تفصیل | شهادت 

22nd September, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د پاکستان لومړي وزير کابل ته د سفر بلنه ومنله

2018-03-20

 د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي کابل ته د رسمي سفر په اړه د ولسمشر اشرف غني بلنه منلې ده.

ولسمشر غني دغه بلنه څو ورځې مخکې کابل ته د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصر جنجوعه د سفر پر مهال ورکړې وه.

پاکستانيو رسنيو د کب په ٢٩مه د بهرنيو چارو وزارت د سرچينو په حواله خبر ورکړى چې لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د ولسمشر غني بلنه منلې ده.

سرچينې زياته کړې چې د دواړو هېوادونو د لوړو پوړو چارواکو تر منځ ليدنو کتنو او سفرونو سره به دوه اړخيزې اړيکې پياوړې شي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د دغه سفر نېټه به د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکي چينلونو له لارې وټاکل شي.

سرچينې هيله څرګنده کړه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني به هم په نږدې راتلونکي کې اسلام اباد ته سفر وکړي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd September, 2018