تفصیل | شهادت 

24th February, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې د منځنۍ اسیا هېوادونو د مشرانو ټینګار

2018-02-14

د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، پاکستان، قرغزستان، قزاقستان او افغانستان د پوځ د مشرانو او د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ د ناستې په دوهمه ورځ له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغانستان ته د ترهګرو د راتلو د مخنیوي په اړه خبرې اترې وکړې.

دا غونډه د دوشنبې او سې‎شنبې په ورځ په کابل کې ترسره شوه.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت یو ویاند وايي چې دغه غونډه به په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د همغږۍ په کار کې به ګټوره پرېوځي.

د ناټو ویاند کان فالکنر وايي چې په دې غونډه کې د نشه یې توکو له قاچاقه پر مخنیوي هم خبرې اترې وشوې.

د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت ویاند کان فالکنر وايي:« نېږدې سیمه‎ییزې همکارۍ په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مرستې، د پولو د امنیت د ساتلو او د نشه‎یي توکو د قاچاق پرخلاف له مبارزې سره مرسته کوي، په تېره بیا دا همکارۍ به افغانستان ته د ترهګرو د راتلو د مخنیوي لامل شي.»

ملي دفاع وزارت د دې ناستې د ګډون کوونکو هېوادونو لخوا پر اسلام اباد د فشارونو ډاډ ورکوي او د دغه راز ناستو دوام د افغانستان د امنیت لپاره اغېزمن بولي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری څرګنده وي:«په دغه کنفرانس کې ټولو کډونوالو ومنله چې ترهګري او د نشه‎یي توکو قاچاق یوه ستره سیمه‎ییزه ستونزه ده او حتا د نړۍ لپاره هم ده، او دا پر پاکستان یو سیاسي فشار وه چې تل به یې ژمنه کوله او عمل یې نه کاوه.»

دا ناسته تېره شپه پای ته ورسېده او ټاکل شوې ده په راتلونکي کې هم دغه راز غونډې دوام وکړي.

له بلخوا د پاکستان پوځ وايي په دغه ناسته کې هوکړه وشوه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره سیمه‎ییزې همکارۍ دوام وکړي.

د پاکستان د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي جنرال قمرجاوېد باجوه په دغه ناسته کې وویل په سیمه کې د امنیت ټینګښت د افغانستان په ټیکاو پورې تړاو لري.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th February, 2018