تفصیل | شهادت 

18th September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دايکندي- کندهار : ترافيکي پېښو کې ۴۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

2018-03-14

د کندهار- کابل پر لويه لاره د ميوند ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ۳۰۳ مسافر وړونکي بس او کرولا ډوله موټر په ټکر کې څلوردېرش کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د والي وياند قدرت الله خوشبخت وايي، نن سهار مهال د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کرولا او بس موټر تر منځ ټکر شوی چې له کبله يې اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه ويشت نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، په مړو او ټپيانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي، د پېښې ټپيان د تداوۍ لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه راز د دايکندي د والي وياند سيد اکبر ناطقي هم په دغې ولايت کې د يوې ترافیکي پېښې د رامنځته کېدو خبر ورکړی.

د ناطقي په خبره، د دايکندي په شهرستان ولسوالۍ کې د يوه فلاينکوچ موټر د چپه کېدو له کبله دوه مېرمنې او يو نارينه مړه شوي او څلور تنه نو ټپيان دي.

پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ مربوط د پای بېط سيمه کې د هلمند د سيند په غاړه رامنځته شوې ده.

په هېواد کې د ترافیکو پېښو د رامنځته کېدو ستر لامل د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتياطي بلل کېږي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th September, 2018