تفصیل | شهادت 

18th June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

خوست کې دوه موټربمونه له څلورو وسله والو سره نيول شوي

2018-03-14

 خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو دوه موټربم له څلورو وسله والو کسانو سره نيولي دي.

په دغه ولايت کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا وياند تورن عبدالله  وويل چې دغه موټربم تېره شپه د يادې ولسوالۍ په اړوند يوه سيمه کې نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((يو سراچه او يو سرف موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک وو، څلورو وسله والو کسانو د خوست ښار پر لور روان کړي وو چې د کشفي راپورونو پر بنسټ ونيول شول.))

د ملي اردو دغه وياند زياته کړه چې دواړه موټربمونه له نيول کېدو وروسته شنډ شوي او دغه راز له نيول شوو کسانو سره يو ميل کلاشينکوف او څلور ميله تومانچې هم نيول شوي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د يادو موټربمونو په اړه له رسنيو سره کومه تبصره نه ده کړې.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم د خوست په موسی خېل او نادرشاه کوټ ولسواليو کې دوه موټربم هدف ته له رسېدو مخکې افغان امنيتي ځواکونو  نيولي او شنډ کړي وو.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th June, 2018