تفصیل | شهادت 

25th May, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ولې مسلمانه؟

2018-05-10


ولې مسلمانه ستا د تن وينه ارزانه ده؟
هېر يې له خپل ځانه ستا د تن وينه ارزانه ده
هر چــــا تـر خپـل وســه قتل کړی يې!
ورک يې له جهانه ستا د تن وينه ارزانه ده!
تا چې د تاريخ پاڼه کې ګورمه
ډک سم له خفګانه ستا دتن وينه ارزانه ده
ستا هره قصه له وينو ډکه ده
څومره يې ناتوانه ستا د تن وينه ارزانه ده
څو به دې ټوټې راټولومه زه
وران يې  له هر خوا نه ستا د تن وينه ارزانه ده
زه حقاني تا ته فکر وړی يم
ګران افغانستانه ستا د تن وينه ارزانه ده



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

25th May, 2018