تفصیل | شهادت 

20th November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ازبیکستان: د مزار- هرات ترمنځ رېللار جوړوي

2018-01-23

ازبیکستان غواړي چې له مزارشریف څخه تر هرات پورې د افغانستان رېللار وغځوي.

 په دې موضوع د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او د ازبیکستان د مرستیال صدراعظم او مالیې وزیر جمشید کوچکاروف ترمنځ په کابل کې خبرې وشوې.

د تریند خبري اژانس د راپور له مخې، د ازبیکستان د صدراعظم مرستیال او د مالیې وزیر وویل«د پروژې ارزونه شوې، له ازبیک سوداګري بانک او د بسنټونو د پانګونې له اسیايي بانک سره د پروژې پر مالي چارو خبرې روانې دي.»

کوچکاروف همداراز وویل چې دا پروژه د افغانستان، ازبیکستان او همداراز د سیمې د هیوادونو لپاره خورا زیات اهمیت لري.

ده یادونه وکړه«د دې پروژې د عملي کېدو په صورت کې به له افغانستان څخه د ازبیکستان له لارې چین ته په ۳ ورځو کې رسېدل ممکن شي.»

د افغانستان ولسمشر وویل، د هیوادونو ترمنځ همکارۍ به د خلکو د ژوند کیفیت او معیار ښه کړي او د سیمې له سوکالۍ سره به مرسته وکړي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2018