تفصیل | شهادت 

20th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

رهبرموهم دسولی هم جهاد میدان ګـــټلی -- بوستان یی دنارنج دشوفصلونو ننــــګرهاره

2018-03-19

تاریخ دی کړروښانه دګلونو ننــګرهاره 
هیواددرباندی ویاړی دقومونو ننــګرهاره 

چی قدرمودسولی  دآزادی درهــبرکړی 
نورتل دی یادومه په شعرونو ننــــګرهاره 

رهبرموهم دسولی هم جهاد میدان ګـــټلی 
بوستان یی دنارنج دشوفصلونو ننــــګرهاره 

داټوله دروند ولس چی نن دمشرمخ ته ناست ده 
کوی ټول دلالت پر محبتونو ننـــګرهاره 

داستاآب او هوابه پرجهان باندی ورنه کړم 
هرفصل کی دی خونددموسمونو ننــــګرهاره 

محب دی په قلم باندی صفت لیکلی نشم 
ته سرشوی دهیواد دټول زونونو ننــــګرهاره 

         {محب الله محب}



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th July, 2018