تفصیل | شهادت 

21st November, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د شمشاد تلويزیون رئیس الحاج فضل کريم فضل د حزب اسلامي له مشر سره وکتل

2018-05-10

د شمشاد تلويزیون رئیس الحاج فضل کريم فضل د یک شنبې په ورځ د حزب اسلامي له امیر انجنير ګلبدین حکمتیار سره پر مهمو ملي مسایلو خبرې وکړې.
الحاج فضل کريم فضل د ټاکنو او الکترونیکي تذکرو په ملي بهیرونو کې د خلکو ګډون او رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د حزب اسلامي پر هڅو ټینګار وکړ. 
د حزب اسلامي مشر د راتلونکو پارلماني ټاکنو پر شفافو ترسره کېدو د ټینګار تر څنګ، له ولسونو هم وغوښتل چې ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانو ته د لار موندنې په موخه هغو کسانو ته خپل رایه وکاروي، چې په فساد کې ښکېل نه وي او د هېواد ملي ګټو ته بشپړه ژمنتیا ولري.
دواړو مشرانو د لیدنې په ترڅ کې د هېواد د ډېری ولایتونو د خلکو اندېښنې پر ځای وبللې او مناسبه يې وګڼله چې ځینو پراخ نفوذ لرونکو ولایتونو کې باید ټاکنې په حوزوي ډول ترسره او عدالت ته لومړیتوب ورکړل شي.
ښاغلي فضل د الکترونیکي تذکرو په برخه کې د ښاغلي حکمتیار وروستی اقدام وستایه او مهمه یې وبلله چې حزب اسلامي دې له ولسونو سره په دې برخه کې کار وکړي. 
ښاغلي فضل همدا راز د حزب اسلامي له امیر غوښتنه وکړه چې په ولس کې له خپل پراخ نفوذ اورول څخه د سولې په موخه ګټه پورته کړي او د دې ستر ولسي ارمان لپاره کار وکړي.
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي چارو رياست



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st November, 2018