه نفوذي کسانو لاس"لرلو باندې ټینګار کوي چې وايي، "په وسلو او لاسي بمونو سمبال ول او د هوټل له لومړي تر شپږم پوړ یې" له ډېرو ښو روزل شویو ځواکونو سره جګړه وکړه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوې خبرپاڼه کې دغه برید غندلی او پر "ترهګرو ډلو او ملاتړو یې د فشار راوړلو" په پار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او افغان دولت ترمنځ اجماع ته اشاره کړې ده.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018