تفصیل | شهادت 

20th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

عماد: صلاح الدين رباني نور د جمعيت ګوند مشر نه دى

2018-02-16

 د نورالله عماد تر مشرۍ لاندې د جمعيت ګوند غړي وايي چې صلاح الدين رباني نور د دې ګوند مشر نه دى.

دغه څرګندونې سيد ابراهيم عماد د نورالله عماد تر مشرۍ لاندې د جمعيت اسلامي ګوند د دفتر رييس په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

ده وويل چې په دې غونډه کې د افغانستان د ٣٤ ولايتونو څخه د جمعيت اسلامي ګوند استازو ګډون کړى او غواړي چې د جمعيت اسلامي ګوند د کنګرې تر جوړيدو پورې نورالله عماد د دې ګوند سرپرستې په غاړه واخلي.

ده وويل چې په ټول افغانستان کې د جميت ګوند غړي د دې ګوند د رهبر په توګه د  نورالله عماد له قيادت څخه ملاتړ کوي.

ابراهيم عماد وويل: (( موږ څانګه نه يو، بلکې واحد يو، ځکه سيد نورالله د جمعيت اسلامي او نهضت اسلامي بنسټ ايښودونکى دى.))

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (( عطا محمد نور اوسمهال په خپلو ستونزو کې ګير دى، خو له صلاح الدين رباني سره مو څوځلې ناستې کړي دي.))

د هغه په وينا تر اوسه د حزب اسلامي غړو څو ځلې له صلاح الدين رباني څخه غوښتنه کړې چې په برخه کې خپل دريځ روښانه کړي.

خو نوموړى وايي: (( هغه مينه چې رباني د بهرنيو چارو له وزارت سره لري، د جمعيت ګوند لپاره هيڅ وخت نه لري، نو همدې لپاره دا خلک ټول شوي ترڅو کنګره دايره کړي.))

عماد زياته کړه چې په لومړي سر کې رباني د دوه مياشتو لپاره د جمعيت ګوند سرپرست ټاکل شوى و،  نو دې بايد تر اوسه پورې د ګوند کنګره دايره کړى واى چې دا کار يې نه دى کړى.

ده وويل: (( دلته ځينې معاملې وې چې تر اوسه پورې ربانې ونه شول کولاى چې دغه سپارل شوې دنده ترسره کړي.))

پژواک هڅه وکړه چې د اړوندې موضوع په اړه د رباني تر قيادت لاندې د حزب اسلامي نظر هم واخلي خو اړيکه ورسره ټينګه نشوه.

د يادونې وړ ده چې د روان کال د جوزا په مياشت کې د جمعيت اسلامي ګوند د رهبري شورا چې ٦٤ کسانو په کې ګډون کړى و د صلاح الدين رباني تر مشرۍ لاندې جوړه شوه.

په دې ناسته کې صلاح الدين رباني، عطامحمد نور، محمد يونس قانوني، احمد ضيا مسعود، اسماعيل خان، بسم الله محمدي، ميرامان الله ګذر، کليم الله نقيبي، عبدالستار مراد، حضرت علي او ځينو نورو کسانو ګډون کړى و.

خو د جمعيت ګوند ځينو نورو غړو بيا له دې ناستې سره مخالفت وکړ او د دې ګوند د انسجام شورا يې جوړه کړه.پژواک



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th September, 2018