تفصیل | شهادت 

19th April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اولسمشره: دکندوز دشهيدانو په اړه !

2018-04-11

اولسمشره مدرسې ټولې بمبار کړه
چې بچى مې نه ملا شي نه طالب شي
اولسمشره زمونږ وينې ټولې ورکړه
چې خوشاله پرې يهود شي او صليب شي

اولسمشره د قران سينه سورۍ کړه
چې ياسين په ژړا سر الله ته ورشي
اولسمشره بخاري کړه پاڼې پاڼې
چې خفه شي پيغمبر الله ته ورشي

اولسمشره څه عجيبې کارنامې کړې
ستا ګولۍ دي او د قام د بچو سر دى
جانماز پسې مې سرې غوښې نښتي
د امام په وينو سور زما ممبر دى

اولسمشره همدغسې مخکې درومه
د بادار د لاس کاري پلان تطبيق کا
د مشرق او د مغرب رنګونه يو کړه
په جومات کې بازاري پلان تطبيق کا

اولسمشره د نفوس شميرنه وکا
که ډير شوى وي بمونه ورته ډير کا
د مغلو د چنګيز په لاره لاړ شه
دا اولس په يوه ورځ له تيغه تير کا

خو دا بله مشوره مې هم پر ځاى کړه
څوک پيدا کړه چې قران درته تفسير کړي
دا اولس له مسلمانې خټې جوړ دى
برنامې به دې له بيخه نه تغير کړي

ته چې وږى شې کيکونه او پاپړ خورې
خو زما اولس چې وږى شي جوار خوري
له تاريخه ناخبره مفکره
دا اولس پيړۍ کې دوه ځله کفار خوري

مسلمه امت د دې ځمکې وارث دى
له دې خاورې ورکيدل يي ناممکن دي
د يوه په مرګ پنځه راژوندي کيږي
په مرګونو کميدل يي ناممکن دي

د دې بورو ميندو کړيکې خوارې نه دي
د لښکرو هومره زور ورسره مل دى
ايوبي لښکرې بيا راولاړيږي
د ميوند د ټپو شور ورسره مل دى

اولسمشره که د خداى حضور ته لاړې
دا زخمي زخمي قران به درپسې وي
يو سپيڅلي عدالت ته به دې بيايي
مسلمان افغانستان به درپسې وي

سميع الله تړون. اسداباد



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th April, 2018