تفصیل | شهادت 

25th May, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په ارګ کې د حکمتیار او محقق ترمنځ لفظي شخړه نده شوې

2018-05-10

د شاوخوا ۷ سیاسي ګوندونو استازو د دو شنبې په ورځ په ارګ کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ ګډه ناسته درلوده او د راتلونکو ټاکنو په اړه هر اړخيزې خبرې وشوې.
دغه ناسته چې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د ۲۸ سیاسي ګوندونو په استازيتوب شاوخوا اوو ګوندونو پکې برخه اخيستې وه او د راتلونکو ټاکنو په اړه مفصلې خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو د راتلونکو ټاکنو په اړه يو ځل بيا خپله ګډه طرحه له جمهور رئیس سره شریکه کړه او په خپل وخت د رڼو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو يې ټينګار وکړ.
په دې ناسته کې د حزب اسلامي مشر ښاغلي حکمتیار وويل: که حکومت د ديموکراسۍ ادعا کوي، نو بايد د سیاسي ګوندونو رول پکې له پامه و نه غورځول شي او حکومت بايد د ټاکنو په اړه د سیاسي ګوندونو طرحو او مشورو ته جدي پاملرنه وکړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې حاجي محمد محقق له جمهور رئیس اجازه واخیسته او د دې لپاره له غونډې لاړ چې کوم بل مجلس ته روان وو.
ښاغلي محقق جمهور رئیس ته وويل، چې زموږ د ټولو سیاسي ګوندونو په استازيوب به ښاغلی حکمتیار له تاسو سره خبرې وکړي او په دې اړه موږ ستاسو د هرې پريکړې تر شا ولاړ يو.
دا چې په رسنيو کې د حکمتیار او محقق ترمنځ د لفظي شخړې په اړه کوم راپورونه خپاره شوي حقیت نه لري او ياده غونډه د ورور ګلوۍ او صميميت په فضا کې پای ته ورسېده.
حبیب الرحمن حکمتیار



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

25th May, 2018