تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ولسي جرګې په انګر کې د ډزو له امله اندېښنې

2018-03-12

د ولسي جرګې يو شمېر وکیلانو د ملي شورا په ودانۍ کې د دغې جرګې د ځينو غړو د ساتونکو له خوا په ډزو کولو انتقادونه وکړل.

د يو شمېر وکیلانو د ساتونکو له خوا د ملي شورا د ودانۍ په داخل کې د تېرې ورځې ډزې د ولسي جرګې د غړو له کلکو انتقادونو سره مخ شوي او د دوی اندېښنې يې راپارولي دي.

د دغې جرګې يوه غړي الله ګل مجاهد د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په عمومې ناسته کې وویل چې د ملي شورا ودانۍ ته د وسله والو ساتونکو ننوتل او د دوی له خوا د ډزو کول يو ناسم عمل او د وکیلانو امنیت ته ګواښ دی.

نوموړي زیاته کړه:

"تېره ورځ دوی لږ تر لږه د کلاشینکوف او پيکا دوه زره مرمۍ فایر کړې، امنیتي پولیس هلته ولاړ دي، خو بیا هم ساتونکي د راکټ او پیکا سره د ولسي جرګې ودانۍ ته ننوځي، که داسې وي، نو ځانمرګي هم دلته ننوتی شي."

ښاغلی مجاهد وايي، د ملي شورا امنیتي مسؤلین باید د وکیلانو امنیت ته پاملرنه وکړي او د د دغې شورا ودانۍ ته د وکیلانو د ساتونکو د ننوتلو مخه ونیسي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې يوه بل غړي ګل پاچا مجیدي هم د تېرې ورځې پر پېښې انتقاد وکړ او ويې ویل:

"که کوم کس د اسلحې سره پارلمان ته داخل شو، زه له هم هغه ورځې وروسته بیا پارلمان ته نه ځم، ځکه دلته زموږ خوندیتوب تر پوښتنې لاندې دی."

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې، تېره ورځ د ولسي جرګې د لومړي مرستیالۍ چوکۍ ته د همایون همایون له بریالي کېدو وروسته يو شمېر وسله وال ساتونکي د ملي شورا ودانۍ ته داخل او ډزې يې وکړې.

همداراز همایون همایون او نذیر احمدزی چې د ولسي جرګې لومړۍ مرستیالۍ چوکۍ ته کاندیدان و، يو بل ته لفظي ګواښونه هم وکړل.

همایون همایون په حکومت د نیوکو او نذیر احمدزي د حکومت په ملاتړ د یو بل ادرس ته تندې خبرې وکړې.

د ولسي جرګې د دوشنبې د ورځې په عمومي ناسته کې همایون همایون وویل، د ملي شورا په ودانۍ کې ډزې د ده ساتونکو نه، بلکې د نذیر احمدزي ساتونکو کړي، خو نذیر احمدزي بیا وویل چې ډزې د همایون همایون ساتونکو کړي، نه دده ساتونکو.

دواړو لوریو د يو پلاوي له لورې د دغې قضیې د څېړلو غوښتنه وکړه او ښاغلي همایون ټینګار وکړ، دغه عمل که د هر چا له خوا شوی وي، باید څارنوالۍ ته معرفي شي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي وویل چې ولسي جرګه د تقابل ځای نه دی او وکیلان دې خپل شخصي مشکلات له شورا بهر حل کړي.

نوموړي د تېرې ورځې د پېښې په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه:

"کومه کړنه چې تېره ورځ شوې، ډېره افسوسناکه او د وکیلانو لپاره د اندېښنې وړ ده، موږ د ملي شورا د امنیت رئیس ته دنده سپارلې او په دې برخه کې له ټولو وکیلانو هیله کوو چې د ملي شورا د امنیت ساتلو په برخه کې له امنیتي مسؤلینو سره همکار وکړي."

د ولسي جرګې رئیس دا هم وویل چې د وکیلانو ساتوونکي د ملي شورا له ودانۍ بهر د دوی د ساتنې دنده لري او د شورا په داخل کې د امنیت د ټینګښت مسؤلیت له امنیتي مسؤلینو سره دی.

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018