تفصیل | شهادت 

11th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د افغانستان او قزاقستان تر منځ هوايي دهلېز پرانيستل کېږي

2018-02-23

چارواکي وايي، افغانستان به د خپلو اقتصادي پرمختګونو په لړ کې, له قزاقستان سره هم هوايي دهلېز پرانيزي او د دغه دهلېز له لارې به ۴.۶ ټنه سوداګريز توکي الماتا ته واستوي.

په مالي او د بانکدارۍ په چارو کې د ولسمشر سلاکار د مطبوعاتي اړيکو مسوول سمير رسا, په کابل کې خبريالانو ته وويل، سوداګر کولاى شي د کابل او قزاقستان د الماتا  ښار تر منځ له دغه هوايي دهلېز څخه ګټه پورته کړي او خپل د خوښي سوداګريز توکي ولېږدي.

دى وايي چې  قزاقستان ته په لېږدېدونکو توکو کې وچې مېوې او غالۍ شاملې دي.

تر دې مخکې د افغانستان او هند تر منځ هم هوايي دهلېزونه پرانيستل شوي دي.

د روان کال د غبرګولي په وروستيو کې د افغانستان- ډيلي او د مرغومي په لومړيو کې د افغانستان- ممبيي تر منځ هوايي دهلېزونه پرانستل شوي دي.

د رسا په وينا، تر دې دمه هند ته له کابل او کندهاره د ۷۰ الوتنو له لارې نږدې ۲۰۰۰ ټنه وچې او تازه مېوې، طبي بوټي او غالۍ لېږدول شوي دي.

هغه وايي چې د دغو هوايي دهلېزونو تر څنګ افغانستان په اقتصادي برخو کې نورې لاسته راوړنې هم لري او سبا په هرات کې د ټاپي پروژې پرانيسته يوه له دغو لاسته راوړنو څخه ده.

ټاپي، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته د ګاز نلليکې د غځولو پروژه ده چې ٧٣٥ کيلومتره يې د افغانستان له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو څخه تېرېږي.

د راپورونو له مخې، پر دې پروژه ټول تر ١١ ميليارده ډالر پانګونه کېږي.

شنونکي دغه پروژه د سيمې په تېره بيا افغانستان لپاره مهمه بولي، وايي افغانستان کولاى شي د ترانزيټ تر څنګ د دې پروژې له ګاز څخه هم ګټه پورته کړي.

د هغوى په وينا، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د افغانستان اقتصادي او ستراتيژيک اهميت د منځنۍ او جنوبي اسيا په هېوادونو کې ډېر اوچت شي.

ځينې نورې پروژې لکه له قرغزستان او تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا د لېږد (کاسا زر) پروژې د مقدماتي چارو ترسره کېدل، د افغان سوداګرو لپاره د ايران د چابهار بندر چمتو کېدل او د "لاجورد لارې" د بيا رامنځته کېدو لپاره د هڅو پيل د افغانستان لپاره له سترو لاستو راوړنو ياد کړل.

د لاجورد تاريخې لار افغانستان د ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان له لارې له تورې بحيرې او بيا د ترکيې له لارې د مديترانې له بحيرې او اروپا سره نښلوي.

د راپورونو له مخې، دغه لارې ته ځکه د لاجورد لار وايي چې شاوخوا دوه زره کاله مخکې د افغانستان د بدخشان لاجورد له دې لارې منځنۍ اسيا او اروپا ته لېږدول کېدل.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2018