تفصیل | شهادت 

19th April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ولسمشر غني :د وسله‌والو ځواکونو ځای پرځای کول باید ناسم تعبیر نه شي، په کورنیو چارو وزارت سرتاسري پانګونه کېږي.

2018-03-21

 ولسمشر غني له کورنيو چارو وزارت د عامه نظم قومندانۍ علم شريف ملي دفاع وزارت ته د سپارلو په مراسمو کې وويل چې ملي دفاع وزارت ته د عامه نظم قومندانۍ د انتقال هدف د واحدې قومندې رامنځته کول دي.

له ارګ څخه ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر او د وسله‌والو ځواکو اعلی سرقومندان محمد اشرف غني په حضور کې له کورنیو چارو وزارت څخه د عامه نظم قومندانۍ علم شریف ملي دفاع وزارت ته وسپارل شو.

سرچينه کاږي، دغه مراسم چې د ملي دفاع وزارت په مقر کې جوړ شوي وو، جمهور رئیس وویل، د عامه نظم قومندانۍ له انتقال سره د کورنیو چارو وزارت اهمیت زیات شوی، ځکه پخوا دا وزارت له اصلي دندې چې د قانون نافذول وو، وروسته پاتې وو او د ده توجه تل په کورنیو چارو وزارت متمرکزه وه.

ده څرګنده کړه، د وسله‌والو ځواکونو ځای پرځای کول باید ناسم تعبیر نه شي، په کورنیو چارو وزارت سرتاسري پانګونه کېږي.

دى وايي: "زما لارښوونه دا ده چې له پولیسو هراړخیز ملاتړ وشي او باید تلفات راټیټ شي او ستاسې له هر فرد څخه ساتنه زموږ ملي او اسلامي وجیبه ده."

هغه زیاته کړه، د عامه نظم قومندانۍ د انتقال هدف د واحدې قومندې ایجاد دی، ځکه تر هغو چې واحده قومنده نه وي، زموږ وسله‌وال ځواکونه هدف ته نه شي رسېدی. 

نوموړي د مسوولیت او صلاحیت پر تفکیک، واحد پلان جوړولو او په واحدې او منسجمې سوق او ادارې ټینګار وکړ.

ده وویل، عامه نظم به د کمانډو او ځانګړې قوا سره په همغږۍ ښه ظرفیت جوړ کړي، ترڅو سیمې په اساسي ډول وساتي او دا ځواکونه به په ښو تجهیزاتو مجهز شي.

دى زياتوي: "خلک، دولت، امنیتي او دفاعي ځواکونه باید واحد صف ولري او نن د ویاړ ځای دی چې خلک په بې ساري ډول له خپلو وسله‌والو ځواکونو څخه ملاتړ کوي، زه د خلکو څخه د هغو د ملاتړ له امله مننه کوم او له تاسې هم مننه کوم چې دغه باور مو رامنځته کړی دی."

د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان زیاته کړه، زموږ د وسله‌والو قواو په لیکو کې تفرقه، سیاست او کوچني هویتونه ځای نه لري او زموږ ځواکونو باید یوازې د افغانستان بیرغ او علم شریف ته ژمن وي.

غني وویل، اصلاحات زموږ د کار په لومړیتوب کې قرار لري او له اداري فساد سره مبارزه حیاتي بحث دی، اړتیا ده اساسي اصلاحات رامنځته شي چې د څلور کلن امنیتي پلان سره سم به راتلونکی کال کې دغه اصلاحات عملي شي.

هغه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او سرښندنې وستایلې، وې ویل، ۱۳۹۶ کال سخت و، خو ستاسې د قربانیو له برکته د بریالیتوب جهت وټاکل شو.

جمهور رئیس وسله‌والو قواو ته په خطاب کې وویل: "ستاسو د سرښندنو، مدیریت او ښې همغږۍ له امله په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان دښمنان ونه توانېدل چې خپلو موخو ته ورسېږي او تاسې په سنګر او دفتر کې عمده دندې ترسره کړي."

د هېواد جمهور رئیس  د اصلاحي ګامونو د اخیستو په خاطر د امنیتي سکتور له رهبرۍ څخه په مننې وویل، په ۱۳۹۶ کال کې سرتاسري اصلاحات ترسره شول او د هراړخیزه اصلاحاتو لپاره مو څلور کلن تهداب کېښود.

هغه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د ښځو رول ارزښتناک وباله او هغوی یې وستایلې.

د وسله‌والو ځواکونو اعلی سرقومندان څرګنده کړه، زموږ د وسله‌والو قواو د هڅو په پایله کې بین‌المللي ستراتېژي بدله شوه او د دې موقع راکول شوه چې د سیاست په ډګر کې بریالي شو.

ده زیاته کړه: "که ستاسې قربانۍ او ژمنتیا نه وای، موږ د سولې هر اړخیز او واقعي پلان  نشوای وړاندې کولای او د سولې په دې پلان سره به زموږ د خلکو هیلې پوره شي."

په یادو مراسمو کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیرانو د عامه نظم قومندانۍ د لېږد د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ چې په همغږۍ او کډو هڅو به د قواو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او په منسجمو پلانونو به د دښمن شوم پلانونه خنثا کړي.

دغه راز د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندانۍ مرستیال هم ډاډ ورکړ چې د افغانستان د وسله‌والو قواوو څخه به خپل ملاتړ ته د تېر په څېر دوام ورکړي او د روزنې او مشورې ورکولو په برخو کې به د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي او له هغوی به هر اړخیز ملاتړ کوي.

په دې مراسمو کې له کورنیو چارو وزارت څخه ملي دفاع وزارت ته د عامه نظم قومندانۍ د لېږد پروسې اسناد د جمهوررئیس غني په حضور کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزیرانو لاسلیک کړل.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th April, 2018