تفصیل | شهادت 

21st February, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د بلخ د نوي والي ویندوی فیروز ایثار وايي :

2018-01-23

د بلخ د نوي والي ویندوی فیروز ایثار وايي، اسلامي جمعیت ګوند هڅه کوي چې پخوانی والي عطا محمد نور راضي کړي.

ایثار وايي، هم ولسمشر او هم اجرايي رييس کلکه اراده کړې چې باید په مزارشریف ښار کې د نوي والي انجنیر محمد داوود د معرفۍ مراسم جوړ شي.

ده وویل، په هغو خبرو کې چې داوود د جمعیت ګوند له مشرانو سره کړي، دا موضوع مطرح شوه چې د جمعیت ګوند مشران د ارګ له پرېکړې سره موافق دي او د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني هڅه کوي چې عطا محمد نور راضي کړي چې عطا محمد نور د بلخ والي نه دی.

ایثار وویل چې انجنیر داوود د خپل پلار د مړینې په مراسمو کې د ګډون لپاره په مزارشریف کې دی او تر هر وخته چې د ده زړه وغواړي هلته به وي.

ده د نور پر سلوک انتقاد وکړ، ویې ویل انجنیر داوود په بلخ کې له ډېرو خلکو سره کتلي او ډېرو ورته د پلار د مړینې په خاطر تسلیت ویلی دی، خو عطا نور هڅه وکړه چې ډېر خلک د انجنیر داوود د پلار د جنازې او فاتحې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د بلخ د نوي والي ویاند هیله څرګنده کړه چې عطا نور به له مرکزي حکومت سره لانجه په سوله ییز ډول حل کړي.

ده ټینګار وکړ چې نور د عبدالله او اشرف غني د ګډې فیصلې پر اساس لېري شوی او حکومت د خپلې دې پرېکړې د عملي کېدو کلکه هوډ لري.

په همدې حال کې د جمعیت ګوند ځینې غړي وايي چې له ارګ سره په خبرو کې یې پرمختګ کړی دی.

د دغه ګوند د مشرتابه شورا یوه غړي کمال الدین حامد رسنیو ته ویلي چې له ارګ سره پر اساسي شرطونو موافقې ته رسېدلي دي.

ده وویل، د انتخاباتو په کمیسیون کې اصلاحات، د انتخاباتو په قانون کې تعدیل، د جهادي مشرانو د شورا جوړول، د اساسي قانون د لویې جرګې دایرول، په ټاکل شوي وخت د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات او په کابل کې پر اعتراض کوونکو د حملې په اړه څېړنې هغه موارد دي چې پرې موافقه شوې ده.

له دې سره په یو وخت عطا محمد نور نن بیا خپلو پلویانو ته په وینا کې بر حکومت او لوېدیځو هیوادونو انتقادونه وکړل، ویې ویل، د افغانستان لوېدیځ متحدان د ولسواکۍ د ټینګولو ادعا کوي خو ایا بېوزلي، اداري فساد او د خلکو وژنې دیموکراسي ده؟



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2018