تفصیل | شهادت 

11th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

يونيسيف: په افغانستان کې په هرو - سلو- پيداکېدونکو ماشومانو کې څلور مري

2018-02-21

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې اداره «يونيسف» وايي، چې افغانستان هم د نورو وروسته پاتې او بې وزله هېوادونو له هغې ډلې څخه دی، چې د ماشومانو د زېږېدو ګواښ په کې لا هم د پخوا په څېر په خطرناک حالت کې دی او په هرو سلو پيداکېدونکو ماشومانو کې څلور مري.

يونيسيف په خپل تازه راپور کې ويلي، چې افغانستان، پاکستان او افریقايي هېوادونه د نوو ماشومانو د پيدا کېدو لپاره خطرناک هېوادونه دي او د راپور له مخې جاپان، سينګاپور او ايسلينډ بيا د نوو پيدا کېدونکو ماشومانو او د مور د روغتيا لپاره تر ټولو غوره هېوادونه دي.

يونيسيف د پاکستان په اړه هم ويلي، چې د نوو پيداکېدونکو ماشومانو په اړه تر ټولو خطرناک هېواد دی او د نړۍ په کچه تر ټولو زيات نوي پيداکېدونکي ماشومان په پاکستان کې مري.

د دغې ادارې اجراييه مشرې هينريټا اېچ فور ويلي، چې د پرله‌پسې هڅو سربېره هم دوی نه دي توانېدلي، چې په بې وزله او وروسته پاتې هېوادونو کې د نوو پيداکېدونکو ماشومانو د مرګ ګواښ کم کړي او له دوی سره پر وخت سمې مرستې وکړي.

آغلې اېچ فور زياتوي، چې له تېرو پنځه ويشتو کلونو راهيسې د دوی د هڅو په پايلو کې تر پنځه کلنو ماشومانو په مرګونو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی، خو د نوو پيداکېدونکو تر يوې مياشتني ماشومانو د مړينې په راکمولو کې پاتې راغلي دي.

د راپور له مخې هر کال په افغانستان کې د نوو پيدا کېدونکو ماشومانو څخه يې په هرو ۲۵ کې يو او په پاکستان کې هرو ۲۲ ماشومانو کې يو مري.

يونيسيف وايي، چې په روغتيايي او ټولنيزه برخه کې وروسته پاتې والی د دغو ستونزو ستر لامل دی او د دې بحران د مخنيوي لپاره د ټولنيزو او روغتيايي برخو سربېره سياسي هوډ ته هم اړتيا ده او نړيواله ټولنه په برخه کې د حکومتونو مرستو ته اړ ده.

په راپور کې دا هم راغلي، چې په ۲۰۱۴ کې د دوی د سروې له مخې هرو لسو زرو افغانانو ته اووه ډاکټران او په پاکستان کې هرو لسو زرو ناروغانو څوارلس ډاکټران رسيږي.

د روغتيايي چارو کارپوهان وايي، چې د ماشومانو د مړينې د مخنيوي لپاره په کورونو او کليو کې پخو او باتجربه مېرمنو اړتيا ده، چې ميندې د ماشومانو په ساتنه او ژغورنه وپوهوي، تر څو د ډاکټر له مرستې پرته هم دوی وکولای شي، چې خپل ماشومان په ګېډه کې او همدارنګه په لومړيو مياشتو کې له خطرناکو ناروغيو، يخنۍ او ګرمۍ په مناسبه طريقه وساتي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2018