تفصیل | شهادت 

25th May, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي د خوشې شویو بندیانو په اړه د جنرال رازق څرګندونې حقیقت نه لري

2018-05-10

د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق په دا وروستیو کې د حزب اسلامي پرضد خوله خلاصه کړې، کله په یو او کله په بل نوم تورنونه لګوي او په کندهار کې د حزب اسلامي متعهدینو ته دسیسې جوړوي .
نوموړي په دا وروستیو کې د حزب اسلامي د خوشې شویو بندیانو په اړه غیر مسؤلانه او له حقیقت څخه لیرې څرګندونې کړي چې ګویا په کندهار کې د حزب اسلامي د خوشې شویو بندیانو له ډلې یو شمېر یې بیرته د جګړې لیکو ته ستانه شوي او له وسله والو طالبانو سره یوځای شوي دي.
لومړی خو باید ووایم چې نوموړي ددې ادعاوو په اړه هېڅ ډول اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي او مطمئن یو چې هېڅ داسې شواهد هم نه شي وړاندې کولی چې خپله ادعا ورباندې ثابته کړي.
دوهم داچې د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي د جنرال رازق ددې خبرو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي دي چې جنرال رازق په دې اړه له خپل صلاحیت نه بهر خبرې کړې دي.
معصوم ستانکزي ویلي، دا د ملي امنیت او استخباراتو دنده چې معلومه کړي آیا د جګړې په لیکو کې د حزب اسلامي وسله وال کسان شته او کنه. 
د ستانکزي په خبره جنرال رازق نه په استخباراتو کې دنده لري او نه هم په استخباراتي چارو کې کافي معلومات لري او که معلومات هم ولري، نو باید د ملي امنیت له ریاست سره یې شریک کړي.
ستانکزي زیاته کړې، جنرال رازق ته پکار ده چې دداسې څرګندونو څخه منصرف شي او خلکو ته دې بېځایه اندېښنې نه پیدا کوي.
یو بل څه چې باید اضافه کړم هغه دا چې په دا وروستیو څو میاشتو کې په سلګونو پولیس د جنایي جرمونو، قاچاق، وسله والو غلاوو او له طالب او داعش سره د اړیکو په تور نیول شوي او زندانونو ته اچول شوي دي، نو اوس پوښتنه داده چې اصلي ملامت څوک دي؟
جنرال رازق پخپله د هېواد په بې ثباتۍ، قاچاق ، غلاوو او وژنو کې لوی لاس لري، پکار ده چې په پاکو او سپیڅلو خلکو د نیوکو هڅې ونکړي، ځکه زموږ او د دوی افکار لکه ځمکه او آسمان توپیر لري.
لنډه داچې کوم زندانيان چې د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د معاهدې په نتیجه کې خوشې شوي، نه بیا د جګړې ډګر ته ستانه شوي او نه یې هم وسلې اخيستې دي، برعکس د سولې د معاهدې له لاسلیک وروسته د حزب اسلامي په لسګونو کسان نیول شوي او زندانونو ته اچول شوي دي.
په دې کې شک نشته چې ځینې غرضي او مرضي کړۍ په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د حزب اسلامي له پراخ شتون څخه په ویره کې دي او په ھمدې خاطر د حزب اسلامي خلاف پوچ او زهرجن تبلیغات کوي .
دغه راز دوی د خپلو بادارانو په اشاره په کندهار کې د حزب اسلامي مهم شخصیتونه په شهادت رسوي، زندانونو ته یې اچوي او ډول ډول ستونزې ورته جوړوي چې وروستۍ بېلګې یې د حزب اسلامي د یو نامتو جهادي شخصیت د زامنو نیول کېدل دي.
دوی ته باید واضح کړو چې حزب اسلامي به په خپل ټول توان او طاقت سره د جګړې د پای ته رسولو او سولې د تأمین لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او جګړه غوښتونکو ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي .
حبیب الرحمن حکمتیار



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

25th May, 2018