تفصیل | شهادت 

19th April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

عمران خان: امریکا پاکستان د «ټشو پېپر» په توګه کارولی

2018-04-17

د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان ویلي چې امریکا هر وخت پاکستان د ټشو پیپر «تشناب کاغذ» په توګه کارولی.

نوموړي د روسیه ټوډې تلویزون سره په مرکه کې وویل: «متاسفانه چې د پاکستان اقتصادي وضعیت قوي نه دی، بلکې د یوه اقتصادي بحران سره مخ دی، ځکه نو د امریکا اقتصادي بندیزونه به یې نور هم کمزوری کړی، خو زه وایم، ایا دا عدالت دی؟ ایا دا روا دي؟ ایا امریکا به پاکستان داسي کاروي لکه یو ټشو پیپر چې هر څومره یې وکاروي، اخیر یې بیا هم غورځوي؟ زه فکر کوم دا ډیر غیر اخلاقي کار دی».

د پاکستان د جیو نیوز د راپور سره سم نوموړي دغه خبر د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې امریکا غواړي پاکستان په خړ لیست کې واچوي.

دا چي امریکا پر پاکستان تور پوري کوي چې د تروریزم ملاتړ کوي، په اړه یې عمران خان وویل: زه فکر کوم دا د پاکستان سره بې عدالتي ده، تاسو پوهیږئ، هغه هیواد چې د امریکا په جګړه کې یې برخه واخیسته، په داسي حال کې چې د یولسم سپتمبر د پيښې سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده، هیواد یې تر بل هر هیواد زیاتې قربانۍ ورکړې.

پاکستان تر ۷۰ زره زیاتې قربانۍ ورکړې، او اکثره له دې وجې ووژل شول چې دوی باندي د امریکا د ملاتړ تور وو او بمونه په کښي وچاودېدل، او یا یې هم د امریکا جګړه په خپل هیواد کې دننه کول، خو بیا هم امریکا پر پاکستان تور پوري کوي چې د تروریستانو ملاتړ کوي او بندیزونه باندي لګوي. دا هیڅ د منلو نه ده چې امریکا په افغانستان کې خپله ناکامي پر پاکستان وتپي.

عمران خان وویل چې د پاکستان سره د امریکا مالي کومک ډېر په ګرانه تمام شوی. په تیرو ۱۵ کلونو کې چې مونږ هر څومره مالي کومک له امریکا اخیستی، د هغه کومک په بدل کې مو ۷۰ زره قربانۍ ورکړي، خپلې قبایلي سیمو مو ویجاړي کړې، مونږ خپل په هیواد کې دننه د ۳ څخه تر ۴ ملیونه انسانان بې کوره کړل، تر ۱۰۰ ملیارده ډالره مو اقتصادي زیانونه ولیدل. نو د امریکا دغه کوچنۍ کومک مونږ ته ډېر په ګرانه تمام شو. مونږ یو درس زده کړ، د پاکستان له نظره نور باید د هیڅ چا جګړه مونږ په خپل هیواد کې ونه کړو، زما غوندي خلک به د تل لپاره دداسي پلانونو مخنیوی وکړي.

په افغانستان کې د ټرمپ ستراتیژي:

نوموړي د ټرمپ پر ستراتیژي نیوکه وکړه او وې ویل چې په افغانستان کې د سولې لپاره باید ټول ګاونډي هیوادونه را غونډ کړل شي او په ګډه یوه سیاسي تګلاره جوړه شي، هغه زیاته کړه: «ټرمپ د افغانستان په تاریخ نه پوهیږي، افغانستان یو تاریخ لري، هغوی کله هم په خپل هیواد کې بهرنیان نه پریږدي، دوی هر وخت د بهرنیانو پر ضد مقاومت کړی دی».

عمران خان زیاته کړه: « ټرمپ که لږ هم تاریخ مطالعه کړی وای نو د روسیې او برتانويانو څخه به یې عبرت اخیستی وای، ټرمپ بیا هم د هغوی په څېر پر عسکري حل ټینګار کوي، د هغوی په رکم به ناکام شي، ځکه نو د افغانستان د شخړي حل یوازي په سیاسي تګلاره کې دی او د هغه لپاره باید ټول ګاونډي هیوادونه په اعتماد کې واخیستل شي».

د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده:

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر امر الله صالح ویلي، د پاکستان ګټه په کمزوری افغانستان کې ده او دا چې پاکستان غواړي پر افغانستان کنټرول ولري، عمران خان وویل: دا لویه بد بختي ده.
افغانستان پاکستان ته ضرورت لري، او پاکستان په افغانستان کې امن او سوکالي ته اړتیا لري، بدبختانه دلته ستونزه داده چې امریکا په افغانستان کې د شخړو د حل لپاره پر عسکري اړخ ټینګار لري چې له امله یې د افغانستان جګړه په تاریخي لحاظ هم ورته اوږده جګړه شوه، او هم یې پاکستان ته بی انتها زیاتې ستونزې جوړي کړې، ځکه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله د پخوا څخه یوه بې وزله سیمه پاتې شوې، هلته خلکو په ازاده توګه تګ او راتګ کړی، په یوه هیواد کې چې څه پيښيږي، په دوهم کې هم ورته تاثیر را منځته کیږي، ځکه نو مونږ په افغانستان کې د سولې غوښتونکي یو.

پاکستان باید د سولې مذاکراتو ته د طالبانو په اماده کولو کې رول ولوبوي:

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي، عمران خان وویل: دلته دوه شیان دی، یو طالبان هغه دي چې له افغانستان څخه راځي او پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کوي، او یو هغه طالبان دي چې په افغانستان کې جګړه کوي.

پاکستان وایی چې د افغانستان څخه تروریستان راځي او دلته بریدونه کوی، ورته تور افغانستان پر پاکستان لګوي او وايي چې تر څو د پاکستان څخه افغانستان ته تروریستان راځي تر هغو مونږ په افغانستان کې جګړه نه شو ګټلای، زه دوه خبرې کوم، لومړی: ځیني وايي په افغانستان کې طالبان پر ۴۰ سلنه ځمکه واک لري، ځیني وايي پر ۵۰ سلنه، نو دغه ټوله طالبان به ولي پاکستان ته راځي په داسي حال کې چې دوی په افغانستان کې دننه دومره زیاته ځمکه په واک کې لري.

دوهمه خبره: دا منل شوې ده چې په افغانستان کې د سیاسي حل لاري نه بغیر سوله ناممکنه ده، نو ایا افغانستان او امریکا ته دا نه ده په کار چې د پاکستان څخه د طالبانو په راضي کولو کې مرسته وغواړي؟ ځکه نو د پاکستان رول باید دا نه وي چې نور خلک ووژني، نور خلک بندیان کړي او خپل ځانته نوري ستونزې ایجاد کړي، دوی باید د سولییزې فضا په را منځته کولو کې مرسته وکړي او خپل د تاثیر څخه مثبته استفاده وکړي.

زما په نظر افغانستان یو ډېر ویاړمن تاریخ لري، ددغه هیواد ولس د تیرو ۴۰ کلونو راهیسي په جګړه او سختیو کې کړیږي، که په نړۍ کې یو څوک امن او سولې ته اړتیا ولري نو هغه به د افغانستان ولس وي، او یوازینی لاره یې د سولې تفاهم دی چې د ټولو ګاونډیو هیوادونو په تفاهم او د افغانستان طالبانو ته په قناعت ورکولو سره ممکن دی. همدا یې یوازینۍ لاره ده.».

باید وویل شي چې روان کال ۲۰۱۸ په جولايي میاشت کې د پاکستان عمومي انتخابات تر سره کیږي چې د ځینو اټکلونو له مخې عمران خان کیدای شي دغه انتخابات وګټي او یا هم لویه ونډه ولري. نوموړي د پاکستان او افغانستان تر څنګ د هندوستان، کشمیر او امریکا سره د اړیکو په اړه هم خبرې کړي چې په لاندي ویډیو کې یې لوستونکي کتلای شي:



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th April, 2018