تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

"افغان دولت، د بروکسل کنفرانس ۷۰ سلنه ژمنې عملي کړې دي"

2018-04-17

 د افغانستان د ماليې وزارت په بروکسل کنفرانس کې د افغاستان د۷۰ سلنه ژمنو د عملي کېدو خبر ورکوي او وايي چې ټاکل شوې ده په چنګاښ مياشت کې په کابل کې د افغانستان لپاره د جينوا کنفرانس پيليزه ناسته ترسره شي.

د راپور له مخې، د بروکسل ناستې ګډونوال چې د ۱۳۹۵ کال د تلې په مياشت کې د ۷۰ هېوادونو او ۲۰ نړيوالو سازمانونو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون ترسره شوه، اعلان وکړ چې په څلورو کلونو کې له افغانستان سره ۱۵.۲ميليارده ډالر مرسته کوي.

د ماليې وزير محمد اکليل حکيمي چې نن يې د ولسي جرګې په استماعيه ناسته کې ګډون کړی و، وويل چې ټاکل شوې ده د روان کال د نوامبر په ۲۷مه او ۲۸مه، په جينوا ښار کې د افغانستان لپاره د بروکسل کنفران د دوه اړخيزه ژمنو د تعقيب او ارزونې لپاره د افغان ولسمشر او ملګرو ملتونو د عمومي منشي، د ۷۲ هېوادونو د بهرنيو او پراختيايي چارو وزيرانو او ۳۵ نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون ترسره شي.

نوموړي په دې اړه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې د دې ناستې اجنډا جوړه شوې او د روان کال په چنګاښ مياشت کې په کابل کې د دغه کنفرانس د ترسره کېدو په موخه يوه پيليزه ناسته ترسره کېږي.

نوموړي وويل چې افغان دولت، د بروکسل کنفرانس ۷۰ سلنه ژمنې عملي کړې او پاتې يې د ترسره کېدو په حال کې دي، خو تمويلوونکو خپلې ډېرې ژمنې نه دي عملي کړې.

د ماليې وزير چې ولسي جرګې ته يې د ملي يووالي حکومت د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکول، وويل چې د افغان دولت عوايد، په تېر مالي کال کې د رامنځته شوو اصلاحاتو له امله، د تېر ۱۳۹۳ کال په پرتله (د ملي يووالي حکومت له جوړېدو وروسته) ۷۰سلنه ډېر شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دولت د ۱۳۹۳ کال عوايد نږدې ۹۰ميليارده افغانۍ وو.

نوموړي دغه راز زياته کړه چې افغان حکومت ګاونډيو هېوادونو ته د ماليو له تښتې د مخنيوي په موخه ځيني هوکړه ليکونه لاسليک کړې دي، چې له مخې يې ګاونډي هېوادونه اړ دي چې د افغانستان له ماليې وزارت سره لازم ګمرکي معلومات شريک کړي.

هغه وويل چې تاجکستان دغه کار عملأ پيل کړی او ازبکستان، ايران، پاکستان او چين هېوادونه  به هم په نږدې راتلونکي کې له دغه هوکړه ليک سره سم عمل وکړي.

هغه زياته کړه چې د افغانستان پر ځان بسياينې لپاره ځيني کارونه تر لاس لاندې دي چې په عملي کېدو سره به يې له ۲۰۲۴کال وروسته د افغانستان عادي او انکشافي بوديجه له خپلو کورنيو عوايدو تمويل کړي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018