تفصیل | شهادت 

15th October, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د افغانستان او ترکیې ترمنځ به ګډه اقتصادي ناسته وشي

2018-04-21

ټاکل شوې ده چې د افغانستان اوترکیي ترمنځ په ګډه اقتصادي ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیت اوپانګونې پر زیاتوالی خبري اتري وشوي.

د ترکیې د اقتصاد وزارت مرسیتال، فاتح متین وایي چې په راتلونکي اقتصادي ناسته کې چې په ترکیه کې به جوړه شي د دواړ هیوادونو چارواکي به پکې د سوداګري دزیاتولی په لارو چارو خبري وکړي.

ښاغلی متین وايي، د افغانستان او ترکیې ترمنځ دوه اړخیزه غونډه کې به چې راتلونکې زیږدیزې مېاشتې کې ترسره شي د سوداګرۍ په پراختیا، ترانزیټ، د افغان او ترکي سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کولو په تړاو به خبرې وشي.

ده وړاندې وویل:«موږ به په دې غونډه کې په مهمو موضوعاتو لکه د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی او سوداګریزو اړیکو پراختیا سربېره په ترانزیټ هم خبرې کیږي.»

همداراز د ترکیې د اقتصاد وزارت مرستیال زیاتوِ په افغانستان کې د بریښنا تولید لپاره یو شمیر ترکي شرکتونه پانګونې ته لیواله دي او دوی به دغه ترکي شرکتونه په بیلابیلو برخو کې د پانګونې لپاره وهڅوي.

ښاغلي فاتح متین همداراز وویل:«زموږ پانګوال لیواله دي په افغانستان کې  په بیلابیلو برخو په ځانګړي توګه د لمریزې او ابي بریښنا تولید په برخه کې پانګه ونه وکړي او موږ به هغوی څخه ملاتړ وکړو.»

بلخوا د افغانستان د اوبو اوبریښنا وزارت چارواکي په هوا د کې د بریښنا تولید لپاره د بهرنیو پانګونو جذب مهم بولي او زیاتوي چې اوس مهال په دې برخه کې لوی فرصتونه شته دي.

د اوبو او بریښنا د اوبو د سرچینو رئیس، سلطان محمود محمودي وايي:«‎موږ باید له خپلو سرچېنو کار واخلو او دا یو ښه خوځښت دی په داسې حال کې چې د اوبو کمښت سره ستونزې زیاتې دي، موږ باید له خپلو شتو اوبو ښه استفاده وکړو.»

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مالوماتو پربنسټ د افغانستان او ترکیې هېوادونو ترمنځ د همکارۍ سربېره په وروستیو کلونو کې د دغو دواړو هېوادونو سوداګریزه کچه له ۳۰۰ میلیون ډالرو ۱۰۰میلیون ډالروته راکمه شوې ده.

خو د دغې خونې مسوولین وايي، د اوسنيو پياوړو سوداګریزو اړیکو ته په کتو سره ښا يي په راتلونکو کلونو کې د افغانستان او ترکیې د سوداګرۍ کچه څو برابره زیاته شي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

15th October, 2018