تفصیل | شهادت 

11th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د امریکا لوی د رستیز کابل ته راغلی

2018-03-20

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لوی درستیز جوزف دانفورد د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوشنبې پر ورځ کابل ته رسیدلی، چې په افغانستان کې د افغان او خپلو پوځونو په مقابل کې د طالبانو مقاومت او د جګړې مثبت او منفي اړخونه وارزوي.

ویل کیږی، چې له دې پوځي پلاوي سره د دغه هېواد استخباراتي چارواکي او د پوځي ستراتیژۍ او لوژیستیک کارپوهان هم مل شوي دي.

ښاغلي دانفورد سفري خبریالانو ته ویلي: زه غواړم؛ د جګړې د ډګر له خپلو هغو برحاله سلاکارانو سره لیدنه ولرم، چې د جګړې په ډګر کې هره ورځ له افغانانو سره کار کوي او غواړم وپوهیږم، چې مونږ د کار کومې پایلې ته رسیدلي یو.

د پنتاګون په ګزارش کې دا هم راغلي، چې د پلاوي نور چارواکي به د افغانستان بېلابېلو برخو ته د کره معلوماتو د راټولولو لپاره ولاړ شي او په پای کې به جنرال دانفورد د راتلونکیو ننګونو او ستونزو بشپړ انځور تر لاسه کړي.  

ویل کیږي، چې د امریکا دغه لوړ پوړی چارواکی به په افغانستان کې له افغان او امریکایي لوړپوړیو چارواکو سره هم وګوري؛ خو د دغه سفر موخه د هغو امریکایي پوځيانو لیدنه ده، چې د جګړې په ډګر کې افغان ځواکونو ته ښوونیز او مشورتي ملاتړ برابروي.

جنرال دانفورد په افغانستان کې د ۲۰۱۳ له فبرورۍ څخه د ۲۰۱۴ کال تر اګست پورې د ناتو ځواکونو قومندان و او د دې هېواد وګړي ښه پېژني.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2018