تفصیل | شهادت 

21st August, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د هېواد لویدیځ کېد وچ‎بندر جوړېدو طرحه

2018-02-13

د ټرانسپورټ وزارت وايی د دې بندر له جوړیزو سره به د توکو په ګمرکي پړاوونو کې له بریښنايي تجهیزاتو کار اخیستل، د ټرانسپورټ د سسټم ساده کول، او معیاري سړې خونې او تاسیسات د دغو بندرونو له ځانګړتیاوو بلل کیږي‎.

یاد وزارت څرګندوي چې په هېواد کې د ځمکنیو بندرونو د جوړیدو د طرحې عملي چارې به د نیمروز او آقینې بندرونو نه چې د چابهار او لاجوردو لارې ورغځیږي پېل شي.

د ټرانسپورټ وزارت مرستیاله، فوزیه احساني څرګندوي:«موږ وچې معیاري بندر د بيلابیلو بنسټونو په همکارۍ ګډه پروژه پلې کوو او په دې پروژه کې د نیمروز او آقینې بندرونه شامل دي.»

په همدې حال کې د نړیوالې سوداګرۍ او صنایعو خونه په هېواد کې د وچو بندرونو جوړیدو ته په خوښۍ سره وايي چې په دې کار به له پولې اخوا سوداګري اوټرانزيټ پراختیا ومومي.

په کابل کې د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د افغانستان غړیتوب او دافغانستان لپاره د نړیوال ټرانسپورټ د لارو پرانستل کیدو ته په پام سره هېواد باید له معیاري خدمتونو او معیاري بندري خدمتونو برخمن شي.

د نړیوالو سوداګریو خونو د عامل پلاوي رئيس، عبدالقدیربهمن وايي:«دا پروژه به په سیمه کې د سوداګرو لپاره ګټور وي او باید ملاتړ یې وشي او ‌‌ډونران یې ملاتړ وکړي.»

له ګاونډیو هېوادونو سره پر پوله د هېواد د وچو بندرونو جوړیدل د سیمه‎ییزو همکاریو په غونډه کې مهم وړاندیز شوی پلان وه، چې له مخې یې د نړۍ له نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لارې اواریږي.
 

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st August, 2018