تفصیل | شهادت 

20th July, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د نقیب الله محسود په وژنه تورن پوليس افسر نيول شوی

2018-03-21

د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، د دغې هېواد په کراچۍ ښارکې د پوليسو پخوانی افسر راو انور چې د يوه محسود ځوان په وژنې تورن  دی نيول شوی دی.

په کراچۍ کې د نقيب الله مسحود له وژل کېدو وروسته د راو انور پر ضد په محکمه کې عریضه وشوه او نوموړی پوليس د جنورۍ مياشتې له ۲۳ نیټې راهيسې پټ و.

د پاکستان په تلويزيونونو کې ښودل کېږي چې نوموړی په يوه کرولا موټر کې د پوليس سره يوځای محکمې ته حاضر شوی دی.

د پاکستان سترې محکمې د راو انور د نيولو امر کړی و ويلي و که راو انور ته چا پناه ورکړه هغه به هم محکمې ته ځواب وايي او تازه د دغې محکمې مشر ويلي، چې د راو انور نه د پلټنو لپاره دې يوه پنځه کسيزه ګډه پلټونکې ډله جوړه شي.

د جنوبي وزيرستان د مکين سيمې يو ځوان نقیب الله محسود په تيره جنورۍ مياشت کې ووژل شو.

د دغې عملياتو مشري د راو انور په غاړه وه او رسنيو ته يې ويلي و چې نوموړی د پوليسو سره په ډزو کې وژل شوی خو د محسود خپلوان او خواخوږي ادعا کوي چې نقيب الله لومړی له خپل کار ځای څخه د پوليسو له لوري وړل شوی او وروسته وژل شوی دی.

د نقیب الله محسود په وژنه په پاکستان او افغانستان کې لاريونونه وشول او د هغه له وژنې وروسته د منظور پښتين په نوم يو ځوان د پښتون ژغورنې غورنګ په نوم خوځښت پيل کړ.

منظور پښتون او غورځنګ يې وايي، چې د نقیب الله محسود قاتلینو ته دې د اعدام سزا ورکړل شي، د پاکستان په زندانونو کې سلګونه پښتانه بنديان دي ټول دې خوشې شي او دغه راز په وزيرستان کې دې په عملياتو کې له ولسي خلکو سره نرمښت وشي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د نقیب الله محسود په وژنې تورن افسر راو انور ته محکمه څه ډول سزا واوري.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th July, 2018