تفصیل | شهادت 

14th December, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په خوست کې افغان ځواکونو له پاکستانيو سرتېرو یوه سرحدي پوسته نیولې

2018-04-15

په خوست کې د یکشنبې د سهار له اته نیمو بخو راپدیخوا د افغان او پاکستانیوسرتېرو تر منځ د دیورند کرښې په اوږدو کې نښته پیل شوې او او تر دې دمه افغان ځواکونو ترې یوه سرحدي پوسته نیولې ده.

 د ځاځي میدان په پاړه چنار سیمه کې د دواړو خواوو تر منځ سخته نښته پیل شوې او ځایي اوسدونکیو هم د افغان سرتېرو د ملاتړ لپاره د پاکستانيو سرتېرو پر وړاندې وسله راپورته کړې ده.

د خوست سرپرست امنیه قومندان عبدالحنان وایي؛ جګړه هغه مهال پیل شوه، چې پاکستانيو سرتېرو د جنډو په غره کې پر افغان سرتېرو برید وکړ.

نوموړی زیاتوي؛ تر اوسه درې پاکستاني سرتېري وژل شوي، چې جسدونه یې هم افغان سرتېرو ته پاتې دي او یو ژوندی نیول شوی دی. همداراز یو افغان پولیس او یو افغان پاڅون کوونکيو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په وینا؛ درې ملکي کسان ټپیان دي. 

هغه دا هم ویلي، چې افغان سرتېرو د پاکستانيو سرتېرو یو شمېر وسلې او یوه پوسته هم نیولي ده.

د سیمې اوسیدونکي وایي، نږدې ۵۰۰ پورې ځایي خلک سرحد ته رسیدلې دي او په خپلو وسلو د خپلې خاورې ساتنه کوي. 

د خوست والي په نظامي لباس کې له تازه سرتېرو سره ځاځي میدان ته تللی دی. 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

14th December, 2018