تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د قرآن پلوشې_ ورور حکمتیار : ( آل عمران 99 - 121 )

2018-03-14

قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّـهِ وَاللَّـهُ شَهِيدٌ عَلَىٰ مَا تَعْمَلُونَ ﴿٩٨﴾ قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لِمَ تَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّـهِ مَنْ آمَنَ تَبْغُونَهَا عِوَجًا وَأَنتُمْ شُهَدَاءُ ۗ وَمَا اللَّـهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿٩٩﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تُطِيعُوا فَرِيقًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ ﴿١٠٠

[98]- ووايه: اې اهل كتابو! ولي د الله د آيتونو په نسبت كافران كېږئ، په داسي حال كي چي الله پر هغه څه شاهد دئ چي تاسو ئې كوئ. [99]- ووايه: اې اهل كتابو! ولي د الله له لاري هغه څوك منع كوئ چي ايمان ئې راوړى، كوږوالى ورته لټوئ، په داسي حال كي چي په خپله شاهد ياست او الله له هغه څه نه غافل نه دئ چي تاسو ئې كوئ.

(98-99)- د اهل كتابو څو كارونه د ډېر حيرت وړ دي:

  • پر الله د ايمان دعوى كوي او الله د خپلو كړو وړو شاهد او ناظر گڼي خو سره له دې د ده په وړاندي د ده له آيتونو انكار كوي!!
  • ځان ته مؤمن وايي خو د مؤمنانو په وړاندي خنډ كېږي!!
  • د الله په دين كي كوږوالى لټوي، په سمه لار د تلو پر ځاى دا هڅه كوي چي د خپلو كږو لارو د توجيه لپاره په دين كي كاږه تأويلونه او تعبيرونه وكړي، دا كار په داسي حال كي كوي چي د خپل كوږ تأويل او تحريف په ماهيت هم ښه پوه وي او په دې هم د باور دعوى كوي چي الله د دوى له كړو وړو غافل نه دى!!

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تُطِيعُوا فَرِيقًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ يَرُدُّوكُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ كَافِرِينَ ﴿١٠٠﴾ 

[100]- اې مؤمنانو! كه د اهل كتابو د كومي ډلي اطاعت مو وكړ نو له خپل ايمانه ورورسته به مو كافران كړي.

(100)- د اهل كتابو ټولي ډلي او فرقې په يوه او بل څه كي لږ يا زيات، له حقيقي دين نه تېروتې، كه مو د دوى د كومي فرقې خبره ومنله او په كوم څه كي مو د دوى لار غوره كړه، د دوى په څېر به شئ، له ايمانه وروسته به كافر شئ، د دوى ټوله هڅه دا ده چي تاسو له خپل ايمانه وگرځوي.

دلته د دې سورې لومړۍ برخه پاى ته رسي او دوهمه برخه پيل كېږي.

وَكَيْفَ تَكْفُرُونَ وَأَنتُمْ تُتْلَىٰ عَلَيْكُمْ آيَاتُ اللَّـهِ وَفِيكُمْ رَسُولُهُ ۗوَمَن يَعْتَصِم بِاللَّـهِ فَقَدْ هُدِيَ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿١٠١

[101]- څنگه كافران كېږئ، حال دا چي د الله آيتونه درباندي لوستل كېږي او پيغمبر ئې په تاسو كي دئ او څوك چي په الله اعتصام وكړي نو يقيناً چي سمي لاري ته هدايت شو.

(101)- د آيت له لومړنۍ برخي معلومېږي چي دلته له اعتصام بالله نه مراد ايمان بالله او له الله سره خپل تعلق كلك او ټينگ ساتل دي، د قرآن د آيتونو په ترجمه كي د دقت او احتياط تقاضاء دا ده چي هر آيت په خپل موجود تركيب كي او له څه كمولو او زياتولو پرته ترجمه شي، دلته (من يعتصم بالله) ويل شوي نه (من يعتصم بحبل الله)، د اعتصام بالله بېله معنى ده او د اعتصام بحبل الله بېله معنى، يو ئې له الله تعالى سره د خپل تعلق او ارتباط ټينگ ساتل افاده كوي او بل ئې د الله په دين خپلي منگولي ټينگول افاده كوي.

په دې آيت سره د سورې دوهمه برخه پيل كېږي، د دې برخي عنوان ربط او مرابطه دئ، په دې كي له الله تعالى سره ربط، د الله تعالى له كتاب سره ربط او له مؤمنانو سره ربط او د دې ربط او تعلق ابعاد توضيح شوي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّـهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ﴿١٠٢﴾ وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّـهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّـهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا وَكُنتُمْ عَلَىٰ شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا ۗكَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّـهُ لَكُمْ آيَاتِهِ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿١٠٣

[102]- اې مؤمنانو! له الله هغسي ووېرېږئ لكه چي له ده د وېري تقاضاء ده او مه مرئ مگر دا چي مسلمانان وئ. [103]- او ټول د الله په رسئ منگولي ولگوئ او مه متفرق كېږئ او پر تاسو باندي د الله هغه نعمت راياد كړئ چي په خپلو كي سره دښمنان وئ، خو الله ستاسو په زړونو كي الفت واچاوو او د ده په نعمت سره په خپلو كي وروڼه وروڼه شوئ او تاسو د اور د يوې كندي په ژۍ وئ نو له هغې ئې وژغورلئ، همداراز الله تاسو ته خپل آيتونه بيانوي چي هدايت شئ.

(102-103)- وېره مو بايد له يوه الله وي، له هغه څه ځان وساتئ چي الله ناراضه كوي، له الله تعالى ستاسو وېره بايد داسي وي لكه له ده سره چي ښايي، تل او د ژوند ترپايه بايد د الله لارښوونو ته منقاد وئ، مرگ او ژوند مو بايد په اسلام او د مسلمانۍ په حالت كي وي. يوازي يوازي هم او ټول په گډه هم د الله په رسۍ منگولي ولگوئ، ستاسو د وحدت مزى بايد د الله دين وي، ټولي اړيكي مو بايد د الله د دين په بنسټ تنظيم او ټينگي شي، د الله دين د وحدت او يووالي ضامن دئ، په دين باندي په تمسك سره متحد كېږئ، كه د الله په دې رسۍ ستاسو منگولي سستي شوې متفرق كېږئ، له اختلافاتو سره مخامخ كېږئ او د اختلاف عواقب مو په خپلو سترگو ليدلي، هغه وخت راپه ياد كړئ، له مسلمانېدو مخكي وخت، هلته چي په سخت اختلاف اخته وئ، مدينه د اور يوې كندي ته ورته وه، هره شېبه د دې وېره وه چي د يوې تباه كوونكې جگړي په اور كي وسوزئ، خو الله تعالى خپل لوى او ستر نعمت، د دين عظيم نعمت ستاسو په برخه كړ، د دې الهي نعمت په وجه له اختلافاتو او د اور له هغي كندي وژغورل شوئ، ستاسو زړونه سره نږدې شول او وروڼه وروڼه شوئ.  

 وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ ۚ وَأُولَـٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿١٠٤﴾ وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ تَفَرَّقُوا وَاخْتَلَفُوا مِن بَعْدِ مَا جَاءَهُمُ الْبَيِّنَاتُ ۚ وَأُولَـٰئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿١٠٥﴾ يَوْمَ تَبْيَضُّ وُجُوهٌ وَتَسْوَدُّ وُجُوهٌ ۚ فَأَمَّا الَّذِينَ اسْوَدَّتْ وُجُوهُهُمْ أَكَفَرْتُم بَعْدَ إِيمَانِكُمْ فَذُوقُوا الْعَذَابَ بِمَا كُنتُمْ تَكْفُرُونَ ﴿١٠٦﴾ وَأَمَّا الَّذِينَ ابْيَضَّتْ وُجُوهُهُمْ فَفِي رَحْمَةِ اللَّـهِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿١٠٧

[104]- او له تاسو نه دي داسي يوه ډله (جوړه شوې) وي چي د خير په لوري بلنه وركوي، په معروف امر كوي او له منكر نه مخنيوى كوي او همدا دوى بريالي دي. [105]- او د هغو په څېر مه كېږئ چي په خپلو كي له هغه وروسته بېل بېل شول او اختلاف ئې وكړ چي څرگندي نښي ورته راغلې او د همدغو لپاره ستر عذاب دئ. [106]- هغه ورځ چي ځيني مخونه به سپين شي او ځيني مخونه به تور، نو هغه چي مخونه ئې تور شي، (ورته وبه ويل شي) آيا له خپل ايمان نه وروسته كافر شوئ؟ نو دا عذاب د دې لپاره وڅكئ چي كافر كېدئ. [107]- خو هغه چي مخونه به ئې سپين شي نو د الله په رحمت كي به وي، په هغه كي تلپاتي.

(104)- نو چي دين ستاسو د يووالي ضامن دئ او له دين نه د انحراف په نتيجه كي له بدو پايلو، شديد اختلاف او له داخلي جگړو سره مخامخ كېږئ او وطن به درته د اور كنده شي، نو په كار ده چي تاسو ټول په گډه داسي يوه ډله شئ چي كار ئې د خير په لوري بلنه، په معروف او غوره كارونو گمارنه او له كركجنو او منكرو كارونو نه مخنيوى وي، فلاح او بريا به د دغسي ډلي او امت په برخه كېږي.

دې ته مو پام وي چي دلته د امر بالمعرف او نهي عن المنكر صيغې كارول شوې، نه د انتقاد او اعتراض صيغې، دا يوازي انتقاد او اعتراض نه دئ، عملاً د ناراوو مخنيوى او حق ته اړ كول افاده كوي، دا له مجرد انتقاد او اعتراض نه ډېر فرق لري، ظالم او مفسد به له لاسه نيسئ، د ظلم او فساد مخه به ئې نيسئ، د حقپالونكو مرسته او ملگرتيا به كوئ.

د معروف لغوي معنى پېژندل شوى ده، يعني هغه څه چي سالم الفطرته انسان ورته په ښه سترگه گوري، ورته آشنا برېښي او له خپل فطرت سره ئې وړ او مناسب گڼي، د دين ټول احكام همداسي دي او د منكر لغوي معنى پردى يا كركجن ده، هغه څه چي د سالم فطرت خاوند ترې كركه لري، ورته ناآشنا برېښي او د خپلو فطري غوښتنو مغاير ئې گڼي، د دين ټول منهيات همداسي دي.

په آيت كي له (منكم امة) نه ټول امت مراد دئ نه په امت كي يوه برخه او يوه خاصه ډله، دا د امت د فرد فرد وظيفه ده. په وروستي آيت كي هم خطاب ټولو ته متوجه دئ او په110 آيت كي هم ويل شوي چي تاسو ټول غوره امت ياست، چي په معروف امر كوئ او له منكر نه مخنيوى كوئ. له دې دواړو هم معلومېږي چي له (ولتكن منكم امة) نه مراد ټول امت دئ. په دې اړه د احاديثو له سختو تأكيداتو هم دغه خبره معلومېږي:

عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم "من رأي منكم منكرا فليغيره بيده فإن لم يستطع فبلسانه فإن لم يستطع فبقلبه وذلك أضعف الإيمان" وفي رواية "وليس وراء ذلك من الإيمان حبة خردل".

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي پيغمبر عليه السلام وفرمايل: له تاسو نه چي چا كوم منكر وليد نو په خپل لاس دې بدل كړي، كه نه توانېدو نو په خپلي ژبي سره او كه نه توانېدو نو په خپل زړه سره او دا تر ټولو ضعيف ايمان دئ او په بل روايت كي دا هم راغلي چي له دې آخوا د مشنگ د دانې په اندازه ايمان هم نشته.

عن حذيفة بن اليمان أن النبي صلى الله عليه وسلم قال "والذي نفسي بيده لتأمرن بالمعروف ولتنهون عن المنكر أو ليوشكن الله أن يبعث عليكم عقابا من عنده ثم لتدعنه فلا يستجيب لكم "    رواه الترمذي وابن ماجه

له حذيفة بن اليمان نه روايت دئ چي پيغمبر عليه السلام وفرمايل: په هغه ذات قسم چي زما ژوند ئې په واك كي دئ، يا به هرو مرو په معروف امر كوئ او له منكر نه به مخنيوى كوئ او يا به الله تعالى له خپل لوري داسي عذاب درباندي راولېږي چي بيا به دعاء ورته كوئ خو هغه به ئې نه قبلوي.

(105-107)- له دې آيته معلومېږي چي د امر بالمعرف او نهى عن المنكر په وجيبه كي اهمال او غفلت په اختلاف منتج كېږي، كه مسلمانانو دا دنده ترسره نه كړه، د ظالم لاس ئې ونه نيوو، د فساد مقابله ئې ونكړه، د بدكارانو او مفسدينو مخنيوى ئې ونه كړ، د نېكانو او صالحينو په څنگ كي ونه درېدل، د حق پالونكو ملگرتيا ئې ونكړه، ښېگڼو ته د ودي وركولو په لار كي ئې خپل وخت او وس ونه لگاوو، د خلكو ترمنځ وحدت او يووالى به له منځه ځي، ټولنه به متفرق كېږي، په خلكو كي به شديد اختلافات راولاړېږي او د الله عذاب به په ټولو راپرېوځي. او د قيامت په ورځ خو به حالت داسي وي چي ځيني مخونه به سپين وي او ځيني تور، تور مخي به هغه وي چي يا په خپله په گناه ككړ وو او يا ئې د دغو ككړو ملگرتيا كړې وه او د دوى له گناه نه ئې كركه نه درلوده او مخنيوى ئې نه كاوو، دوى ته به ويل كېږي: آيا له خپل ايمان نه وروسته كافر شوئ؟ نو دا عذاب د دې لپاره وڅكئ چي كافر كېدئ. 

خو هغه چي مخونه به ئې سپين وي، له گناه نه ئې ډډه كړى وي، د صالحينو او نېكانو ملگرتيا ئې كړې وي، له مفسدينو او بدكارانو نه لري پاتي شوي وي او د دوى مخنيوى ئې كړى وي، دوى به د تل لپاره د الله په رحمت كي وي

 تِلْكَ آيَاتُ اللَّـهِ نَتْلُوهَا عَلَيْكَ بِالْحَقِّ ۗوَمَا اللَّـهُ يُرِيدُ ظُلْمًا لِّلْعَالَمِينَ ﴿١٠٨﴾وَلِلَّـهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَإِلَى اللَّـهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ﴿١٠٩

[108]- دا د الله آيتونه دي چي په حقه ئې پر تا لولو او الله پر نړۍ والو د ظلم اراده نه لري. [109]- او څه چي په آسمانونو او څه چي په زمكي كي دي ټول د الله دي او كارونه ټول د الله په لوري گرځول كېږي.

(108-109)- د مخكني مضمون په ارتباط ويل شوي چي دا الهي آيتونه دي، همداسي به كېږي، كه د دعوت سلسله قطع شوه، د مفسدينو او ظالمانو مقابله ونشوه، نو هم په خپلو كي شديد اختلاف ته انتظار وكړئ او هم د الله ستر عذاب ته، دا د الهي عدالت تقاضاء ده. بيا دعوتگرانو ته اطمئنان وركړى شوى چي ډاډه وي، په دې ئې باور وي چي د زمكي او آسمان هرڅه د الله دي، ټول امور د ده په واك كي دي، په كارونو باندي نتائج د ده له لوري مرتب كېږي. مه له دې وېرېږئ چي څوك به مو له كوم څه محروم كړي او مه له دې چي دعوت به مو بې نتيجې پاته شي او د خپلي مبارزې نتائج به ترلاسه نه كړى شئ.

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّـهِ ۗ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم ۚ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿١١٠

[110]- تاسو تر ټولو غوره امت ياست، چي د خلكو لپاره رابرسېره شوى، چي په معروف گمارنه كوئ او له منكر نه مخنيوى كوئ او په الله ايمان لرئ او كه اهل كتابو ايمان راوړى وى دا ورته غوره وو، ځيني ئې مؤمنان دي خو اكثر ئې فاسقان دي.

(110)- ستاسو د غوره والي څو اسباب دي: امر بالمعروف، نهي عن المنكر او پر الله ايمان، كه دا ځانگړتياوي او خصوصيات مو له لاسه وركړل، نو له دې لوړ او اوچت مقام نه راپرېوځئ او پر نورو خپل امتياز له لاسه وركوئ، بيا به تاسو د مخكنيو اهل كتابو په څېر شئ. اهل كتاب څنگه وو؟ په دوى كي كم شمېر كسانو ايمان درلود، اكثر ئې فاسق وو، ايمان لرونكو د فاسقانو مخنيوى ونكړ، له همدې امله له هغه مقام نه عزل شول او دا دنده تاسو ته وسپارل شوه. كه تاسو د دوى په څېر په داسي دوو ډلو ووېشل شئ، اكثر مو فاسق او محدود شمېر مو مؤمن او صالح وي، خو د فاسقانو مخنيوى ونكړئ، پاى به مو د دوى په څېر شي.

 لَن يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى ۖ وَإِن يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنصَرُونَ﴿١١١﴾ ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِّنَ اللَّـهِ وَحَبْلٍ مِّنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِّنَ اللَّـهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّـهِ وَيَقْتُلُونَ الْأَنبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ۚ ذَٰلِكَ بِمَا عَصَوا وَّكَانُوا يَعْتَدُونَ ﴿١١٢

[111]- له ربړولو پرته هيڅ تاوان نشي دررسولى او كه درسره وجنگېږي نو شا به درواړوي او بيا به ئې هيڅ مرسته ونشي. [112]- كه هر ځاى وموندل شي، ذلت پرې تپل شوى، مگر د كومي الهي رسۍ او يا د خلكو د كومي رسۍ په سبب (له دې ذلته وژغورل شي) او په الهي غضب اخته شول او مسكنت پرې وتپل شو، دا له دې امله چي د الله له آيتونو ئې انكار كاوو او په ناحقه ئې د الله پيغمبران وژل، دا له دې امله چي سرغړاوى ئې وكړ او تېرى ئې كاوو.

 (111)- دوى نور څه نشي كولى، يوازي په خپلو تېرو ژبو به تاسو ځوروي، خو كه ستاسو جنگ ته راووتل نو ډېر ژر به ماته وخوري او له ميدان نه به تښتي او د زمكي پر سر به داسي كوم ځواك پيدا نه كړي چي د دوى مرسته وكولى شي او له ماتي او رسوايي ئې وژغورلى شي.

 (112)- دوى به تل او په هر ځاى كي ذليل وي، مگر دا چي الله پناه وركړي او يا خلكو ته پناه وروړي، كېدى شي كله كله د نورو په پناه او حمايت كي مؤقتاً له ذلت نه وژغورل شي، خو تل به د الله په غضب اخته وي او د مسكنت آثار به د دوى د ژوند په ټولو برخو كي له ورايه برېښي، د دې ذلت، الهي غضب او مسكنت اسباب ئې دا دي:

  • د الله له آيتونو انكار.
  • د پېغبرانو مخالفت.
  • عصيان او سرغړاوى.
  • تعدى او تېرى.

او په حقيقت كي دا عصيان او تعدي ده چي انسان دې مرحلى ته ورسوي چي د الله له آيتونو انكار وكړي او د پيغمبرانو دښمني او مخالفت ته ملا وتړي.

لَيْسُوا سَوَاءً ۗ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّـهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ ﴿١١٣﴾ يُؤْمِنُونَ بِاللَّـهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَـٰئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿١١٤﴾ وَمَا يَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ فَلَن يُكْفَرُوهُ ۗ وَاللَّـهُ عَلِيمٌ بِالْمُتَّقِينَ ﴿١١٥

 

[113]- ټول سره برابر نه دي، د اهل كتابو يوه ډله (په حق) ولاړه (ډله) ده، د الله آيتونه د شپې په شېبو كي لولي، په داسي حال كي چي سجدې كوي. [114]- په الله او د آخرت په ورځي ايمان راوړي، په معروف امر كوي، له منكر نه مخنيوى كوي او په ښېگڼو كي تلوار كوي او دوى د صالحانو له ډلي څخه دي. [115]- او د خير كوم كار چي دوى كوي هيڅكله به ضايع نشي او الله په دغو متقيانو ښه پوه دئ.

(113-115)- ټول اهل كتاب داسي نه دي لكه مخكي چي ورته اشاره وشوه، په دوى كي يوه ډله داسي ده چي په خپل دين قائم دي، د الله په عبادت كي صادقانه لگيا دي، د شپې په زړه كي الله ته سجدې كوي او د ده د كتاب آيتونه لولي، پر الله او آخرت له زړه نه ايمان لري، په معروف امر او له منكر نه مخنيوى كوي، صالح دي او په ښېگڼو كي تلوار كوي. د الله په نزد كي د دغو متقيانو نېك عملونه خوندي دي.

دې ته مو پام وي چي دلته ويل شوي: يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ „: د الله آيتونه د شپې په شېبو كي لولي، په داسي حال كي چي سجدې كوي. د دې معنى دا نه ده چي د سجدې په حالت كي آيتونه لولي، دا ځكه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په سجدې كي د آيتونو لوستل منع كړي، آيتونه يوازي د قيام په حالت كي ويل كېږي، له (هم يسجدون) نه مراد دا دئ چي د لمانځه په حالت كي د الله آيتونه لولى.

مَثَلُ مَا يُنفِقُونَ فِي هَـٰذِهِ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا كَمَثَلِ رِيحٍ فِيهَا صِرٌّ أَصَابَتْ حَرْثَ قَوْمٍ ظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ فَأَهْلَكَتْهُ ۚ وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّـهُ وَلَـٰكِنْ أَنفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿١١٧

[116]- بې شكه هغه چي كافران شوي هيڅكله به له الله څخه نه د دوى مالونه څه ترې دفع كړى شي او نه ئې اولادونه او دوى دوزخيان دي، په هغه كي به تلپاتي وي. [117]- او په دې دنيوي ژوند كي چي څه خرڅوي مثال ئې هغه باد ته ورته دئ چي په كي سخته يخني يا اور وي او د هغه قوم كښت ته ورسېږي او تباه ئې كړي چي په خپل ځان ئې ظلم كړى او الله په دوى ظلم نه دئ كړى، بلكي دوى په خپله په خپل ځان ظلم كاوو.

(116-117)- كافرانو ته نه د دوى مال او اولاد څه گټه رسولى شي او نه ئې انفاق، نه په دنيا كي او نه په آخرت كي، انفاق ئې هغه كښت ته ورته دئ چي ناڅاپي تونده سيلۍ پرې راشي او تباه ئې كړي، دغسي د دوى كفر تباه كوونكې سيلۍ ده، د دوى كر، كښت تباه كوي.

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِّن دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ ۚ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ ۖ إِن كُنتُمْ تَعْقِلُونَ ﴿١١٨

[118]- اې مؤمنانو! له خپلو مؤمنانو پرته نور ځان ته رازدار مه نيسئ، هيڅ خرابي درنه نه سپموي، هغه څه خوښوي چي تاسو ځوروي، بغض خو ئې له خولو څرگند شوى، خو څه چي د دوى سينې ئې پټ ساتي تر دې هم ستر دئ، موږ خو تاسو ته آيتونه بيان كړل كه تعقل كولى شئ.

(118)- مؤمنان له دې منع شوي چي غيرمؤمن ځان ته رازدار كړي او كوم داسي كار ورته وسپاري چي د مؤمنانو په رازونو پوهېدل ورته آسان كړي، بطانة په اصل كي د جامې لاندنۍ برخي (استر) ته وايي او دلته ترې مراد نږدې دوست او رازدار دئ، مؤمنانو ته امر شوى چي له مؤمنانو پرته نور دومره ځان ته نږدې نه كړي چي د مسلمانانو په اسرارو خبر شي، له دښمن سره دوستي لږ تر لږه دا تاوان لري چي په اسرارو د خبرېدو موقع په لاس ورځي، نو ځكه امر شوى چي دوى ځان ته مه نږدې كوئ، دوستي ورسره مه كوئ، دوى تاسو ته په تاوان رسولو كي سپماوى نه كوي، هڅه او خوښه ئې دا وي چي تاسو له كړاوونو او ستونزو سره مخامخ شئ، د دښمنۍ او عداوت كومي خبري چي تاسو د دوى له خولې اورئ په زړونو كي تر دې زياته كينه درته لري، هم د الله د لارښوونو تقاضاء دا ده چي له دوى سره دوستي ونكړئ او هم د عقل تقاضاء.

 هَا أَنتُمْ أُولَاءِ تُحِبُّونَهُمْ وَلَا يُحِبُّونَكُمْ وَتُؤْمِنُونَ بِالْكِتَابِ كُلِّهِ وَإِذَا لَقُوكُمْ قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَوْا عَضُّوا عَلَيْكُمُ الْأَنَامِلَ مِنَ الْغَيْظِ ۚ قُلْ مُوتُوا بِغَيْظِكُمْ ۗ إِنَّ اللَّـهَ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿١١٩﴾ 

[119]- دا دئ تاسو دوى ښه ايسوئ خو تاسو د دوى ښه نه ايسئ او چي درسره مخامخ شي وايي: موږ ايمان لرو! او چي گوښه شي نو پرتاسو د خپل غيظ او كينې له وجهي خپلي گوتې چيچي، ورته ووايه: په خپل غيظ سره ومرئ، بې شكه چي الله د سينو په شته وو ښه پوه دئ.

(119)- تاسو ورسره محبت كوئ، خو هغوى درسره محبت نه لري، تاسو ئې دوستان گڼئ خو هغوى مو دوستان نه گڼي، تاسو گمان كوئ چي دوى تر مشركانو ښه دي، موږ ته رانږدې دي، خو هغوى ستاسو په اړه داسي فكر نه كوي، تاسو تر مشركينو ښه نه گڼي، زړونه ئې له كينې ډك دي، مخامخ خپله دښمني نه اعلانوي، برعكس د ايمان دعوى كوي او وايي چي موږ په ټولو هغو شيانو ايمان لرو چي تاسو پرې ايمان لرئ، خو په خفا كي له كينې نه گوتې چيچي. الله ښه پوهېږي چي په خپلو سينو كي ستاسو لپاره كوم بد عزائم او څومره كينه لري.

إِن تَمْسَسْكُمْ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِن تُصِبْكُمْ سَيِّئَةٌ يَفْرَحُوا بِهَا ۖ وَإِن تَصْبِرُوا وَتَتَّقُوا لَا يَضُرُّكُمْ كَيْدُهُمْ شَيْئًا ۗإِنَّ اللَّـهَ بِمَا يَعْمَلُونَ مُحِيطٌ ﴿١٢٠

[120]- كه كومه ښېگڼه درورسېږي دا ئې خفه كړي او كه كوم كړاو درورسېږي پر دې خوښ شي او كه صبر او ځان ساتنه وكړئ د دوى دسيسې هيڅ تاوان نشي دررسولى، بې شكه چي الله د دوى په كړنو محيط دئ.

(120)- په دې آيت سره د دې مباركي سورې درېيمه برخه شروع كېږي، په دې كي د تقوى څرنگوالى او اهميت ښودل شوى. شروع ئې له دې شوې چي كه په تاسو كي (صبر) او (تقوى) وي نو د دښمن هيڅ كيد او مكر او هيڅ تدبير او توطئه هيڅ تاوان او ضرر نشي دررسولى. ستاسو د (تقوى) په نتيجه كي به الله تعالى د دښمن ټولي هلي ځلي، دسيسې او توطئې شنډي كړي، دا ځكه چي الله تعالى د دوى په هر څه احاطه لري، هيڅ څه ئې د الله له سلطې او سيطرې بهر نه دي، دوى د الله د ارادې او واكمنۍ په وړاندي محكوم دي، له هغه څه نه علاوه كوم كار نشي كولى چي الله ورته توفيق وركړي، داسي نه ده چي دوى د الله له سيطرې بهر وي او چي څه وغواړي هغه ترسره كولى شي. دا ډېره ستره خبره او د الله له لوري ډېره لويه وعده او ډاډينه ده، نو ځكه له دې وروسته د دې خبري د اثبات لپاره يو ستر تاريخي ثبوت او يوه عملي بېلگه وړاندي كوي، خو په داسي حكيمانه اسلوب سره چي په ضمن كي ئې بې شمېره ارزښتناكي لارښووني هم د متقيانو مخي ته ږدي.

 وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ ۗ وَاللَّـهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿١٢١

[121]- او كله چي په سباوون كي له خپله كوره راووتې او مؤمنان دي د جنگ لپاره په مورچلو كي ځاى پر ځاى كول او الله ښه پوه اورېدونكى دئ.

(121)- دلته د احد جنگ ته اشاره شوې، په دې جنگ كي پيغمبر عليه السلام په خپله د مجاهدينو لارښوونه كوله، هر چا ته ئې خپله مورچل او وظيفه سپارله، قريش له درې زره فوځ سره پر مدينې منورې د بريد لپاره راخوځېدلي وو، غوښتل ئې د بدر د تاريخي ماتي غچ واخلي، پوره تيارى ئې نيولى وو، شمېر او وسائل ئې هومره وو چي مخامخ پر مدينې منورې د بريد او د هغې د فتح كولو لپاره ئې كافي گڼل، د مدينې په لوري د لښكر له خوځېدو سره سم پيغمبر عليه السلام ته اطلاع ورسېده، له خپلو يارانو سره ئې مشوره وكړه، د صحابه وو د اكثرو مشرانو رأيه دا وه چي د مدينې له منځ نه دفاع وكړي، د پيغمبر عليه السلام خپله رأيه هم دا وه، له جنگي لحاظه هم دا تر دې غوره وه چي له مدينې نه بهر د دښمن مقابله وشي، د مدينې له منځه دفاعي جنگ هم د دې لپاره مفيد وو چي دښمن ته كوڅه په كوڅه او كور په كور جنگ كول گران وو او هم له دې لحاظه چي د مدينې ټولو اوسېدونكو به ناچار د دفاع لپاره په جنگ كي برخه اخيسته، مسلمانانو د قريشو مقابلې ته تر زرو كسانو زيات فوځ نه شو ايستلى او دا د دښمن د شمېر په پرتله ډېر كم وو، هر يوه به د دريو كسانو مقابله كوله، خو د مدينې له منځه د دفاع په صورت كي دا كمى پوره كېدو. خو د مدينې ځينو ځوانانو په دې ټينگار كاوو چي له مدينې بهر د دښمن مقابله كوو. د دوى ټينگار ته په پام سره په مجلس كي فيصله وشوه چي د دښمن مخي ته وروځو. پيغمبر عليه السلام د جُمعې د ورځي په لمانځه كي ډېره جامع او مؤثره وينا وكړه او مسلمانان ئې د دښمن مقابلې ته ترغيب كړل. كه څه هم هغه ځوانان د پيغمبر عليه السلام د رأيي په مقابل كي په خپلي رأيي له ټينگار نه نادم شوو، راغلل او وئې ويل: يا رسول الله! موږ له خپلي رأيي منصرف يو، كه دي خوښه وي دا فيصله بدله كړه، خو پيغمبر عليه السلام دا مناسبه ونه گڼله چي له اعلانه وروسته او په داسي وخت كي دا فيصله بدله كړي چي په خپله ئې هم ذره اغوستې وه او نور هم تيار او د تلو په حالت كي وو.

له نږدې زرو كسانو سره له مدينې نه د احد د غره په لوري وخوځېدو، په لاره كي د منافقينو سردار ابى بن سلول له خپلو دريو سوو پلويانو سره، له مجاهدينو بېل شو او بېرته مدينې ته وگرځېدو، د ده بېلېدو ځيني مسلمانان پرېشانه كړل، نږدې وه چي د مدينې دوه قبيلې بنو حارثه او بنو سلمه هم ترشا شي، خو د نورو مسلمانانو په وينا راتم شول، پيغمبر عليه السلام د احد د غره په لمنه كي مجاهدين ځاى پر ځاى كړل، داسي چي غر ئې شا ته وو، دې كار هم له شا نه د دښمن د بريد مخه نيوله او هم د ماتي په صورت كي تر شا كېدل ئې ورته آسانه كاوو. له لازمي ترتيب او تنظيم نه وروسته د دښمن رارسېدو ته په انتظار كښېناست، د غشيو ويشتونكو يوه پياوړې ډله ئې د عبدالله بن جبير رضي الله عنه په مشرۍ د يوې داسي غونډۍ پر سر مؤظف كړه چي له اړخ نه ئې د دښمن د احتمالي حملې مخه نيولى شوه. دوى ته ئې په تأكيد سره وويل چي له دې ځايه به په هيڅ صورت كي نه خوځېږئ، نه د فتحي په صورت كي او نه د ماتي په صورت كي. په لومړي سر كي او له نښتي د مخه، د دواړو خواوو څو جنگياليو، د عربو د هغه وخت له دود، دستور سره سم، بېله بېله، د تورو مقابله وكړه، د قريشو دولس ديارلس نوميالي او مشهور جنگيالي ووژل شول، بالآخره مخامخ نښته پيل شوه، د قريشو فوځ له لږ مقاومته وروسته ماتي وخوړه او د مكې په لور په تېښته سر شول، مړي، زخميان، وسائل او سامان ئې په ميدان كي پاتي شول، ځينو مجاهدينو دښمن تعقيب كړ خو ځيني نور د غنائمو په راټولولو مصروف شول، د غشيو ويشتونكو د هغي ډلي ځينو كسانو احساس كړه چي دښمن وتښتېدو، نور نو دلته پاته كېدل ضروري نه دي، له غونډۍ راكوز او د ميدان په لوري وخوځېدل، هم ئې د پيغمبر عليه السلام هغه تأكيدي هدايت له پامه وغورځاوو او هم ئې د خپل مشر عبدالله بن جبير مكرره غوښتنه. خالد بن وليد چي د قريشو د سپرو د ډلي مشري ئې كوله له دې فرصته استفاده وكړه، د غره له شا راتاو شو، د غونډۍ پر سر پاته لس يولس مجاهدينو مقابله وكړه، خو ټول په شهادت ورسېدل. دغه ناڅاپي بريد مسلمانان سخت پرېشانه كړل، د تېښتي په حال كي قريش هم بېرته راوگرځېدل او مسلمانان له دوو خواوو تر بريد لاندي راغلل، ډېر جنگيالى په شهادت ورسېدل، پيغمبر عليه السلام زخمي شو، د ده له زخمي كېدو سره سم، دښمن دا افواه خوره كړه چي پيغمبر عليه السلام په شهادت ورسېدو، دې هيبتناكي افواه د ډېرو غوړگي وښويولې، ځيني غره ته وختل او ځيني د مدينې په لوري ترشا شول، دښمن جنگ گټلى وو، پر مدينې باندي د حملې لپاره ښه فرصت په لاس ورغلى وو او د هر چا گمان دا وو او د عقل حكم هم دا، چي دوى به اوس په مدينې بريد كوي، خو برعكس هغوى جنگ متوقف كړ او له لنډ توقف وروسته له ميدانه د مكې په لور وخوځېدل. دا نښته د هجرت په درېيم كال د شوال په مياشت كي وشوه او د احد د غزا په نامه ونومولې شوه. په وروستيو آيتونو كي د دغي جگړي په اړه يو ډېر جامع او هراړخيز بحث شوى.

...



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018