تفصیل | شهادت 

23rd June, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د قرآن پلوشې_ ورور حکمتیار : (النساء 1 - 5 )

2018-05-01

بسم الله الرحمن الرحيم

النساء
د سورې پېژندنه

د دې سورې نوم النساء دئ، دا د سورې نوم دئ نه عنوان، 176 آيتونه لري، په مدينه كي نازله شوې، د سورې له مضامينو څخه معلومېږي چي دا به په هغي مرحلې كي نازله شوې وي چي:

قتال فرض شوى وو.
د سِريو د لېږلو تر څنگ د مخامخ جگړو مرحله هم رارسېدلې وه او الله تعالى د دې اجازه هم وركړې وه.
مسلمانان د يتيمانو او كونډو له ستونزي سره مخامخ وو او دې مسئلې له دوى د حل لار غوښته.
يهودان لا په مدينه كي موجود وو او له دوى سره د نښتو لړۍ نه وه پيل شوې.
د جنگ ډېر بحراني حالت وو، مسلمانانو ته ويل شوي وو چي تل خپل احتياطي تدابير په پام كي ولرئ، له دښمنه غافل نه شئ، بې ضرورته وسله له ځانه لري نه كړئ، هره شېبه د دښمن له لوري د يوې ناڅاپي حملې احتمال وركړئ.

له دغو خبرو دا اټكل كولى شو چي دا مباركه سوره له مدينې د بني نضير د يهودي قبيلې له ايستلو مخكي او د احد د جگړي شا وخوا موده كي نازله شوې. دا ځكه چي له يوې خوا دا بحراني حالت د احد له جگړي وروسته راپيدا شو او له بلي خوا د يتيمانو او كونډو ستونزه هم له دغي جگړي وروسته رامنځته شوه او له يهودانو سره د نښتو لړۍ هم د بني نضير له ايستلو وروسته پيل شوه.

د سورې لومړى آيت د ښځو او يتيمانو په اړه د مفصل بحث لپاره د يوې جامع او دقيقي مقدمې په توگه وايي: ستاسو رب يو دئ، له يوه نفس څخه ئې پيدا كړي يئ، له دغه نفس څخه ئې د ده جوړه پيدا كړه او همدا لومړنۍ جوړه د انسانانو د نژاد او نسل د خورېدو ذريعه شوه، په دې سره انسانان يوه ستر حقيقت ته متوجه كوي او ورته وايي: د انسانانو نسل او نژاد يو دئ، د يوې كورنۍ غړي دي، په رگونو كي ئې يوه وينه خوځېږي، مور، پلار ئې يو دئ، دا د بې عدالتۍ، نژادي تعصباتو او ټولو هغو غلطو انگېرنو جرړي باسي چي يو قوم پر بل قوم او يو ملت پر بل ملت ځان غوره گڼي، ځان ته د لوړ توكم او بل ته د ټيټ او پرېوتي توكم په سترگه گوري.

له لومړى آيته تر 43 آيت پوري د ښځو، يتيمانو، كونډو، مهر، ميراث، جنسي بې لاريتوب او سزا ئې، كونډي ميراث نه گڼل، د مهر بېرته ترلاسه كولو هڅه نه كول، هغه خپلوان چي په خپلو كي ئې نكاح حرامه ده، په كورني ژوند كي د ښځي او نارينه ونډه او مقام، د ښځي او مېړه ترمنځ د لانجو دآوارولو لاري چاري او په پاى كي د غسل او تيمم په اړه لارښووني شوې، خو په داسي توگه چي د بحث په ضمن كي گڼ شمېر نور اړوند مسائل هم څېړل شوي او مناسبي لارښووني شوې.

بيا له 44 آيته تر 57 آيت پوري د اهل كتابو گڼ شمېر قبيح او شنيع اعمال په گوته شوي او دا د دې لپاره چي مسلمانان د دوى په څېر نشي او له دغو عملونو ډډه وكړي، په دې بحث كي د اهل كتابو لاندي بد بد عملونه په گوته شوې: له دين نه ئې پوهه او علم ناقص او نيمگړى وو، پخپله بېلاري شوي وو او د نورو د بېلاري كولو هڅه ئې كوله، د الله په دين كي ئې تحريف كاوو، د منافقت لار ئې غوره كړه، په ظاهر او باطن كي ئې ژور توپير وو، د شرك مرتكب شول، په داسي حال كي چي په گناهونو كي غرق وو خو ځان به ئې ستايو، د خپلو غلطيو لپاره به ئې مذهبي توجيهات راوړل، په الله او د ده په دين پسي ئې افتراء كوله، په اوهامو او خرافاتو ئې باور وو او د ظالمو حكامو په خدمت كي او كافران ئې تر مؤمنانو غوره گڼل.

ورپسې له 58 آيته تر 70 آيت پوري د اسلامي نظام څو اساسي اصول او مباني بيانوي او فرمايي: امانت اهل ته سپارئ، د خلكو ترمنځ په عدالت حكم كوئ، منازعات مو الله او د هغه رسول ته محول كړئ، د هغه چا ايمان نه قبلېږي چي خپلي شخړي د حل و فصل لپاره طاغوت ته راجع كوي، داسي كسان مؤمنان نه بلكي منافقين دي، يوازي د هغه چا ايمان د منلو دئ چي خپل منازعات دين ته محول كړي، د دېن په حكم راضي او ورته تسليم وي.

له 71 آيته تر 104 آيت پوري د جهاد او د جهاد اړوند مسائلو په اړه ډېر جامع بحث شوى، د احتياطي جنگي تدابيرو په اړه، د منافقينو په ارتباط، دا چي څوك د الله په لار كي د جهاد وړتيا لري، د الله په لار كي او د مظلومانو د ژغورني په اړه د يوه مؤمن او مسلمان ديني مسئوليتونه كوم دي، د جهاد په ارتباط مؤمن څه كوي او منافق څه، د منافقينو په اړه څه كول په كار دي، له دښمن سره د معاهدو څنگه التزام وشي، څوك چي له مسلمانانو سره د جنگ اراده نلري څه معامله ورسره وشي، دا احتياط كول چي په جنگونو كي هغو مؤمنانو ته تاوان ونه رسېږي چي د دښمن تر سلطې لاندي سيمو كي اوسېږي، د هغه چا سزا چي كوم مؤمن قصداً وژني، د مجاهد او قاعد د مقام او منزلت ترمنځ ژور توپير، د هغه چا بد عاقبت چي له هجرته ډډه كوي او د كفر تر سلطې لاندي ژوند كول غوره گڼي، مهاجرينو ته ډاډ وركول، د سفر او خوف په حالت كي د لمانځه څرنگوالى او په پاى كي د دښمن په مسلسل تعقيب كي د ستړيا او ستومانۍ احساس نه كول، د دې بحث اساسي موضوعات دي.

ورپسې له 105 آيته تر 126آيت پوري د خلكو تر منځ د قضاوت او حكميت په اړه دا توصيې شوې: د الله د دين مطابق حكم وكړئ، له خائن كس دفاع مه كوئ، د گنهگار په گټه له مجادلې ځان وساتئ، د ايمان تقاضاء دا ده چي په خپلي گناه اعتراف وكړئ او له الله بخښنه وغواړئ، مبادا په خپلي گناه بل تورن كړئ، له هغو جرگو او مركو ډډه وكړئ چي له يوه ظالم او گنهگار نه د حمايت په لړ كي جوړېږي، د هغه چا عاقبت ډېر وخيم دئ چي د اسلام او مؤمنانو له لاري پرته بله لار ځان ته لټوي، مبادا گناه مو دې ته اړ كړي چي له سزا د ځان خوندي ساتلو لپاره دين ته شا كړئ او اسلام پرېږدئ، الله تعالى له شرك پرته هره گناه بخښي، دا شيطان دئ چي تاسو گناه او شرك ته هڅوي، هغه د دغي خبري لوړه كړې، په دې پوه شئ چي د الله په دين كي اعتبار ايمان او عمل ته وركول كېږي، نه ادعاگانو، هيلو او تمنياتو ته، په ديانت كي تر ټولو غوره انسان هغه دئ چي الله ته منقاد وي، نېك او صالح وي او د خپل جد ابراهيم په څېر حق ته مايل.

له 127 آيته تر 136پوري يو ځل بيا لومړي بحث ته راگرځي او د ښځو په اړه مزيد لارښووني زموږ مخي ته ږدي، د دوى په اړه قسط او عدل مراعاتول، كه ښځه له مېړه شكايت لري د روغي، جوړي هڅه كول او كه روغه جوړه ممكنه نه وه په ښه توگه سره بېليدل، تل په عدل قائم پاته كېدل او د الله لپاره حق شهادت وركول، د عدل او شهادت په اړه د خپل هوى او هوس متابعت نه كول، د خپلوۍ، طمعي او ترحم په وجه عدالت او حق شهادت ترپښو نه لاندي كول.

له دې وروسته تر 152 آيت پوري بيا د منافقينو په ارتباط مزيد څرگندوني شوې: دوى كله د ايمان لورى نيول ځان ته گټور وگڼي او كله د كفر لورى، له كافرانو سره دوستي كوي، د هغوى خوا ته عزت لټوي، په داسي مجالسو كي كښېني چي د الله په آيتونو ملنډي وهل كېږي، كه برى د مسلمانانو په برخه شي ځان د دوى له ډلي څخه گڼي او كه د كافرانو په برخه شي هغوى ته ځان مخلص او وفادار ثابتوي، له الله سره خدعه كوي، په لمانځه كي كسل دي، هر كار ئې د ځان ښودني په موخه وي، د كفر او ايمان تر منځ مذبذب دي، له الله سره ئې اړيكي سستي دي، غواړي په الله ايمان له عملي اطاعت نه بېل كړي، دا دواړه لازم او ملزوم نه گڼي.

ورپسې تر 175آيت پوري د اهل كتابو ذكر د مخكني بحث لپاره د يوې عملي بېلگي په څېر راځي، خارق العاده معجزې غوښتل، (غائب الله) نه منل او پر ځاى ئې (حاضر سخوندر) معبود نيول، خپلي ژمني ماتول، د پيغمبرانو مخالفت او حتى د دوى وژلو ته ملا تړل، د خپل جعلي مذهب په نسبت شديد ړوند تعصب، ظلم، د الله له لاري د خلكو راگرځول، سود او د خلكو مال په ناحقه خوړل، په دين كي غلو، شرك، همغه پيغمبر چي پرون ئې د ده د وژلو هڅه كوله اوس هغه په الوهيت كي شريكول، خداى او د خداى ځاى ناستى ترې جوړول.

د سورې په پاى كي د لومړي بحث د تكميل لپاره د هغه چا د ميراث وېش توضيح كوي چي په وارثانو كي ئې نه پلار وي او نه اولاد.

ابن جرير د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه دا قول نقل كړى چي ويلي ئې دي: د النساء په سوره كي پنځه آيتونه داسي دې چي په ټولي دنيا او ما فيها به ئې بدل نه كړم او هغه دا دي: ِ

إِن تجْتَنِبُوا كبَائرَ مَا تُنهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنكُمْ سيِّئَاتِكُمْ وَ نُدْخِلْكم مُّدْخَلاً كَرِيماً*

كه مو له سترو سترو منع شوو (گناهونو) ډډه وكړه، بد بد به درنه ورژوو او د ننوتو په عزتمن ځاى كي به مو داخل كړو.

اِنَّ اللَّهَ لا يَظلِمُ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ وَ إِن تَك حَسنَةً يُضعِفْهَا وَ يُؤْتِ مِن لَّدُنْهُ أَجْراً عَظِيماً*

بې شكه چي الله د يوې ذرې په اندازه هم ظلم نه كوي او كه هغه كومه ښېگڼه وي نو دوه برابره به ئې كړي او له خپل لوري به ستره بدله وركړي.

وَ لَوْ أَنَّهُمْ إِذ ظلَمُوا أَنفُسهُمْ جَاءُوك فَاستَغْفَرُوا اللَّهَ وَ استَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسولُ لَوَجَدُوا اللَّهَ تَوَّاباً رَّحِيماً *

او كه دوى هغه وخت درته راغلي وى چي پر خپل ځان ئې ظلم كړى وو، بيا ئې له الله څخه مغفرت غوښتى وى او پيغمبر هم ورته بخښنه غوښتې وى، نو الله به ئې مهربان توبه منونكى موندلى وو.

وَ مَن يَعْمَلْ سوءاً أَوْ يَظلِمْ نَفْسهُ ثُمَّ يَستَغْفِرِ اللَّهَ يَجِدِ اللَّهَ غَفُوراً رَّحِيماً *

او چا چي كومه گناه وكړه او يا ئې پر خپل ځان ظلم وكړ، بيا ئې له الله بخښنه وغوښته، الله به مهربان بخښونكى ومومي.

إِنَّ اللَّهَ لا يَغْفِرُ أَن يُشرَك بِهِ وَ يَغْفِرُ مَا دُونَ ذَلِك لِمَن يَشاءُ وَ مَن يُشرِك بِاللَّهِ فَقَدْ ضلَّ ضلَلا بَعِيداً *

يقيناً چي الله دا نه بخښي چي له ده سره شرك وشي او له دې راكوز هرڅه هغه چا ته بخښي چي وئې غواړي او چا چي له الله سره شرك وكړ، نو يقيناً چي په ژور ضلالت سره بې لاري شوى.

يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّـهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّـهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا ﴿١

[1]- اې خلكو! له خپل هغه رب ووېرېږئ چي له يوه نفس ئې راپيدا كړئ او له هغه ئې د ده جوړه راپيدا كړه او له دواړو ئې ډېر نارينه او ښځي خواره كړل، هم د هغه الله په نسبت تقوى ولرئ چي په خپلو كي غوښتني پرې كوئ او هم د خپلوۍ په اړه، بې شكه چي الله ستاسو څارونكى دئ.

(1)- په دې آيت كي څو اساسي مطالب راغلي:

د ټولو انسانانو خالق او پالونكى يو دئ.
د ټولو انسانانو پيدايښت له يوه نفس څخه پيل شوى، له همدې يوه نفس څخه د ده جوړه راپيدا شوې او بيا له دې دواړو د انسانانو د خورېدو لړۍ پيل شوې، د انسانانو پلار، مور يوه جوړه ده، په رگونو كي ئې يوه وينه ده، نسب ئې يو دئ، د يوې كورنۍ غړي دي، داسي نه ده چي نسلونه ئې بېل بېل او په نسب كي يو له بله بېل وي، داسي نه ده چي د نړۍ په بېلو بېلو سيمو كي بېل بېل نسلونه راپيدا شوي وي، د تور پوستو پلار بېل او د سپين پوستو بېل وي، عرب له يوه پلاره او عجم له بل پلاره پيدا شوي وي.
د هغه چا پروا ولرئ چي ستاسو خالق او پالونكى دئ، ستاسو د ټولو غوښتنو مرجع ده، ستاسو اړتياوو ته ځواب وايي، ستاسو ضرورتونه رفع كوي، يو له بله ستاسو غوښتنه هم د ده په نامه وي.
په خپلمنځي تعلقاتو كي بايد دې ته متوجه وئ چي تاسو ټول په حقيقت كي د يوې كورنۍ غړي يئ، د دغي خپلوۍ خيال وساتئ. ځان تر بل لوړ مه گڼئ، خپل ورور ته د حقارت په سترگه مه گورئ، پرخپل ورور ظلم مه كوئ.
معامله مو له هغه رب سره ده چي ستاسو د ټولو كړو وړو څارنه كوي.

كه څه هم ځينو مفسرينو له (ارحام) نه هغه ذوي الارحام مراد كړي چي نږدې خپلوان گڼل كېږي، خو د آيت له لومړۍ برخي په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي له دې نه مراد هغه عامه خپلوي ده چي د گډ مور پلار په وجه د ټولو انسانانو ترمنځ شته. همدا راز (تسائلون)، يو له بل غوښتل او ډېر او مكرر غوښتل افاده كوي، موږ هر څه د الله د نامه په يادولو سره غواړو، يو له بله هم او له دې پرته هم، دا د ټولو انسانانو په فطرت كي ايښودل شوي، هندو او بودائي د بت خوا كي، مسيحي د مريم او عيسى عليهما السلام د مجسمو خوا ته، زردشتيان د اور په څنگ كي د خداى په نامه سؤالونه كوي، له خدايه سؤال كول ئې د فطرت په حكم سره دئ خو د الله په پېژندو كي دوكه شوي.

له نفس واحد نه ځينو دا معنى اخيستې چي تاسو ئې له يوه جنسه پيدا كړي يئ، د ټولو د پيدايښت ماده يوه ده او له يوه جنسه پيدا شوي يئ، خو دقيقه معنى ئې دا ده چي له يوه نفس نه ئې د هغه جوړه پيدا كړه او بيا له دوى دواړو ئې د دوى اولاد.

د آيت له الفاظو په صراحت سره معلومېږي چي لومړى يو نفس پيدا شوى او بيا له همدې يوه نفس نه يوه جوړه (نر او ښځه) جوړه شوې او بيا له دې جوړې د انسانانو د تناسل او توالد لړۍ پيل شوې. د انسانانو د پيدايښت په اړه د قرآن دا بيان هغه واهي او بې بنسټه نظريه له بنياده ردوي چي انسانان په مختلفو نسلونو وېشي او د هر نسل او نژاد لپاره بېل بېل اجداد ثابتوي.

په دې مبارك آيت سره يوې اساسي پوښتني ته ځواب ويل شوى، له هر چا سره دا پوښتنه شته چي د انسانانو پيدايښت څنگه پيل شوى؟ له يوه مور پلار كه له بېلابېلو؟ كه دا لومړۍ جوړه يوه وي يا بېلي بېلي وي، پيل ئې څنگه وو؟ له سره يوه مكمله جوړه پيدا شوې، كه ورو ورو ئې له يوه حالته بل ته ارتقاء كړې؟ له انسانه علاوه د نورو ژوو، مخصوصاً هغه چي د انسانانو په څېر له مور، پلار پيدا كېږي، د پيدايښت لړۍ څنگه پيل شوې؟ كوم سؤالونه چي د انسان د پيدايښت په اړه مطرح دي د نورو ژوو په اړه هم مطرح دي. په دې مبارك آيت كي دا پوښتنه ځواب شوې. له دې آيته معلومېږي چي انسان له لومړي سره انسان پيدا شوى، يو نفس په يوې جوړې بدل شوى او بيا له همدې جوړې څخه د ده د نسل سلسله پيل شوې او دا ځواب موږ ته  دا لارښوونه كوي چي د نورو ژوو د پيدايښت لړۍ به هم دې ته ورته وي، د هري نوعي لپاره به لومړى يو نفس پيدا شوى وي، بيا له دې نه يوه جوړه او بيا دغه جوړه ئې د توالد او تناسل ذريعه.

دا آيت وايي چي د انسانانو لومړۍ جوړه، آدم او حواء عليهما السلام له واحد نفس او يوه ژوندي مخلوق پيدا شوي، داسي نه چي دوه بېلي بېلي مجسمي جوړي شوې وي او بيا په دواړو كي روح پو شوې وي!!

د دې آيت دقيقه تشريح او له (واحد نفس) د ده د جوړې د پيدايښت څرنگوالى په لاندي آيت كي بيان شوى:

وَاللَّهُ خَلَقَكُمْ مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ جَعَلَكُمْ أَزْوَاجاً وَمَا تَحْمِلُ مِنْ أُنْثَى وَلاَ تَضَعُ إِلاَّ بِعِلْمِهِ وَمَا يُعَمَّرُ مِن مُّعَمَّرٍ وَلاَ يُنقَصُ مِنْ عُمُرِهِ إِلاَّ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِير*                     فاطر: 11

او الله تاسو له خاوري راپيدا كړئ، بيا له نطفې، بيا ئې جوړه جوړه كړئ، نه كومه ښځينه څه حمل كوي او نه ئې زېږوي، مگر د ده په علم سره او نه د كوم عمر خاوند عمر ورزياتېږي او نه ئې عمر كمېږي مگر دا چي په كتاب كي (ثبت) دي او دا كار الله ته آسان دئ.

له دغه آيته څو خبري په ډېر وضاحت سره معلومېږي:

د انسان د پيدايښت لومړۍ ماده خاوره ده.
له خاوري د ده نطفه جوړه شوې.
بيا له دغي نطفې څخه د ده جوړه پيدا شوې. يعني هغه (واحد نفس) دغه له خاورو جوړه شوې نطفه وه چي له هغې ئې د ده (زوج او جوړه) راپيدا كړه او بيا له دغي جوړې د ده د نسل د پيدا كېدو لړۍ پيل شوې.

د دې مبارك آيت له دغه قاطع او صريح بيان سره سره چي څوك په دې خبري كي شك كوي چي د آدم عليه السلام پيدايښت له نطفې پيل شوى، هغه به په قرآن باور نلري او د الله تعالى د قول په مقابل كي به د بل چا قول ته اعتبار وركوي!!

په دې آيت كي د قرآن يو بل علمي اعجاز زموږ مخي ته راځي، د ساينس په نړۍ كي تر نولسمي پېړۍ پوري څوك په دې نه پوهېدو چي كېدى شي يو ژوندى مخلوق په دوو ژونديو شيانو تجزيه شي، دا ئې محال گڼله، خو په نولسمي پېړۍ كي په دې پوه شو چي په ژونديو مخلوقاتو كي ځيني داسي هم شته چي تكاثر ئې د نر، ښځي د القاح له لاري نه وي، بلكي يو موجود په دوو تجزيه شي، آميب ئې يو مثال دئ او په شلمه پېړۍ كي دا حقيقت ورته څرگند شو چي د انسان په وجود كي هم د ځينو حجراتو تكاثر د همداسي تجزيي له لاري ترسره كېږي.

د نورو ژونديو مخلوقاتو پيدايښت هم بايد د الله تعالى د عام سنت مطابق، همداسي له بېلي بېلي نطفې پيل شوى وي.

د آدم او حواء عليهما السلام د پيدايښت په اړه اسرائيلي روايات دا وايي چي: لومړى د آدم مجسمه او كالبوت جوړ شوى، بيا په اور ايښودى شوى، (داسي لكه كوم كلال چي خاوره خټه كړي، لوښي او مجسمې ترې جوړي كړي، په اور ئې كېږدي او پخې ئې كړي) كله چي د آدم مجسمه پخه شوه نو روح په كي پو شوه او آدم راژوندى شو او بيا له پاتې خټي يا د آدم له پوښتۍ د ده جوړه پيدا كړى شوه.

په عامو مسلمانانو او حتى مفسرينو كي ځيني د دغو رواياتو تر اغېز لاندي تللي او چېري چي ئې كوم متشابه لفظ تر سترگو شوى نو هغه ئې د دغو اسرائيلي رواياتو په اساس تعبير كړى.

د مثال په توگه دغه حديث:

إن المرأة خلقت من ضلع وإن أعوج شيء في الضلع أعلاه فإن ذهبت تقيمه كسرته وإن استمتعت بها استمتعت بها وفيها عوج.

ښځه له پوښتۍ پيدا شوې، د پوښتۍ تر ټولو كوږ ځاى ئې د هغې لوړه وي، كه دي دا هڅه وكړه چي هغه سمه كړې نو ماته به ئې كړې او كه غواړې گټه ترې واخلې نو په داسي حال كي به ترې گټه اخلې چي كوږوالى به په كي وي.

دلته نه د حواء عليها السلام نوم ذكر شوى او نه دا ويل شوې چي دا د آدم عليه السلام له پوښتۍ پيدا شوې، برعكس ويل شوي چي هره ښځه له پوښتۍ څخه پيدا شوې او دا بديهي خبره ده چي ټولي ښځي د سړو له پوښتيو څخه نه دي پيدا شوې، ښځي د نارينه په څېر د مور، پلار له نطفو څخه پيدا كېږي، نو له پوښتۍ څخه د ښځو د پيدايښت معنى دا نه ده چي د پوښتۍ هډوكى د ښځو د بدن ماده ده، بلكي په دې سره د ښځو فطري او روحي جوړښت ته اشاره شوې، د دې حديث وروستۍ برخه پخپله د دې وضاحت كوي، ټولو محققينو ويلي چي په دې سره د ښځو په طبيعت كي هغو ځانگړتياوو ته اشاره شوې چي نارينه ئې بايد تحمل كړي او دا هڅه ونكړي چي هغه حتماً رفع شي. او دا داسي ده لكه د الانبياء په سوره كي چي راغلي:

خُلِقَ الانسنُ مِنْ عَجَلٍ سأُورِيكُمْ ءَايَتى فَلا تَستَعْجِلُونِ‏ *                                           الانبياء:37

انسان له تلوار او عجلې پيدا شوى، ژر به خپل آيتونه دروښيم، نو عجله مه كوئ.

هر څوك پوهېږي چي دلته له تلوار او عجلې نه د انسان پيدايښت هيڅكله دا معنى نلري چي عجله او تلوار كومه ماده ده او انسان له دغي مادې پيدا شوى، معنى ئې له دې پرته بل څه نه ده چي انسان عجول او بېړنى پيدا شوى، په فطرت او خټه كي ئې عجلت او تلوار ايښودل شوى، په حديث كي هم له ضلعي نه د ښځي پيدايښت دې ته ورته معنى لري. د ښځي عاطفه قوي ده، ژر او په ډېر كم څه خفه كېږي اوښكې ئې باڼوگانو ته نږدې دي، ژر په ژړا شي، دې ته ورته نوري ځانگړتياوي لري، دا ئې په فطرت كي ايښودل شوې، دا له دې سره ښايي، هر څومره چي د كومي ښځي عاطفه قوي وي همدومره به هغه غوره ښځه وي، له خپل اولاد سره به ئې زياته مينه وي، ښه پالنه به ئې كوي، له خپل مېړه سره به ئې محبت زيات وي، نارينه بايد دا كوږوالى تحمل كړي او بې ځايه ئې د سمولو هڅه ونكړي. خو متأسفانه ځينو له دې نه غلط مفهوم اخيستى، د دوى د غلطۍ سبب هم هغه اسرائيلي روايات دي چي په دې اړه خواره شوي.

او يا لكه د يوه حديث دا الفاظ: لما صور الله آدم: كله چي الله تعالى آدم ته صورت وركړ.

دوى دا آدم ته صورت وركول داسي تعبير كړى چي گواكي الله تعالى د ده مجسمه جوړه كړه، همغسي لكه اسرائيلي روايات چي وايي، حال دا چي قرآن د ټولو انسانانو د پيدايښت په اړه همدغه لفظ كارولى، لكه چي فرمايې:

هوالذي يصوركم في الارحام كيف يشاء: الله هغه ذات دئ چي تاسو ته ئې د ميندو په رحم كي صورت دركړ.

آيا دلته د مور په رحم كي انسان ته صورت وركول دا معنى لري چي د هغه مجسمه ئې جوړه كړه؟ د قرآن د آيتونو له مخي خو آدم عليه السلام ته صورت وركول داسي دي لكه د ده اولاد ته چي الله صورت وركوي او په ده كي روح پو كول همغسي لكه د ده اولاد ته چي د مور په رحم كي روح وركوي.

ثُمَّ جَعَلَ نَسلَهُ مِن سلَلَةٍ مِّن مَّاءٍ مَّهِينٍ‏ * ثُمَّ سوَّاهُ وَ نَفَخَ فِيهِ مِن رُّوحِهِ وَ جَعَلَ لَكُمُ السمْعَ وَ الأَبْصرَ وَ الأَفْئِدَةَ قَلِيلاً مَّا تَشكُرُونَ *                                                                        السجدة: 8- ‏9 

بيا ئې د ده نسل د سپكو اوبو له نچوړ څخه پيدا كړ، بيا ئې برابر كړ او په هغه كي ئې خپله روح پو كړه او تاسو ته ئې غوږ، سترگي او زړونه دركړل، ډېر لږ شكر كوئ.

آيات او احاديث خو دا خبره كوي چي د آدم عليه السلام اولاد هم داسي پيدا كېږي چي نطفه وي، علقه شي، د غوښي يوه ټوته شي، صورت وركړى شي، روح په كي پو شي، د ماشوم په څېر دنيا ته راشي، ځوان شي، زوړ شي او په مرگ محكوم شي. آدم عليه السلام خو د دوى جد دئ، ولي به ده ته صورت وركول او په ده كي د روح پو كول، د ده له اولاد څخه توپير ولري؟!! قرآن خو دواړه ورته گڼي او په ورته الفاظو ئې بيانوي، يوازي دا توپير په گوته كوي چي آدم عليه السلام له مور او پلار پرته پيدا شوى، دا دوى ولي له خپله ځانه د نورو توپيرونو راپيدا كولو هڅه كوئ؟!! 

او يا لكه د قرآن دغه آيت:

قَالَ يَإِبْلِيس مَا مَنَعَك أَن تَسجُدَ لِمَا خَلَقْت بِيَدَى:

وئې ويل: اې ابليسه! څه شي هغه څه ته له سجدې كولو منع كړې چي ما په خپل لاس پيدا كړ.

دلته دوى د (خلقت بيدى) الفاظ د آدم عليه السلام په خاص او ځانگړي پيدايښت حمل كوي او وايي چي الله تعالى آدم عليه السلام په خپل لاس جوړ كړ!! حال دا چي په قرآن كي د نورو شيانو د خلقت په اړه هم دې ته ورته الفاظ راغلي:

أَوَ لَمْ يَرَوْا أَنَّا خَلَقْنَا لَهُم مِّمَّا عَمِلَت أَيْدِينَا أَنْعَماً فَهُمْ لَهَا مَلِكُونَ *                                يس:71 

لكه څنگه چي په دې آيت كي (ما عملت ايدينا) عام خلقت افاده كوي نه كوم ځانگړى او خاص خلقت او له دې نه هيڅوك دا غلطه معنى نه اخلي چي الله تعالى دغه شيان په خپلو لاسونو جوړوي، همداراز له (خلقت بيدى) دا معنى اخيستل چي الله تعالى په خپل لاس د آدم عليه السلام مجسمه جوړه كړه، لويه او قبيح اشتباه ده. دا اشتباه به هغه څوك كوي چي الله تعالى نه پېژني، په پيدايښت كي د ده سننو ته پام نه كوي، دا هره ورځ چي الله تعالى په كوم ترتيب مخلوقات پيدا كوي دا له پامه غورځوي، الله له انسان سره تشبيه كوي او هغه هم له يوه كلال سره، په خپل كچه ذهن كي ئې كلال ته ورته كوم خداى انځور كړى او گمان كوي چي هغه به آدم عليه السلام دغسي په خپل لاس جوړ كړى وي لكه كلال چي له خټي منگى جوړوي. ډېره ډېره عجيبه ده چي يو انسان هره ورځ په خپلو سترگو گوري چي الله تعالى خپل مخلوقات څنگه او په څه ترتيب پيدا كوي، څنگه ئې جوړوي، څنگه ئې له يوه حالته بل ته بيايي، خو سره له دې دومره ستره غلطي كوي او د آدم عليه السلام پيدايښت د الهي سننو خلاف او د يوه كلال له كار سره ورته گڼي.

الله تعالى نه په ذات كي مِثل لري، نه په صفاتو كي او نه په افعالو كي، د پيدا كولو په فعل كي هم بايد الله له مخلوق سره تشبيه نه كړو، څوك چي د الله تعالى د پيدا كولو فعل، د انسان له فعل سره تشبيه كوي او لكه څنگه چي انسان په خپلو لاسونو يو كار ترسره كوي، خټه راواخلي، خښتي ترې جوړي كړي، سر پر سر ئې كېږدي او دېوال ترې جوړ كړي، كه څوك د الله تعالى په اړه همداسي گمان وكړي هغه لويه اشتباه كړې او الله ئې له مخلوق سره تشبيه كړى. حال دا چي قرآن فرمايي: ليس كمثله شئ: الله ته ورته شى نشته.    

كله چي ما دا برخه ليكله، د يوه معروف كشيش، ادريان روجرز وينا مي اورېده چي د ډاروين په نظريې ئې سخته نيوكه كوله، هغه ئې د كليسا خطرناك دښمن بالو او د ده دا خبره ئې په ډېر شدت او حدت سره ردوله چي انسان له بيزو ارتقاء كړې، د (ارتقاء)، (د بقاء لپاره نزاع) او (د اصلح د پاته كېدو) هغه درې نظريې ئې له بنسټه غلطي گڼلې چي ډاروين وړاندي كړې، ډاروين ته ئې د مجنون، ليوني او رواني بيمار خطاب كاوو او په دې خبري ئې ټينگار درلود چي الله انسان په خپلو لاسونو او خپل صورت ته ورته هيئت كي جوړ كړى، الله ئې د (پلار خداى) په نامه او عيسى عليه السلام ئې د خداى د زوى په نامه ياداوو او ويل ئې: مسيح زموږ لپاره خپلي ويني قرباني كړې او په صليب وځړول شو چي ئې دغه وينه او قرباني د خپلو مسيحيانو د ټولو گناهونو لپاره فديه شي!!

له ځان سره مي ويل: ښايي ډاروين دغو كشيشانو او د دوى خرافاتو د دغي نظريې وړاندي كولو ته اړ كړى وي، هغه خداى چي دوى ئې خلكو ته ښيي، د انسان په څېر خداى، د انسان پلار، هغه چي د عيسى په څېر زوى لري او يا د عيسى په څېر وړوكى شو، دا ئې ومنله چي ويني ئې توى شي، په صليب وځړول شي، دا ټولي ملنډي پر ځان يا پر خپل زوى ومني، انسان دي له خټي داسي جوړ كړي لكه كلال چي منگى او مجسمه جوړوي، داسي خداى نه د ډاروين په څېر مجنون ته د منلو دئ او نه د مسيح عليه السلام په څېر پيغمبر ته، دوى ډاروين تكفير كړ او پلرونو ئې مسيح عليه السلام.

ډاروين او نظريه ئې په حقيقت كي د دوى د خرافاتو په ضد يو عكس العمل وو، دوى د خرافاتو په يوې انتهاء كي او هغه ئې په بلي انتهاء كي، انسان نه خداى دئ او نه بيزو، خداى خداى دئ، انسان انسان دئ او بيزو بيزو، نه ئې له بيزو څخه ارتقاء كړې او نه داسي پيدا شوى چي لومړى ئې مجسمه د الله په بڼه او هغه ته ورته جوړه شوې، په اور ايښودل شوې، پخه شوې او بيا الله د خپلي روح يوه برخه په ده كي اچولې او راژوندى شوى!! برعكس انسان، روح او جسم ئې مخلوق دي، يو ځانگړى مخلوق، له نورو ئې توپير په انسانيت كي دئ، نه په دې كي چي د خلقت ماده ئې بېله وي. كه دا انسانيت ترې واخيستل شي، نو نه يوازي يو حيوان دئ بلكي د حيواناتو ډېر بد حيوان دئ، د نورو په څېر له خاوري پيدا شوى، مرگ ژوند ئې داسي دئ لكه د نورو ژوو.

مسيح عليه السلام يوازينى هغه څوك نه دئ چي جاهلو قومونو د مغرضو او ټگمارو مذهبي مشرانو په وينا له هغه خداى او د خداى زوى جوړ كړى، ډېرو نورو جاهلو قومونو له خپلو شخصيتونو خدايان جوړ كړي، يهودانو، بودايانو او هندوانو دا كار كړى، ډېرو نورو همداسي د زمكي او آسمان خالق خداى زمكي ته او خپل كلي ته راكوز كړى او په يوې مجسمې او حتى په يوه قبر كي ئې ځاى پر ځاى كړى، هغه ئې خداى گڼلى او ځان ئې د خداى محبوب او نازولى قوم او خپله خاوره مقدسه خاوره، داسي ډېر مصلح شخصيتونه او د الله پيغمبران تېر شوي چي يوه امپراطور باغي گڼلي او په مرگ ئې محكوم كړي خو د ده رقيب راغلى او له همدې باغي ئې معبود جوړ كړى، دا سياست دئ چي له پيغمبره باغي جوړوي او له باغي معبود.   

په مسلمانانو كي هم يوه داسي ډله راپيدا شوه چي الله له انسان سره او انسان له الله سره تشبيه كوي، دوى هم د ادريان روجرز كشيش خبره كوي او وايي چي الله انسان د خپل صورت په بڼه كي پيدا كړ، دا عقيده ئې له اسرائيلي رواياتو اخيستي ده خو د هغه لپاره ئې په رواياتو كي داسي تأويلونه كړي چي دې خرافي عقيدې ته اسلامي رنگ وركړي، دوى د پيغمبر عليه السلام په دې حديث استناد كوي چي فرمايي:

إِذَا ضَرَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَجْتَنِبِ الْوَجْهَ وَلَا يَقُلْ قَبَّحَ اللَّهُ وَجْهَكَ وَوَجْهَ مَنْ أَشْبَهَ وَجْهَكَ فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ خَلَقَ آدَمَ عَلَيْهِ السَّلَام عَلَى صُورَتِهِ *                                                                      رواه احمد

كه چا بل څوك وهلو نو بايد په مخ ئې ونه وهي او داسي ونه وايي چي خداى تعالى دې ستا او تا ته د ورته كس مخ تور كړي، ځكه الله تعالى، آدم عليه السلام د ده په بڼه او شكل كي پيدا كړ.

په دې حديث كي چي مفهوم ئې ډېر روښانه دئ او د صافو زړونو خاوندانو ته په هغه كي د هيڅ اشتباه مجال نشته، خو هغه كسان چي رنځور زړونه لري او له اسرائيلي رواياتو متأثره شوي، وايي: په (صورته) كي ضمير الله تعالى ته راجع دئ، گواكي الله تعالى؛ آدم عليه السلام خپل ځانته ورته پيدا كړ!!!

كه تاسو لږ پورتني حديث ته ځير شئ، په واضح توگه گورئ چي دلته د دوو كسانو ترمنځ شخړي ته اشاره شوې، رسول الله صلى الله عليه وسلم دا حكيمانه لارښوونه كوي چي د جگړى په وخت كي يو بل په مخ مه وهئ، داسي مه وائئ چي خداى تعالى دي ستا او تا ته ورته مخ تور او قبيح كړي، ځكه چي الله تعالى، آدم عليه السلام هغه ته په ورته شكل او صورت كي پيدا كړى. په دې پوهېږو چي د دښمنۍ او جگړي په وخت كي هر انسان د مقابل لوري له مخ او څېرې په خپل زړه كي د نفرت،كينې او كركي احساس كوي، د مقابل طرف د نفرت او كركي آثار هم د هغه په څېرې او مخ كي راڅرگند شي، په سترگو كي ئې د قهر او غصى نښي راښكاره شي، نو ځكه د ده غصه او كركه د مقابل لوري او دښمن مخ او سترگو ته متوجه كېږي، همدې برخي ته پام اړوي او خپل داخلي قهر داسي څرگندوي: سترگي دي راباسم، پزه دي پرې كوم، مخ دي تور، سترگي دي ړندې شه، دا مردار مخ دي داسي او داسي شه، په دې الفاظو هم اكتفا نه كوي بلكي لاس پورته كوي او غواړي پر مخ ئې يوه كلكه څپېړه وركړي، خوله ئې په سوك ورماته كړي. رسول الله صلى الله عليه وسلم په جگړه د بوختو افرادو روحي حالت ته په پام سره او د دوى د قهر او غضب د سړولو لپاره فرمايي: خداى تعالى خپل بنده او ستاسو ټولو پلار آدم عليه السلام په داسي څېرې او شكل كي پيدا كړى وو لكه دا ستا مقابل لورى، دا له تاسره په جگړه او شخړه بوخت ستا ورور، خپل پلار ته د احترام په دود بايد هغه پر مخ ونه وهې او د مخ په اړه ئې سپكي خبري ونه كړې. كه د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا حكيمانه لارښووني مراعات شي او د شخړو او مشاجرو په وخت كي په پام كي ونيول شي، نو د ډېرو فتنو او جگړو مخنيوى به وشي. خو گورئ چي له دغه حكيمانه ارشاد نه د كږو زړونو خاوندانو څومره كوږ تعبير كړى او څنگه كږه معنى ئې ترې ايستلې؟!!

دا آيت هم وايي چي د انسانانو لومړۍ جوړه، آدم او حواء عليهما السلام له واحد نفس او يوه ژوندي مخلوق پيدا شوي، داسي نه چي دوه بېلي بېلي مجسمي جوړي شوې وي او بيا په دواړو كي روح پو شوې وي!!

كه څوك پوښتنه وكړي چي آيا د مور له رحم نه بهر هم د يوه ژوندي مخلوق پيدا كېدل ممكن دي، ورته وايو؛ هو دا ممكن دي، د ټولو بوټو او نباتاتو نطفې په زمكي كي وده كوي، مرغان او ډېر حيوانات د مور له رحم نه بهر له هگيو پيدا كېږي، په حيواناتو كي د مور له رحم نه بهر د پيدا كېدو ډېري بېلگي شته چي يو مثال ئې د ماهيانو پيدايښت دئ، د ماهي بچيان د مور په خېټه كي نه بلكي بهر پيدا كېږي، د نر او ښځي نطفه ئې په بهر كي سره القاح شي، ښځه ئې په يوه گوښه كي خپلي هگۍ واچوي، نارينه ئې راشي او خپله مني ورباندي وشيندي او په دې ترتيب ئې القاح ترسره شي او بچيان ئې د مور له رحم نه بهر راپيدا شي.

د قرآني آيتونو او د پيغمبر عليه السلام د احاديثو په رڼا كي د ژوو د پيدايښت په اړه ويلى شو چي الله تعالى د زمكي او آسمان له پيدا كولو وروسته د زمكي پر سر داسي شرائط برابر كړې چي د ژونديو مخلوقاتو د پيدا كولو او د هغوى د رشد او ودې لپاره ضروري دي، كولى شو دا شرائط د (ژوند پسرلى) ونوموو، لكه څنگه چي په هر پسرلي كي مړه ژوي د زمكي له تل نه سر رااوچت كړي، راوټوكېږي او ونه او بوټى ترې جوړ شي، همداراز د زمكي پر سر د ژونديو مخلوقاتو د پيدايښت لړۍ ئې هم د (ژوند په هغه پسرلي) كي پيل كړې، د مختلفو موجوداتو نطفې ئې پيدا كړې، له دغو نطفو ئې د دوى ازواج او جوړې راپيدا كړي او په دې سره ئې په زمكي كي د دوى د نسل د دوام او بقا لار آواره كړې.

ابوهريره رضي الله عنه وايي: پيغمبر عليه السلام تر لاس ونيولم او راته وئې ويل: الله تعالى د شنبې په ورځ خاوره پيدا كړه، د يكشنبې په ورځ غرونه، د دوشنبې په ورځ نبات، د سه شنبې په ورځ مكروه، د چهارشنبې په ورځ نور، د پنجشنبې په ورځ خزندگان او د جمعې په ورځ، د پيدايښت په پاى او د ورځي په آخر كي، د ماښام او مازديگر تر منځ ئې آدم عليه السلام پيدا كړ.

عَنْ أَبِي هرېرَةَ ، قَالَ أَخَذَ رَسُولُ اللّهِ بِيَدِي فَقَالَ: «خَلَقَ اللّهُ، عَزَّ وَجَلَّ، التُّرْبَةَ يَوْمَ السَّبْتِ. وَخَلَقَ فِيهَا الْجِبَالَ يَوْمَ الأَحَدِ. وَخَلَقَ الشَّجَرَ يَوْمَ الإِثْنَيْنِ. وَخَلَقَ الْمَكْرُوهَ يَوْمَ الثُّلاَثَاءِ. وَخَلَقَ النُّورَ يَوْمَ الأَرْبِعَاءِ. وَبَثَّ فِيهَا الدَّوَابَّ يَوْمَ الْخَمِيسِ. وَخَلَقَ آدَمَ، عَلَيْهِ السَّلاَمُ، بَعْدَ الْعَصْرِ مِنْ يَوْمِ الْجُمُعَةِ. فِي آخِرِ الْخَلْقِ. فِي آخِرِ سَاعَةٍ مِنْ سَاعَاتِ الْجُمُعَةِ. فِيمَا بَيْنَ الْعَصْرِ إِلَىٰ اللَّيْلِ».

دا مبارك حديث د زمكي پر سر د پيدايښت مختلف مراحل توضيح كوي او وايي چي د زمكي پر سر د خاوري پيدا كېدل د پيدايښت مقدمه وه، له خاوري وروسته لومړى نباتات، بيا نور څه او په پاى كي انسان پيدا شوى

قرآن د هغه چا په ځواب كي چي د قيامت بيا ژوندون نه مني، د انسان لومړني پيدايښت او د ده هره ورځ پيدايښت او له زمكي او خاوري د نباتاتو راټوكېدل د دلائلو په توگه وړاندي كوي، له دې معلومېږي چي د پيدايښت په اړه د الله مشهود سنت د مخكني او وروستني پيدايښت لپاره دليل دئ. په دې اساس موږ هغه چا ته چي د ابتدايي پيدايښت په اړه پوښتنه كوي، وايو: دا پيدايښت هم داسي دئ لكه دا اوس اوس چي الله ژوندي شيان پيدا كوي، هر ژوندى مخلوق له نطفې راپيدا كوي، همداسي ئې په ابتداء كي له نطفې راپيدا كړي. په سر كي د مور له رحم نه بهر او وروسته د مور په رحم كي.

وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَتَبَدَّلُوا الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ ۖ وَلَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَهُمْ إِلَىٰ أَمْوَالِكُمْ ۚ إِنَّهُ كَانَ حُوبًا كَبِيرًا ﴿٢﴾ 

[2]-او يتيمانو ته د دوى خپل مالونه وركړئ او ناپاك په پاك مه بدلوئ او د دوى مالونه تر خپلو مالونو پوري مه خورئ، بې شكه چي دا لويه گناه ده.

(2)- دلته د يتيمانو د مالونو په اړه لاندي توصيې شوې:

د دوى مالونه مكمل ورته وسپارئ.
داسي نه چي د دوى ښه او غوره مال ترې واخلئ او په بدل كي پرېوتى او خراب مال وركړئ.
او داسي هم نه چي د گډ ژوند په بهانه د دوى له مال نه خپل مصارف وكړئ او داسي كومه حيله جوړه كړئ چي تر خپل مال نه د مخه د دوى مال مصرف كړئ.
د يتيمانو مال خوړل لويه گناه ده، كه په حيلو سره وي او كه بې حيلو.

وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَىٰ فَانكِحُوا مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاءِ مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ ۖ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَلَّا تَعُولُوا ﴿٣﴾ 

[3]-او كه له دې ووېرېدئ چي د يتيمانو په اړه به عدالت ونكړئ، نو له دغو ښځو نه د خپلي خوښي، دوه دوه، درې درې او څلور څلور په نكاح كړئ، خو كه ووېرېدئ چي عدالت به ونكړئ نو بيا به يوازي يوه وي او په خپل واك كي وينځي مو، دا دې ته نږدې ده چي ظلم ونكړئ.

(3)- د دې آيت په ارتباط لاندي ټكي په پام كي وساتئ:

كه يتيمان داسي ولي ته پاتي شوي وي چي د دوى ترمنځ نكاح روا وي، لكه د تره زوى، نو ولي په هغه صورت كي دا كار كولى شي چي له يتيم سره د خواخوږۍ په نيت دا كار وكړي، بې عدالتي ترې ونشي، د خپل شوق پوره كولو او د يتيم د مال ترلاسه كولو په نيت نه وي.
كه د بې عدالتۍ وېره ئې درلوده نو له داسي نكاح دي ډډه وكړي او پر ځاى دي له نورو ښځو څوك په نكاح كړي.
خو له دې نورو ښځو نه مراد كومي ښځي دي؟ له يتيم سره ئې څه تعلق شته كه نه؟ په يوه آيت كي د دواړو له ذكر نه خو معلومېږي چي د يتيمانو او دغو ښځو ترمنځ حتماً څه ارتباط بايد وي. تاسو پوهېږئ چي له يتيمانو سره يوه لويه مرسته دا ده چي د دوى ميندي بې سرپرسته پاتې نشي، څوك ئې په نكاح كړي، په دې نكاح سره به له يوې خوا هغه تشه ډكه شي چي د خپل پلار له مړيني وروسته د يتيمانو په برخه شوې او له بلي خوا به د كونډو مشكل حل شي، دا لويه بې عدالتي ده چي د چا پلار د اسلام په لار كي شهيد شي، يا په خپل مرگ ومري، نو هم ئې زامن بې كفالته پاتي شي او هم ئې ښځه، نه څوك د يتيم په وړاندي د مسئوليت احساس وكړي او نه د كونډو په اړه. د كونډو او يتيمانو د مشكل تر ټولو غوره او مناسبه د حل لار همدا ده چي كونډي په نكاح شي. د يتيمانو د بحث په ضمن كي د تعدد زوجات ذكر همدا مطلب افاده كوي چي دا اجازه په اصل كي د دغي لويي ستونزي د حل لپاره وركړى شوې، د پيغمبر عليه السلام له سنت نه هم دغه معلومېږي او د صحابه وو له عمل نه هم، چي له هر جنگ نه وروسته دوى تر هر څه د مخه دې موضوع ته اهتمام كاوو چي د خپلو شهيدانو وروڼو د كونډو او يتيمانو ستونزه حل كړي، حتى د جنگ په ميدان كي به ئې دا پرېكړه كوله چي څوك څوك به د كوم كوم شهيد كونډه په نكاح كوي او د يتيمانو كفالت او پالنه به ئې په غاړه اخلي. له عائشي رضي الله عنها پرته د پيغمبر عليه السلام نوري بيبياني كونډي دي او رسول الله صلي الله عليه وسلم په همدې موخه په نكاح كړې.
هسي هم د ښځو شمېر تر نارينه وو زيات دئ، عادتاً نجوني تر هلكانو زياتي پيدا كېږي، په جنگونو كي خو اكثر نارينه مري او هر جنگ په جگړو كي ښكېل ولسونه د كونډو او تر نارينه وو د ښځو د شمېر د زياتېدو له ستونزي سره مخامخ كوي، د شورويانو په ضد د جهاد په دوروان كي يو نيم مليون افغانان په شهادت ورسېدل، چي اكثر ئې نارينه وو، د ايران او عراق په جنگ كي يو مليون ايرانيان ووژل شول چي غالب اكثريت ئې نارينه وو، په دې دواړو ملكونو كي به له جگړو نه دا راولاړه شوې ستونزه څنگه حل كېږي؟ د غرب په څېر د زنا د جائز گڼلو له لاري؟! د متعه او مؤقتي نكاح له لاري؟! كه د زوجاتو تعدد ته د اجازي وركولو له لاري؟ د زنا په اړه خو نن د نړۍ فرد فرد ته معلومه شوه چي پايلي ئې څومره خطرناكي دي او انسانانو ته ئې څومره ستونزي راپيدا كړې، د ايډز خطرناكه بيماري له همدې راپيدا شوې، ايران ونه توانېدو چي په مؤقته نكاح او متعه سره دا ستونزه حل كړي، كه څه هم تر سل زرو نه زياتي ايرانۍ ښځي افغانانو په نكاح كړې خو د ايران دا ستونزه په خپل حال پاتې ده. د دې ستر مشكل د حل يوازنۍ لار هغه ده چي اسلامي شريعت معرفي كړې او په دغه مبارك آيت كي ورته اشاره شوې، اسلام نه يوازي دا جائز گڼي بلكي هغه د همت او مېړاني او په يتيم او كونډي د زړه سوي نښه گڼي، خو وايي چي هم به له يوې د زياتو ښځو كول د عدل په موخه وي او هم به په يوې ښځي اكتفاء د عدل په حكم. په دواړو آيتونو كي د عدل ذكر د همدې لپاره راغلى.

هغه كمعقله كسان چي د زوجاتو د تعدد په اړه پر اسلام نيوكي او اعتراضات كوي او هغه د عدالت او مساوات خلاف كار گڼي، دې پوښتني ته له ځواب ويلو عاجز دي چي د كونډو او يتيمانو ستونزه به څنگه حل كېږي، تر نارينه وو د ښځو د شمېر د زياتوالي په صورت كي به دا مشكل څنگه حل كوو؟ دوى نه په غرب كي د زنا په جواز اعتراض كوي، نه په دې چي يو كس يوه قانوني ښځه لري او لس غير قانوني او نه په دې چي په غرب كي زنا په تجارتي كار وبار بدله شوې او د حكومتونو د عوايدو يو مورد هغه ماليه ده چي له فاحشو ئې ترلاسه كوي، د لندن په يوه ښار كي اويا زره فاحشو ته د دې تجارت اجازه وركړى شوې او دولت ته ماليه وركوي، عجيبه ده چي څوك زنا جائزه گڼي، خو هغه قانوني، صفا او ستره نكاح ناجائزه گڼي چي اسلام د عدل په موخه او شرط روا كړې، په داسي حال كي چي اسلام نكاح هغه تړون ته وايي چي د ښځي او نارينه ترمنځ او د دواړو په موافقه ترسره كېږي، كه كومه ښځه پخپله خوښه له داسي مېړه سره نكاح كوي چي نوري ښځي هم لري نو په دې باندي د نورو د اعتراض لپاره څه مجال پاته كېږي؟!!

نه پوهېږو هغه كسان څنگه ځانته د دې حق وركوي چي د اسلام په دې اصل اعتراض وكړي، په داسي حال كي چي د يوې قانوني ښځي تر څنگ د گڼ شمېر غيرقانوني جنسي ارتباطاتو په درلودو اعتراض نلري!! كمونستان خو د "كورنۍ جوړېدل" د "فردي ملكيت" په څېر د غير كمونستي ټولني نښه گڼي او په دې باور دي چي په دې برخي كي هم بايد فردي ملكيت له منځه ولاړ شي، بايد كورنۍ منحل او آزاد جنسي تعلقات رايج شي، اولاد د كورنۍ "مال" نه بلكي د ټولني "مال" وگڼل شي، دولت د دوى روزنه په غاړه واخلي، د كورنۍ د غېږ پر ځاى بايد په وړكتون كي وروزل شي، په كورنۍ كي د دوى روزنه په دوى كي د "فردي ملكيت" غلط افكار راولاړوي!! خو راشئ وگورو چي د غير قانوني او آزادو جنسي تعلقاتو نتائج څه وو او نن "علم" په دې اړه څه وايي او د كومو خطرناكو اجتماعى ستونزو او نا علاجه ناروغيو منشأ ئې گڼي!! د " ايډز" په شان ناعلاجه ناروغي، د گڼ شمېر نورو جسمي او رواني ناروغيو په شمول، د همدې فاجعې نتائج گڼي او وايي: اكثر ستر ستر جانيان هغه دي چي د مور په غېږ كي نه دي روزل شوي، د پلار د ترحم او ميني لاس ئې پر سر نه دئ تېر شوى، داسي څوك ئې نه دئ موندلى چي صادقانه ترحم، عاطفه، زړه سوى او رښتينې مينه ئې له هغه زده كړې وي.

تاسو په مرغانو كي گورئ، هغه مرغان چي د نر او ښځي شمېر ئې سره برابر دئ، دوه دوه سره جوړه كېږي او بېله كورنۍ جوړوي، ناسته پاسته، الوتل او اوسېدل ئې سره يو ځاى وي، لكه ښارو (مينا)، مرغۍ او كوتري، خو هغه مرغان چي د نارينه وو شمېر ئې تر ښځينه وو لږ دئ يو يو ئې گڼ شمېر ښځي پالي، چرگان ئې يو مثال دئ. ښايي بده نه وي چي د خپلو سترگو يو ليدلى جريان دلته وليكم: په چهارآسياب كي په يوه كور كي اوسېدم، غولي ته راووتم او ناڅاپي مي سترگي په يوه چرگ ولگېدې چي له نورو نه يوازي په غولي كي گرځي، نوري چرگي له كلا بهر دي، د انگور يوه دانه ئې وموندله، په مښوكه كي ئې راپورته كړه، څو ثانيې په فكر كي ولاړ، بيا ئې يو خاص غږ وكړ، له بهر نه يوه چرگه په منډه د ده خوا ته راغله، ده د انگور هغه دانه په زمكه واچوله او هغي چرگي وخوړه!! دا په داسي حال كي چي ده د څو چرگو پالنه په غاړه درلوده، هغوي به ئې ساتلې، مازديگر به ئې گوډلي ته ننه ايستلې، زمكه به ئې په خپلو پياوړو منگولو ورته كيندله، خداى خبر له څومره مودې وروسته د انگور يوه خوږه دانه په لاس ورغلې وه او څومره به ئې زړه غوښتل چي هغه پخپله وخوري، خو لوړ همت او د خپلو مېرمنو په نسبت زړه سوي او رحمت دې ته اړ كړ چي يوه مېرمن راوبلي او دا دانه د هغې مخي ته كېږدي!! له ځان سره مي ويل: آيا د انسانانو نارينه هم دومره همت، مېړانه او عاطفه لري؟!!

د آيت له ورستۍ فقرې معلومېږي چي د عدم عدالت له وېري په وينځي يا يوې ښځي اكتفاء دې ته نږدې ده چي له ظلم كولو خوندي پاته شئ. په دې صورت كي هم د ښځي ټول حقوق اداء كولى شئ او هم ئې ماشومان ښه پاللى شئ.

اما دا چي پيغمبر عليه السلام ته ولي د "نه" ښځو د نكاح اجازه وركړى شوې، د دې دليل څه دئ او دا كار په كومي زمانې كي او د پيغمبر عليه السلام د مبارك ژوند په كوم پړاو كي تر سره شوى؟ ځواب ئې دا دئ:

ټولو ته جوته ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په پنځه ويشت كلنۍ كي واده وكړ، خديجه رضي الله عنها د ده لومړۍ بي بي څلوېښت كلنه كونډه وه، د هغې تر وفات پوري ئې بله ښځه نه ده كړې، تر پنځوس كلنۍ پوري ئې يوازي يوه ښځه درلوده، د خديجې رضي الله عنها له وفاته وروسته ئې سوده رضي الله عنها چي كونډه وه، په نكاح كړه، سوده له لومړيو مسلمانانو څخه وه، له خپل مخكني مېړه سره ئې يو ځاى حبشې ته هجرت وكړ او د هجرت سختي شېبې او كړاوونه ئې وگالل، نه ئې مال درلود او نه جمال او پېغلتوب، امتياز ئې قوي ايمان او د ايمان په لار كي قرباني وه، پيغمبر عليه السلام صرف يوه ښځه په پېغلتوب كي كړې، نوري بيبياني ئې كونډي وې، هره يوه ئې د يوه لوى اجتماعى مصلحت لپاره په نكاح كړې، ښايي د حضرت حفصه رضي الله عنها د نكاح څرنگوالى د پاتي ودونو د املونو لپاره ښه مثال وي:

حفصه رضي الله عنها د عمر رضي الله عنه لور وه، مخكنى مېړه ئې د بدر په جگړى كي برخه اخيستې وه، هغه وفات شو، عمر رضي الله عنه؛ خپلو ملگرو ابوبكر رضي الله عنه او عثمان رضي الله عنه ته ورغى او له هغوى ئې وغوښتل چي حفصه په نكاح كړي، خو دوى د خپلو معاذيرو په وجه ډډه وكړه، عمر رضي الله عنه دا مشكل له پيغمبر عليه السلام سره ياد كړ او هغه په دې خاطر له حفصې رضي الله عنها سره د نكاح اراده وكړه چي له خپل نږدې او مخلص ملگري سره د يوې داسي ستونزي په حل كي مرسته وكړي چي نورو ورته حل نه كړى شوه.

همدا راز زينب رضي الله عنها چي مېړه ئې د بدر په جگړي كي په شهادت ورسېدو، عمر خوړلې كونډه وه، په نېكو كارونو كي هومره مشهوره وه چي خلكو به د "بې وزلو مور" په نامه يادوله، پيغمبر عليه السلام هغه په دې خاطر ځانته نكاح كړه چي له يوې خوا ئې د يوه بدري مجاهد په اړه خپله خواخوږي ښودلې وي او له بلي خوا ئې د يوې داسي نوميالۍ، خييري او با ايمانه ښځي ستونزه حل كړې وي. دا نېكه بي بي يوازي دوه كاله نور ژوندۍ وه.

 همدا راز ام سلمه چي 6 اولاده ئې درلودل، مېړه ئې د احد په جگړي كي زخمي شو، د بلي جگړي په دوران كي د ده زوړ پرهار پرې شو او له همدې وفات شو، پېغمير عليه السلام د ده په مړيني هومره خواشينى شو چي اوښكي ئې توى شوې، د ده له مړيني 4 مياشتي وروسته ئې ام سلمې ته څوك د خطبې لپاره ورولېږو، هغې خپل عذر داسي وړاندي كړ: زه عمر خوړلې يم، ډېر اولادونه لرم، نه غواړم ستا د اذيت باعث شم. خو پيغمبر عليه السلام غوښتل په دې نكاح سره مسلمانانو ته د خپلو ديني وروڼو په نسبت د وفادارۍ او د كونډو او يتيمانو د پالني او روزني نه هېرېدونكې اسوه وړاندي كړي. ام سلمې ته ئې قناعت وركړ او دا نكاح ترسره شوه. د پيغمبر عليه السلام ټول ودونه همداسي وو.

په دې ودونو كي يو بل ستر مصلحت هم مضمر وو او هغه دا چي د پيغمبر عليه السلام د بيبيانو له لاري د دين يوه لويه برخه مسلمانانو ته رسېدلې، دوى د نورو ښځو لپاره د ښوونكو حيثيت درلود، نورو ښځو به له دوى څخه دين زده كاوو، كه تاسو د رواياتو كتابونه وڅېړئ په څرگنده به وگورئ چي د دې كتابونو په هر مخ كي له همدې بيبيانو يو په بل پسي روايتونه ستاسو مخي ته راځي.

ځيني په دې خبري اعتراض كوي چي اسلام ولي مرييتوب تأييد كړى، ولي ئې نارينه وو ته اجازه وركړې چي وينځي وساتي او حتى له نكاح پرته ورسره مباشرت وكړي، غلامي خو د عدالت خلاف او د انسانانو ترمنځ د برابرۍ مغاير او د ظالمانه طبقاتي نظام نښه ده، دا ولي اسلام له يوې خوا د عدالت دعوى كوي او له بلي خوا غلامي او مرييتوب جائز گڼي!! 

د دغو بې خبرو په ځواب كي بايد ووايو: مگر تاسو خبر نه ياست چي د مرييتوب د ختمولو لړۍ د اسلام او مسلمانانو په لاس پيل شوه، دا اسلام وو چي هم ئې په ټول پراخ او خور اسلامي خلافت كي د مرييتوب ټغر ټول كړ او هم په ټولي نړۍ كي، اسلام هغه وخت د غلامۍ په ضد غږ اوچت كړ او د غلامانو د آزادولو سلسله ئې شروع كړه چي غرب لا د دې تصور هم نه شو كولى، اروپا او امريكا نږدې دوولس سوه كاله له اسلام نه وروسته د غلامۍ د ختمولو لپاره تيار شو، په امريكا كي د ابرهام لينكلن په دور كي مرييتوب لغو او د غلامانو آزادي اعلان شوه، خو دا اعلان تر كلونو كلونو هسي د كاغذ پر سر د تورو كرښو په څېر پاته وو، په عمل كي غلامانو د مخكي په څېر په غلامۍ كي ژوند كاوو، ډېر له آزادېدو وروسته بېرته خپلو بادارانو ته ورستانه شول، دا ځكه چي نه ذهناً د آزاد ژوند كولو لپاره تيار وو او نه په ټولني كي د دوى لپاره د آزاد ژوند ضروري لوازم او شرائط برابر شوي وو. كه حقايقو ته پام وكړو نو په امريكا كي مخكني غلامان لومړى د زمكه والو په هغو بزگرانو بدل شول چي د دوى په زمكو پوري تړلي وو، له زمكو سره به يو ځاى خرڅېدل او له يوه به بل ته انتقالېدل او بيا د بورژوازي نظام په راتلو سره دا په زمكو پوري تړلى مريى په داسي كارگر بدل شو چي د خولو او تڼاكو حاصل ئې د فابريكو د خاوندانو په جېب كي پرېوځي. په پانگه وال نظام كي د غلامانو، بزگرانو او كارگرانو د آزادۍ خبره يوازي هغه څوك كولى شي چي د آزادۍ په معنى او مفهوم نه پوهېږي!!

اسلام د غلامۍ د ختمولو لپاره دغه حكيمانه لار غوره كړه:

غلامانو او د هغوى بادارانو ته ئې وويل: تاسو په خپلو كي وروڼه ياست، د يوې كورنۍ غړي، د يوه نيكه او انا اولاد.
مسلمانانو ته ئې امر وكړ چي مريي ته مريي مه وايئ، هغه ستاسو ورور دئ، د ورور خطاب ورته وكړئ، دروند او له توانه ئې زيات كار ورباندي مه كوئ، په خوراك څښاك كي ئې له ځان سره شريك كړئ.
وينځي ځان ته نكاح كولى شئ، دا د عار او پېغور خبره مه گڼئ، له نكاح نه پرته هم كولى شئ له هغوى سره مباشرت وكړئ، په دې سره هم د هغوى يوې طبيعي او انساني اړتيا ته ځواب ويل كېږي، خو كه هغوى دا مباشرت نه خوښولو نو دې كار ته ئې مه مجبوروئ.
دا پرېكړه ئې وكړه چي هيڅوك د آزاد انسان د مريي كولو حق نلري او دا په حقيقت كي د غلامۍ د لغو كولو په لار كي لومړى او تر ټولو اساسي اقدام وو.
د موجوده غلامانو د آزادۍ لپاره ئې له يوې خوا په عام طور خلكو ته وويل: د مريي آزادول د ثواب ستر كار دئ. او په خاصه توگه ئې وويل: له چا چي دا او هغه گناه وشوه كفاره ئې د غلام آزادول ده.
بادارانو ته ئې وويل: كه ستاسو كوم غلام د آزادېدو غوښتنه وكړه، نو يا ئې مجاني او د الله د رضا لپاره آزاد كړئ او يا ئې د كومي معاوضي په مقابل كي.
اسلامي حكومت ئې په دې مكلف كړ چي د دولتي شتمنيو يوه برخه بايد د غلامانو د آزادولو لپاره مختص كړي.

دغه حكيمانه تدابير وو چي نه يوازي په لنډه موده كي د غلامۍ جرړي وايستل شوې، بلكي د پرون ورځي له غلامانو نه ستر ستر شخصيتونه جوړ شول او د لويو لويو سيمو د چارواكو او واليانو په توگه وټاكل شول.

دا په داسي حال كي چي په اروپا، امريكا او ټولو غير اسلامى هېوادونو كي د غلامۍ بازار گرم وو او هيچا د انسانانو د برابرۍ شعار نه شو منلى. اما دا چي اسلام ولي له بري وروسته او په ټول حجاز له تسلط نه بعد غلامي تحريم نه كړه او د ټولو غلامانو د آزادولو اعلان ئې ونكړ، ځواب ئې بايد له يوې خوا د هغه وخت په اجتماعي ظروفو او شرائطو كي ولټوو او له بلي خوا د اجتماعي ستونزو په حلولو كي د اسلام په خاصي كړنلاري كي. اسلام د ځينو خاصو اجتماعي ستونزو د حل كولو لپاره دا كړنلاره خپله كړې چي ورو ورو د هغوى جرړي باسي، تدريجي بدلون غوره گڼي، لومړى د داسي تبديلي لپاره ذهني شرائط برابروي، مقدماتي كارونه سر ته رسوي، ريښې يوه په بلي پسي قطع كوي او په پاى كي د دې اجتماعي ستونزي كرغېړن بوټى له بېخه باسي، د شراب او قمار په اړه اسلام همدا اسلوب غوره كړ، په تدريج سره ئې د دې خبيثه بوټو جرړي وايستلې، د مرييتوب په اړه ئې هم همدا طريقه اختيار كړه، لومړى ئې وويل: ټول انسانان يو د بل وروڼه او د يوه خداى بندگان دي او له يوه مور او پلار نه پيدا شوي. بيا ئې وويل: د مريي آزادول د گناهونو د جبران وسيله ده. بيا ئې وويل: هيڅ "حر" او آزاد انسان نشي مريي كېدى، هيڅوك دا حق نلري چي د "حر" او آزاد انسان په غاړه كي د مرييتوب كړۍ واچوي. بيا ئې وويل: هر غلام دا حق لري چي له خپل مالك سره "مكاتبه" وكړي، يعني خپله آزادي په بيع واخلي، له غلامۍ نه آزاد شي او په مقابل كي ئې مالك ته څه وركړي. او په پاى كي ئې وويل: د دولت د مصرفي بودجې يو مورد د غلامانو اخيستل او آزادول دي.

د غلامانو د آزادولو او د غلامۍ د تدريجي ختمولو دا طريقه دې ته ورته ده چي كوم دولت د فيوډالي نظام د ختمولو او د زمكو د عادلانه وېش په اړه دا فيصله وكړي چي د زياتو زمكو له خاوندانو نه زمكي په بيع واخلي او په بې زمكو ئې ووېشي او په دې خاطر د زمكو له مصادرې ډډه كوي چي په دې سره كېدى شي په ډېرو هغو كسانو ناروا تېرى وشي چي شتمني او زمكي ئې له جائزو لارو ترلاسه كړې. اسلام نه غواړي په هيچا، تر هيڅ نامه لاندي تېرى وشي او جائز حق ئې تر پښو لاندي شي.

وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً ۚ فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْسًا فَكُلُوهُ هَنِيئًا مَّرِيئًا ﴿٤

[4]- ښځو ته د دوى مهر په ورين تندي وركړئ، خو كه له خپل لوري ئې په خوښه د هغه كومه برخه دركړه نو بې غمه ئې په خوند خوند وخورئ.

(4)- مهر د ښځي بيع نه ده، پلار ته ئې نه وركول كېږي، پخپله ښځي ته وركول كېږي، آيت په صراحت سره وايي چي مهر ښځو ته وركړئ، دا هسي يوه تحفه او هديه هم نه ده، دا د ښځو حق دئ، دا د ښځي لپاره ډېر حكيمانه تضمين دئ، د دې مخنيوى كوي چي خاوند ئې بې دليله دې ته طلاق وركړي او د خپل شوق پوره كولو لپاره بله ښځه وكړي، دې ته دا اختيار وركړى شوى چي له خاونده مناسب مهر ترلاسه كړي، شريعت نهايي حد ورته نه دئ ټاكلى، د مېړه او ښځي توافق ته ئې پرېښى، مېړه ئې مكلف كړى چي د دې مهر به د تړون مطابق ورته سپاري، مگر دا چي ښځه پخپله خوښه د مهر له كومي برخي ورته تېره شي. دا په حقيقت كي ښځو ته يو بل امتياز دئ، هم ئې خرڅ، خوراك او پوښاك د خاوند په غاړه دئ او هم له هغه د مهر ترلاسه كولو امتياز وركړى شوى، په داسي حال كي چي دا هم له خپلوانو مېراث ترلاسه كوي او هم له مېړه، خو هيڅ اقتصادي مكلفيت نلري.

وَلَا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّـهُ لَكُمْ قِيَامًا وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلًا مَّعْرُوفًا ﴿٥﴾ وَابْتَلُوا الْيَتَامَىٰ حَتَّىٰ إِذَا بَلَغُوا النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْدًا فَادْفَعُوا إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ ۖ وَلَا تَأْكُلُوهَا إِسْرَافًا وَبِدَارًا أَن يَكْبَرُوا ۚ وَمَن كَانَ غَنِيًّا فَلْيَسْتَعْفِفْ ۖ وَمَن كَانَ فَقِيرًا فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ ۚ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ فَأَشْهِدُوا عَلَيْهِمْ ۚ وَكَفَىٰ بِاللَّـهِ حَسِيبًا ﴿٦﴾.......

نوربیا

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd June, 2018