تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

هرات : د ماين چاودنې

2018-01-22

په هرات ولايت کې امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په ګلران ولسولاۍ کې يو موټر د سړک غاړې پر ماين ور برابر شوى او ١٢ ملکي وګړي په کې وژل شوي او يو بل ژوبل دى.

د هرات امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحمد وليزاده  وويل چې  له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې يو سراچه موټر له ګلران ولسوالۍ هرات ښار ته روان و چې د سړک غاړې له چاودنې سره مخ شو.

هغه زياته کړه: ((دا پېښه د هرات ګلران ولسوالۍ په علاف سيمه کې رامنځه شوې ده چې ١٢ ملکي وګړي په کې وژل شوي او يو بل ټپي دى.))

سرچينې زياته کړه چې د سړک غاړې دغه ماين د طالبانو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.

ګلران د هرات له نا امنو ولسواليو ګڼل کېږي چې وسله وال مخالفين يې په ځينو برخو کې فعاليت لري.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018